لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

څلوروېشتمه برخه

په ریاضي علومو کې د مسلمانو پوهانو نقش
د ریاضیاتو علم، د علومو مهمه برخه ده، چې د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو امتونو له لوري څېړل شوې. دا علم په انساني تمدن کې لوړ مقام او دریځ لري او په حقیقت کې د انساني تعلیم او تربیې د بنسټ ډبره ګڼل کیږي. د ریاضي په اړه د پخوانیو او اوسنیو نظریه یو ډول ده او اساسي او رېښه لروونکی علم بلل کیږي.
اسلامي پوهان او عالمان هم دې درک ته رسېدلي و، چې د ریاضي علم د امتونو، تېر، اوس او راتلونکي ته مهم او ګټور دی او دا پوهه یوازې د حساب -کتاب او تجارت لپاره نه بلکه، د فلکیاتو، فزیک، معماري، هندسې، کیمیا او نورو علومو لپاره اړینه او ضروري ده. نو په همدې اساس یې د دې علم په درک او زده کړه کې هڅې او کوښښ وکړ.
د ریاضیاتو د علم په اړه د اسلامي پوهانو کړنلاره
اسلامي پوهانو له دوو مختلفو اړخونو څخه د ریاضیاتو علم ته توجه کوله؛
  1. هر اړخیزه تګلاره، له دې اړخه یې په کلي ډول د ریاضي علم ته توجه کوله او پر اساس یې ګڼ شمېر ابتکارات پکې وموندل او کشفیات یې وکړل، چې نورو نه وه ترلاسه کړې.
  2. تطبیقي تګلاره، دا علم یې په نورو علومو کې تطبیق کړ، لکه؛ تشیال پوهنې، مکانیک، هندسې، میراث او نورو تجارتي فعالیتونو، کې یې اجراء او تطبیق کړ.
له دې دوو تګلارو څخه په استفادې د دوو علومو څېړنه دا په ډاګه کوي، چې اسلامي پوهانو په ریاضي کې ځانګړې څېړنه کوله او د هغې په اساسي رول باندې یې اعتراف کاوه. ریاضیکي علوم مسلمانانو ته له دوو مهمو سرچینو رسېدلې وو، چې د حساب – جبر علم او د هندسې علم و.
د فلسفې د علم تکړه پوه علامه کندي هم ریاضي ته ډېره توجه درلوده او باور یې درلود چې د فلسفې علم له ریاضیکي علومو پرته نشي پېژندل کېدای او ریاضیات تل په دلیل او منطق بنا دي او کوم شخصي نظر او یا ګمان نشي کېدای[1].
د عربي اعدادو پرمختګ
په پخوا وختونو کې خلکو د خپل اړتیا مطابق حساب نه و زده او د اندازې لپاره یې د (لږ یا ډېر) اصطلاحات کارول او له دې ستونزې سره لاس او ګریوان وه.
لوی عدودونه لکه؛ شل، دېرش او یا هم نور یې نه پېژندل او یوازې (یو) او (دوه) یې پېژندل او له هغه لوړ اعدا یې د زیات  یا کثیر تر عنوان لاندې پېژندل.
سامیانو د حساب او شمېرنې لپاره له ابجد تورو څخه استفاده کوله او عدودنه یې هم د تورو پر اساس شمېرل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانې کې هم همدا چاره روانه وه؛ مثلا: الف د 1 او ب د 2 معادل وه او په همدې ترتیب تر پایه.
د جملو د ترکیب لپاره یې هم همدا ترتیب پر مخ وړ او باید لومړی لوی او بیا کوچنی عدد ولیکل شي. دوی د (رب) کلمې پر ځای 202 لیکل، ځکه د (ر) توري لپاره -200 – او ب لپاره 2 معادل و[2].
کله چې قرانکریم ته مراجعه وکړو، نو لیدلای شو، چې الله تعالی په قرانکریم کې هم عددونه په کلمو سره بیان کي دي. لکه وايي چې؛ د رسو الله صلی الله علیه وسلم او د ابوبکر صدیق رضي الله عنه د سفر په اړه راځي؛ (ثانی اثنین[3]) د دوو تنو، دوهم او یا هم وايي، « إن تستغفر لهم سبعین مرة»[4] – که چېرته اویا ځلې بښنه هم ورته وغواړې. او همداشان د نوح علیه السلام د دعوت په اړه وايي: « فلبث فیهم ألف سنة إلا خمسین عاما…»[5] نو دوی په منځ کې زر کاله پاته شو، مګر پنځوس کم.
دا موارد په دې دلالت کوي، چې الله تعالی د ارقامو او عدودونو پر ځای کلمات استعمال کړي دي.
د شمېرنې دا بڼه تر اوږدې مودې پورې روانه وه، تر څو چې د فلکیاتو عالم شیخ محمدبن ابراهیم الفزاري الکوفي له لوري د هندي اعدادو بحث مطرح شو او دې کار ستر عالم – محمد بن موسی الخوارزمي – ته لاره خلاصه کړه، تر څو په دې اړه کتاب ولیکي او په تدریج سره اعداد او ارقام د ابجد تورو د حساب پر اساس د جملو ځایناستی شول.
دا عددونه د هندي عددونو په نوم مشهوره دي، ځکه د هندیانو په منځ کې په دې ډول شمېرنه مشهوره وه او مسلمانانو هم له هندیانو اخذ وکړ. البته یوازې د شمېرنې دا ډول له هندیانو څخه اخېستل شوی، خو خپله دا عددونه د مسلمانانو اختراع او نوښت دی، چې -غباري اعداد – یې بولي او د نورو ونډه پکې نشته.
