لیکوال: د. اسامه جوهري               

څه ډول د الحاد مخنیوی وکړو؟ (لسمه برخه)

د الحاد له فتنې څخه ځان ساتل یا د الحاد مخنیوی کول د مسلمه امت لپاره یو له لومړیتوبونو څخه دی دا فتنه ځکه د نورو فتنو په پرتله ستره او ګواښونکې ده چې تر شا یې ټوله کفري نړۍ ولاړه ده او خپل مالي، پوځي او رسنیز ځواک یې ددې فتنې د خپرولو لپاره په کار اچولی.
دلته ددې فتنې د مخنیوي لپاره په ځینو ممکنه لارو چارو بحث کوو:
۱ـ په دولتي کچه د الحاد مخنیوی:
د تاریخ په اوږدو کې چې په اسلامي نړۍ کې کومه فتنه پیدا شوې نو اسلامي حکومتونو یې مقابله کړې او هغه فتنه یې له منځه وړې لکه د راشده خلفاؤ په دور کې د بنوحنیفه، خوارجو، یا هم د عبدالله بن سبأ د شیعیت د فتنې خلاف مبارزې او… خو ځینې وختونه بیا اسلامي حکومتونه له رامنځته شوې فتنې څخه اغېزمن شوي، لکه مأمون رشید په وخت کې چې حاکمان له معتزله وو څخه اغېزمن شول او یا په دې نږدې وختونو کې د (وحدة الأدیان) فتنه چې ډېرو اسلامي حکومتونو یې نه یواځې په وړاندې مبارزه ونکړه بلکې ترې اغېزمن لا شول.
اوسمهال د ډېرو اسلامي هېوادونو حکومتونه د سیکولرېزم له فتنې څخه اغېزمن شوي او سیکولرېزم خپله الحاد د دروازې حیثیت لري. له همدې امله په سیکولر هېوادونو کې د الحاد مخنیوی لږ څه ستونزمن دی، خو بیا هم که د علماؤ ټولنې هڅه وکړي، په خپلو حکومتونو فشار راوړي او په حکومتي کچه د الحاد مخنیوی وشي نو دا به ډېره غوره او اغېزمنه لار وي، په دې برخه کې باید اسلامي دولتونه قوانین وضع کړي په ځانګړي ډول د ارتداد په تړاو باید اسلامي قوانین په بشپړ ډول پلي شي.
۲ـ علماء کرام هم د الحاد د مخنیوي په برخه کې خورا اړین رول لري:
دا چې اوسمهال الحاد یوه ستره فتنه ده نو پر علماء کرامو ده چې ددې فتنې په خلاف مبارزې ته لومړیتوب ورکړي او له تېر تاریخ څخه پند واخلي، دا سمه ده چې په معاصر وخت کې علماء کرام له مادي اړخه کمزوري دي او ډېر تبلیغاتي وسائل په لاس کې نه لري، خو بیا هم هر انسان تر خپل وس او توان پورې مکلف دی، په همدې اساس هر عالم باید تر خپل توان پورې د الحاد خلاف مبارزه وکړي او له شته وسائلو څخه کار واخلي، د الحاد خلاف باید رسالې او کتابونه ولیکل شي، غږيز او ويډیویي توکي چمتو کړي او په دې توګه ځوان نسل په خپله اسلامي عقیده پوه کړي او مسلمانو ځوانانو ته د اسلامي عقیدې او اصولو په رڼا کې داسې ذهنیت ورکړي چې د الحادي دعوت په مقابل کې ماتې ونه خوري او په خپله اسلامي عقیده کلک او مقاوم واوسي، د اغېزمنې او ښې مبارزې لپاره اړینه ده چې علماء کرام د معاصر الحاد او په الحاد د ولاړو نظامونو په اړه ژوره مطالعه وکړي او د رد لپاره یې معقول او د قناعت وړ ځوابونه چمتو کړي.
