لیکوال: ابو مهاجر

محمد صلی الله علیه و سلم، نړیوال رهبر (لومړۍ برخه)

    لکه څنګه چې په تیرو مقالو کې یادونه وشوه، خدای تعالی د انسانیت رهبري او د نړیوال ماموریت مسئولیت د پیغمبرانو په اوږو باندې ایښی دی او دا مسئولیت له دوی وروسته د اسلامي امت په اوږو اچول شوی دی.
    که د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه وسلم مبارک ژوند وڅېړل شي، وبه وینو چې هغه د دې ځوانې ونې د ودې لپاره څومره سختیو او کړاوونو وزغمل او له هغه صلی الله علیه وسلم وروسته امت مسلمه د هجرت په لومړیو پېړیو کې انسانانو ته د دغه نړیوال پیغام د رسولو د بنسټ ډبره کېښوده. او دوی د اسلام په تاریخ کې خپلې قربانۍ ثبت کړې، داسې کارنامې چې د هیڅ دین پیروانو په ټول انساني تاریخ کې نه دي وړاندې کړي.

بنسټیزي کلمې

 محمد ﷺ، مسلمه امت، تورات، انجیل، زبور او عیسی.
    بې له شکه په قرآن کریم او د پخوانیو پیغمبرانو په کتابونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نړیوال رسالت لپاره څرګند دلایل شته چې ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم ابدي رسالت او دا چې د تيرو پېغمبرانو خپلو امتونو ته د اسلام د پېغمبر د راتګ زېرى وركړى دى، لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: «وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ  فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ * الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ» (اعراف:۱۵۶ـ۱۵۷) «او زما رحمت هر اړخیز دی، نو زما رحمت د هغو کسانو لپاره لیکم چې پرهېزګاران دي او زکات ورکوي او زموږ پر آیتونو ایمان لري. هغه کسان چې د امي رسول (او) نبي پيروي کوي هغه چې دوی يې له خپل ځان سره په تورات او انجيل کې لېکلی مومي »
    نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم نړیوال رسالت حتمي او یقیني دی چې شک پرې نه کیږي. ځکه چې ګمان يقين له منځه نه وړي، په داسې حال کې چې ډېر احاديث شته چې په هغو کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم صفتونه او فضايل ذکر شوي دي او د تېرو انبياوو په کتابونو کې هم نقل شوي او مشهور دي.
    لاندې آیت یو له هغو آیتونو څخه دی چې د دې مسلې په اړه خبرې کوي او په روښانه توګه دا حقیقت بیانوي چې خدای تعالی په دې اړه د تیرو پیغمبرانو څخه عهد اخیستی دی، او په هغه کې فرمایي: «وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَىٰ ذَٰلِكُمْ إِصْرِي قَالُوا أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ» [آل‌عمران: ٨١]؛ (او كله چې خداى جل جلاله له انبياوو څخه ټينګه وعده واخيسته، تر څو هغه څه چې ما تاسو ته له كتاب او علم څخه درکړي دي، نو تاسو ته به يو پېغمبر راشي چې په هغه څه تصديق کوونکی وي چې له تاسو سره دي نو تاسو به خامخا په هغه ایمان راوړې او خامخا به د هغه مرسته کوئ، وروسته الله وفرمایل: ایا تاسو اقرار وکړ او زما بیعت مو قبول کړ [تاسو ومنله؟] هغوی [پیغمبرانو] وویل: موږ اقرار وکړ، خدای وفرمایل: نو شاهدان اوسئ [یعنې یو له بل سره] او زه له تاسو سره یو له شاهدانو څخه یم.)
