لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
د اسلام په لومړیو کې د یهودیانو خیانتونه (لومړۍ برخه)
لنډیز
خیانت یو له هغو ځانګړتیاوو څخه دی چې د هر انسان په طبیعت کې شتون لري. خو یو شمېر کسان خپل طبیعت له خیانت سره ګډ کړی او تل له دغه ناوړه عمل څخه د نورو ډلو او خلکو پر ضد کار اخلي. د دینونو په تاریخ کې، د یهودیت پیروان د بلي هري ډلي په پرتله په خیانت اخته دي. د دې ډلې د ښکاره او عام خیانت یوه برخه د پیغمبر صلی الله علیه و سلم او د اسلام د لومړیو مسلمانانو په حق کې وه. خو په مدينه کې مېشتو دريو مشهورو قبيلو(قریظه، قینقاعع او نضیر) له رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم سره تړونونه کړي وو او باید یې د هغه تړون پر بنسټ له دغه ناوړه عمل څخه ډډه کړې وای. خو دوی د خیانت څخه لاس وا نه خیست، او تل به یې هڅه کوله چې نورو ته خیانت وکړي. اوس اساسي مسله دا ده چې له ژمنې سره سره د خیانت پایلې څه دي؟ او رسول الله صلی الله علیه وسلم له غدارو یهودي قبیلو سره څه ډول چلند کاوه؟ د کتابتون له منابعو څخه په استفادې او د «تاریخي- توصیفي» طریقې په مرسته دا څېړنه دې نتیجې ته رسېدلې ده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو له ژمنو وروسته د معاهدې څخه نوک اندازه هم سرغړونه نه ده کړې. بلکې یهود وه چې تل په خپلو ژمنو پښه ایښې، او سرغړونه یې کوله، او د نوي اسلامي حکومت سره یې خیانت وکړ او د مسلمانانو په خلاف یې له مشرکانو سره یو ځای شول. نو له دې کاره وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی له خیانت سره سم عمل وکړ.
بنسټیزي کلمې
پیغمبر صلی الله علیه وسلم، یهود، تړون، خیانت، اخراج.
مقدمه
خدای د انسان په طبیعت کې ډېر ښه او بد صفتونه ځای په ځای کړي دي. په عین حال کې، خیانت یو له هغو ځانګړتیاوو څخه دی چې د هر انسان په طبیعت کې شتون لري؛ خو ځینې خلک د خیانت طبیعت لري او تل د نورو ډلو او خلکو په وړاندې دا ناوړه عمل کوي. د ادیانو په تاریخ کې، د یهودیت پیروان د بل هر ګروپ په پرتله د کفر احتمال لري. د دې ډلې د ښکاره او عامه خیانت یوه برخه د پیغمبر صلی الله علیه و سلم او د اسلام د لومړیو مسلمانانو په حق کې وه. که څه هم په مدینه منوره کې اوسېدونکو درې مشهورو قبیلو لکه بنی قینقاعع، بنی نضیر او بنی قریظه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تړون کړی وو چې د هغه پر اساس یې باید له دغه ناوړه عمل څخه ځان خلاص کړی وای، خو داسې و نه شول. دا په داسې حال کې وه چې په دغو تړونونو کې د یهودیانو ټولې عمومي او بنسټیزې ازادۍ په پام کې نیول شوې وې او یهودیانو کولای شول چې خپل مذهبي مراسم له کومې اندیښنې پرته ترسره کړي.
د دې ډول څېړنو اهمیت په دې ټکي کې را لنډولای شو چې «د انسانانو ځانګړنې په ډاګه کېږي» او موږ هم په تېره بیا دا هم وینو چې «د اسلام له پیل راهیسې یهودیانو له مسلمانانو سره ښې اړیکې نه لرلې او تل یې هڅه کړې ده، د اسلام او مسلمانانو پر ضد تخریبي اعمال ترسره کړي» له همدې امله د یهودیانو دغه ځانګړنه اوس هم غالبه ده او دوی به هیڅکله له اسلام او مسلمانانو سره دوستي ونه کړي.
او بله دا خبره چې په دې برخه کې تر اوسه کومې څېړنې شوې دي؟ کومه ځانګړې څیړنه نه لیدل کیږي، یا لږ تر لږه د لیکوال لپاره شتون نلري. خو د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د یهودیانو خیانت په ټولو حیاتي کتابونو (هغه کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت، ژوند، سلوک او اعمال بیان شوي) کې موندلی شئ. (د دې کتابونو څخه ځینې سرچینې ذکر شوي دي.)