۳ـ د تعلیم له لارې د الحاد مخنیوی:
د الحاد دمخنیوي لپاره دا هم اړینه ده چې په تعلیمي نظام او نصاب اصلاح او سمون راوستل شي، شته تعلیمي نظام ملحدینو د ځان لپاره د کار یوه وسیله ګرځولې، نو باید چې همدا آله او وسیله بېرته د الحاد په وړاندې وکارول شي او ډېره هڅه باید وشي چې د تېر په څېر یوځل بیا په تعلیمي نصاب کې دیني او دنیوي علوم یوځای شي، د تعلیمي نصاب د اصلاح او سمون په برخه کې باید هغه نظریات چې د ملحدو ښوونکو له لوري د فزیک او فلسفې په نوم زده کوونکو ته ښودل کېږي له نصاب څخه واېستل شي؛ فزیک په خپل ذات کې بد علم نه دی لکن د نوي ساینس په ډګر کې ملحدین نوموړی علم د خپل الحاد د خپرولو لپاره کاروي، نو باید په ډېرې هوښیارۍ او ځیرکتیا سره مطالعه شي، په ځانګړي ډول هغه ځوانان باید ډېر له احتیاطه کار واخلي چې د فزیک په څانګه کې زده کړې کوي.
۴ـ د رسنیو له لارې د الحاد مخنیوی:
دا چې اوسمهال رسنۍ په ځانګړي ډول ټولنیزې رسنۍ د الحاد یوه قوي او اړینه د کار وسیله ده، نو باید چې د الحاد په خلاف له همدې وسائلو هم کار واخیستل شي، په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې د الحاد خلاف ډېر کار او مبارزې ته اړتیا ده، هغه خلک چې د اسلام په اړه معلومات نه لري باید له ملحدینو څخه ځان وساتي او هغه چې پوهېږي باید په لیکنیز، غږیز، انځوریز او ویډیویي ډول د الحاد خلاف مبارزه وکړي او هغه خلک چې پخپله د الحاد خلاف مبارزه نه شي کولای باید د نورو مبارزینو لیکنې او نور نشریات خپاره کړي او له ملحدینو سره په ټولنیزو رسنیو کې اړیکې پرې کړي، څو په دې توګه په تشکیک کې واقع نه شي.
۵ـ سیمینارونه او روزنیز پروګرامونه:
د الحاد د مخنیوي په پار باید د عصري علومو یا په عموم کې ټولو زده کړیالانو (محصلینو) ته سیمینارونه او دعوتي پروګرامونه چمتو شي، چې پکې د اسلام، الحاد او ساینس اړوندو موضوعاتو باندې بحث وشي، تر څو خلک په حقائقو پوه شي، همدا راز مبارزین او علماء کرام باید واړه واړه روزنیز کورسونه او پروګرامونه جوړ کړي او په دې توګه د ځوان نسل په سالمه روزنه کې خپله ونډه واخلي.
۶ـ په خپلو اولادونو او خپلوانو باندې پام کول:
کوم ځوانان چې نورو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره ځي نو باید ځانګړې پاملرنه پرې وشي، غوره ده چې هر شخص لومړنۍ او بنسټیزې زده کړې په خپل هېواد کې وکړي او که د اړتیا په صورت کې د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي نو له سفر وړاندې باید سالمه اسلامي عقیده وروښودل شي او کله هم چې له زده کړو بېرته راستانه شي نو باید د هغوی عقیده او کړه وړه وکتل شي، وڅېړل شي او وروسته په حکومتي چارو کې په دنده وګومارل شي، ځکه ډېر وخت داسې شوي چې په لویدیځو هېوادونو کې له زده کړو وروسته ځینو خلکو له ځان سره الحاد هم راوړی وي او بیا د خپلو اسنادو د قوت او اعتبار په مټ ځان لوړو دولتي څوکیو ته ورسوي چې بیا له خپل موقف او دندې څخه په ګټه اخیستنه د الحاد لپاره کار کوي.
