لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی
اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۵)
ډیموکراسي د غربي څېړونکو د نیوکو په تله کې:
په راتلونکې لیکنه کې به هم لکه د پخوا غوندې د ډیموکراسۍ د غندلو په اړه د غربي پوهانو ځینې نظریات تر بحث لاندې ونیول شي، چې په لاندې ډول دي:
ا(وسوالډ اشپنګلر)، چې په (۱۹۳۶) کال کې مړ شوی، یو ستر (الماني) فیلسوف دی او د هغه یو نوښتګر قلمي اثار «د لویدیځ زوال» نومیږي. اشپنګلر د ډیموکراسۍ په جوړښت کې د خلکو اصلي دریځ په سمه توګه پیژندلی او په دې ډګر کې اصلي لوبغاړي یې د ګوند مشران او د تبلیغاتي وسایلو خاوندان ګڼلي دي.
«حقیقت دا دی، چې عامو خلکو ته د رایې ورکولو د حق په ورکولو سره ټاکنو خپله اصلي او لومړنی معنا او مفهوم له لاسه ورکړی دی؛ [ځکه چې خلک به] د نویو قدرتونو یعنی د ګوندونو د مشرانو په منګولو کې راګیر شي او دا مشران به د تبلیغاتو او توطیې له ټولو وسایلو څخه په استفادې سره خپله اراده پر خلکو تحمیل کړي».[1]
(رنه ګنون)، چې په (۱۹۵۱) کال کې مړ شو، یو له خورا نامتو معاصرو (فرانسوي) فیلسوفانو څخه دی. د نورو په څېر هغه هم د خلکو پر وړاندې د خلکو د حکومت په جوړښت کې دوه ګونی حالت درک کړی او هغه ناشونی ګڼي.
«که موږ دا ومنو، چې ثابت او واحد خلک په ورته وخت کې حاکم او محکوم دواړه کېدی شي، موږ له یو تناقض سره مخ شوي یو.»[2]
(هانا ارنټ)، چې په (۱۹۷۵) کې مړه شوې ده، له معاصرو (الماني) تاریخ پوهانو او فیلسوفانو څخه ده. هغه، چې یهودی ده، د ډېرو کلونو له پاره په امریکا کې سیاسي علوم تدریس کړي.
«هغه څه چې موږ نن ورځ ورته ډیموکراسي وایو، د حکومت یوه بڼه ده، چې په کې لږ تعداد- لږ تر لږه په فرضي توګه – د ډېر تعداد د ګټو له پاره حکومت کوي. له دې ټولو سره سره، دا حکومت کولی شي(oligarchic) ( الیګارشیک) وبلل شي؛ په دې معنا چې عمومي نیکمرغي او د ټولو ازادي بيا د دې وړې شمېرې ځانګړی او انحصاري حق ګرځېدلې ده».[3]
( میشل فوکو)، چې په (۱۹۸۳) کال کې مړ شو، یو معاصر (فرانسوی) تاریخ لیکونکی او مفکر دی، چې د تاریخ، سیاست او ټولنې په اړه یې مطالعې په ټوله نړۍ کې شهرت ترلاسه کړ او د وروستیو وختونو یو له خورا اغېزمنو علمي شخصیتونو څخه دی.
«په لیبرال ټولنو کې افراد په غلامانه ډول د نظم د فرعي ډولونو تابع دي، چې حاکم مفهوم یې تحمیلوي».[4]
«د عصري ټولنې (لیبرال ډیموکراسۍ) ډیری ازادونکي فعالیتونه او نظرونه په حقیقت کې د زندان په ټاپو کې د انضباطي کنټرول د ډېرو سختو او زیانمنو ډولونو بنسټیز کول دي».[5]
(جان راولز) چې په (۲۰۰۲) کال کې مړ شو، د خپل ډېر مشهور کتاب له امله د عدالت فیلسوف بلل کېږي. هغه د شلمې پیړۍ یو له مهمو سیاسي فیلسوفانو څخه دی او حتی د ځینو مفکرینو په وینا د دې پیړۍ د سیاسي فلسفې تر ټولو مخکښه څیره ده. د دې نامتو او اغېزمن فیلسوف اثار له پنځوسو کلونو راهیسې چاپېږي او په ټوله نړۍ کې یې سیاسي فلسفه په زیاتېدونکي توګه اغېزمنه کړې ده.
