روم ډېر لرغونی سیاسي او کلتوري تاریخ لري، له عیسویت څخه وړاندې په روم کې توتمېزم یا بېلابېلو څیزونو ته عبادت کول رایج و، رومیانو به چې له هر قوم او کلتور سره وخت تېر کړ نو له هغوی څخه به ډېر ژر اغېزمن کېدل، له همدې امله اکثره رومیان مشرک او بت پرستان وو، الحاد هم روم ته له یونان څخه د فلسفو په بڼه ولېږدول شو او رومیان ترې اغېزمن شول، په یونان کې د تشکیک او مادیت پرستۍ فلسفې هم خپل اوج ته رسېدلې وې چې تر ټولو مخکښه پکې د (لذتیت) فلسفه وه، له لذتیت څخه موخه دا ده چې د انسان د وجود یواځینۍ موخه لذتونه او خوندونه ترلاسه کول دي، همدې فلسفې ته اپيکيورېزم هم وایي چې د یونان مخکښ فیلسوف اپیکيورس ته یې نسبت کېږي.
د وخت په تېرېدو سره په روم کې هم فیلسوفان پیدا شول او د (نوفلاطونیت) بنسټ یې کېښود، فیصل ریاض شاهد د جیمز تهرور د کتاب (Western Atheism) په حواله لیکي: د رومي عهد په پیل یعنې له میلاد څخه وړاندې او په لومړیو دوه میلادي پېړیو کې ډېر داسې مفکرین تر سترګو کېږي چې هغوی په مادي اصولو باندې کائنات توجېه کولو خو بیا هم دوی واقعي مفکرین نه دي ځکه چې د دوی فکر له یوناني افکارو څخه اغېزمن شوی وو، په دوی کې مخکښ کسان سسرو، هوکرېټس او پلیني وو.
په روم کې عیسوي حاکمیت
په روم کې د عیسویت د پیل په لومړیو سلو کلونو کې عیسویان د یهودو له لوري ډېر وځپل شول، له (۳۳) کلونو وروسته د سېنټ پال (پولس) په نوم یو یهودي عیسویت ومانه، پولس په عیسویت کې تحریف وکړ او د تثلیث عقیده یې د عیسویانو تر منځ خپره کړه، د تثلیث عقیده د رومیانو په پخوانیو دینونو کې هم موجوده وه، خو په عیسویت کې یې هغه وخت ځای وموند چې رومیان د یونانيانو او هندوانو د (ټري مورټي) له عقیدې څخه اغېزمن شول. دا چې رومیان پخوا مشرکین وو او د تثلیث عقیده له شرک او بت پرستۍ سره ډېره نږدې وه له همدې کبله په ډېرې چټکۍ سره رومیانو عیسویت ته مخه کړه او ډېرو خلکو ومانه، له دې سربېره بیا هم تر یوې نیمې پېړۍ پورې لا په عیسویانو هماغسې ظلمونه کېدل، له (۲۵۶م) کال څخه وروسته په روم کې له عیسویانو سره د زور زیاتي کچه مخ په کمېدو شوه تر دې چې د څلورمې پېړۍ په لومړیو کې د قسطنطین په نوم رومي پاچا عیسویت ومانه.
د قسطنطین له عیسوي کېدو وروسته په رومي سلطنت کې عیسویت وده وکړه او د رسمي دین په توګه ومنل شو، په همدې وختونو کې ځینو فلسفیانو د یوناني فلسفې او عیسویت تر منځ د تطابق او همغږۍ د رامنځته کولو هڅې پیل کړې، په دې برخه کې مخکښ فلسفي فلاطینوس (Plotinus) مهم رول ولوباوه، ددې تطابق او همغږۍ د رامنځته کولو اصلي او عمده لامل دا وو چې له یو لوري په دې وختونو کې په روم کې یوناني فلسفې ډېر زیات مینه وال لرل او له بل لوري عیسویت هم یو حکومتي دین ګرځېدلی و، د همدې لړۍ په پایله کې (نیوفلاطونیت) یا نوی افلاطونیت رامنځته شو او په عیسويت کې د افلاطون او ارسطو د نظریو داخلول پیل شول، مخکښ لیکوال دکتور سفر الحوالي وایي: په روم کې د پادریانو په شمول عام عیسویان هم په فلسفي ډګر کې له ارسطو او بطلیموس څخه اغېزمن شوي وو، په همدې اساس دوی د خپلو دیني عقائدو او فلسفي نظریو تر منځ د همغږۍ هڅه وکړه او په پایله کې یې یوه ځانګړې فلسفه پیدا شوه چې مسیحي فلسفه ورته ویل کېږي.
