لیکوال: ابو عائشه


معتزله (یو دېرشمه برخه)

د اهل سنتو نظر
د اهل سنتو نظر د هغو ظالمو واکمنانو په اړه چې حکم یې د اسلام په اساس دی، خو کله کله ظلم کې راګير شي، یا په داسې فسق اخته شي چې د دوی پورې اړه لري او د نورو د حکم او هڅونې لامل نه ګرځي. نو د داسې واکمنانو پر وړاندې دې توره نه راکښل کیږي، ځکه چې دا د ډېرو وینو تویولو لامل کیږي او ډېری وختونه ښه پایله نه ترلاسه کوي.
دغه نظر د هغه احادیثو پر بنسټ دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدل شوي دي. په صحیحینو کې له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: واورئ او اطاعت وکړئ، که څه هم ستاسو مشر داسې حبشي غلام وي چې سر یې د ممیزو په څیر وي، تر هغه مهاله پورې چې د الله کتاب یې ستاسو په منځ کې حاکم ګرځولی یي.
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له ما وروسته داسې ارجحیت او نور کارونه وي چې تاسو به یې ښه نه ګڼی. صحابه کرامو وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو څه حکم کوې؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: «هغه حق چې پر تاسو دی هغه ادا کړئ، او خپل حق له الله تعالی څخه وغواړئ.»
له ابي بحتري طائي څخه روايت دی چې له ابو حذيفه رضي الله عنه څخه پوښتنه وشول: ايا ته امر بالمعروف او نهی عن المنکر نه کوې؟ ويې فرمايل: امر بالمعروف او نهی عن المنکر ښه دی، خو سنت دا نه دی چې د خپل حاکم پر وړاندې وسله پورته کړئ.
امام محمد بن حسن شیباني رحمه الله وایي: په هغو [خلکو] باندې اطاعت تر هغه وخته پورې اړین دی چې د ګناه امر ورته وشي، نو که ورته امر وشو په دې صورت کې اطاعت لازم نه دی. البته د دوی لپاره دا مناسبه ده چې انتظار وکړي او د هغه له امر او اطاعت څخه انحراف ونه کړي.»
د المغني په كتاب كې د ځينو مسلمانو پاچاهانو په اړه راغلي دي: «هغه په ​​خپله توره سره خلكو باندې غالب شو تر دې چې خلكو په هغه اعتراف وکړ او اطاعت يې ومنی، په دې صورت كې هغه د مسلمانانو پاچا دى، او د هغه سره د هغه په ضد جګړه كول حرام دی. ځکه د هغه سره جګړه کول به د مسلمانانو اتحاد او پيوستون له منځه یوسي، او ډېرې وينې به وبهیږي او مالونه به له منځه لاړ شي.»
امام طحاوي رحمه الله فرمايي: موږ د امامانو او چارواکو په خلاف پاڅون باندې اعتقاد نه لرو، که څه هم هغوی ظلم وکړي، او د هغوی په خلاف دعا نه کوو او د هغوی له اطاعت څخه لاس نه اخلو. او په دې باور لرو چې د دوی اطاعت د الله اطاعت دی، البته، تر هغه چې ګناه او معصیت ته امر وکړي، او موږ د دوی د اصلاح او هوساینې لپاره دعا کوو.”
د “شرح العقیده الطحاویه” کتاب لیکوال، علامه ابی العز دمشقي رحمه الله په خپل کتاب کې د قرآن کریم له آیاتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو څخه د دې مسئلې لپاره ګڼ دلایل وړاندې کړي دي، او په پایلې کې یې ویلي دي: «کتاب او سنت په دې دلالت کوي چې باید د اولی الامر اطاعت اوسي تر هغه مهاله پورې چې معصیت ته امر وکړي. د الله سبحانه وتعالی په دې قول کې غور وکړه: «وأطیعوا الله وأطیعوا الرسول وأولي الأمر منکم»؛ (د الله تعالی اطاعت وکړئ او د هغه د رسول او د هغه چا اطاعت وکړئ چې ستاسو د امر خاوندان دي.) خدای تعالی ونه فرمایل: «وأطیعوا أولي الأمر منکم» او د خپل اولی الامر څخه اطاعت وکړئ، ځکه د اولی الامر د هغه خبرې او امر څخه اطاعت وکړئ چې د خدای تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم خبره وي. او فعل، د رسول الله صلی  الله علیه و سلم سره بیا تکرار شو:«و اطیعوا الرسول» ځکه چې رسول الله صلی  الله علیه و سلم هغه امر کوي چې خدای تعالی کړی دی او د هغه مخالف نه دی.
خو د ظلم په صورت کې ولې د هغو څخه اطاعت وشي، علت یې دا دی چې کله د هغه نافرماني وشي، نو فساد او تاوانونه به د ظلم څو چنده زیات شي، بلکې د ظلم په وړاندې صبر او زغم د خدای تعالی په نزد د ګناهونو د بښنې لامل کېږي؟ خدای تعالی زموږ د فاسدو اعمالو له امله دوی [ظالم حاکمان او پاچاهان] یې په موږ مسلط کړي دي. ځکه، نو پر موږ لازمه ده چې توبه وباسو، بښنه وغواړو او خپل اعمال اصلاح کړو.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version