په برازیل کې اسلام او د مسلمانانو شتون کومه نوې پدیده نه ده، که څه هم مسلمانان د دې خاورې له لږکیو(اقلیتونو) څخه ګڼل کیږي. خو دوی همېش د الله تعالی په حکمونو باندې ټینګ پاتې شوي دي.
ځینې لیکوالان او تاریخ پوهان په دې باور دي چې مسلمان عربان د پرتګالیانو(پرتغالیانو) له راتګ مخکې برازیل ته ورغلي دي.
او دا ادعا بې دلیله نه ده، مګر د دې هیواد په ساحلونو کې موندل شوي تاریخي ډبرې په برازیل کې د دوی د اوږد او تاریخي شتون تر ټولو لوی ثبوت دی.
اټکل کیږي چې نن ورځ په برازیل کې 500,000 مسلمانان شتون لري، که څه هم د هیواد د مسلمانانو فدراسیون دا شمیر 1,500,000 بولي. د برازیل زیاتره مسلمانان د سائوپائولو، ریو دو جنیرو، کورتیبا او فوز دو ایګواسو په ښارونو کې ژوند کوي.
اسلام ته د برازیلیانو مخه
په حقيقت کې د برازيل د خلکو تنده په اسلام او د محمد صلی الله عليه وسلم په پاکو لارښوونو رژېږي او همدا يواځينی دين دی چې د برازيل خلک يې په يو ځای کېدو سره د خپل وجود احساس کوي او ځان یې پکې موندلی دی.
په رښتیا چې حجاب، ښځې په شخصي او ټولنیز ژوند کې پیاوړې کوي. د برازیل یوې مسلمانې ښځې په یوه مرکه کې ویلي: زه اقرار کوم او باید ووایم چې زما لپاره حجاب یوازې یوه ټوکر نه دی چې په سر کې یې واچوم او کوڅې ته لاړ شم، په حقیقت کې زما لپاره حجاب د زړه خبره ده چې خدای ته د ټینګ ایمان او د زړه د ټینګ باور سبب کیږي. په حقیقت کې حجاب اغوستل په خدای باندي د مسلمان کیدو او د هغه په احکامو د ایمان لرلو یوه مهمه ازموینه ده.
کله کله داسې کسان هم شته چې په اسانۍ سره د حجاب په څېر مسایل ننګوي او د رسنیو د مدافعینو له منځه وړل یې په خپله اجنډا کې ځای پر ځای کوي، باید یادونه وشي چې د ښځو حجاب هغه مسله ده چې په عیسویت کې فرض ګڼل شوې ده. یو عیسوي ساینس پوه جورج زیدان په دې اړه وايي: که د حجاب موخه د بدن پټول وي، دا حالت له اسلام او حتی د مسیحي دین له راتګه څخه مخکې هم عام وو، او اغیزې یې اوس هم په اروپا کې پاتې دي.
عیسویت نه یوازې د ښځو د حجاب په اړه د یهودیت د دین قوانین بدل نه کړل، چې خپلو سختو قوانینو ته یې دوام هم ورکړ، بلکې په ځینو ټکو کې یې یو ګام مخکې کېښود او د حجاب پر اړتیا یې ټینګار وکړ، ځکه چې په یهودي قانون کې د کورنۍ جوړښت او واده، مقدس ګڼل شوی دی. .
د برازيل يوې مسلمانې ښځې د دې پوښتنې په ځواب کې چې: که ته غواړې چې حجاب له يو شي سره پرتله کړي، نو له څه سره به يې پرتله کړي؟ هغې وویل: زما په نظر حجاب د خدای له نعمتونو څخه دی. حجاب د الماس په څېر دی، که موږ یو الماس ولرو، هرچا ته به یې ښکاره نه کړو، ځکه چې د خطر احتمال شته. نن ورځ موږ ښځې د الماس په څېر یو او موږ باید په خپل حجاب باندې وویاړو چې زموږ د سپیڅلي دین له احکامو څخه دی.
په برازیل کې مسلمان اقلیت
که څه هم مسلمانان په برازيل کې لږکي(اقلیت) دي، خو د خپلو ديني احکامو او پروګرامونو ښه پاملرنه کوي. د برازیل مسلمانان د برازیل په ټولنه کې د غوره اخلاقو او روحیې سره د یوې منظمې او اخلاقي ډلې په توګه پیژندل کیږي.
هغه خلک چې لا هم په زړونو او وجدانونو کې د انسانیت لمبه لري د برازیل په ټولنه کې د دې کوچنۍ مسلمانې ډلې سره په خورا مینه او سوله ایز ژوند کې شپې او ورځې سبا کوي.
او په ځینو ځایونو کې مسلمانان له ستونزو او ځورونو سره مخ دي، چې کله ناکله د سیاسي او ټاکنیزو پېښو له امله هم رامنځ ته کیږي.
سره له دې، د دې خاورې مسلمانانو له خپل منځي شخړو او ستونزو سره سره خپل اسلامي ژوند ته په ښه توګه او په ډېر اعتدال سره دوام ورکړی او د دې لامل شوي چې نور دې دین ته راشي او یا لږ تر لږه خپل نظر بدل کړي.