    په اړوندو احادیثو کې ابن کثیر له حضرت علي او ابن عباس رضي الله عنهم څخه روایت کوي چې خدای تعالی هیڅ پیغمبر نه دی رالیږلی. پرته  له دې چې له دوی څخه دا بیعت اخیستل شوی دی که چې محمد صلی الله عليه وسلم د پیغمبر په توګه رالیږل شوی او ته (پیغمبر) ژوندی وې ، تاسو باید په هغه ایمان راوړي او د هغه ملاتړ وکړئ.
    نو ځکه محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو انبیاوو سرور دی او د قیامت په ورځ به ټول پیغمبران د هغه تر بیرغ لاندې وي، لکه څنګه چې هغه د اسراء او معراج په شپه په مسجد الاقصی کې په ​​لمانځه کې د هغوی امام شو.
    دا د حضرت ابراهیم علیه السلام د دعاګانو نتيجه ده. خدای تعالی په قرآن کریم کې خبر ورکړی دی چې کله ابراهیم علیه السلام او د هغه زوی اسماعیل علیه السلام د کعبې د بنسټ ډبره کیښودله نو په دې وخت کې یې دعا وکړه «ربَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ ءَايَتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَبَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ» [بقره: ۱۲۹]؛ (اې زموږ پروردګاره په دوی کې له دوی څخه یو پیغمبر راولېږه چې ستا آیتونه دوی ته ولولي او دوی ته کتاب [قرآن] او حکمت [د شریعت رازونه او مقاصد] ور زده کړي. او له شرک او بد اخلاقۍ څخه يې پاک کړې او بې له شکه ته غالب او د حکمت خاوند يې.)
    طبري له سدي،  ربیعه او داسې نورو څخه روایت کړی دی چې په ذکر شوي آیت کې د «رسولاً» معنی محمد صلی الله علیه وسلم دی . همدارنګه طبري له ابو العالیه څخه روایت کوي چې کله ابراهیم علیه‌السلام دا دعا وکړه نو ورته وویل شول چې ستا دعا قبوله شوه دا پیغمبر به په آخر زمان کې رالیږل کیږي.
    د دې خبر په تاکید سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لکه څنګه چې ابو امامه روایت کوي، ما وویل: ای پیغمبره، ستاسو د کار پیل څه ډول وو؟ هغه وویل: زه د ابراهیم علیه السلام دعا او د عیسی علیه السلام زیری یم چې مور مې په خوب کې یوه رڼا ولېده چې د هغې د بدن څخه راووتله او د شام د ملک ماڼۍ یې روښانه کړل.
    هغه د عیسی علیه السلام زیری دی او د عیسی علیه السلام د بشارت په باره کې الله تعالی فرمایلي دي: «وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ» [صف:۶]؛ (هغه مهال چې حضرت عیسی بن مریم علیه السلام وفرمایل: اې بني اسرائیلو، زه ستاسو لپاره د خدای رسول یم، او زه د هغه تورات تصدیق کوم چې زما څخه مخکې راغلی او زه د یو پیغمبر زیری درکوم چې زما څخه وروسته راځي او نوم به یې احمد یي.)
    مطلب دا چې تورات چې له ما مخکې وو، هغه هم د ده د راتګ زېری ورکړی دی؛ همدارنګه زه د تورات د تصدیق سره سره یو ځل بیا د هغه مبارک راتګ زیری درکوم چې له ما وروسته به راشي. هو دا هغه سیدنا عیسی علیه السلام دی چې د وروستي پیغمبر په توګه هغه په ​​بني اسرائيلو کې ودرېد او د “احمد” په نوم د يوه پېغمبر د راتلو اعلان يې وکړ. چې هغه وروستی پیغمبر دی او له هغه وروسته بل نبي نشته.
    د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نومونو په اړه روایت دی چې هغه وفرمایل: زه د ځینو نومونه خاوند یم، زه محمد یم، زه احمد یم، زه هغه ملاتړ کوونکې یم چې خدای تعالی زما په وسیله کفر له منځه وړي ، زه حاشر یم چې خلک پرما راټولیږي. یعني زه د آخر زمان پیغمبر یم) او زه پيشوا او لارښود یم .