تر (۵۲۹م) کال پورې د اروپا حالات داسې وو چې له یوناني افکارو او عیسویت څخه مخلوط نظام پکې پر مخ روان وو او په سیاسي چارو کې ورځ تر بلې د کلیسا واک ډېرېده. له (۵۲۹م) کال څخه وروسته د منځنیو پېړیو (قرون وسطی) (Middle ages) دوره پیلېږي، ددې دورې په اړه ملحدو او عیسوي تاریخپوهانو تر منځ په دوه مسئلو اختلاف دی:
۱ـ د شلمې پېړۍ الحاد ته لېواله تاریخپوهان وایي چې په منځنیو پېړیو کې کلیسا هر څه په خپله ولکه کې ساتل او اروپا یې له پوهې او ساینس څخه لرې د ناپوهۍ په تورو تیارو کې راګیر کړه په همدې اساس نوموړې دورې ته د تیارو دوره (Dark ages) وایي. بل لور ته عیسوي تاریخ پوهان له الحاد څخه د اغېزمنو او متعصبو ملحدو تاریخپوهانو نظریه ردوي او وایي چې له نولسمې او شلمې پېړۍ سره د پنځمې او شپږمې پېړۍ پرتله کول یو ناسم کار دی، خو منځلاری او منصفانه نظر دا دی چې د منځنیو پېړیو په پیل کې د ساینسي علومو او نور علمي پرمختګونه کم و له همدې امله یې له شلمې پېړۍ سره پرتله کول غیرمنطقي کار دی.
۲- د مظالمو او شکنجو په اړه یاد تاریخپوهان اختلاف لري: عیسوي تاریخپوهان منځنۍ پېړۍ یوه سپېڅلې دوره ګڼي او ملحد یا الحاد پلوه تاریخپوهان یې له هر ډول ظلمونو، وحشتونو او زور زیاتيو څخه ډکه دوره بولي، خو معاصر او منصف تاریخي څېړونکي وایي چې د منځنیو پېړیو په پیل کې د اروپا حالات او نظام تر یوه وخته ښه پر مخ روان وو، خو په وروستیو پېړیو کې په کلیساګانو کې خورا ناوړه کړنې او پېښې تر سره شوې، په ځانګړي ډول کله چې د احتساب اداره رامنځته شوه.
د احتساب د محکمو له رامنځته کېدو څخه وروسته په اروپا کې بدعت تر ټولو ستر جرم ګڼل کېده، له بدعت څخه موخه د عیسویت په وړاندې د بلې هرې نظریې مطرح کول وو، په لومړیو کې ددې ادارې موخه او شعار د بدعتونو او عیسویت خلاف افکارو په وړاندې مبارزه وه خو د وخت په تېرېدو سره د پاپانو او قاضیانو نفسي غوښتنې او د خلکو فردي ګناهونه هم پکې شامل شوي وو، په وړو خبرو به یې خلکو ته سترې جزاګانې ورکولې او که چا به د عیسویت یا کلیسا خلاف کومه خبره وکړه نو هغه به یې واژه، تر دې چې ځینې به یې ژوندي وسوځول، مخکښ لیکوال جان ویلیم ډرېپر (John W. Draper) وایي: د دیني موخو د ساتنې لپاره دې محکمو داسې وینه تویونکې او وحشیانه پالیسي غوره کړې وه چې له (۱۴۱۸م) څخه تر (۱۸۱۸م) کال پورې له درې سوه او څلورویشت زرو (۳۲۴۰۰۰) څخه ډېرو کسانو ته جزا ورکړل شوې وه چې له دې جملې څخه یې (۳۲۰۰۰) تنه ژوندي وسوځول شول، په جنوبي فرانسه کې مېشتې عیسوي ډلې په دیارلسمه پېړۍ کې د احتساب محکمې له لوري له منځه وړل شوې وې، د همدې محکمې د وینه تویونکې پالیسۍ له امله په ایټالیا او هسپانیه کې د (پروټسټانټ) د ډلې ریښې وچې شوې، نکولاس ایمیرک (۱۳۹۹م مړ) (Nicholas Eymerich) چې ډېره موده یې د احتساب محکمې مشري کړې په خپل کتاب (Directorium inquisitorum) کې ددې محکمې ډېر وېروونکي داستانونه بیان کړي دي.
