د مسئولیت او څرنګوالی دلیل (Burden of proof) (لومړۍ برخه)
الحاد او دین په خپلو کې متعارض دي، یعنې یو لوری په یوه څیز اقرار کوي او بل لوری ترې منکر دی، ملحد له خالق څخه منکر دی خو دین منونکی انسان باور لري چې خالق شته؛ یوه عمومي مغالطه دا خپره ده چې یواځې اقرار کوونکی به د اثبات دلیل وایي او په دې توګه دې قضیه حل کړای شي، یا دا چې مسلمان د الله جل جلاله په شتون باور لري نو اړ دی چې د خپل باور لپاره دلیل راوړي خو ملحد چې انکار ترې کوي د دلیل په راوړلو مکلف نه دی.
اوس پوښتنه دا ده چې د دلیل راوړل د چا مسئولیت دی؟ آیا په رښتیا هم لومړی باید مسلمان د خدای د وجود لپاره دلیل ووایي؟ هره دعوه د دوه لورو تر منځ وي چې یو لوری مُدَّعِي او بل مُدَّعَی علیه ګڼل کېږي (مدعي هغه څوک دی چې دعوه کوي او مدعی علیه هغه دی چې دعوه پرې کېږي).
په هره دعوه او قضیه کې اړینه ده چې مدعي (دعوه کوونکی) د مدعی علیه خلاف دلیل راوړي او مدعی علیه د دلیل په راوړلو مکلف نه دی؛ د یادونې وړ ده چې یواځې په اقرار یا انکار کولو باندې شخص مدعي یا مدعی علیه نه ګڼل کېږي بلکې یو شخص ته هغه وخت مدعي ویل کېږي چې د ظاهري حالت خلاف دعوه وکړي، یعنې کله چې یو شخص د ظاهري احوالو خلاف دعوه وکړي نوموړی شخص مدعي ګرځي برابره خبره ده که د دعوې بڼه اقراري وي او که انکاري. که چېرې د مدعي د دعوې بڼه اقراري وه نو د خپلې د عوې د اثبات لپاره به دلیل راوړي او که یې د دعوې بڼه انکاري وه نو د نفی لپاره به یې دلیل راوړي، ددې خبرې د لا وضاحت لپاره یو څو بېلګې بیانوو:
د دعوې اقراري بڼه:
یو شخص د یوه کور په اوسېدونکو دعوه کوي چې کور د هغه دی، خو په ښکاره او ظاهري حالت ته په کتو دا کور د هغه چا دی چې پکې اوسېږي، په کور کې استوګن شخص او دعوه کوونکی که د موضوع د حل لپاره محکمې ته ځي نو محکمه له هغه شخص څخه دلیل غواړي چې د کور د ملکیت دعوه یې کړې او په کور کې له استوګن شخص څخه د دلیل راوړلو غوښتنه نه کوي ځکه چې ظاهري حالت په دې ګواهي ورکوي چې کور د همدې اوسېدونکي شخص ده. په ساینس کې هم خبره همداسې ده، کله چې یو ساینسپوه نوې نظریه وړاندې کوي او پخوانۍ ردوي نو د سمې نظریې د معلومولو لپاره اړینه ده چې لومړی د نوې نظریې وړاندې کوونکی ساینسپوه د خپلې نظریې د سموالي لپاره دلائل وړاندې کړي، نو لنډه دا چې په اثباتي دعوه کې مدعي مکلف دی چې د خپلې دعوې د اثبات لپاره دلیل وړاندې کړي.
د دعوې انکاري بڼه:
په انکاري بڼه دعوه کول هم همداسې اصول لري یعنې دعوه کوونکی مکلف دی چې په خپله دعوه کې د مُدَّعَی بِهِ د رد او نفی لپاره دلیل راوړي د بېلګې په ډول: که په هند کې دبت پرستانو په یوه سیمه کې یو شخص دعوه وکړه چې بتان هېڅ هم نه شي کولای، دا د هغې سیمې د ظاهري حالاتو خلاف دعوه ده، ځکه د هغې سیمې ټول خلک په دې باوري دي چې بتان هر څه کولای شي اوس که د سیمې خلک له دعوه کوونکي سره محکمې ته ځي نو په محکمه کې له دعوه کوونکي شخص څخه پوښتل کېږي چې څنګه او ولې بتان هېڅ هم نه شي کولای؟ سره له دې چې ددې شخص دعوه انکاري بڼه لري خو بیا هم محکمه ورڅخه د نفی دلایل غوښتی شي.