په تورات کې زيری

    امام بخاري په خپل صحیح کتاب کې روایت کوي چې عطاء بن یسار تابعي وايي.: ما له عبدالله بن عمرو بن عاص رضي الله عنهما سره ولیدل او ما ترې وپوښتل چې ماته د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ځانګړنې بیان کړي چې په تورات کې دي. هغه وويل هو په خداى قسم چې په تورات کې د هغه صفتونه او ځانګړتياوې هماغه شان دي چې په قرآن کې راغلي دي: “اې پېغمبره موږ ته شاهد او زيرى ورکوونکى او وېروونکى او د ناخوالو لپاره ساتونکې لېږلى يې. ته زما بنده او رسول یې، او پر تا مې د متوکل علی الله نوم ایښی دی.
    هغه بد اخلاقي او تاوتریخوالی نه کوي، خپل غږ نه پورته کوي او د بدۍ جواب په بدۍ سره نه ورکوي؛ بلکي بخښنه کوي ، او خدای به هغه تر هغه وخته پورې وفات نه کړي تر څو چي د ده په وجه هغه خلک سم کړي، دوی ټول دا کلمه وايي «لا إله إلا الله» او د هغه په ​​وجه هغه ړندې سترګې، کاڼه غوږونه او تړلې شوي زړونه خلاصوي.
    امام شیبه دا روایت له کعب احبار څخه نقل کړی چې په تورات کې راغلی دی: د هغوی (محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه امت) د لمانځه او جهاد صفونه يې مستقيم دي، د دوی منادي (مؤذن) د  شپې په منځ کې د اسمان په فضا کې غږ کوي. او غږ يې د مچيو د غږ په شان دی (د قرآن کریم د تلاوت په وخت کې) د هغه زیږون به په مکه کې وي او هجرت به یې په مدینه کې وي او سلطنت به یې په شام کې وي.
    په تورات کې دا هم راغلي: زه به دوی ته د دوی له وړونو څخه یو پیغمبر راولیږم او خپل خبرې به د هغه په ​​خوله کې القا کړم. نو هر هغه څه چې زه ورته توصیه کوم، هغه دوی ته وایي.»
    علما وايي: له دې پېغمبره مراد محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى، چې قرآن پرې نازل شوى او حفظ يې كړى او خلکو ته يې بيان كړى دى. همدارنګه راغلي دي: له وړونه څخه مراد، د اسماعيل علیه‌السلام اولاده ده له بني اسرائيلو څخه (د يعقوب عليه السلام له اولاده) او له موسی علیه السلام څخه وروسته په بنی اسرائیلو کې د هغه په ​​شان کوم پیغمبر نه دی راغلی چې خپلواک شریعت ولري.
    او په تورات کې راغلي دي: “خدای د طور غر څخه څرګند شو او له ساعید (ناصره کلې) څخه راپورته شو او د فاران له غره څخه لوړ او ځلا شو.
    علماوو ويلي دي: په طور غر باندې د خداى راتلل يا څرګندېدل د موسى عليه السلام د نبوت څخه مراد دی او له ساعيد (ناصره) څخه راپورته کېدل د عيسى عليه السلام د ظهور او د انجيل د نزول په معنا دي. او ساعيد په سپیڅلی ټاټوبی کې د ناصره کلی ته نږدې موقعیت لري، د دې کلي (ناصره) د نوم په واسطه د مسیح علیه‌السلام پیروان نصارا بلل کیږي. مراد د فاران پر غره باندې پورته کیدل د مکې غره د محمد صلی الله علیه وسلم ظهور او نبوت دی.
     لنډه دا چې ، یهودیان پوهیدل چې محمد صلی الله علیه وسلم وروستی  پیغمبر دی. مګر د نفرت او حسد له امله، دوی د هغه رسالت رد کړ.
    لکه څنګه چې خداى فرمايي: «الَّذِينَ ءَاتَيْنَهُمُ الْكِتَبَ يَعْرِفُونَهُ، كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ ليَكْتُمُونَ الْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ» [بقره: ۱۴۶]؛ ژباړه: هغه چا ته چې موږ کتاب ورکړی دی هغه (محمد صلی الله علیه وسلم) ښه پېژني. لکه څنګه چې  دوی خپل زامن پیژني، او ځینې یې بې له شکه حقیقت پټوي، په داسې حال کې چې  په حقیقت پوهیږي.
    لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بعثت څخه مخکې یهودیانو خلکو ته د هغه د رسالت په اړه زيری ورکړ او د مدینې عربان چې مشرکان وه په ګواښونکي ډول ویل: “د رسول صلی الله علیه وسلم بعثت وخت نږدې دی، موږ به د هغه پیروي وکړو او تاسو به د عاد او ارم د قوم په څېر هلاک کړو. خو کله چې محمد (صلی الله علیه وسلم) پيغمبري ته ورسید، د مدینې عربو د هغه رسالت ومنله او یهودیانو د حسد او نفرت له امله رد کړل.
ادامه لري…

۱ څرگندون

  1. السلام علیکم
    ھیله ده چې روغ جوړ به یاست!
    متعال رب عز و جل دي ستاسو دغه درانه خدمات په خپل عالي دربار کې قبول وګرځوي.آمین
    غوښتنه مې داده چې آیا کولای شم ستاسو ځیني لیکني کافي او واټسپ کې يې نشر کړم؟
    تر څو هغه خلګ چې سائټ ته یې لاس رسی نه کیږي ترې مستفید شي.
    جزاکم الله، تقبل الله مساعیکم الجمیلة.آمین

Leave A Reply

Exit mobile version