د منځنیو پېړیو په دې زرکلنه دوره کې یعنې له ۵مې تر ۱۵مې میلادي پېړۍ پورې په عیسویانو کې ډېر زیات بدلونونه راغلل او اروپایي وګړي له ډېرو ناخوالو سره مخ شول، خو بیا هم په دې دوره کې کوم ځانګړی ټولنیز الحاد نه موندل کېږي بلکې د یونان په څېر ځینې افرادو یې الحاد منلی وو. له دې ټولو ناخوالو او ناوړه کړنو سره ــ سره اروپا ته له کلیساګانو څخه یوه ستره ګټه دا ورسېده چې هغوی د اسلامي هېوادونو د کتابونو زېرمې ولټولې او ځینو کسانو له عربي څخه اروپایي ژبو ته دا کتابونه وژباړل، که د اروپا معاصر پوهنتونونه او پوهنځي وګورو نو اکثره یې په منځنیو پېړیو کې رامنځته شوي دي. له منځنیو پېړیو څخه وروسته د رنسانس یا نشأة ثانیة په نوم بله دوره پیلېږي.
نشأة ثانیة یا رنسانس ۱۳۰۰-۱۶۰۰م (The renaissance):
له رنسانس څخه موخه هغه تحریک دی چې په پنځلسمه پېړۍ کې ددې لپاره پیل شو چې له پخواني یونان، روم او عربي ژبې څخه د دنیوي علومو لکه طب، ساینس، قانون، سیاست او ادب کتابونه خپلو ژبو ته راوژباړي او په ورځني ژوند کې ترې ګټه واخیستی شي. په ټوله کې دا تحریک د اروپا د پاڅون او ويښتابه عنوان خپلوي، ځکه چې په نوموړي تحریک کې د دین په لرې کولو سره ټول علوم په انفرادي ډول وویل شو.
د څوارلسمې پېړۍ له ورستیو بیا د اوولسمې پېړۍ تر لومړیو کلونو پورې د رنسانس دوره ګڼل کېږي، په دې دوره کې هغه فلسفې یو ځل بیا راژوندۍ شوې چې له یونان څخه اسلامي نړۍ ته راوړل شوې وې خو له اسلامي نړۍ څخه بېرته د نورو ساینسي علومو تر څنګ اروپا ته ولېږدول شوې.
رنسانس د معاصر الحاد پیلامه ګڼل کېږي، په دې دوره کې له کاتولیک عیسویت څخه باغیانه او سرغړوونکي افکار را وټوکېدل او د معاصرې اروپا د منظمو فکري مکتبونو بنسټونه هم په همدې دوره کې کېښودل شول.
د رنسانس په دوره یا نشأة ثانیه کې شته الحاد ټولنیزه بڼه نه درلوده، بلکې په انفرادي توګه ملحدین موجود وو، په دې دوره کې اکثره هغه فیلسوفان پیدا شول چې دین یې په ذهنونو کې د یو رسمي او رواجي څیز حیثیت درلود، په همدې دوره کې عقلانیت یا عقل پرستي او انسان پرستي یا هیومنېزم هم پیدا شول. حسن عسکري په دې اړه لیکي: د رنسانس اصلي موخه دا ده چې د الله پرستۍ پر ځای انسان پرستي (هیومنېزم) او د وحې پرستۍ پر ځای عقل پرستي غوره او په وحې باندې ولاړ علوم بې اعتباره کړل شي، له همدې امله د رنسانس دوهم نوم هیومنېزم دی.
