د تقوا کلمه چې په پښتو کې تر ډېره د “له خدای څخه په [وېره]” ژباړل شوې، ډېره پراخه معنا لري، او ویلای شو چې له خدای څخه وېره د هغې یوه بېلګه او یو له مصادیقو څخه دي، نه ټوله مانا یې.
الله جل جلاله چې د انسان د چارو خالق او مدير او د هغه د ژوند لپاره د مناسب چاپېريال جوړوونکى دى، په حقيقت کې په دې ضعيف او بې وسه مخلوق باندې تقوا ته په بللو سره خپل نعمت پوره کړى دى.
د انسان په وجود کې تقوا د یوه پیچلي ماشین د کنټرول د وسیلې به څېر ده. لکه څنګه چې د موټر بریک موټر چلوونکي سره مرسته کوي چې موټر کنټرول کړي او هغه ته اجازه ورکوي چې په خالي او له ګڼې ګوڼي څخه لرې ځای کې ګړندی موټر وچلوي او د خنډ سره مخ کیدو په وخت کې خپل سرعت کم کړي، تقوی هم د یو مسلمان سره مرسته کوي چې د ټولنې په مختلفو برخو کې د مختلفو فتنو سره په تعامل کي د اړتیا په وخت کې د ځان ساتنه وکړي او د فتنو په کنده کې له راولېدو څخه ځان وژغوري.
پرهیزګاره انسان هغه څوک دی چې په هره شېبه کې ځان د الله جل جلاله تر څارنې لاندې ګڼي، هغه که په کوڅه او بازار کې په پېر او پلور بوخت وي، که په باغ او پټي کې په کار او زیار بوخت وي، که د الله جل جلاله د رضا لپاره د جنګ او جهاد په ډګر کې فعالیت کوي، که د سیاست په ډګر کې سیالي کوي او که د دعوت او تبلیغ په ډګر کې کار کوي، په هر حالت کې پوهیږي چې مطلق قدرت یې څاري، له حاله یې خبر دی، مینه ورسره کوي، ښه کارونه ورته معرفي کوي او په کولو سره يې خوښېږي او بد کارونه یې ورته مشخص کړي دي او د هغو په کولو سره غوسه کېږي؛ پرهیزګار سړی پوهیږي چې خدای تعالی مقتدر او ځواکمن ذات دی او په ورته وخت کې خورا شفیق او مهربان دی. که په قهر شي هیڅ ځواک یې د غچ اخیستو مخه نشي نیولی او که بنده ته د خیر او ښېګڼې اراده وکړي هیڅوک یې مخې ته خنډ نشي رامینځته کولی …
کوم بنده چې په داسې شرایطو کې ژوند کوي متقی بلل کیدای شي. مهمه نه ده چې دا بنده په جومات کې وي او که په دوکان کې، په زده کړه او تعلیم بوخت وي او که په مسلک او تجارت کې، د صحابه کرامو په زمانه کې وي او که په یوویشتمه پېړۍ کې وي، سړی وي که ښځه. ویده وي یا ویښ وي، په اروپا کې ژوند کوي یا په مکه مکرمه کي او …
کله چې له دې دریڅې تقوا ته وګورو نو په ښکاره توګه ثابته کېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب پرهیزګاران وو، له خدای سره مینه او له هغه قانوت او آیین سره تړاو چې خدای تعالی دوی ته لېږلی و؛ هغوی له مکې څخه مدینې ته بوتلل، له خدایه څخه وېره او د هغه د مطلق قدرت په پام کې نیولو سره هغوی ته اجازه نه ورکول کېده چې تېروتنه وکړي؛ د خداى قضا او فیصلې ته تسليمېدا يې داسې محاصره كړي وو چې كله به د خداى (جل جلاله) او رسول الله (صلى الله عليه و سلم) امر د خداى تعالی په لار كې د جهاد لپاره وشو، نو هرڅه به يې پرېښودل او د جګړې ډګر ته به ننوتل او د یاد وړ حماسې او پیښې به یې رامنځته کولې؛
د خدای د رحمت او بښنې امید د دوی په زړونو کې دومره قوي او ټینګ و چې له خطا او ګناه وروسته سمدستي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې به حاضر شول او له ګناه څخه به یې خپل برائت اعلان کړه او عذاب ته به یې ځانونه چمتو کړل؛ د الله تعالی د حکمونو په وړاندې د مسؤلیت احساس په دوی کې دومره پوخ شوی و چې د خپل عمر یوه شیبه یې هم په بې ځایه شیانو نه ضایع کولې.
