Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»نفاق او د هغه ډولونه (دوهمه برخه)
اسلام سه شنبه _20 _فبروري _2024AH 20-2-2024AD

نفاق او د هغه ډولونه (دوهمه برخه)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

نفاق او د هغه ډولونه (دوهمه برخه)

د نفاق ډولونه

«نفاق» په دوه ډوله دې: ۱. اعتقادي نفاق؛ ۲. عملي نفاق.
اعتقادي نفاق: هغه دې چې د زړه او باطن عقیده یې د هغه څه خلاف وي چې په ظاهره یې ښکاره کوي او علماوو د دغه ډول نفاق لپاره درې نښې بیان کړي دي چې عبارت دې له:
۱. اصلي او باطني عقیده یې د صحابه وو رضوان الله تعالی عنهم اجمعین د عقیدې خلاف وي.
۲. په دیني چارو او احکامو باندې ملنډې وهي او پر هغو مسخرې او سپکاوی یې کوي؛ که څه هم په خپله د تظاهر او ځان ښودنې لپاره پر هغو عمل هم وکړي.
۳. د صحیح او سوچه عقائدو په تحریف لاس پورې کوي او په تحریف شوو چارو او عقائدو باندې عمل کوي.
عملي نفاق: هغه دې چې شخص د اعتقاد له اړخه ریښتینی مؤمن وي؛ اما په عمل کې د ناوړه او غیر شرعي کړنو مرتکب کیږي، ګوندې په ظاهره د «نفاق» په مرض اخته دې، دغه ډول نفاق څلور علامې او نښې لري چې درې نښې یې په یو حدیث او یوه نښه یې په بل حدیث کې ذکر شوي دي چې د هغو ټولګه عبارت دې له:
۱.په خبرو کې درواغ ویل؛
۲.په امانت کې خیانت؛
۳.د ژمنې او وعدې خلاف عمل کول؛
۴.په شخړه او لانجه کې د سپکو سپورو کارول.
په دې توضیح او توصیف سره ګورو چې دوهم ډول نفاق یعنې عملي نفاق د مسلمانانو په منځ کې عام شوې، په داسې توګه چې د اعتقاد له نظره مسلمان دي؛ اما د عمل له اړخه، د نفاق نښې نښانې او کړنې پکې لیدل کیږي؛ لکه څنګه چې یادونه وشوه د عملي نفاق لومړنۍ نښه «درواغ ویل» دي او په درواغو عادت کول او روږدیدل نفاق دې، د اسلام په لومړیو کې د مدینې منافقانو به ډیر درواغ ویل او ریښتیا خبره به یې له خولې څخه نه وتله؛ او نن هم څوک چې په خدای او د قیامت په ورځ ایمان لري، که په درواغ ویلو عادت ولري پوه دې شي چې د نفاق په ناوړه صفت اخته شوی دې، درواغ ویل د لویو او کبیره ګناهونو له جملې څخه ده او خدای تعالی په قرآنکریم کې په درواغجن باندې لعنت ویلی او څوک چې درواغ ووایي پر هغه لعنت نازل کیږي.
درواغ د مهلکاتو او تباهکوونکو څخه دې او د انسان معنویت له منځه وړي او هغه تباه کوي او درواغجن د خدای په وړاندې له هیڅ مقام او منزلت څخه برخمن ندې؛ اما څه چې د خواشینۍ او اندیښنې وړ دې، هغه دادې چې نن په ټوله کې عوام لا پرځای پریږده، حتی خواص هم په وړې خبرې او کوچنې عذر سره درواغ وایي؛ که چاته د غرمې د ډوډۍ ست وشي او دی ووایي چې زړه ته مې نه کیږي یا موړ یم او یا ووایي چې ډوډۍ مې خوړلې په داسې حال کې چې ډوډۍ یې زړه ته کیږي، وږی هم دې او ډوډۍ یې هم نده خوړلې؛ نو په دې خبرو سره یې درواغ وویل او ګناهکاره شو؛ او یا که چېرې مور خپل بچي ته ووایي چې دلته راشه یو شی درکوم، په داسې حال کې چې څه نه ورکوي؛ نو هغې ته د درواغو ګناه لیکل کیږي؛ همدارنګه هغه درواغ چې انسان د ټوکو په بڼه له خپلې خولې څخه راوباسي، هم درواغ ګڼل کیږی؛ درواغ وژونکې او سرطاني ناروغۍ ده؛ اما ځيني خلک هغه د والګي په څېر یا یې هیڅ د ناروغۍ په توګه نه ګڼي، حال داچې درواغ ډيرعوارض او بدمرغۍ لري چې درواغجن په ډیرو ستونزو او ناخوالو باندې اخته کوي.
