معراج او پورته کېدل وه آسمانو ته ” د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوشالولو لپاره یوه الهی میلمستیا وه

معراج د الله تعالی له خوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره میلمستیا وه. خدای پاک خپل محبوب اسمان ته پورته کړ. جبریل راڅرګند شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې وو. هغه له مکې څخه د “براق” په نوم په ځانګړي سوارۍ کې سپور شو او مسجد اقصی او بیت المقدس ته لاړ او هلته یې د “تحیة المسجد” لمونځ ادا کړ. جبرائیل یوه زینه راوړه؛ هغه زینه چې د خدای له اجازې پرته په هیڅ شی پورې تړلې نه وه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم له بیت المقدس څخه اسمان ته ولاړ او هلته یې د خدای له پیغمبرانو سره وکتل او پیغمبرانو ورته مبارکي وویله. نبوت دی مبارک شه. رسول الله صلی الله علیه وسلم په شپږم اسمان کي له حضرت موسی علیه السلام سره او په اووم اسمان کي له ابراهیم علیه السلام سره ملاقات وکړي. او هغه “بیت المعمور” او “سدرة المنتہی” ویني: او جبرائیل علیه السلام په خپل اصلي شکل کې ویني، چې شپږ سوه وزرونه لري، او په پای کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم. ملاقات او لیدنه د الله تعالی سره  وشوه. معراج په حقیقت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوشالولو لپاره د میلمستیا سفر وو. هر هغه څوک چې د الهي پیغامونو په رسولو هڅه کوي، الله سبحانه وتعالی د هغه سره بې حسابه او له تصور څخه بهر احسان کوي.

“لمونځ” د معراج د سفر یو سوغات او ډالۍ ده

سنت طریقه ده چې کله یو سړی یو ښار ته لاړ شي. د سوغات په توګه یو څه راوړي. کله چې یو سړی حج ته ځي نو تسبیح، او زمزم او د لمانځه مسله د ډالۍ او سوغات په توګه راوړي. رسول الله صلى الله عليه وسلم هم له خپل امت سره مينه درلوده او ويل به يې: زه امت لپاره د پلار په څېر يم. یو ځل یې د صحابه کرامو په مجلس کې وویل: کاش چې خپل وړونه مې لیدلي وای. صحابه کرامو رضی الله عنهم ورته وویل: نو موږ څوک یو؟ هغه ځواب ورکړ: تاسو زما صحابه یاست. زما وړونه هغه دي چې زه یې نه یم لیدلي او په ما باور او ایمان لري. هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې اخلاقي صفتونو سره به د الله جل جلاله له لوري خپل امت ته د معراج په سفر کې څه ډول ډالۍ او سوغات راوړي؟ باید داسې ډالۍ او سوغات راوړي چه د دین او دنیا د فتحو کِلِي  وي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له معراج څخه راستون شو نو پنځوس لمونځونه یی راوړه چې د موسی علیه السلام په مشوره پنځه لمونځونو ته راټیټ شوه  چې پر مسلمانانو فرض دي. دا ډالۍ او سوغات لنډمهاله نه دی دا زموږ او امت او راتلونکي لپاره ډالۍ او سوغات دی.
لمونځ انسان د دین په مستقیمه لاره اچوي. موږ باید د لمانځه قدر وکړو او ضایعی نکړو. موږ باید خپلو ماشومانو ته د لمانځه امر وکړو. ټولو انبیاؤ علیهم السلام لمونځ کړي او د خپلو اولادونو لپاره یې د لمانځه غوښتنه کري. د پېغمبرانو علیهم‌السلام پلار؛ ابراهیم علیه السلام به ویل: «رَبِّ ٱجْعَلْنِى مُقِيمَ ٱلصَّلَوةِ وَمِن ذُرِّيَّتِى» لمونځ د دین ستنه  ده: لمونځ چه راغی، دین راغی. چا چې لمونځ ادا کړ دین یې ادا کړ. چا چې لمونځ له منځه یوړل دین یې تباه کړ. حضرت عمر رضي الله عنه د خپل خلافت په وخت کې واليانو ته په لاندې احکامو سره يوه رساله وليکله: لمونځ ستاسو له ټولو کارو څخه مهم دی، څوک چې د لمانځه ساتنه کوي د دین ساتنه کوي، او څوک چې لمونځ ضایع کوي د خلکو حقونه هم ضایع کوي. یقینا لمونځ انسان په مستقیمه لار اچوي.

اسراء او معراج، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت د نړیوالتوب څرګندونه

علامه ابوالحسن رحمه الله د معراج د فلسفې او پیغامونو په بیانولو کې وايي: د یهودو او نصاری دین منسوخه شوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرق او مغرب امام او د نړۍ لپاره رحمت دی او د هغه امت وروستنی امت دی. ټول امت په ځانګړې توګه طالبان او علماء باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقې او لاری ته دوام ورکړي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه څه ده؟ “تلاوت”، “تذکیه”، “د قرآن زده کړه” او دحدیثو زده کړه” ” هغه څلور کارونه دي چې په قرآن کریم کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره ذکر شوي دي. د آیتونو تلاوت باید د امت لپاره په سمه توګه ترسره شي. د امت تزکیه باید د شرایطو، احکامو او قوانینو او د هغو تجربو له مخې چې ورته رسېدلې وي تر سره شي، او د کتاب او حکمت ښوونه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه دي، باید ترسره شي.
Leave A Reply

Exit mobile version