د الله تورې (خالد بن ولید رض) ژوند ته لنډه کتنه ( شپږمه برخه)
خالد رضی الله عنه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ښار ته د سفر پر مهال
خالد (رض) وایي: د کائناتو سردار سره مو د کتنې نیټه ورو ورو نږدې کیدله، د ځان سره مې وویل: له چا سره مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدو ته ولاړ شم؟ په دې وخت کې د صفون بن امیه بن خلف سره مخامخ شوم، هغه ته مې وویل: زه دې پایلې ته رسیدلی یم چې باید پر محمد صلی الله علیه وسلم ایمان راوړم او همدا اوس د هغه خواته تلونکی یم؛ که ته هم زما سره مل کیږي او ایمان راوړې نو تلوار وکړه؛ اما هغه زما وړاندیز و نه مانه او زما په دې پریکړې یې هم نیوکه وکړه، ښایي لامل به یې دا و چې نوموړي د بدر په جګړه کې خپل پلار او ورور له لاسه ورکړي و؛ نو له دې امله د اسلام پر وړاندې یې د عناد او کینې څخه ډک چلند کاوه؛ همدغه شان خپل سفر ته مې دوام ورکړ تر دې چې دعکرمه بن ابوجهل سره مخ شوم، هغه هم د صفوان په څېر ځواب راکړ؛ کیدای شي د هغه د کرکې لامل دا و چې د هغه پلار هم د مسلمانانو له لوري وژل شوی و.
بنده خپلې لارې ته مې ادامه ورکړه، د لارې په اوږدو کې د عثمان بن طلحه خواته ور ستون شوم، کله چې هغه مې ته دا وړاندیز وکړ، نوموړي سمدلاسه زما وړاندیز ومانه او زما سره مل شو، د تګ په حال کې وو چې عمرو بن عاص هم زموږ سره یوځای شو؛ په دې لاره کې د راتګ سبب مې له هغه څخه وپوښتل، جوته شوه چې هغه هم په همدې سبب د مدینې منورې لورې ته د تګ هوډ کړی.
موږ درې سره مدینې منورې ته ولاړو؛ لومړی مو د خپل ورور ولید بن ولید سره وکتل، هغه موږ ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ داسې وویل چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ستاسو له راتګ څخه خبر شوی او ډېر خوښ دې؛ نو تلوار وکړئ او د هغه درانه حضور ته خپل ځانونه ورسوئ.
ما د اس ځغاسته چټکه کړه، کله چې د «ظهر الحرة» په نوم سیمې ته ورسیدو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم زموږ په تمه و او له کوره دباندې وتلی و؛ کله چې موږ یې ولیدو، مسکی شو او ویې ویل: «نن مکې خپل د زړه ټوټې تاسو خواته در ولیږلې» زه مخته شوم او ومې ویل: «شاهدي ورکوم د الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او ته د هغه ریښتینی استاذی یې»؛ بیا زما په څیر عثمان بن طلحه او عمرو بن عاص هم رامخته شول او په اسلام مشرف شول او موږ ټولو د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ؛ په دې وخت کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د الله تعالی شکر او ستاینه اداء کړه او ویې فرمایل: «د هغه ستر څښتن شکر او ثنا اداء کوم چې ته یې په اسلام مشرف کړئ، زه پوهیدم چې ته د خپلې پوهې او عقل له وجې، یوه ورځ به ایمان راوړې».
خالد وایي: د اسلام تر منلو وروسته مې حضرت رسول صلی الله علیه وسلم ته عرض وکړ چې زما لپاره دعا وکړه، ده مبارک وفرمایل: اسلام، ټول تېر ګناهونه له منځه وړي او مینځي یې، ومې ویل: سره له دې، بیا هم زما لپاره دعا وکړئ! هغه صلی الله علیه وسلم داسې دعا وکړه: «ای الله! د خالد ټولې ګناوې چې ستا د دین د ممانعت په سبب یې تر سره کړي، ورته معاف یې کړه». له هغه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل زما خیال ساتلو او زه به یې د هیچا سره نه پرتله کولم.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم د کور جوړولو لپاره خپله یوه ټوټه ځمکه خالد بن ولید رضی الله عنه ته وبخښله؛ او نوموړی یې د خپلو کاتبانو په ډله کې وګماره.