د عملي نفاق دوهمه نښه او علامه «په امانت کې خیانت» دې؛ له اجازې پرته د خلکو د مالونو ځای پرځای کول خیانت دې؛ حتی که هغه له اجازې پرته د خپل او یا نورو اړمنو کسانو د اړتیا پوره کولو په لاره کې ولګوو او یا یې چاته پور ورکړو؛ بیا هم خیانت ګڼل کیږي، د «امانت» لفظ ډیر پراخ او وسیع دې، د چا سره چې سلا کیږي امانت ساتونکی دې، اوس که ناسمه مشوره ورکړي په امانت کې یې خیانت وکړ ځکه «المستشار مؤتمن»؛ یعنې سلا غوښتونکی کس امانت لرونیکی یا امانت ساتونکی دې.
د نورو اسرار او رازونه هم امانت دي، د یو چا راز بل چاته ویل خیانت دې، له دې وجې ښځه او خاوند دې خپل رازونه بل چاته نه وایي، تر ټولو بد خاوند یا بده مېرمن هغه دې چې د خپل د ژوند ملګري رازونه بل چاته ووایي او یا یې خپاره کړي؛ او د امانت نورې بېلګې وقف شوي مالونه یا ملکیتونه، عمومي مالونه، د مدرسې مالونه او بیت المال دي او په هغو کې خیانت کول د مهلکاتو څخه دې او انسان د هلاکت کندې ته غورځوي.
الله سبحانه و تعالی د شریعت پر احکامو د «امانت» لفظ کارولی؛ لکه څنګه چې فرمایي: «انا عرضنا الأمانة علی السماوات و الارض» [احزاب، ]؛ ژباړه: موږ اسمانونو او ځمکې او غرونو او ټولې نړۍ ته امانت (اختیار او اراده) وړاندې کړ»؛ له دې کبله قرآنکریم، اسلامي شریعت او نبوي سنت او احکام زموږ سره امانت دي، که موږ د قرآن او سنتو لارښوونې پریږدو او پرې عمل ونکړو د الله تعالی او د هغه د رسول په امانت کې به مو خیانت کړی وي.
د نفاق دریمه نښه «د تړون ماتول او په ژمنې نه وفا کول» دې؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«اذا حدث کذب و اذا وعد اخلف و اذا خاصم فجر و اذا عاهد غدر»؛ ژباړه: «هرکله چې(منافق) خبرې کوي درواغ وایي او هرکله چې ژمنه وکړي د هغه خلاف عمل کوي او کله چې دعوی وکړي ښکنځل کوي او هرکله چې تړون وکړي ماتوي یي»؛ نو د مسلمان له ایماني غوښتنو څخه دې چې په خپلو کړو ژمنو وفا او عمل وکړي او په هغو ولاړ اوسي او پر خلاف یې عمل ونکړي.
د عملي نفاق څلورمه نښه او علامه نورو ته «ښکنځل او سپکې سپورې» دي؛ په داسې ډول که چېرې یو کس د دعوی او شخړې پر مهال بل ته د ښکنځلو او سپکاوي مرتکب شي، پوه دې شي چې د نفاق یوه علامه پکې څرګنده او ښکاره شوه او باید د خپلې دا ډول کړنې څخه راوګرځي او ژر تر ژره دې استغفار او توبه وکاږي؛ ځکه د اسلام د لارښونو خلاف عمل یې ترسره کړی او که پورته ذکر شوي ټولې علامې په یو انسان کې راغونډې شي، سره له دې چې عقیده یې سمه وي، هغه د عمل له اړخه بشپړ منافق دې او که د نفاق له صفتونو څخه دوه علامې پکې ولیدل شوې نو هغه د نفاق د دوه علامو یا نښو لرونکی ده.  ادامه لري…
Previous Articleد الحاد تاریخ (دریمه برخه)
Next Article اسلام په تانزانیا کې (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.