لکه مخکې مو چې وویل په منځنیو پېړیو کې د احتساب محکمه جوړه شوه او هر هغه چا ته به یې جزا ورکوله چې د عیسویت خلاف فکر به یې درلود، په دې لړ کې ځینو ساینسپوهانو داسې ساینسي نظریې وړاندې کړې چې د افلاطون او ارسطو د نظریو خلاف وې، دا چې په لومړیو کې ځینو عیسوي متکلمینو او فلسفیانو د خلکو د لېوالتیا له امله د یوناني فلسفو او عیسويت تر منځ تطبیق راوستی وو او په عیسویت کې یې د افلاطون او ارسطو نظریې داخلې کړې وې په همدې اساس په یاد وخت کې د افلاطون او ارسطو نظریات عین عیسویت ګڼل کېدل، خو په حقیقت کې ددې دواړو تر منځ هېڅ اړیکه نه وه. کله چې د رنسانس په دوره کې ځینو ساینسپوهانو د ارسطو او افلاطون زاړه نظریات رد کړل، عیسوي پادریانو داسې انګېرله چې ساینسپوهانو په عیسویت باندې رد وکړ په دې توګه د عیسوي پادریانو او ساینسپوهانو تر منځ تصادم رامنځته شو، د احتساب د محکمې له لوري د ګالیله، جیارډینو برونو او (Juciliovanini) په شمول ځینو ساینسپوهانو ته له همدې امله جزا ورکړه. لکه وړاندې مو چې وویل په اصل کې دا تصادم د دین او ساینس تر منځ نه وو، بلکې دا تصادم د نویو ساینسي او پخوانیو فلسفي نظریاتو تر منځ وو چې د کاتولیک ډلې عیسویانو په خپل دین کې په غیر ضروري توګه داخل کړي وو.
د ساینسپوهانو او پادریانو تر منځ یوه اختلافي مسئله د شمسي نظام د مرکزیت مسئله وه، پخوانیو فلسفیانو ځمکه د لمریز نظام مرکز بلله، خو د رنسانس په دوره کې ساینسپوهانو دا نظریه رد کړه او د لمریز نظام مرکز یې لمر وښوده، یعنې ساینسپوهانو پخوانۍ فلسفي نظریه رد کړه، خو کاتولیک عیسویانو نوموړی رد پر عیسویت وباله او نوې نظریه یې بدعت وګڼله.
په معاصر وخت کې هم ځینې خلک دا ناسم ذهنیت لري چې دین او ساینس په خپلو کې متضاد او متصادم ګڼي او دین د هر ساینسي پرمختګ مخالف بولي، خو په حقیقت کې الهي دین هېڅکله هم د ساینس مخالف نه دی، په دې هکله په منځنیو پېړیو کې د عیسویت او ساینسپوهانو په اختلافاتو استدلال ځکه ناسم دی چې عیسویت هغه وخت خپل اصلیت له لاسه ورکړی وو، یعنې الهي دین نه وو بلکې د پادریانو له لوري تحریف شوی وو چې هغوی له خپلو غوښتنو سره سم یوناني فلسفې پکې ځای پر ځای کړې وې.