۷ـ په نوي نسل باید لږ تر لږه د اسلام بنسټیز عقاید، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او اسلامي زرین تاریخ مطالعه شي، څو د نورو خلکو له عقایدو، تاریخ او ژوند څخه اغېزمن نه شي او هم ورته د اسلامي او غربي نظام په اړه د مطالعې کولو لپاره زمینه برابره شي.
۸ـ کوم مسلمانان چې په علمي لحاظ د الحاد خلاف مبارزه نه شي کولای باید چې د مال او شتمنۍ د لګولو له لارې د الحاد په مخنیوي کې خپله ونډه واخلي، له علماؤ او نورو مبارزینو سره د کتابونو په چاپ او خپرولو کې مرسته وکړي، ځکه چې د ډېرو علماء کرامو او پوهانو اقتصادي حالت کمزوری وي او د مبارزې په جریان کې له بېلابېلو مالي ستونزو سره مخ کېږي، نو شتمن او مالداره خلک دې د الحاد په وړاندې مبارزه کې د خپلو علماؤ او مبارزینو ملا وتړي او په دې مبارزه کې دې خپل مسئولیت اداء کړي.

د الحاد په خلاف د مبارزینو لپاره ځینې لارښوونې

ژوند د مبارزې او هڅې دوهم نوم دی او هر انسان په خپل ژوند کې یوه نه یوه مبارزه پر مخ وړي، ددې لپاره چې یوه مبارزه رنګ راوړي نو د پرمخ وړلو او اغېزمنې کېدو لپاره یې باید ځينې ځانګړي اصول او معیارونه په پام کې ونیول شي، که یو انسان د خپلې مبارزې لپاره معیارونه او اصول ونه لري نو په خپله مبارزه کې بریا ته نشي رسېدای. په اصولي ډول مبارزه کې د انسان روحیه پیاوړې وي او د ستونزو په وړاندې زغم له لاسه نه ورکوي، په اصولي ډول مبارزه کول له انسان څخه یو مثالي شخص جوړوي چې وروسته بیا نور خلک هم ګټه ورڅخه اخیستی شي، ځکه چې په اصولي ډول مبارزه کول ښې پایلې لري او خلک همدې پایلو ته په کتو له نوموړي مبارز څخه اغېزمن کېږي. په همدې موخه موږ په دې عنوان کې د الحاد او ملحدینو په وړاندې د مبارزینو لپاره ځینې لارښوونې کوو څو د الحاد خلاف ددوی مبارزه رنګ راوړي او ښې لاسته راوړنې ولري او په پایله کې ددې سترې فتنې په له منځه وړلو کې د دوی مبارزه اغېزمنه او ګټوره ثابته شي.
لومړی- عمومي لارښوونې: د الحاد خلاف هر مبارز باید په لاندې معیارونو ځان برابر کړي څو پیاوړې مبارزه وکړای شي او له دې سترې فتنې څخه د خلاصون په موخه اسلامي امت ته خدمت وکړي:
۱ـ د الحاد خلاف مبارزه کې د هر مبارز لپاره تر ټولو لومړۍ اړینه موضوع دا ده چې د نوموړي مبارز خپله عقیده سمه وي او له معاصرو فتنو څخه نه وي متأثر شوی او په اسلامي عقیده کې بشپړ معلومات ولري، ځکه که یو مسلمان په خپله عقیده پوخ او کلک باور ونه لري او د ثبوت لپاره یې ورسره کافي دلائل نه وي، هغه ډېر ژر د نورو عقائدو او اشخاصو تر اغېز لاندې راځي.
۲ـ د الحاد خلاف مبارزه کوونکی باید په شرعي علومو لکه: تفسیر، حدیث، فقه، اصول تفسیر، اصول حدیث، اصول فقه، نبوي سیرت، اسلامي تاریخ، د عربي ژبې ادب او… کې کافي علم او پوهه ولري.
