لیکوال: ابو رضوان

اسلامي تمدن (لومړۍ برخه)

 د اسلام له ظهور سره، د تمدنونو حالات

د اسلامي تمدن او د هغه د تاریخ په پلټلو او څېړلو سره دې نتیجې ته رسیږو چې اسلامي تمدن د الهي وحی په مرسته نړۍ ته خپور شوی دی.
او د دې ادعا لپاره د “اقرأ” کلمه تر ټولو قوي دلیل ګڼلی شو، او دا یقیني ده چې وحی د نورو تمدنونو په پرتله د خالق او مخلوق ترمنځ د توپیر سره خورا لوړ ځواک لري، او دا څرګنده ده چې هېڅ بل تمدن نشې کولی د داسې تمدن پر وړاندې ودرېږي او د تاریخ رسۍ د ځان په ګټه ووبې
اسلام د خپل ظهور له پیل څخه تر نن ورځې پورې د ټولنې په یووالي، ټولنیز اقتصاد، عادلانه سیاست او عصري کلتور باندې ټینګار کوي او بنسټیزه موخه یې د انسانیت او هستي ټولنیزې ګټې په آخرت باندې د ایمان په تړاو په پام کې نیول دي. ترڅو د نړۍ وچه او لمده په فساد کې ککړ نشي، انسانیت د انحراف او ظلم لاره ونه نیسي، له خپل خدای څخه بېګانه نشي او په پای کې په هغه څه ونه شرمېږي چې د تاریخ په اوږدو کې یې ترسره کړي دي.

سریزه

د توحید پر اصولو ولاړ اسلامي تمدن یو ایډیالوژیک تمدن دی چې د اسلامي ټولنې د جوړښتونو او معنوي او مادي لاسته راوړنو ټولګه ده چې انسان معنوي او مادي کمال ته رسوي. البته په دې توپير سره چې نور تمدنونه خپل پرتن او وياړونه يوازې په تاريخي جوړښتونو او زړو ودانيو او کلاګانو کې تعريف او بيانوي، خو اسلامي تمدن د دغو ځانګړتياوو ترڅنګ د خپل دیانت له امله هم زيات پيژندل شوى دى چې د اسلام د ديانت چتر ډېره پراخه ده او له هر ډول تمې او ليدلوري پرته په خپل سيوري کې د انسانيت د ځاى پرځاى کولو وړتيا لري او دا خبره يې دتاریخ په اوږدو کي څو ځلې ثابته کړې ده.
ډیری وخت هر تمدن د خپل زیږون، ودې او سوکالۍ د ځای په جغرافیایي نوم مشهور او پیژندل شوی، چې روښانه حدود لري او البته په هره خاوره کې د اوسیدونکو خلکو د نومونو په اړه متقابل تفاهم هم شتون لري. د مثال په توګه، د نیل سیند په اوږدو کې د مصر تمدن، د ګنګا او سیند په دره کې د هند تمدن، د ژیړ سیند په دره کې د چین تمدن، د دجلې او فرات سیندونو په اوږدو کې د بابلیانو تمدن، د مدیترانې په ساحل کې د سوریې تمدن، د مدیترانې په ساحل کې یوناني تمدن، د ایران په فلات کې آریایي تمدن او … ټولو خپل نومونه د اصلي ځای یا خپلو قومونو څخه اخیستي او ورو ورو وده کړې او سوکالي ته رسیدلي دي.
خو ډېر تمدنونه د خپل ژوند په اوږدو کې وده وکړه او د نړۍ په تاریخ کې ثبت شول، له بلې خوا ډېری یې تاریخي پاتې نه شول او ځینې یې حتی په تاریخ کې بدنام شول او د ځان لپاره یې لنډ ژوند وټاکه چې د قیامت تر ورځې پورې د تاریخ او هستۍ لخوا غندل شوي دي.
خو اسلامي تمدن د نورو ډېرو تمدنونو په پرتله بل ډول ظهور او بېل کړنه لرله، چې تاریخ یې د خپلو دیني او سیاسي پیروانو او مخالفانو په اعتراف سره زرین کړی دی.

