دا پوښتنه ځینې ملحدین خو ډېر وخت له احادیثو منکر خلک مطرح کوي، په دې ډول چې الله تعالی په قرآن کریم کې هر څه بیان کړي، نو د قرآن کریم په شتون سربېره احادیثو ته څه اړتیا ده؟ او یا وایي چې آیا په قرآن کریم کې هر څه نه دي بیان شوي چې موږ احادیث ووایو؟
ځواب: په دې کې هېڅ شک نشته چې قرآن کریم یو جامع کتاب دی، بشپړ دی او د بشریت د لارښوونې په موخه رالېږل شوی دی، باید وویل شي چې قرآن کریم د اسلامي علومو او قوانینو اصل او سرچینه ده، چې په ټوله کې د قوانینو او علومو کلیات بیانوي او د ځينو ډېرو مهمو موضوعاتو جزئیات یې هم بیان کړي، چې دا د قرآن کریم جامعیت څرګندوي، په دې معنا چې د بې شمېره جزئیاتو د پېژندنې لپاره یې قواعد او اصول بیان کړي، امام شاطبي رحمه الله فرمایي: قرآن کریم پر اختصار او لنډیز سربېره یو جامع کتاب دی او دا جامعیت هغه وخت تحقق مومي چې کلیات یې بیان کړي وي[1]، چې د قرآن کریم همدا صفت لکه د لمر روښانه او څرګند دی.
کله چې قرآن کریم د دیني علومو اصل شو او کلیات یې هم بیان کړي دي نو له دې څخه ښکاري چې په دې کتاب د انسانانو د پوهولو لپاره یو ښوونکي ته اړتیا ده چې هغه یې باید تشرېح او توضېح کړي او یواځې د کتاب په لېږلو بسنه نه کېږي، دا ښوونکی د الله جل جلاله وروستی پیغمبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دی او د قرآن کریم لپاره د هغه توضېح او تشرېح د هغه سنت او احادیث دي. د بېلګې په توګه په ښوونځي او پوهنتون کې تل زده کوونکو ته کتابونه ورکول کېږي، په یادو کتابونو کې نظریات او د اړوندو علومو اصول بیان شوي وي، خو زده کوونکو ته یواځې د کتابونو په ورکړه بسنه نه کېږي بلکې د هر کتاب لپاره ځانګړی ښوونکی هم موجود وي او زده کوونکو ته اړوند کتابونه تدریسوي، دا هېڅکله هم په دې معنا نه ده چې ستونزه او نیمګړتیا په کتابونو کې ده ځکه ښوونکي ورته مقرر شوي بلکې د زده کوونکو علمي او ذهني کچه هومره لوړه نه وي چې له ښوونکي پرته دې پر کتاب پوه شي، کټ مټ همدغه راز د انسانانو ذهني کچه هم دومره لوړه نه ده چې له ښوونکي پرته په قرآن کریم پوه شي، الله جل جلاله د انسانانو همدې اړتیا ته په کتو رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم ښوونکی ګرځولی څو یې نورو انسانانو ته وښيي. که چېرې په قرآن کریم باندې د ځان پوهول خپله انسانانو ته پرېښودل شوي وای نو بیا هر انسان له خپلې خوښې سره سم تشرېح کاوه او د بل انسان فهم او تشرېح به یې ناسمه بلله، په دې توګه به د نړۍ په یو هېواد کې په اسلام یو ډول عمل کېده او بل هېواد کې به بل ډول، دا ځکه چې انساني ذهنونه یو ډول نه دي پیدا شوي او ټول انسانان له یوې موضوع څخه یو ډول اخذ نشي کولای، بلکې له یوې موضوع څخه د هر انسان اخذ او برداشت توپیر لري، قرآن کریم په خپله هم موږ ته د تشرېح او توضېح لپاره د ښوونکي یادونه کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم ښوونکی او زموږ لارښود راپېژني، الله جل جلاله فرمایي: (لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا(الأحزاب: ۲۱)) ژباړه: یقینا ستاسو لپاره د الله په رسول کې د نېکۍ یوه خورا غوره نمونه ده، د هر هغه چا لپاره چې له الله او د آخرت د ورځې لپاره هیله لري او الله ډېر ډېر یاد کړي. (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (النساء: ۵۹)) ژباړه: ای مؤمنانو! د الله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د خپلو چارواکو اطاعت وکړئ، که ستاسو تر منځ په کومه چاره کې شخړه پېښه شي نو که په رښتیا هم تاسو په الله او د آخرت په ورځ ایمان لرئ، (پرېکړه یې) الله او د هغه رسول ته راجع کړئ، دا ډېره نېکه او د غوره پای لرونکې تګلاره ده. (مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا (النساء: ۸۰)) ژباړه: چا چې د پیغمبر اطاعت وکړ هغه په حقیقت کې د الله تعالی اطاعت کړی دی، او چا چې ترې مخ واړاوه نو ته مو په دې خلکو د ساتونکي په توګه نه یې استولی.
