ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۷)
دویم بحث؛ ولې د ابراهیم علیه السلام ملت د اتباع لپاره غوره کړی شو؟
له پورتنیو خصوصیاتو سره سره الله جل جلاله ابراهیم علیه السلام ته لوی صفات ورکړي وو چې همدغه صفات ابراهیمي ملت ته ترجیح ورکونکي دي او الله جل جلاله یې په اتباع امر کړی.
-
الله جل جلاله ابراهیم علیه السلام خپل رسول او خلیل (خاص دوست) ګرځولی و: وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا.[1]
ژباړه: او څوک دی ډېر غوره له جهته د دین له هغه چا چې اېښی وي مخ (ټنډه) خاص (حکم) د الله ته حال دا چې دی نېکو کار وي او د ملت ابراهیم متابعت یې کړی وي، حال دا چې (ابراهیم) حنیف و او الله جل جلاله ابراهیم خاص دوست نیول دی.
-
الله جل جلاله ابرهیم علیه السلام د ورستنیو لپاره امام ګرځولی و: وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا… . [2]
ژباړه: او (یاد کړه اې پیغمبره!) هغه وخت چې امتحان کړ ابرا هیم لره پروردیګار د ده په څو خبرو، پس ده پوره کړې هغه (خبرې) (الله جل جلاله) وفرمایل بېشکه زه ګرځونکی یم تا لره د خلکو لپاره امام.
-
ابراهیم علیه السلام د بیت الله معمار او جوړونکی و: وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ.[3]
ژباړه: او (یاد کړه اې پیغمبره!) هغه وخت چې پورته کړل ابراهیم تادابونه د کعبې او اسماعیل (هم او دواړو به ویل) اې ربه زموږ، ته قبول کړې (دا کار) له موږ څخه، بېشکه هم دا ته ښه اوریدونکی ښه پوهیدونکی یې.
-
بیت الله یې له هر قسم معنوي او حسي نجاستونو او پلیتیو پاکه کړې وه: وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ.[4]
ژباړه: او حکم کړی وو موږ ابراهیم او اسماعیل ته چې پاک کړئ کور (د عبادت) زما لپاره د طواف کوونکو، معتکفینو او رکوع کوونکو، سجده کوونکو (لمونځ کوونکو).
-
الله جل جلاله د ابرهیم علیه السلام مقام د لمونځ ځای ګرځولی: وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى.[5]
ژباړه: او (یاد کړه اې پیغمبره!) هغه وخت چې وګرځوله موږ کعبه ځای د ثواب (او اجتماع) خلکو ته او ځای د امن، ونیسئ مقام ابراهیم ځای د لمونځ.
-
ابراهیم علیه السلام د حج لپاره اعلان کړی و او ټول خلک یې رابللې و، وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ.[6]
ژباړه: او اعلان وکړه (اې ابراهیمه!) په خلکو کې د حج (د ادا کولو) لپاره چې راشي (حاجیان) تا ته پیاده او سواره په هر ډنګر اوښ چې راځي (دا اوښان) له هرې ژورې (لري) لارې څخه.
-
او الله جل جلاله ورته د حج افعالو تعلیم ورکړی و: وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ.[7]
ژباړه: او وښیه موږ ته احکام د حج زموږ او قبوله کړه توبه زموږ، بېشکه همدا ته ښه توبه قبلوونکی ښه مهربان یې.
-
الله جل جلاله د نمرود له خطرناک اور څخه محفوظ ساتلی و، قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانْصُرُوا آَلِهَتَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (68) قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ (69).[8]
ژباړه: او ویل موږ اې اوره! یخ شه او خاوند د سلامتیا شه په ابراهیم باندې.
-
ابراهیم علیه السلام د الله جل جلاله بندګانو لپاره ناصح او خیر غوښتونکی و.
رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ (128) رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آَيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (129).[9]
ژباړه: اې ربه ! او وګرځوه موږ حکم منونکي ستا او (وګرځوه) له اولادې زموږ یوه ډله حکم منونکي او وښیه موږ ته احکام د حج زموږ او قبوله کړه توبه زموږ، بېشکه همدا ته ښه توبه قبلوونکی ښه مهربان یې، اې ربه زموږ! پیدا ګړه (ولېږه) په دوی کې یو رسول له دوی څخه چې دی لولي پر دوی باندې آیاتونه ستا او ښیي دوی ته کتاب او حکمت او پاک کړي دوی (له ګناهونو) بېشکه همدا ته ښه غالب او د حکمت خاوند یې.
-
د الله جل جلاله په وحدانیت باندې له افاقي عقلي او نقلي دلائلو سره سره له لویو ابتلاآتو او امتحانونو څخه کامیاب او کامران را وتلی و: أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ… [10]