تمدن څه شی دی؟

په لغت کې تمدن د “مدينه”، “مَدن، مُدن/مداين” کلمې څخه اخستل شوى او د “تَفَعُّلْ” له باب څخه دى چي په ښار کې د اوسېدو او پاتې کېدو په مانا ده. عربي معادل یې “الحضارة” دی. د انګلیسي معادل یې “Civilization” دی.
“تمدن” په اصطلاح كي مختلف تعریفونه لري او د بعثت او عربي ټاپووزمې په وخت کې د فارس او رومي امپراتوریو د شهرت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیږون ځای له امله، غوره ده چې دا په دریو کټګوریو وویشو او بیا هره حوزه په جلا توګه معاینه او تحلیل کړو:
  1. د لویدیځوالو له نظره تمدن
  2. د ختیځوالو له نظره تمدن
  3. د اسلام له نظره تمدن
د لويديځوالو تر منځ د تمدن تر ټولو هراړخيزه تعريف د Will Durant تعريف دی: تمدن “ټولنيز نظم دی، چې په نتيجه کې يې کلتوري خلاقيت ممکنه او جريان مومي.”
د شرقي مفکرینو له نظره، تمدن مختلف تعریفونه لري، چې تر ټولو جامع تعریف یې د ابن خلدون تعریف دی، “تمدن د انسان ټولنیز کېدل دی”.
اما د اسلامي تمدن تعریف “د انسان له دښتي ژوند څخه د وتلو او په ښار کې د هغه استوګنه او د عالي اسلامي کلتور په رڼا کې د ټولنې د چارو تنظیم کول او د رفاهیت  او آسودګۍ د وسایلو کارولو څخه عبارت دی چې له ټولنیز ژوند څخه تر لاسه کېږي”.
ډاکټر مصطفی سباعي هم د اسلامي تمدن په تعریف کې لیکلی دی: «نظامٌ اجتماعیٌّ یعینُ الإنسان علی الزیادة من إنتاجه الثقافي»
(یو ټولنیز نظام چې له انسانانو سره مرسته کوی چې خپل کلتوری پایلې زیاتې کړی).
له یوې خوا د روم او ایران دوو امپراتوریو د شهرت له امله چې هر یو یې په خپله سیاسي جغرافیه کې اختلاف درلود او د خپل شاوخوا د نظامونو پر وړاندې یې د ځواکمن ځواک په لیکه کې درېدل او له بلې خوا د جزیرة العرب په خاوره کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت له امله او همدارنګه د دغو دریو جغرافيايي سیمو تر منځ د سختې جګړې له امله چې له کلونو راهیسې یې تر منځ سیاسي او نظامي نښتې روانې وې، که موږ وغواړو چې د تمدن حالت په محدود ډول په دې دریو برخو کې وڅېړو، په غلطه لاره به نه یو تللي او تاریخي واقعیتونو او ارزښتناکو حقایقو د پوهیدو لپاره لنډ مزل به مو کړي وي، که څه هم په ټولیزه توګه د دې دریو حکومتونو جغرافیایي ساحې د هغه وخت په نړۍ کې په محدوده توګه نشي تشریح کیدای:
  1. د روم / بیزانس / یونان د تمدن وضعیت

روميانو د کانونو د استخراج څخه د پانګې اچونې په برخه کې او د ورېښمو د صنعت په برخه کې، د تجارتي بيړيو د جوړولو څخه د سوداګرۍ په ډګر کې او د ودانيو او ماڼۍ د کوچنيو او ظریفو هنرونو څخه د هنر په ډګر کي او په اسکندریه، قسطنطنیه، آتن او انطاکیه کې د لویو پوهنتونونو له جوړولو څخه د علم او ​​پوهې په ډګر کې په پوره ځواک سره کار اخیستل او په دې برخو کې یې د دوی د ودې او پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره کړه او هیڅ ډول هڅې یې ونه سپموي. خو د امپراتور تیوډوسیوس له مړینې وروسته او په ختیځو او لویدیځو برخو کې د واک ویش او په پای کې د ختیځ امپراتور ارکادیوس، بری د لویدیځ پر امپراتور، هونوریوس، د روم امپراتورۍ د سقوط  لاندې لاملونه  ګڼل کېږي:

1-1. د معنوي او سالمو عناصرو نشتوالی

له معنوي عنصر پرته هیڅ نظام او حکومت وجود نه لري چي نشت او نیمګړتیا یې د ناکامۍ په معنا ده. لکه څنګه چې روم د یو تحریف شوي عیسویت پیروي وکړه چې په خرافاتو کې ډوب شوی و او په هغه کې د سالم معنویت نه ځلېده په شمول د تثلیث پرستۍ چې د هغه به بنسټ به یې ویل خدای درې برخې لري: د پلار خدای، د زوی خدای چې عیسی مسیح علیه السلام ورڅخه (د دوی په اند) عبارت دی او روح القدس. خو د دې مسئلې تر ټولو لوړه کچه فساد لره د معنوي اهل د (ظهر الفساد في البر والبحر) ښکاره بېلګه او مصداق ګرزېدلی وو او دا یقیني ده چې په داسې ټولنو کې معنویت ته د میلان تمه کول، ستونزمن یا حتی ناممکن ګڼل کېږي.

1-2. د علم په ډګر کې د عیسویت له امله د خرافاتو ښکیلتیا

ډیری ډاکټران فالبینان شول او کله ناکله یې د ستورو وضعیت د څرنګوالې له مخې نسخې لیکلې او د پوهانو تر پښو چي ځانونو ته به یې روشن فکره او د ویښ ضمیر لرونکي ویل؛ د جادو ګرۍ، غیب ګویۍ او وِرد خوانۍ جالونه راتاو شوی وو!- نه د ټولنې هغه قشر له پوهې سره اوږد واټن درلود.

1-3. د پوهنې او روزنې په برخه کې د ټولنیز عدالت نشتوالی

په هغه وخت کې ډېر ماشومان مجبور وو چې خپلو ښوونکو ته فیسونه ورکړي تر څو سواد او علم زده کړي. په دې مانا چې د هغه وخت حکومت او امپراطورۍ چې په عیاشۍ او اشرافګرۍ مشهورې وې، د خپل راتلونکي نسل د ښوونې او روزنې لپاره هېڅ پروګرام نه درلود.
ادامه لري …
Leave A Reply

Exit mobile version