لیکوال: اسماعیل ساراني


نشه یي توکي او روږدیتوب (اتمه برخه)

 اقتصادي زیانونه
 د هرې کورنۍ او دولت د ژوند سرچینه سالم اقتصاد دې. د اپیني موادو، تنباکو او نورو نشه یي توکو کارول، د ډېرو روغتیایی زیانونو او د ځاني خطرونو سربېره، د معتاد شخص، د هغه کورنۍ او په ټولیزه توګه د ټولنې لپاره د پام وړ او نه جبران کېدونکي اقتصادي زیانونه رامنځته کوي.
 د نشه یي توکو کارول د هېواد کاري ځواک کموي چې دا مسئله د کورني تولیداتو د کمښت لامل ګرځي. د کورنیو تولیداتو کمښت هم د اقتصادي ستونزو او په پایله کې د اقتصادي فقر لامل ګرځي. په ټولنه کې د بې وزلۍ له خپرېدو سره، د هغو کسانو شمېر چې نشه یي توکو ته مخه کوي، زیاتیږي؛ ځکه چې د بې وزلۍ، روږدیتوب او د جرمونو د ارتکاب ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري، نو په ټولنه کې به انحراف او ګډوډي زیاته شي. هغه لويې پانګې چې د روږدو کسانو له خوا سوځول کېږي، که په هر ډول وکارول شي، کولای شي چې سالمې او ګټورې دندې، اقتصادي هوساینه او ډېر توليد رامنځته کړي چې پايلې يې ټولو خلکو ته رسېږي.
فزیکي او روغتیایي زیانونه
 دا یقیني ده چې پخپله روږدي کسان هم له دې څخه انکار نه کوي، دا هغه زیانونه دي چې د روږدي کېدو له امله د دوی بدن ته رسیږي. د بېلګې په توګه، په اپینو، مورفین، هیروینو او تنباکو روږدو کسانو کې د غاښونو ژېړوالی او تخریب او همدارنګه د ژوند په لومړۍ نیمایي کې د غاښونو له لاسه ورکول، په ښکاره ډول څرګندوي چې کله دا زهرجن توکي قوي او کلک هډوکي له منځه یوسي او د هغه نسجونه په چټکۍ او اسانۍ سره سوري کوي او له منځه وړي،  ایا نشي کولای چې د غوښې او پوستکي نازک نسجونه او د بدن داخلي او خارجي مخاطونه او حساس او نازک غړي لکه داخلي او بهرنۍ ترشح کوونکې غدې له منځه یوسي؟
 همدارنګه، د مخدره توکو کارول بدن او ټولنې ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل کیږي، له دې جملې څخه:
 د دماغي کورټیکس حجرو کمزوري کېدل؛
 د مخچه سلولونو کمزوري کېدل؛
 د ملا د مریو د نخاع انحلال؛
 دماغي حملې؛
 د سترګو د اعصابو التهاب، چې په نهایت کې د لید له لاسه ورکولو لامل کیږي؛
 د توري غټېدل؛
 کانګې او شدید سر درد؛
 نارینه د جنسي نږدیوالي توان له لاسه ورکوي او په پایله د هغوی د عقیم کېدو سبب کیږي؛
 په ښځو کې د شهوت کمښت او د ساړه مزاج منځته راتلل؛
 شدید قبضیت او وینه بهېدل او د هاضمې سیسټم ځینې اختلالات لکه د اثنی عشر زخم، د معدې التهاب، د اشتها له لاسه ورکول، د معدې، کولمو او نورو … سست او کمزوری فعالیت؛
 د پوستکي ستونزې لکه خارښ، د پوستکي داغونه او بوغمه او د مخ ګونځې کېدل؛
 د وینې د فشار ټیټېدل او  سر درد او په لسګونو نور زیانونه.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version