اوس وګوره چې د ٢١مې پېړۍ انسان څومره داسې صفاتو ته اړتيا لري او په هوس او بدبختۍ کې ډوب ننۍ بشریت په کومه کچه داسې رهبرانو ته اړتيا لري چې د دوی چارې سمبال کړي او د انسان په سر د انسان د تجاوز لاس ورلنډ کړي؛ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرامو د لیکې دعوه کوونکي له دې سترو او ارزښتناکو تعلیماتو او ښوونو څخه څومره لرې دي …
هغه تقوا چې اسلام موږ ته معرفي کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه پر بنسټ د خپلو اصحابو روزنه کړې، داسې ابعاد او اړخونه لري چې په هغه باندې پوهیدل د عمل په لور یو ښه لارښود کیدای شي.
الف. د تقوا پېژندنه:
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل خپلې سینې ته اشاره وکړه او درې ځله یې وویل: «التَّقْوَى هَا هُنَا»
(تقوا دلته ده)
نو د تقوا پېژندنه یو غیبي امر دی چې د الله تعالی له ذات پرته بل څوک پرې نه پوهیږي، خو د تقوا هغه آثار چې د یو انسان له خوا پاتې کېږي، انسان سره تر یوې کچې پورې د متقیانو په پېژندلو کې مرسته کوي.
د تقوا د پېژندلو په اړه ځينې د دين مشران داسې خبري او جملې لري چې دلته يې يادونه له ګټي خالي نه دي:
ابوهريره (رضی الله عنه) وايي: یو ځل موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای ناست وو چې ناڅاپه له ثنیه څخه یو ځوان را څرګند شو! کله مو چې هغه ولید، نو ومو ویل چې څومره به ښه وای که دا ځوان خپله روغتیا او استعداد د خدای په لاره کې کارولاي … رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ خبرې واورېدې او ویې ویل: «وَمَا سَبِيلُ اللهِ إِلاَّ مَنْ قُتِلَ؟ مَنْ سَعَى عَلَى وَالِدَيْهِ فَفِى سَبِيلِ اللهِ وَمَنْ سَعَى عَلَى عِيَالِهِ فَفِى سَبِيلِ اللهِ وَمَنْ سَعَى عَلَى نَفْسِهِ لِيُعِفَّهَا فَفِى سَبِيلِ اللهِ وَمَنْ سَعَى عَلَى التَّكَاثُرِ فَهُوَ فِى سَبِيلِ الشَّيْطَانِ»
(ايا نور کارونه د خداى لاره نه ده پرته له وژل کېدا [جهاد]؟! څوک چې د مور او پلار په خدمت کې هڅه کوي هغه د خداى په لاره کې دى، څوك چې د خپلې كورنۍ د اړتياوو د پوره كولو لپاره هلې ځلې كوي د خداى په لاره كې دى او څوك چې د خپل نفس د اړتياوو د پوره كولو لپاره هلې ځلې كوي ترڅو له حرامو او ګناهونو څخه ځان وژغوري د خدای په لاره کي دی، خو هغه چي د دنیا د زیات غوښتنې او د دنیا د بې رویې راټولولو په لار کې کار او هڅه کوي، د شیطان په لاره کې دی.)