«هیڅ دلیل نه شته، چې هغه څه چې اکثریت یې غواړي، سم وي».[6]
(الن ډوبنوا)، په (۱۹۴۳) کې زیږیدلی، یو مشهور (فرانسوی) مفکر، لیکوال او ژورنالیست دی، چې د نوي راست په نوم د غورځنګ یو له مشرانو څخه پیژندل کیږي. د روسو په څیر، هغه په دې باور دی چې د ډیموکراسۍ وړتیا او واک بې اعتباره ده.
«ټول مفکرین چې ویل یې: ډیموکراسي غوره رژیم دی، په خپل ځان کې د ډیموکراسۍ د مفهوم له ثابتولو څخه یې انکار کړی او معمولا یې پرتله کولو ته لاره هواره کړې او ویلي یې دي، چې ډیموکراسي زیانونه لري، مګر زیانونه یې د نورو رژیمونو په پرتله کم دي».[7]
«ټاکنې او پارلمانيزم د منځني طبقې ضعیف عقله خلک واک ته رسوي… ځکه چې په سیاسي فعالیتونو کې د ګډون کوونکو شمېر ډېر دی، سیاسي لوبه د شخصي ګټو د خوندي کولو له پاره د افرادو په مبارزه کې خلاصه کیږي او دا په خپله د عوام فریبۍ د زیاتوالي لامل کیږي چې پایله یې عامه ګټې هېروي».[8]
د (ٍهارورډ) پوهنتون پروفیسور ٍ(مایکل سنډیل) وویل: «د ډیموکراسۍ په حکومت کې، خلک د خپل ځان او خپل برخلیک د حکومت کولو امکان له لاسه ورکوي».
مایکل سنډیل)، چې په (۱۹۵۳) کال کې زیږیدلی، د (امریکا) معاصر سیاسي فیلسوف او د (هارورډ) پوهنتون پروفیسور دی، چې په (۲۰۰۸) کال کې د (امریکا) د سیاسي علومو ټولنې له خوا د هغه د تدریسي استعداد له امله ستایل شوی و. (سنډیل) په دې باور دی، چې له عامه ژوند څخه د اخلاقي او دیني مسایلو خالي کول، ډېرې بدې پایلې لري، چې د تنګ نظرۍ او تعصب طبیعي اخلاق پالنې څخه ډکه فضا ته لاره هواروي. د موجوده شرایطو او د لیبرال ټولنو د عامه ژوند ضعفونو ته په پام سره، (سنډیل) اعلان کوي، چې یوازې اخلاقیاتو ته راستنیدل د عصري سیاست خلا ډکولی شي.
«د ډیموکراسۍ په حکومت کې، خلک د خپل ځان او خپل برخلیک د حکومت کولو امکان له لاسه ورکوي».[9]
(اندریو لیوین)، چې په (۱۹۶۸) کال کې زېږېدلی، د (امریکا) د (میریلنډ) د پوهنتون یو له استادانو څخه دی، چې د سیاسي فکر او د ټولنیزو علومو د فلسفې په برخه کې تخصص لري، دیموکراسي له دې خبرې پرته بل څه نه ګڼي، چې بالاخره د اکثریت د استبداد لامل ګرځي او دا ظلم له شاهي ديکتاتورۍ څخه کم نه دی.
«که موږ د لیبرال ډیموکراسۍ د سیسټمونو کلیدي بنسټونه او له هغه سره تړلي بنسټیز ملاتړ لکه د ګوند سیسټم وڅېړو، نو پایله به دا وي، چې د خلکو واکمني په عمل کې ده مګر په فکر کې نه». [10]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
اشپلنگر، فلسفۀ سیاست، ص: ۸۳. [1]
گنون، بحران دنیای متجدد، ص: ۱۱۳. [2]
[3] ایریل کارتر، دموکراسی لیبرال، ص: ۸۱.
[4]ایریل کارتر، دموکراسی لیبرال، ص: ۱۹.
[5] پیشین، نقل به مضمون.
[6] راولز، نظریهٔ عدالت، ص: ۳۵۶.
[7] مخكينى منبع ص ص: ۳۹.
[8] مخكينى منبع ص 41
[9] نقد دموکراسی با تکیه بر آرای سندل.
[10] لوین، مخكينى ، ص: ۱۸۸.