دا عددونه دا سیستم او بڼه بیا وروسته اورپا ته ورسېده او هلته یې د (عربي اعدادو) نوم خپل کړ. مسلمانانو د هر عدد لپاره زاویه تعین کړې وه او له مخې یې عدد پېژندل کېده، لکه؛ د یوه لپاره یوه زاویه، د دوو عدد لپاره دوې زاویې او…
په دې عددونو کې د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي. البته اروپایانو دا عددونه تر ډېره له اسلام سره د تعصب له امله نه استعمالول او پر ځای یې رومي او یوناني عددونه استفاده کول[6].
مسلمانان او د (صفر) ایجاد
عربانو له لومړي سره صفر پېژانده او دا مورد د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کې موندلای شو، چې وايي: «إن ربکم حیی کریم یستحیی من عبده إذا رفع یده إلی السماء أن یردهما صفرا» – بې شکه، ستاسو رب سخي او حیاناک دی او له خپل بنده څخه حیا کوي، کله چې هغه خپل لاسونه د اسمان لوري ته اوچتوي او بیا هغه صفر (خالي) واپس کړي.
ځینې تاریخ‌پوهان باور لري چې د «صفر» عدد د بابلیانو له نوښتونو څخه و او یا دا اختراع د سلوقيانو دورې پورې اړه لري. وروسته بیا یونانیانو دا مفکوره له بابلیانو واخسته. خو دا خبره روښانه ده چې د اسلامي نړۍ عالمان او مفکرین و، چې د صفر عدد ته یې پراختیا ورکړه، منظم یې کړ او دا یې د «له هر شي د خالي ځای» په توګه تعریف کړ. په حقیقت کې، صفر د بشر له تر ټولو لویو اختراعاتو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې دا د شمېرو په سیستم کې ډېر ژور بدلون راولي او بنسټیز توپیرونه رامنځته کوي.
مسلمانانو د صفر عدد ته پراختیا ورکړه او هغه په دایرې سره چې مرکز یې نقطه ده، وښود، په لومړي ځل مسلمانانو صفر په خپلو لیکنو کې وکاراوه او په دې کې ان له هندیانو څخه هم مخکې ول، ځکه مسلمانانو په ۲۵۹ هـ او یا ۸۷۳ م. او هندیانو بیا په ۲۶۵ هـ او یا ۸۷۹ م. کې د صفر کارونه وکړه[7].
مسلمانان او د کسر او اعشاریې د نظریې پراختیا
په لومړیو کې د کسرونو او اعشاري عددونو استعمال د هندي پوهانو له لوري ترسره شو،  دوی به دا عددونه داسې لیکل، چې د «صورت» او «مخرج» ترمنځ به یې کومه کرښه یا بیلتون نه راوسته. که به یو بشپړ عدد (صحیح عدد) هم ورسره مل و، نو دوی به دا صحیح عدد د عشاري عدد (کسر) څخه پورته لیکه.
خو ستر عالم ابو العباس احمد ازدي، چې په ابن البناء مراکشي باندې مشهوره دی، لومړی کس و، چې کسرونه او اعشاري عددونه یې په ځانګړي ترتیب لیکل؛ د صورت او مخرج ترمنځ یې د فاصلې کرښه ایجاد کړه او همداشان یې کسري عددونه داصلي عددونو ترڅنګ لیکل.
هغه د حساب د علم [8]له سترو پوهانو څخه و او په حساب په اړه یې یو ستر او مفصل کتاب ولیکه، چې (الحصار الصغیر) نومیږي، چې تر ننه یې غوره کړې اصول پلي کیږي او ټول منلي دي[9].
اسلامي عالمان لومړني کسان وو چې د عشاري کسرو  (یعنې ماتو عددونو چې پر لس وېشل کېږي، لکه 0.1، 0.25،…) اختراع او ایجاد کړل او اقلیدوس لومړی پوه و، چې دا نظریه یې وړاندې کړې وه، خو په دې برخه کې هم غربیانو جعل او بې انصافي کړې ده او دا اختراع یې غربي پوه -سېمون سټېفن 993 هـ  – ته منسوبه کړې، په داسې حال کې چې نوموړی له اقلیدوس او غیاث الدین جمشید کاشي  څخه څو پېړۍ وروسته و[10].
جمشید کاشي یو تکړه مسلمانان عالم و، چې د ریاضیاتو، حساب، الجبر او ارقامو او عددونو په برخه کې یې ګټور او غوره بحثونه کړې دي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

[1] تاریخ العلوم عندالعرب، ص: 131.

[2] روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، ص: 77.

[3]. توبه: 40.

[4]. توبه: 80.

[5]. عنکبوت: 14.

[6] روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، ص: 77.

[7] روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، ص: 77.

[8]

[9] تاریخ العلوم عندالعرب، ص: 137.

[10] پخوانی مأخذ

Leave A Reply

Exit mobile version