د موضوع اهمیت او د تحقیق شالید ته په پام سره اوس بنسټیزه مسله دا ده چې له ژمنې سره سره د خیانت عواقب څه دي؟ او رسول الله صلی الله علیه وسلم له غدارو یهودي قبیلو سره څه ډول چلند کاوه؟
د کتابتون له منابعو څخه په استفادې او د «تاریخي- توصیفي» طریقې په مرسته دا څېړنه دې نتیجې ته رسېدلې ده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو په مدینه کې د یهودیانو سره له خپلو ژمنو څخه یو قدم هم ایسته نه دی اخیستی. بلکې دوی تل په خپلو ژمنو ولاړ وو. خو دا هغه یهود وو چې لومړی یې له عهد څخه سرغړونه وکړه او له نوي اسلامي حکومت سره یې خیانت وکړ او د مسلمانانو پر ضد یې له مشرکانو سره یو ځای شول. نو له دې کاره وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی له خیانت سره سم اقدام وکړ.
-
د مسلمانانو په اړه د یهودیانو فکر
تاریخي څیړنې ښیي چې اکثره یهودیان په عربي جزیره کې په عمومي توګه او د یثرب په ښار کې په ځانګړې توګه په لومړۍ پیړۍ کې اوسیدل. “اسرائیل ولفنسن” په دې اړه لیکي: په ۷۰ میلادي کال کې له رومیانو سره د یهودیانو له جګړې وروسته، چې د فلسطین او بیت المقدس د ویجاړېدو او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د یهودیانو د وېشلو لامل شو، د یهودیانو ډېرې ډلې دې هېواد ته هجرت وکړ. لکه څنګه چې یهودي مورخ یوسي فوس چې پخپله هم په دغو جګړو کې حضور درلود او په ځینو جګړو کې یې قومانده هم درلوده، دا خبره کوي او عربي سرچینې هم دا خبره تاییدوي.
په مدينه کې د يهوديانو درې لويې قبيلې وې، چې د دغو قبيلو د بالغو نارينه وو شمېر دوه زره تنو ته رسېده. دا قبیلې بنی قینقاعع، بنی نضیر او بنی قریظه وې. د بني قينقاع او بني نضير د جنګياليو شمېر شاوخوا اووه سوه تنه وو. خو د بني قريظه قبيلې له اووه سوه نه تر نهو سوو پورې جنګيالي درلودل. د دغو درې واړو قبيلو تر منځ اړيکې خړې پړې وې او کله نا کله به يې تر منځ جګړې هم کېدلې.
اسرائیل وولفنسن وايي: د بني قینقاعع او نورو یهودي قبیلو دښمني شدیده وه. د دوی د دښمنۍ لامل دا وو چې بني قینقاعع له بني خزرج سره د بعاث په جګړه کې برخه اخیستې وه. بنو نضیر او بنو قریظه د بنو قینقاعع په منځ کې ډېر قتلونه او چورونه پیل کړل او سخت ګوزارونه یې پرې وکړل. که څه هم دوی د هر هغه یهودي فدیه ورکړه چې د دوی په لاس مړ شوي وو. خو د يهودو قومونو تر منځ دغه دښمني د بعاث له جګړې وروسته د انصارو او بني قينقاع تر جګړې پورې دوام درلود. په دې جګړه کې د انصارو په مقابل کې هیڅ یو یهودي برخه نه درلوده.
قرآن کریم په لاندې آیتونو کې د یهودیانو تر منځ دې دښمنۍ ته اشاره کوي: «(ای بني اسرائیلو یاد کرئ) کله چې موږ له تاسو سره د یو بل د وینو د نه تویولو ژمنه اخیستې وه، او خپل قوم له خپلو کورونو مه باسئ. نو تاسو ومنله او تاسو پخپله شاهدي ورکوئ. خو بیا هم تاسو هغه ډله یاست چې خپل خلک وژني او خپل د خلکو یوه ډله له خپلو کورونو څخه شړي؛ د ظلم او زیاتي په کولو د هغو په خلاف ډلي جوړوئ، او کله چې په جګړه کې ونیول شي، ستاسي په لاس کې بندیان شي، نو د هغو د خوشي کولو لپاره د فدیې لاري برابر وئ. په داسي حال کې چې له کورونو څخه د هغو ایستل لا له سره پر تاسي حرام وه.»
