سیکولریزم؛ ملحد «بې دینه» اقتصادي مذهبونه (دوه دېرشمه برخه)
۳- کمونستي اقتصادي نظریه
د فزيوکراسي او سرمايه دارۍ د مذهب په مقابل کې چې د طبیعت او فردي انګېزې پر بنسټ رامنځته شوې وه، د کمونستي اقتصادي نظریه رامنځته شوه او په لوېديځو او ختيځو ټولنو باندې یې خپل سیوری وغوړاوه. دا نظریه د ټولنیز ملکیت پر بنسټ ولاړه ده او په بشپړه توګه د انفرادي ملکیت څخه انکار کوي. د دې مذهب له مخې پر شیانو او شتمنیو مالکیت، عامه او ټولنیز دې او وګړي یوازې د خپل کار او زیار په اندازه د معاش مستحق دي او د ملکیتونو د څارنې دنده او پر هغوی تملک په دولت پورې تړاو لري.
د دې تیوري بنسټ ایښودونکی “کارل مارکس” و چې اقتصاد یې د هر نظر او عمل سرچینه او اساس ګڼلی و. دا نظریه په ټولیزه توګه دین ردوي او د نړۍ خدای، اقتصاد او ماديزم ګڼي.
د نن ورځې د لوېدیځ اقتصادي واقعیت
د لوېديځې نړۍ اقتصادي حقيقت دا دې چې له دين څخه جلا شوی دې او په يو ډول اروپا په اقتصادي ډګر کې په خدای کافره شوې او د ماديت، اقتصاد او د شتمنۍ د ترلاسه كولو غلامه شوې ده. د نن ورځ غربي انسان خپل روح هېر کړی، زړه يې تياره کړی او احساسات يې ذليل کړي دي او دا ټول کارونه يې د خپل بدن او معدې د آرامۍ او هوساینې لپاره کړي او په نه پاتې کیدونکو دنیوی متاع او مالونو کې ډوب شوی دې.
پروفیسور “محمد اسد” لیکي: «د اروپا عام وګړی که هغه ډیموکراټ وي یا فاشیست، د پانګوال نظام پیروي کوونکی وي یا کمونست، تولید کوونکی وي یا مفکر، یوازې یو مثبت دین پېژني او هغه د مادي پرمختګ غلامي او بندګي ده؛ یعنې د هغه په اند په نړۍ کې یوازې یو هدف شتون لري او هغه د ژوند اسانه کول دي. د دې مذهب مظاهر لویې فابریکې، سینماګانې، کیمیاوي لابراتوارونه، د نڅا محفلونه، د بریښنا فابریکې او ورته ځایونه دي.
په دې توګه د اروپا اقتصاد د دین او د هغې د عقیدې په څېر، د سیکولریزم او له دین څخه په جلا کېدو اغېزمن شو او دین د اقتصادي چارو له لوري ورکولو څخه لرې وساتل شو.
په اروپایي ټولنه کې د علم سیکولر کول
د غربي او اروپايي ټولنې بله مهمه برخه چې د سیکولریزم او له دین څخه د جلا کیدو له امله اغیزمنه شوې وه د علومو څانګه وه. په اروپا او غربي ټولنو کې د ساینس د سیکولر کولو بنسټیز او مهم لامل د کلیسا ظلم او له ساینس، فکر او عقل سره د هغې جګړه وه. د تاریخي پیښو او د مخلوقاتو د پیدایښت په اړه د کلیسا غلط نظرونه او د کایناتو په اړه د هغې تحلیلونه، چې په ښکاره ډول د علمي اصولو خلاف وو، د علومو د سیکولر کولو او له دیني لارښوونو څخه د جلا کیدو اصلي لامل و.
له همدې امله او له علمي څېړنو او کشفونو سره د کلیسا له بې شمېره مخالفتونو وروسته، د دین او وحیې پر ضد یو قوي او ژور خوځښت رامنځته شو او د دیني تعلیماتو او هر هغه څه چې د دین په نوم وي، د رد او انکار یوه څپه رامنځته شوه. په دې ډول چې د اروپایانو په منځ کې یوه عامه نظریه مشهوره شوې وه چې ویل به یې:« په هره مسله کې چې علم او دین یو له بل سره په لانجه او مناقشې اخته وي، حق له علم سره دې او دین په خطا تللی دې.»
د دوی دا نظریه هم د هغو ناکامیو پر بنسټ ولاړه وه چې کلیسا تل د علم په مخ کې درلوده او د علمي کشفونو په وړاندې د کلیسا بې کفایتي په یقیني توګه ثابته شوې وه.