تر دې ځایه دا موضوع څرګنده شوه چې د دلیل راوړل د مدعي مسئولیت دی او مدعي هغه څوک دی چې د ظاهري حالاتو خلاف دعوه وکړي.
قاعده: پورته ذکر شوې مسئله په اسلامي او غیر اسلامي قوانینو کې د یوې قاعدې حیثیت لري، د برطانیې د کیمبرېج پوهنتون مشهور کتاب (Law of evidence) یا ( د دلیل قانون) په درېیم څپرکي کې دا موضوع بیان شوې، او په اسلامي قوانینو کې د (موسوعة القواعد الفقیة) په (۱۰۰۵) مخ کې د امام کرخي دا قاعده راوړل شوې چې: (من ساعده الظاهر فالقول قوله، و البینة علی من یدعی خلاف الظاهر) یعنې ظاهري حالت چې د چا په ګټه وي نو د هغه خبره د منلو ده او څوک چې د ظاهري حالت خلاف دعوه کوي نو دلیل راوړل په هغه دي.
اوس راځو خپلې خبرې ته، هغه دا چې ملحدین له دوو اړخونو د ظاهر خلاف دعوه کوي، یو له تاریخي اړخه او بل هم له جمهوري اړخه؛ که تاریخي اړخ ته یې وګورو نو ټول ملحد او غیر ملحد فلاسفه په دې خبره اتفاق لري چې له الله جل جلاله څخه انکار د یونان له دور څخه پیل شوی او مخکې ترې په یوه نه یوه بڼه د خالق په شتون اقرار کېده، یعنې په یونان کې د لومړنیو ملحدینو ادعا د ظاهر خلاف وه او د شته ظاهري حالت خلاف دعوه یې راولاړه کړه له همدې امله په ټوله کې د دین او الحاد په قضیه کې الحاد مکلف دی چې له الله جل جلاله څخه د انکار لپاره دلیل وړاندې کړي، دا ځکه چې د ظاهري حالت خلاف دعوه یې کړې؛ که ملحد وایي چې لومړی انسانان ملحدین وو او دین منونکو د خالق د شتون دعوه کړې، په حقیقت کې دوی ددې خبرې د ثبوت لپاره هېڅ کره دلیل نه لري او څه چې وایي ټولې فرضیې دي. تاریخپوهان په دې هکله په یوه خوله دي چې له تاریخي اړخه دین لرغونی دی او الحاد وروسته په یونان کې پیل شوی.
له جمهوري اړخه هم ملحدین مکلف دي چې د خالق له شتون څخه د خپل انکار لپاره دلیل وړاندې کړي، ځکه چې د نړۍ نږدې ٪۹۳ خلک دین منونکي دي یعنې د خالق په شتون باور لري، یواځې ٪۷ سلنه خلک ملحد او د خالق له شتون څخه منکر دي، نو له جمهوري اړخه هم ظاهري حالت دا ښيي چې خالق شته، او د ملحدینو دعوه د ظاهري حالت خلاف ده نو دې حالت ته په کتو مدعیان او دعوه کوونکي ملحدین دي، له همدې امله نړیوالو قوانینو ته په کتو ملحدین باید د خپلې دعوې لپاره دلیل راوړي یعنې لومړی باید ملحدین د خالق له شتون څخه په برهان او دلیل انکار وکړي او وروسته دې له دین منونکو په ځانګړي ډول له مسلمانانو څخه د خالق د شتون د ثبوت دلیل وغواړي، یعنې که چېرې یو مسلمان له کوم ملحد سره بحث کوي نو په کار ده چې لومړی مسلمان له ملحد څخه د الله جل جلاله له شتون څخه د انکار په تړاو دلیل وغواړي او بیا مسلمان د هغو دلائلو ځواب ووایي او خپل اثباتي دلائل دې هم وړاندې کړي.
د الله جل جلاله د وجود د نفی په هکله چې ملحدین کوم دلائل راوړي اکثره یې هغه نیوکې دي چې د الله جل جلاله په صفاتو له دوی سره دي او د همدې نیوکو په اساس د الله تعالی له ذات څخه انکار کوي په داسې حال کې چې د ذات او صفاتو تر منځ ډېر توپیر دی چې په راتلونکو عنوانونو کې پرې بحث شوی. لنډه دا چې له ملحد سره په بحث کې له پیله د الله جل جلاله د ذات ثابتول د بحث د اصولو خلاف کار دی، لومړی باید ملحد د الله یا خالق د نه شتون ثابتولو دلائل وړاندې کړي او وروسته بحث پر مخ یوړل شي.