۲ـ د کلیسا مصلحین یا د سمونپالانو غورځنګ (The Reformation):
د رنسانس په دوره کې دوهمه اړینه پېښه د کلیسا د مصلحینو رامنځته کېدل دي، دا سمه ده چې د کلیسا پادریانو ډېرې ناوړه کړنې تر سره کولې، په کوچنۍ خبره به یې خلک تکفیرول، په بدعت به یې تورنول او له خپل واک څخه به یې ناوړه ګټه پورته کوله، آن ځینو پادریانو د بخښنې او مغفرت ټاپې هم جوړې کړې وې که چا به کومه ګناه وکړه نو له هغه څخه به یې یو څه ګټه ترلاسه کړه او په بدل کې به یې ورته د بخښنې او جنت په نوم یو سند ورکړ، ځینې متعصب او ملحد تاریخپوهان دا کړنه ټولو پادریانو او کلیساګانو ته منسوبوي خو په حقیقت کې دا کار ځینو وړو پادریانو او کلیساګانو تر سره کاوه. د کلیسا او پادریانو د داسې ناوړه کړنو د سمبالولو په موخه ځینې مصلحین یا سمونپال وګړي پیدا شول، دا مصلحین پخپله هم عیسویان وو او غوښتل یې چې په عیسویت کې داخل شوي ناسم نظریات او عقاید له منځه یوسي، پادریان اصلاح کړي او له عیسویت څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیسي او خپل دین له بدنامۍ څخه وژغوري.
په لومړیو کې به که چا د پادریانو په ناوړه کړنو نیوکه کوله او د هغوی د سمون هڅه به یې کوله نو له سختو ستونزو سره به مخ کېدل، ډول ډول بندیزونه پرې لګېدل او د کلیسا له لوري به دوی خلکو ته د بغاوت او سرغړاوي د ذهنیت په ورکولو تورنېدل.
په یادو مصلحینو کې تر ټولو مخکښ شخص پیټر والډو (Pater Waldo) (۱۱۴۰- ۱۲۰۵) دی، دا یو نوموتی سوداګر وو او غوښتل یې چې پادریان اصلاح کړي، له نوموړي سره ډېر خلک همغږي شوي وو، خو د کلیسا له لوري پرې د کفر ټاپه ووهل شوه او نوموړی یې جلا وطن یا تبعید کړ.
د جرمني اوسېدونکي جانس ټایلر (Johnnes Tauler) (۱۳۰۰- ۱۳۶۱م) هم یو له دې مصلحینو څخه وو، نوموړي دا فتوا ورکړه چې له پاپ سرغړونه له خدای څخه سرغړونه نه ګڼل کېږي، بلکې پاپ له خپلو واکونو ناسمه ګټه اخلي.
د آکسفورډ پوهنتون استاد جان وای کلف (John Wycliffe) هم د پادریانو د سمون او اصلاح لپاره غږ اوچت کړچې سمدلاسه د کلیسا له لوري له دندې لرې او نظربند شو، چې په هماغه نظربندۍ کې مړ شو، پادریانو د نوموړي جسد له له مرګ څخه (۱۳) کاله وروسته را وباسه او اور ته یې واچاوه، او هم یې د جان همس په نوم یو بل تن چې د جان وای کلف له نظریاتو څخه اغېزمن شوی وو ژوندی وسوځاوه.
کومو خلکو چې د کلیسا او پادریانو د سمون لپاره غږ پورته کړی و ټول په خپلو موخو کې پاتې راغلل خو مارټن لوتهر (Martin Luther) یواځینی شخص و چې په خپله موخه کې بریالی شو، په لومړیو کې په نوموړي هم ډېر بندیزونه ولګېدل او بېلابېلې فتواګانې یې په خلاف ورکړل شوې، خو له دې ټولو سره سره بیا هم نوموړی په خپله موخه کې بریالی شو او د پروټسټنټ (Protestant) په نوم غورځنګ یې جوړ کړ چې اوس هم د پروټسټنټېزم په نوم یادېږي. د نوموړي غورځنګ له پیدا کېدو سره سم عیسویان په دوه برخو ووېشل شول، یوه لور ته پخواني کاتولیک عیسویان پاتې شول او بل لور ته پروټسټنټ عیسویان چې نوې رامنځته شوې ډله وه، ددې دواړو ډلو تر منځ نږدې ۳۰ کاله شخړو او جګړو دوام درلود چې تر اته میلیونه پورې انسانان پکې ووژل شول.