۳ـ مبارز باید د الحاد په اړه هم علم او پوهه ولري د ملحدینو په افکارو، نظریاتو، ډولونو، تاریخ، د استدلال په طریقې، د هغوی په نفسیاتو او… باندې پوه واوسي.
۴ـ مبارز باید په الحادي نظامونو لکه هیومنېزم، سیکولرېزم، لېبرالېزم، سوسیالېزم، کپیټالېزم، کمیونېزم باندې پوه واوسي، همدا راز د لویدیځ په تاریخ او فلسفه کې هم پراخه مطالعه ولري.
۵ـ د مسلمانو علماؤ، متکلمینو، او فلسفیانو آثار او تګلاره هم مطالعه کړي، لکه د امام غزالي او شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمهما الله کتابونه او د الحاد خلاف د هغوی د مبارزو تګلارې.
۶ـ  دالحاد په وړاندې د مبارزې کولو لپاره اړینه ده چې مبارز له  معاصر ساینس سره هم بلد وي، ځکه چې ډېری وخت ملحدین په ساینسي موضوعاتو استدلال کوي په دې صورت کې باید مبارز په ساینس سره ملحد ته ځواب وویلای شي.
۷ـ ملحدینو خپلې اکثره نیوکې له ختیځپوهانو څخه را اخیستې وي، نو مبارز ته باید د هرې نیوکې اصل او اساس معلوم وي، د نیوکو لړۍ او سلسله پیدا کړي او دا معلومه کړي چې وروسته به د کومې نیوکې په هکله پوښتل کېږي، په دې توګه به نوموړی د ځواب په ورکولو کې له ستونزو سره نه مخ کېږي.
۸ـ د الحاد خلاف مبارزینو ته پکار ده چې وخت پر وخت د پوهانو او علماؤ له لارښوونو څخه ګټه پورته کړي، او کومې نیوکې چې ملحدین کوي باید لومړی د علماؤ په کتابونو کې وکتل شي او که یې و نه موندل، نو د اسلامي اصولو او د علماؤ له تګلارې سره سم دې نوي ځوابونه ورته چمتو کړي.
دوهم- له ملحدینو سره په مخامخ بحث کې مبارزینو ته ځینې لارښوونې:
۱ـ تر ټولو اړینه خبره دا ده چې مبارزه باید یواځې د الله جل جلاله د رضا په خاطر وکړي، له ریا (ځان ښودنې) او شهرت غوښتنې څخه په کلکه ډډه وکړي، په دې لار کې باید هر وخت له الله جل جلاله څخه مرسته او توفیق وغواړي او د خپلې مبارزې مقصد او موخه د فتنو له منځه وړل او د اسلام سرلوړي وګرځوي.
۲ـ مبارز چې کله له کوم ملحد سره مخامخ کېږي، نو لومړی د ملحد حالت او کیفیت معلومول ورته پکار دي چې نوموړی کوم ډول ملحد دی علمي، نفسیاتي او که نفساني؟ له دې وروسته دې ورسره بحث وکړي، علمي ملحدینو ته په علم ماتې ورکولای شي، نفسیاتي ملحدین یواځې د خپلو پوښتنو او نیوکو لپاره د قناعت وړ ځوابونه غواړي، خو نفساني ملحدین نه علمي بحث ته چمتو کېږي، نه ځان پوهوي او نه هم قناعت کوي.
۳ـ نفساني ملحدین اکثره په ضد او عناد ولاړ وي او د اسلامي شعایرو سپکاوی کوي، دوی چې کله په لومړیو کې بحث کوي، نو ځان د یو علمي ملحد په څېر ښکاروي خو په حقیقت کې علمي ملحد نه وي، بلکې یواځې د څو تنو ختیځپوهانو (مستشرقینو) او یا پخوانیو فلسفیانو نظریات او پوښتنې یې لوستې وي، چې هغه پوښتنې په څو څو ځله ځواب شوې دي، خو دوی بیا هم یادې پوښتنې مطرح کوي، کله چې ددوی پوښتنو ته ځواب وویل شي بیا د موضوع د بدلولو هڅه کوي، په همدې وخت کې مبارز ته پکار ده چې نوموړی د موضوع بدلولو ته پرېنږدي او په خپله موضوع ورسره بحث ته دوام ورکړي.