کله چې الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تابعدارۍ او اطاعت حکم کوي نو له شک پرته چې دا حکم هغو احکامو ته هم شامل دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم د تشرېح په برخه کې بیان کړي دي، د بېلګې په ډول الله جل جلاله فرمایي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ (الجمعة: ۹)) ژباړه: ای مؤمنانو! کله چې د جمعې په ورځ د لمانځه لپاره آذان وشي نو د الله د یاد (لمانځه) پر لور بېړه وکړئ. په دې آیت کې الله جل جلاله د جمعې د لمانځه حکم کړی، اوس دا چې دا څه ډول لمونځ دی او د جمعې د ورځې په کوم وخت کې به کېږي ددې ټولو تفصیل موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو جلیل القدر صحابي عمران بن حصین رضی الله عنه په یوه مجلس کې ناست وو، یو چا وویل چې (لا تحدثوا الا بما فی القرآن) یعنې له قرآن پرته له نورو څیزونو بحث مه کوئ، عمران رضی الله عنه ورته وویل چې: ته ناپوه یې، آیا په قرآن کریم کې شته چې د ماسپښین او مازدیګر لمونځ څلور څلور رکعته دی؟ او قرآن کریم به په جهر نه پکې وایې؟ د ماښام درې رکعته دي چې لومړي دوه یې په جهر او پاتې یو یې خفیه دی، د ماخوستن څلور رکعته دي چې لومړي دوه یې جهري او پاتې دوه یې سِرِّي دي آیا دا هر څه په قرآن کریم کې شته؟[2]. له دې سربېره ډېر نور شرعي احکام لکه روژه، زکات او حج یواځې په اجمالي ډول ذکر شوي چې تفصیلي بیان یې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی. همداسې نور ډېر موضوعات هم دي لکه په دې آیت کې: (سَيَقُولُونَ ثَلَاثَةٌ رَابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَيْبِ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِمْ (الکهف: ۲۲)) ژباړه: ځینې کسان به وایي چې هغوی (اصحاب کهف) درې تنه وو او څلورم یې سپی وو، او ځینې نور به وایي چې هغوی پینځه تنه وو او شپږم یې سپی وو دا ټولې د اټکل خبرې دي، ځینې نور بیا وایي چې هغوی اووه تنه وو او اتم یې سپی وو، ته ورته ووایه چې د هغوی په شمېر زما رب ښه پوهېږي. په دې آیت دا اووه کسان څوک دي چې اتم یې سپی ذکر شوی دی او هم د توبې سورت په دې آیت کې (وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ (التوبة: ۱۱۸)) ژباړه: او هغو درېو تنو ته یې هم بښنه وکړه چې د هغوی د توبې معامله ځنډول شوې وه، تر دې چې په هغوی باندې ځمکه له شته پراخوالي سره تنګه شوه او خپل ځانونه یې هم پرې پېټي شول. دا درې کسان څوک وو چې ځمکه له دومره پراخوالي سربېره پر هغوی تنګه شوې وه؟ بل آیت کې راځي چې (مَا قَطَعْتُمْ مِنْ لِينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَى أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ (الحشر: ۵)) ژباړه: تاسې چې د خرماوو کومې ونې غوڅې کړې او یا مو پر خپلو ډډونو ولاړې پرېښودې دا هر څه د الله جل جلاله په ارادې باندې وو او (الله دا اجازه ددې لپاره درکړې وه چې) فاسقان خوار او ذلیل شي. په دې آیت کې د کومو ونو د پرې کولو او د کومو ونو د بېخونو د پرېښودو واقعه بیان شوې ده؟ موږ له دې آیاتونو څخه څه زده کړو څو خپل ژوند د قرآن له لارښوونو سره سم برابر کړو؟ ددې ټولو وضاحت موږ ته احادیثو کړی چې له احادیثو پرته موږ په دې آیاتونو نه پوهیږو.
ممکن ځینې خلک وپوښتی چې آیا قرآن کریم د خپلې تشرېح لپاره احادیثو ته اړ دی؟ ځواب یې دا دی چې په اصل کې دا پوښتنه ناسمه او غلطه ده، که چېرې دا پوښتنه سمه وګڼل شي نو دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې هم مطرح کېدای شي لکه: آیا قرآن کریم جبرئیل ته اړ وو چې د هغه په واسطه نازلېده؟ آیا قرآن آسمان ته اړ وو چې په یو ځل پکې نازل شو؟ آیا قرآن عربي ژبې ته اړ وو چې په یاده ژبه کې نازل شو؟ دا ټولې پوښتنې له بنسټه او اصله ناسمې دي، لامل یې دا دی چې دلته انسان خپله ذهني نیمګړتیا قرآن کریم ته منسوبوي، او دا څرګنده ده چې قرآن کریم د هغه ذات کلام دی چې له ټولو نیمګړتیاوو پاک دی، خو انسانان له ذهني اړخه ډېرې نیمګړتیاوې لري له همدې امله ورته د اړ او محتاج کلمه کاروو، پوښتنه اصلا باید داسې مطرح شي چې آیا انسانان دېته اړ دي چې قرآن کریم دې ورته د احادیثو په واسطه تشرېح شي؟
ځواب یې دا دی چې هو؛ له شک پرته انسان په قرآن کریم د پوهېدو لپاره نبوي احادیثو ته اړ دی، لامل یې دا دی چې قرآن کریم په داسې یو قوم کې نازل شوی وو چې هېڅ علم او پوهه پکې نه وه موجوده، که چېرې قرآن کریم نه وای ورته تشرېح شوی نو مفهوم یې ترې نشوای اخیستلای. بله خبره دا ده چې قرآن کریم وروستنی الهي کتاب دی چې د ټولې نړۍ لپاره نازل شوی دی، له همدې امله ټول انسانان ددې قرآن داسې یوې تشرېح ته اړ دي چې ټول پرې راټول شي او تر منځ یې تشتت او جداوالی رامنځته نه شي، او ټول پرې یو ډول وپوهېږي.