ډېر خلک له وړاندې د کلیسا او پادریانو له کړنو او اخلاقو تر پوزې را رسېدلي وو او بیا چې کله ددې دواړو ډلو تر منځ جګړه پیل شوه او دواړو لورو به ځانونه په سمه بلل په پایله کې یې د خلکو ذهنونه له دین څخه کرکې او بېزارۍ ته نږدې او ترې زړه توري شول، یعنې د عیسویانو خپلمنځي شخړو او د نفسي غوښتنو منلو د خلکو په باغیانه ذهنیت جوړولو کې ډېره مرسته وکړه.
۳ـ د الحادي کتابونو چاپېدل:
د رنسانس په دوره کې بله اړینه خبره د الحاد د خپرولو په پار د بېلابېلو کتابونو، آثارو او رسالو چاپ او خپرېدل وو.
د الحاد د خپراوي په نوم به ځینو مخفي ملحدینو د فلسفې په نوم کتابونه لیکل او بیا به یې د خپل نوم له لیکو پرته خپرول تر څو خلک له الحادي فکر څخه اغېزمن شي او لیکوال ته یې هم کوم زیان ونه رسېږي.
ایډورډ کریګ Edward Craigلیکي چې: د رنسانس په وروستیو او د تنویر د دور په لومړیو کې د دین په خلاف لیکل شوو کتابونو او رسالو په اروپا باندې ډېر اغېز وکړ او تنویري یا معاصر الحاد د همدې کتابونو پایله ده، (ټیوفریسټن ریډیو اټوس) په لاتیني ژبه کې داسې یو کتاب دی چې لیکونکی یې نا معلوم دی، نوموړی کتاب په ۱۷ پېړۍ کې خپور شو، ددې کتاب اهمیت په دې کې دی چې د دین په خلاف او له الله تعالی څخه یې د انکار لپاره دلائل راوړي او د الحاد نصاب ګڼل کېږي.
په نوموړې دوره کې لیکل شوي کتابونه او آثار په علمي او اکاډمیکه بڼه نه دي لیکل شوي بلکې تر ډېره پکې تاریخي فرضیې او بېلابېلې پوښتنې مطرح شوي، په همدې اساس په نوموړو کتابونو کې چې کوم ډول استدلال شوی په معاصر وخت کې ډېر کم کارول کېږي، لامل یې دا دی چې معاصر ساینس د هغو استدلالاتو خلاف نظریات مطرح کړي، د بېلګې په ډول نوموړو ملحدینو دا کائنات ازلي او ابدي ګڼل خو معاصر ساینس یې حادث ګڼي، همدا لامل دی چې د نویو ملحدینو ډېر افکار او نظریات په نویو تصوراتو ولاړ دي او که داسې کوم تصور و نلري نو ټول استدلال یې دین ته سپکاوی وي.
۴- عقل پرستي (Rationalism):
د رنسانس په دوره کې د راټوکېدلو موضوعاتو له جملې څخه یوه هم عقل پرستي ده؛
د عقل پرستۍ بنسټ فرانسوي فیلسوف رنه ډیکارټ (Rena Descartes) (۱۵۹۶- ۱۶۵۰) ایښی دی، په لنډو کې د عقل پرستۍ موخه دا ده چې ما بعد الطبیعاتي پوښتنو لکه خالق څوک دی او څه دی؟ انسان څوک دی؟ د کائناتو حقیقت څه دی؟ او… ته یواځې په عقل ځواب ورکول کېدای شي، یعنې انساني عقل د علم او پوهې د لاسته راوړلو لپاره بسنه کوي، لنډه دا چې عقل پرستي له وحې، آسماني لارښوونو او پیغمبري څخه انکار او خالص الحاد دی، فلسفیانو او څېړونکو په اند عقل یواځينی نظام دی او له عقل پرته هر څه خرافات دي، که عقل د وحی مخالف وي نو هرو مرو به وحی هم خرافات وي او دا چې معجزې د عقل خلاف دي نو معجزې هم له خرافاتو څخه دي.
په وېب سټر ډېکشنري کې عقل پرستي په دې ډول تعریف شوې: د ټولو دیني ریښتینولیو د ترلاسه کولو یواځینۍ لار انساني عقل دی نه وحې.