راشد خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله فرمایلي دي: تقوا دا نه ده چې یو سړی شپه په ویښه او ورځ په روژه کې تیره کړي، اما د دې دواړو په منځ کې داسې کارونه وکړي چې د الله جل جلاله رضا په کي نه وي نغښتی، بلکې تقوا دا دی چې یو څوک د الله تعالی فرایض ادا کړي، د هغه له محرماتو څخه ځان وساتي او که د دې عمل ترڅنګ نور نیک عملونه هم وکړي، نو د تقوا تر څنګ یې بل فضیلت هم ترلاسه کړی دی.
ب. د تقوی ګټې او اغیزې:
تقوا د انسان په ژوند کې ژور بدلونونه را منځته کوي داسې چې الله جل جلاله د انسان د ژوند ټولې اساسي او اړینې اړتیاوې له تقوا سره تړلې او فرمایې: که څوک تقوا خپل مسلک وګرځوي، نه به وږی پاتې شي، نه به له کومې ستونزې سره مخ شي او نه به يې په لاره کې داسې ستونزه رامنځته شي چی حل یې ممکن نه وي.
اې مؤمنانو! كه تاسي له خدايه ووېرېږئ، نو الله به تاسي ته محك (فُرقان) درپه برخه کړي (چي د حق او باطل تر منځ توپیر وکړئ.) او ستاسي بدۍ به درڅخه ايسته کړي، او ستاسي ګناه به در وبښي. الله لوى فضل كوونكى دى.
اې ایمان راوړوونکو، د الله څخه ووېرېږئ او د هغه پر پېغمبر (محمد صلى الله عليه وسلم) باندي ايمان راوړئ، الله به تاسي ته د خپل رحمت دوه برابره برخه درکړي او تاسي ته به هغه نور په برخه کړي چي د هغه په رڼا کښي به تاسي ځئ، او ستاسي ګناه به در وبښي. الله ډېر بښونكى او مهربان دى.
كه د سيمو خلكو ايمان راوړى واى او د پرهېزګاري کړنلاره یې غوره کړي واى، نو موږ به پر هغو د اسمان او ځمکي د بركتونو دروازې پرانستي واى. خو هغو د درواغو نسبت وکړ؛ نو موږ ځكه د هغې ناوړه ګټي په حساب کښي هغوى ونيول چي راغونډوله يې.
ج. د تقوا خلک (اهل):
کله ناکله په اسلامي ټولنو کې داسې حالات راځي چې خلک د دیني معیارونو په پېژندلو کې تېروتنه کوي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې حالتونو څخه د یوې قضیې په اړه وړاندوینه کړې او فرمایي: «…وَيُقَالُ لِلرَّجُلِ مَا أَعْقَلَهُ وَمَا أَظْرَفَهُ وَمَا أَجْلَدَهُ. وَمَا فِى قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةِ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ…»
(د یو کس په ستاینه کې به ویل کیږي چې څومره هوښیار دی، څومره زیرک دی، څومره څالاکه دی؛ خو په زړه کې یې د سپېلني د دانې په اندازه هم ایمان نه پیدا کېږي)
په همدې ډول کله کله د هغو خلکو په اړه چې د ځينو خاصو ځانګړنو لرونکي دي ويل کيږي چې فلان شخص متقي دی او يا د هغو کسانو په هکله چې د دوی له انده د تقوا معيار نه لري دا فيصله کيږي چې فلانکۍ متقی نه دی. په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې سینې ته اشاره کوي او وایې: «التَّقْوَى هَا هُنَا»
(پرته له شکه الله جل جلاله ستاسو بدنونو او مخونو ته نه ګوري، بلکې ستاسو زړونو ته ګوري [په دې وخت کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خپلې سینې ته اشاره وکړه].)
له پورتنیو دلایلو څخه په ښه توګه جوته کېږي چې په ټوله کي متقیان هغه دي چې په زړونو کې یې د خدای ویره وي او په خپل ژوند کې د الله تعالی احکام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته ډیر وفادار وي.