له بلې خوا دا خبره له ډېرې مودې راهيسې معلومه وه چې يهودیان د پېغمبراکرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عهد مراعت پر خپل واجب نه ګڼي او ډېرى يې مشرکین پر توحيدي مسلمانانو غوره بولي. هغه آيتونه چې نازل شوي دي، که څه هم د یهودیانو په منځ کې د ځینو تقوا او امانتداري ثابته کړه، خو په عين حال کې يې د اکثريت په اړه په وار وار اخطار ورکړ او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او د هغه پيروانو ته يې خبردارى ورکړ: “دوی به هر هغه څه وکړي چې دوی یې کولای شي تاسو له مینځه ویسي او دوی خوښوي چې ستاسو لپاره ستونزې رامینځته کړي. د هغه څه څخه د دوی نفرت څرګند دی چې د دوی خولې وايي؛ مګر هغه څه چې د دوی سینه پټوي لوی دي.»
کله چې يهودو وليدل چې د اسلام پيروان ورځ په ورځ زياتيږي نو انديښمن شول او په خپل ضمير کې يې د اسلام د تباهۍ غوښتونکي شول. له دې امله بې له شکه د يهودو هيله د رسول الله (ص) له خپلې قبيلې ته زياته وه، چې بايد د نوي دين په تخريب او پخواني حالت ته د يثرب د بېرته راګرځولو اصلي عامل وګرځي. يهودیانو په منظمه توګه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حركتونه مکې ته رسول. او که قريشو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پر ضد پاڅون کولای او خپل خلک يې د مدينې په جنوب كې د يهودیانو كليو ته رسول، چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له جومات څخه شاوخوا نيمه ورځ واټن وو، نو د مكې پوځ د پياوړي يهودو سره به تقویه کېدل.
له بلې خوا، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وروستیو کې امر کړی وو: “که تاسو د یو قوم له خیانت څخه ویره لرئ، د دوی عهد هغوی ته وغورځوئ. په حقیقت کې خدای خیانت کوونکي نه خوښوي. [انفال: 58]; خو د وحې په آيتونو کې دا هم ويل شوي چې: «که دوی سولې ته لېواله وي، نو ته هم دې ته لېوال اوسه او پر الله توکل وکړه.» [انفال: 61] له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه غوښتل چې هغه هدف چې په نرمۍ لاسته راځي هغه په زور لاس ته راوړي.
خو یهودیانو داسې طریقه غوره کړې وه چې کله څه پېښېدل نو په هماغه شېبه به یې غبرګون ښودی او پیغمبر صلی الله علیه و سلم ته به یې سپکاوی کاوه. د بېلګې په توګه، کله چې له هجرت وروسته د لومړي ځل لپاره د عبدالله بن جحش په مشرۍ مسلمانانو په حرامو مياشتو کې له قريشو سره جګړه وکړه، یهودیانو وويل: دا د رسول الله (ص) لپاره د بدمرغۍ نښه ده. نو د یهودیانو تګلاره د قرآن کریم د آیتونو او د هغوی د عامه اعمالو سره څرګنده شوه چې هغوی د اسلام ضد دي او د مسلمانانو د تباهۍ غوښتونکي دي. په مدينه کې د مېشتو يهودیانو په درېيو مشهورو قبیلو کې په بېلابېلو کچو خیانتونه وشول، چې لاندې به پرې بحث وشي:
-
د بني قینقاع خیانت
بنی قینقاع لومړي یهودیان وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تړون څخه یې سرغړونه وکړه او په بدر او احد کې یې د مسلمانانو پر ضد جګړه پیل کړه او د هغوی له ځورولو یې ډډه و نه کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني قینقاع له خیانت او نفرت څخه پوره خبر وو. ځکه عبدالله بن سلام د دوی له مشرانو څخه وو او د هغوی په لارو چارو ښه پوهېدل. پر دې سربېره بني قينقاع د منافقينو د مشر ابن ابي خزرج ملګري وو. همدارنګه، د دوی شتون د نورو یهودي قومونو په پرتله د پام وړ و. ځکه چې د دوی ځایونه د مدینې ښار ته نږدې وو. په داسې حال کې چې بني نضیر او بني قریظه چې د اوس سره ملګري وو، له ښار څخه لږ لرې اوسېدل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له