په لومړیو کې عقل پرستي یواځې یوه نظریه وه خو په معاصر وخت کې د ملحدینو د فکري مکتب بڼه لري، په مسلمانانو کې هم ځینې کسان په ځانګړي ډول هغه مسلمانان چې په عصري زدکړو بوخت دي له دې نظریې څخه اغېزمن شوي او پر ایماني ځواک یې عقل پرستي غالبه شوې، د اسلام کومو امورو او احکامو ته چې ددوی عقل ورسېږي مني یې او که یې عقل او پوهه ورته ونه رسېږي نو په هغو احکامو او امورو کې شک ورلوېږي، ځینو بیا د پخوانیو معتزله وو لار خپله کړې چې په صراحت سره یې نوي معتزله بللی شو، دوی د عقل پرستۍ له امله د اسلام ډېر احکام پرې ایښي، د پخوانیو معتزله وو فتنه د هغه وخت علماؤ د الله تعالی په مرسته او فضل سره له منځه یوړه، خو د نویو معتزله وو فتنه د رنسانس د دورې د عقل پرستۍ پایله ده چې لا هم په اسلامي امت کې موجود ده.
د یونانیانو له دور څخه د رنسانس د دورې تر وروستیو پورې ټولنیز الحاد نه موندل کېږي، بلکې په بېلابېلو پېړیو کې به ځینې انفرادي ملحدین پیدا کېدل چې تر ډېره به پټ او مخفي وو، خو په دې اوږد زماني واټن کې د الحاد لپاره ډېرې پوړۍ جوړې شوي دي، چې دا ټولې پوړۍ د معاصر الحاد بنسټ تشکیلوي، یعنې معاصر ټولنیز الحاد کومه علمي چاودنه (Academic Explosion) نه ده چې ټولو ملحدینو په یو ځل الحاد ته مخه کړې وي، بلکې له یوناني دور څخه د بېلابېلو لاملونو له امله په تدریجي ډول فکري او ټولنیز الحاد ته لاره هواره شوې، په لومړیو کې د فلسفیانو تر منځ اختلاف، بیا د رومي سلطنت په دور کې دین ته عقلي او غیر ضروري توجېهات لټول، په منځنیو پېړیو کې له دین څخه ناوړه ګټه اخیستل، د پادریانو له لوري د دین بدنامول، بیا د همدې مذهبي خلکو له لوري د احتساب د ادارې په واسطه له عامو خلکو سره ناوړه او له زور زیاتي ډک چلند کول، د عیسویانو خپلمنځي خونړۍ جګړې، د عقل پرستۍ دوره پیلېدل او د ځینو خلکو له لوري له خپل ژوند څخه د وحې د لارښوونو لرې کول او یواځې په عقل بسنه کول ټولې هغه پوړۍ دي چې د اروپا په تاریخ کې د معاصر ټولنیز الحاد د رامنځته کېدو لپاره اېښودل شوې دي. دا پوړۍ په دې معنا نه دي چې الحاد د علمي ارتقاء پایله ده بلکې په اروپا کې د الحاد رامنځته کېدل یوه اوږده سرګرداني او د نا اهلو مشرانو د لرلو پایله ده.
