لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

دري ویشتمه برخه

ابن رشد
«محمد ابن قاسم ابن ابی‌الولید» مشهور په «ابن رشد»، حافظ قرطبي یو بل عالم و چې د اسلامي فلسفې په برخه کې یې لوړه مرتبه او مهارت درلود. ابن رشد ته د «ابوالولید» لقب هم ورکول شوی و. هغه په قرطبه (اوسنۍ کوردوبا) کې زېږېدلی و او په اروپا کې یې د «اوریوس» په نوم شهرت درلود. نوموړي د ۵۲۰هـ – ۵۹۵هـ ق کلونو ترمنځ ژوند کاوه او د خپل وخت د نامتو عالمانو له جملې څخه و، که څه هم نړۍ کې دده شهرت یوازې د فلسفې له امله و خو هغه په ټولو علومو لکه: فلسفه، طب، لغت، فقه او ادبیاتو کې له لوړ شهرت څخه برخه من و.
ابن رشد د مغرب د موحدو خلفاوو له لوري د یوناني فیلسوف ارسطو د کتابونو د بیا کتنې لپاره ټاکل او د دغو کتابونو پېچلتیاوې او مبهم ټکي به یې تشریح او روښانه کول. د ابن رشد نیکه یو مشهور او نوموتی عالم او خطیب و، او په قرطبه کې یې د علمي تألیفاتو له امله ډېر شهرت درلود، د ابن رشد پلار هم په قرطبه کې د لوړ مقام او مرتبې څښتن و. له همدې امله، ابن رشد د امام مالک د فقهې، فلسفې او طب په برخو کې ښه روزنه ومونده او لوړ مقام ته ورسېد، په یادو برخو کې د لوړ مقام د ترلاسه کولو له امله د خلیفه له لوري په اسپانیا کې د سویا ښار د قاضي په توګه وټاکل شو.
د طب علم په برخه کې د ده کتاب چې د «الکلیات فی الطب» په نوم مشهور دی، د انسان په بدن کې د مثانې، د وینې د جریان، او هغو ناروغیو په اړه بحث کوي چې د ابن رشد په زمانه کې عامې وې. ابن رشد باور درلود چې که څوک د تشریح علم په برخه کې بحث او څیړنې ترسره کړي نو پر الله تعالی به یې ایمان نور هم قوي شي.
د هغه علمي طریقې انتقادي بڼه درلوه او له هر ډول شک او تصنع څخه خالي وه. هغه د ارسطو پر لیکنو ګڼې شرحې ولیکلې، د نورو اسلامي فلاسفه‌وو په پرتله د ابن رشد د کار طریقه بېله وه؛ نوموړي د ارسطو لیکنو ته اساسي موارد وراضافه کړل، او د هغه د کتابونو شرحه یې په درې جلا برخو وویشله: «الشرح الأکبر»، «الشرح الأوسط»، او «الشرح الأصغر»
لویدیځوالو د ابن رشد له علومو او نظریاتو څخه په بېلابېلو برخو کې استفاده کړې ده. سره له دې چې هغه یو تکړه فیلسوف و، د حرکت پېژندنې (کینماتیک) او دینامیک په برخو کې یې هم تخصص درلود. د غربیانو ترمنځ د  «رشدیه» مذهب په نوم یوه اصطلاح مشوره شوې چې د ابن رشد نظریاتو ته اشاره لري، له دې اصطلاح څرګندیږي چې غربیانو د ابن رشد نظریاتو ته جدي پام کاوه.
د ابن رشد نظریاتو لویدیځو پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې ګڼې علمي ستونزې او جنجالونه راپورته کړل، دا چاره ددې لامل شوه چې دده په اړه ګڼ شمېر علمي څېړنې ترسره شي. هغه مهم موضوعات چې ابن رشد ورباندې بحث کړی، او د غربي ټولنې د توجه وړ هم وو، عبارت دي له: د انسان د ذات او حقیقت پېژندنه، د معرفت نظریه، د عالم د قدامت جنجالي موضوع، د خدای صفات، د الهی توجه موضوع، خیر او شر، د انساني وجود مسئله، ماهیت، ممکن الوجود، او نور ډېر مهم فلسفي مفاهیم.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version