۴ـ نفساني ملحد چې کله بحث کوي نو له هغه دې په شوو نیوکو کې پوښتنه وشي، ځکه هغه دا نیوکې له نورو څخه کاپي کړې وي او په خپل نوم یې مطرح کوي، په ځانګړې توګه کله چې په آیاتونو او یا هم نبوي احادیثو نیوکه کوي نو ډېر وخت په خپلو نیوکو پوهېږي هم نه، نوموړي ته باید دا احساس ورکړای شي چې ناپوه او بې علمه دی، نو ځکه یې الحاد ته مخه کړې او ملحد شوی.
۵ـ که کوم مبارز له ملحد سره په بحث کولو کې بند راشي، نو له کومې وېرې پرته دې په خپل ځای بل ملګری چې تر ده یې پوهه ډېره وي خپل وکیل وټاکي، هسې نه چې د خپلې ناپوهۍ او ځان کم نه راوستلو له امله پخپله په غلطیو کې ښکېل شي.
۶ـ که په بحث کې ملحد ماته وخوړه او د تېښتې لاره یې و نیوه، نو هڅه دې وشي چې په ښو اخلاقو او نبوي تګلاره هغه ته د دین دعوت ورکړل شي، نه دا چې په هغه باندې ملنډې ووهي او یا سپکې سپورې ورته ووایي.
۷ـ مبارزین دې هڅه وکړي چې د کم علمه او عوامو په مخکې له ملحدینو په ځانګړي ډول له نفساني ملحدینو سره بحث ونکړي، ځکه چې ډېر کله ملحدین د اسلامي شعایرو سپکاوی هم کوي، چې له دې سره د عامو خلکو احساسات راوپاروي او شونې ده چې عام کم علمه مسلمانان په تشکیک کې واقع کړي.
۸ـ د الحاد خلاف مبارزه کې حوصله او زغم ډېر اړین دی، دا مبارزه باید د وخت تر ټولو اړینه مبارزه وبلل شي، ورځ په ورځ باید په دې مبارزه کې د پرمختګ لپاره پراخه مطالعه وکړي، لیکنې وکړي او….
۹ـ د الحاد خلاف مبارزه کې مبارز باید یواځې په لیکنو بسنه ونکړي، بلکې د ویډیو او آډیو له لارې هم خپله مبارزه روانه وساتي، په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې په پوره وضاحت سره په موضوع بحث وکړي، دا چې په ټولنیزو رسنیو کې الحاد ته ډېر دعوت کېږي له همدې امله په ټولنیزو رسنیو کې یې مقابله هم اړینه ده.
۱۰ـ دا چې د الحاد خلاف مسلمان مبارزین د اسلام داعیان هم دي، نو اړینه ده چې داعي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره دعوت وکړي، تل سنجیده واوسي، خپل شخصیت ته پام وکړي، ښه لباس او جامه و کاروي، او له ټولو مهم دا دی چې ښه او غوره اخلاق خپل نه بېلېدونکی صفت وګرځوي.
۱۱ـ په دې مبارزه کې اړینه ده چې مبارز خپل فردي او ټولنیز ژوند پاک وساتي، په ځانګړي ډول د ملحدینو له شومو موخو او پلانونو څخه د ځان ساتنې لپاره پوره تدابیر ونیسي، ځکه اکثره وخت ملحدین د داعیانو او مبارزینو د رسوایي لپاره له فحاشو ښځو او نجونو څخه کار اخلي، نو داعیان او مبارزين باید ډېر احتیاط وکړي څو د دوی د ذاتي کمزوریو او تېروتنو له امله ملحدین او نور بې لارې خلک اسلام ته ګوته ونه نیسي.
Leave A Reply

Exit mobile version