لیکوال: اسامه جوهري

د الحاد لغوي او اصطلاحي تعریف (لومړۍ برخه)

د الحاد لغوي تعریف  : الحاد عربي کلمه ده چې له لحد څخه اخیستل شوې او د یو اړخ ته شوي، انحراف یا له سمې لارې څخه د ګرځېدو په معنا ده، لادینیت او دهریت یې مترادف کلمات دي چې په پښتو کې ورته بې دیني ویل کېږي. په روح البیان تفسیر کې راځي: «الالحاد فی الاصل: مطلق المیل والانحراف، ومنه اللحد؛ لانه فی جانب القبر»[1] ژباړه: الحاد په اصل کې مطلق میلان او انحراف ته ویل کېږي، له همدې امله بغلي قبر ته لحد ویل کېږي، ځکه چې یو اړخ یې مائل جوړېږي. تفسیر قرطبي کې داسې راځي چې: «الالحاد: المیل والعدول، ومنه اللحد فی القبور، لانه میل الی ناحیة منه»[2] ژباړه: الحاد میلان او تېري کولو ته وایي، له همدې امله په قبر کې شته ځای ته هم لحد ویل کېږي ځکه چې لحد هم د قبر یو اړخ ته مائل وي.
په انګلیسي کې ورته (Atheism) ویل کېږي چې په اصل کې د یوناني کلمې له ((Atheos څخه اخیستل شوی چې د (Without god) یا له خدای پرته معنا ورکوي چې په هندي ژبه کې ورته د (ناستکتا) (Naastikata) کلمه کارول کېږي.
په الحاد باور لرونکي ته ملحد ویل کېږي چې په انګلیسي کې ورته (Atheist) وایي او په هندي ژبه کې یې (ناستک) بولي په پښتو کې ورته د بې دینه او ملحد کلمې کارول کېږي.
د الحاد اصطلاحي تعریف: په اصطلاح کې له الحاد څخه موخه او هدف (الحاد فی الدین) دی، ځکه چې دا لفظ عموما په همدې معنا کارول شوی، یعنې له دین څخه یو څنګ ته کېدل، ترې اووښتل، مخ ترې ګرځول او یا هم د دین نه منل.
امام رازي په تفسیر کبیر کې وایي: «فالملحد هو المنحرف، ثم بحکم العرف اختص بالمنحرف عن الحق الی الباطل»[3] ژباړه: په اصل کې ملحد انحراف کوونکي ته وایي، خو وروسته دا لفظ له حق څخه باطل ته د ګرځېدلي شخص لپاره ځانګړی شوی دی. په روح البیان کې په دې اړه راځي چې: «ثم خص فی العرف بالانحراف عن الحق الی الباطل»[4] ژباړه: وروسته په عرف کې دا لفظ له حق څخه باطل ته د انحراف او میلان لپاره ځانګړی شوی.
المعجم الفلسفي کې د الحاد د کلمې اړوند داسې راځي چې: «الالحاد مذهب من ینکرون الألوهیة، والملحد غیر مؤله و هذا معنی شائع فی تاریخ الفکر الانسانی[5]» ژباړه: الحاد د هغو خلکو مذهب دی چې له الوهیت څخه انکار کوي، او ملحد هغه چا ته ویل کېږي چې په هېڅ خدای (اله) باور ونلري همدا معنا د انساني فکر د تاریخ په اوږدو کې شائع او خپره ده.
د (Julian baggini) کتاب (Atheism a very short introduction) کې د ملحد تعریف داسې شوی چې: ملحد هغه شخص دی چې د یو الله او یا د ډېرو خدایانو په وجود باور نلري، همدا معنا د کیمبریج پوهنتون ویيپانګې (ډېکشنري) هم را اخیستې.
مصری ملحد لیکوال اسماعیل احمد ادهم په خپل کتاب (لِمَاذَا أنَا مُلْحِد) کې د خپل الحاد تصدیق داسې کوي: «الالحاد هو الایمان بأن سبب الکون یتضمنه الکون ذاته، و أن ثمة لاشئ وراء هذا العالم[6]» ژباړه: الحاد په دې خبره یقین ته وایي چې ددې کائناتو سبب خپله همدا کائنات دي او له دې عالم (نړۍ) پرته بل هېڅ شی هم نشته.
د امریکا د بوسټن پوهنتون پخوانی پروفیسور مارټن مایکل لیکي چې:
An atheist is someone without a belief in god, he or she need not be someone who believes that god does not exist.[7]
ژباړه: ملحد هغه کس دی چې د خدای په وجود باور نه لري، او اړینه هم نه ده چې هغه دې د خدای په نشتون (عدم) باندې باور وکړي.
د هالنډ د لیډن پوهنتون پروفیسور او فلسفي (پاول کلیټیور) وایي چې:
The most fruitful definition of atheism is a negative one: an atheist does not believe in the god that theism favors.[8]
ژباړه: د الحاد تر ټولو غوره او دقیق تعریف دا دی چې: یو ملحد هغه خدای نه مني د کوم خدای تصور چې دین منونکي وړاندې کوي (موږ د تهېزم ژباړه دین منونکي وکړه، ځکه چې د کلیټیور موخه مذهبي تهېزم دی چې په حقیقت کې د دین او مذهب مترادف دی).
لنډه دا چې الحاد داسې یو مکتب او نظریه ده چې شخص پکې د خدای په وجود باور نه لري، له ټولو هغو څیزونو څخه انکار کوي چې له لید او نظره پټ دي او په ټوله کې له هر دیني باور څخه منکر وي.
Leave A Reply

Exit mobile version