بدر څخه له راستنېدو وروسته په لومړۍ ورځ د بني قینقاع سره د هغوی په بازار کې چې د مدینې په جنوب کې وو، د لیدو لپاره لاړ. (دا امکان وو چې د بدر معجزې د دوی زړونه بدل کړي) له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته خبرداری ورکړ چې د خدای غضب چې په دې وروستیو کې په قریشو باندې نازل شوی وو، په دوی باندې نازل نه شي. هغوی ځواب ورکړ: ای محمده! په دې مقابله مه غولیږئ؛ ځکه چې دا د هغو کسانو پر ضد وه چې د جګړې په تخنیک نه پوهېدل. له همدې امله تاسو په دوی غالب شوی. خو په خدای قسم که موږ له تاسو سره جګړه وکړو، تاسو به پوه شئ چې موږ هغه خلک یو چې د هغوی څخه باید څوک وېره ولري.” رسول الله صلی الله علیه وسلم مخ واړوه او دوی یې پرېښودل او په دې وخت کې دوی فکر وکړ چې دوی بریالي شوي دي. د بني قینقاع ځواب په ښکاره ډول د جنګ اعلان وو. خو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خپله غوسه کنټرول کړه او مسلمانانو ته یې هم د صبر سفارش وکړ او د راتلونکو پیښو انتظار یې وکړ. د بني قينقاع زړورتيا نوره هم زياته شوه او ډېر وخت نه وو تېر، چې په مدينه کې يې ګډوډي راوپاروله او پر ځانو باندي يې د ژوند دروازې وتړلې. وروسته له دې چې یهودیانو ولیدل چې الله تعالی د بدر په جګړه کې مسلمانانو ته ستره فتحه ورکړه او د لرې او نږدې د دښمنانو په زړونو کې یې عزت، شوکت او ویره ولیدله، د دوی د غصې پیاله ډکه شوه او په ښکاره یې په شر او دښمنۍ کې لاس واچاوه او خپل بغاوت یې وکړ.
یوه ورځ یو زوړ یهودي چې د بنی قینقاع څخه وو او د عربو قبیلو تر منځ د اختلافاتو د کارولو په هنر کې ماهر وو، او د اوس او خزرج تر منځ د دوستۍ په اړه ډېر خپه وو، هغه د خپلې قبیلې یو ځوان ته چې ښکلی غږ یې درلود، ووایه چې د انصارو د راغونډیدو په وخت کې د هغوی په منځ کې کښېني او هغه شعرونه ولولوي چې د دواړو قبیلو سړیو له بعاث(د اوس او خزرج په مینځ کې وروستنۍ جګړه) څخه مخکې او وروسته لیکلي وو. په دغه شعرونو کې د دښمن په غندلو او سپکاوي او د هغوی د زړورتيا ستاينه او د مړو په ماتم او يو بل ته د غچ اخستلو ګواښونه پکي شته. ځوان هغه څه وکړل چې بوډا ور زده کړي وو او په چټکۍ سره یې د ټولو حاضرینو پام ځانته راواړوه او له اوسني حال څخه یې تېر مهال ته واړول. د اوس سړيو د اوس شعرونه په شدت سره ومنل او د خزرج خلکو د خزرج شعرونه خوښ کړل. بیا د دواړو خواوو تر منځ جنجال پیل شو، ورپسې له بل لوري څخه سپکاوی، ځان ستاینه او تهدیدونه او په پای کې چیغې ووهل شوې چې: تورې ته! تورې ته!” او پداسې حال کې چې هر یوه هوډ درلود چې بیا د بعاث لپاره وجنګیږي، دوی یوې سیمې ته لاړل. کله چې دا خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېد، هغه ټول مهاجرین چې ورسره وو راټول کړل او هغه ځای ته ورغلل. په دې لنډ وخت کې ګوندونو نظامي تشکیلات جوړ کړل او د یو بل په وړاندې په لیکه کې ودریدل. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله! الله! اې مسلمانانو! ايا تاسو اوس د جاهليت په څېر چلند کوئ، سره د دې چې زه ستاسو په منځ کې یم او الله تاسو ته د اسلام لارښوونه کړې او په دې سره مفتخر شولی او تاسو ته يې د شرک څخه د ګرځولو توان درکړی دی او تاسو يې له کفر څخه ژغورلي یاست؟ ستاسو زړونه یې سره یو ځای کړ. دوی سمدلاسه پوه شول چې دوکه شوي دي؛ نو دوی یو بل په غیږ کې ونیول او ویې ژړل، او له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره ښار ته راستانه شول او د رسول الله صلی الله علیه و سلم خبرو ته یې پام وکړ او اطاعت یې کاوه.