۵- انسان پرستي (Humanism):
انسان پرستي هم یوه له هغو موضوعات څخه ده چې د رنسانس په دوره کې رامنځته شوې او د معاصر الحاد له بنسټونو څخه ګڼل کېږي، په اوس وخت کې د انسانیت اصطلاح د دوه ډوله خلکو له لوري په دوه بېلابېلو معناوو کارول کېږي، یو ډول هغه خلک دي چې انسان یا بشر دوستۍ ته د انسانیت یا انسان پرستۍ نوم ورکوي، یعنې له نورو انسانانو سره ښېګڼه او ښه سلوک کول یا د انسانیت پر بنسټ له نورو خلکو سره اخوت او ورورولي او انسانانو ته د ګټې رسول؛ خو دوهم ډول خلک ملحدین دي چې د انسانیت اصطلاح د انسان پرستۍ (Humanism) په اصلي معنا کاروي، عام خلک ددې دواړو تر منځ تفکیک نه شي کولای بلکې فکر کوي چې د دواړو موخه انساني ورورولي، بشرپالنه او بشر دوستي ده حال دا چې د هیومنېزم او بشر دوستۍ تر منځ ځمکه او آسمان توپیر دی، دلته د هیومنېزم د اصلي معنا او مفهوم په اړه بشپړ تفصیل وړاندې کوو:
هیومنېزم یوه لوېدیځواله فلسفه ده چې په بشپړه توګه په الحادي فکر ولاړه ده او د لوېدیځ د ټولو افکارو مور ګڼل کېږي، له همدې امله که د ملحدینو بنسټیز عقائد او یا د هرې لوېدیځوالې او الحادي فلسفې ریښې وګورو، نو له هیومنېزم سره اړیکې لري.
که په لنډو کې یې ووایو نو له هیومنېزم څخه موخه انسان ته د ربوبیت او خدایۍ درجه ورکول دي، په بل عبارت انسان ته د مرکزي حیثیت ورکول هیومنېزم دی.
د معاصر لوېدیځوال تمدن اصلي بنسټ ایښودونکي یوناني فلسفیان دي، کله چې په لوېدیځ کې د دین د ردولو او ورسره د مبارزې مسئله عامه شوه، نو د هیومنېزم دې فلسفې هم نوی روح پیدا کړ او په ډېر جرأت سره ځینو خلکو دا خبره را پورته کړه چې انسان باید د کوم ځانګړي دین لاروی نه وي، یا د خدای او مافوق الطبیعت ذات په لارښوونو مکلف نه وي بلکې د ټولنې انسانانو ته باید وکتل شي چې هغوی څه غواړي؟ انسانان دې د خپل عقل او منطق پر بنسټ د حق، ريښتینولي او اخلاقو معیارونه وټاکي او د ژوند بېلابېلو برخو ته دې په خپله اصول او قوانین وضع کړي، مخکښ لیکوال جیک ګراسبای (Jack Grass by) لیکي:
Humanist Start From the priemis that there are not accessitele god’s sprits or non-material souls. There are no super natural beings to instruct or inform us. Ideological. That we can turn to for comfort validation or support.
یعنې: هیومنېزم له دې څخه پیلېږي چې دلته نه کوم خدای شته، نه روح شته او نه هم غیر مادي ځواک ته د رسېدلو اړتیا، دلته هېڅ کوم غیبي ځواک نشته چې موږ ته لارښوونه وکړي او موږ له خپلو لارښوونو او احکامو څخه خبر کړي او نه هم کومه داسې هستي شته چې موږ ته سکون راکړي او یا موږ مرسته ورڅخه وغواړو.
د هیومنېزم په اړه د امریکا هیومنسټ اداره (The American humanist Association) خپلې موخې په داسې الفاظو کې څرګندوي:
“The mission of the American Humanist Association is to advance humanism, an ethical and life-affirming philosophy free of belief in any Gods and other supernatural forces. Advocating for equality for nontheists and a society guided by reason, empathy, and our growing knowledge of the world, the AHA promotes a worldview that encourages individuals to live informed and meaningful lives that aspire to the greater good.”
یعنې: د امریکا د هیومنسټ ادارې کار هیومنېزم ته پرمختګ ورکول دي، داسې یوه فلسفه چې د خدای او مافوق الطبیعت له عقائدو څخه خالي وي، زموږ موخه د عقل پرستۍ او صله رحمۍ تر چتر لاندې د یوې داسې ټولنې رامنځته کول دي چې په هغې کې د خدای منونکو او ملحدینو حیثیت برابر وي، زموږ موخه د یو داسې نړیوال تصور خپرول دي چې په هغه کې د سترې ښېګڼې د ترلاسه کولو په موخه ټول خلک له عقائدو څخه آزاد وي او معنا لرونکی ژوند تېر کړي.