د انسان شخصیت د هغه ټوله سرمایه او شتمني ده، چې باید وساتل شي. غوره انسان تل د خپل ضمیر طبيعت سره ژوند کوي او د نورو د شخصيت تقلید نه کوی. د نورو د شخصیت تقلید کول په حقیقت کې ابدي عذاب دی. زه ډېر داسې کسان وینم چې خپل ځان، خپله طریقه، حرکات، خبرې، وړتيا او حالات هېروي او د نورو د شخصیت پلوي کوي او تل د هغوی د تقلید په لټه کې وي.
په دې اړه فکر وکړو چې خدای تعالی هر انسان د غوره طبیعت، طریقې او استعداد سره پیدا کړی دی. له آدم عليه السلام د پيدايښت څخه تر اوسه پورې هيڅ دوه انسانان يو شان نه دي، نو څنګه به په استعداد او اخلاقو کې يو شان وي؟ ای وروره! ته بلکل بېل یې او په تاریخ کې ستا په شان نشته او په یاد ولره چې ستا په څېر به هېڅوک پیدا نه شي، نو له خپلو شتمنیو او استعدادونو څخه لکه څنګه چې مو حق دی، کار واخله او ځان د تقلید، او مشابهت څخه ځان وژغوره .
خدای تعالی فرمایي: «قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ» (هرې ډلېخپل د څښلو ځای وپېژاند)؛ نو زما ګرانه، ته هم پوه شه چیرې اوبه څيښې؟ خپل شخصیت و پېژنه! که غواړې چې ستا شهرت، کرامت او شخصیت ثابت پاتې شي، هېڅکله د نورو تقلید مه کوه!؛ او څنګه چې تاسو پیدا شوی یې ژوند وکړه!