لیکوال: ابوعایشه محمداسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه : ۳۱)
سریزه:
په تېره برخه کې مو د تناسخ په اړه د اسلامي علماوو نظرونه وڅېړل؛ خو څرنګه چې د تناسخ پلویان هم د خپلې عقیدې د ثابتولو لپاره ځینې دلایل وړاندې کوي، نو په دې برخه کې به لومړی د هغوی دلایل بیان کړو او ورپسې به د اسلامي علماوو هغه علمي او شرعي ځوابونه وړاندې کړو چې د هغوی ادعاوې او استدلالونه ردوي.
د تناسخ د پلویانو دلایل:
لکه څنګه چې په تېره برخه کې یادونه وشوه، ډېری هغه کسان چې په تناسخ باور لري، د قیامت او له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو (معاد) منکرین دي او د معاد اړوند ټولې عقیدې ردوي. باید پوه شو چې د معاد انکار د کفر سبب ګرځي، ځکه دا [نعوذ بالله] د الله تعالی له څرګند بیان څخه انکار دی.
خو دې مسئلې ته په کتلو، چې د تناسخ ځینې پلویان ځانونه اسلام ته منسوبوي او ادعا کوي چې مسلمانان دي ؛ همدې ډلې هڅه کړې چې د خپلې عقیدې د اثبات لپاره د قرآن او سنتو ځینې نصوص د دلیل په توګه وړاندې کړي. له همدې امله د هغوی استدلال په دوو ډولونو وېشل کېږي:
لومړی: عمومي لید لوری، چې د ځینو عقلي شبهاتو او ظاهري استدلالونو پر بنسټ ولاړدی.
دوهم: ځانګړی لیدلوری، چې دوی په کې د دیني نصوصو ناسم تفسیر او تأویل کوي او له هغو څخه د خپلو باطلو او فاسدو باورونو د اثبات هڅه کوي.[۱]
په ټوليز ډول د تناسخ پلویان باور لري چې تناسخ د اجر او جزا له مخې ترسره کېږي. هغوی وایي: هغه فاسق انسان چې ناوړه او بد عملونه یې ترسره کړي وي، روح یې د هغو ناپاکو او خبیثو څارویو بدنونو ته انتقالېږي چې په نجاستونو ککړ وي، دغه څاروي د کړاو او عذاب لپاره پیدا شوي وي او د حلالېدو پر مهال له سختو دردونو سره مخ کېږي.
خو د هغو کسانو په اړه چې ټول اعمال یې بد یا قبیح وي او هېڅ د خیرکار یې نه وي کړی، د دوی ترمنځ اختلاف شته. ځینې وایي: د دغو خلکو روحونه شیطانان ګرځي. احمد بن حابط بیا وایي: د هغوی روحونه جهنم ته لېږدول کېږي او هلته د تل لپاره په عذاب کې وي.
لومړۍ بېلګه: عمومي لیدلوری
د تناسخ ځینې پلویان، چې تناسخ د الهي سزا یوه بڼه ګڼي، داسې استدلال کوي:
الله تعالی عادل، حکیم، رحیم او کریم ذات دی. کله چې یو ذات دا ټولې بشپړې ځانګړنې ولري، نو هېڅکله داسې نه کوي چې یو بېګناه انسان ته عذاب ورکړي. موږ وینو چې الله تعالی ځینې کوچني ماشومان، چې هېڅ ګناه یې نه ده کړې، په چیچک، دانو او نورو سختو ناروغیو اخته کوي؛ هغوی دردونه زغمي او کله ناکله د همدې ناروغیو له امله مري. همدارنګه، د ځینې بېګناه حیواناتو اړوند د ذبح کولو حکم کېږي، غوښه یې پخېږي او خلک یې خوري. ځینې نور حیوانات بیا پر یو بل مسلط کېږي، تر دې چې یو بل څيرې کړي او ویې خوري، حال دا چې هغوی کومه ګناه نه ده کړې.
ددې لیدلوري پلویان وایي: له دې څخه څرګندېږي چې الله تعالی دا کارونه ځکه کوي چې په دغو بدنونو کې د ګناهکارو او د سزا وړ انسانانو روحونه ځای پر ځای شوي وي، څو په همدې ډول سزا ورکړل شي. دوی په همدې ډول د دغو عقلي شبهاتو پر بنسټ هڅه کوي چې د تناسخ عقیده ثابته او د روح او بدن د بیا یوځای کېدو (حشر او معاد) عقیده باطله وښيي.
د دې استدلال او لیدلوري ځواب:
هغه ناروغۍ او ستونزې چې ماشومان ورسره مخ کېږي ، لازماً د هغوی لپاره سزا نه ده؛ بلکې کېدای شي د هغوی د مور او پلار لپاره آزموینه وي.
الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ﴾[۳]
ژباړه: « او موږ به ار مرو په وېره، خطر، لوږې، د سراو مال په زیان او دمیوو په تاوان (په وچکالۍ او نورو افتونو سره) تاسې ازمایو او (اې پیغمبره) صبره کوونکو ته زېری ورکړه.»
هره هغه ستونزه چې انسان ورسره مخ کېږي، که هغه ماشوم وي او که بوډا، په دې مانا نه ده چې ګواکې هغه بدعمله یا ګناهکار دی؛ بلکې کېدای شي دا د هغه د درجې د لوړوالي سبب وي، ځکه هر انسان د خپلې دیندارۍ او ایمان له اندازې سره سم ازمویل کېږي، او سختۍ د ایمان د رښتینولۍ معیار دی.
الله تعالی فرمایي: ﴿وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَىٰ حَرْفٍ ۖ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ ۖ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَىٰ وَجْهِهِ ۚ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ﴾[۴]
ژباړه :« او ځینې له خلکو هغه څوک دي چې بندګي کوي د الله تعالی په څنګ (شک) باندې، نو که ورسېږي دوې ته څه فاېدې د دنیا نو کلک شي (د هغه په وجه)، او که ورته څه ورسېږي مصېبت نو بېرته په خپل مخ وګرځي، (نو) تاواني شو په دنیا او آخرت کې، بې شکه دا ډېر ښکاره تاوان دی.
په حقیقت کې خیر او شر نسبي مفاهیم دي. ځینې علماء وایي چې دا دواړه یو د بل بشپړوونکي عناصر دي او د دنیا ژوند تل د متضادو شیانو پر یوځایوالي ولاړ دی؛ لکه: کفر او ایمان، حق او باطل، ناروغي او روغتیا، بدمرغي او نېکمرغي، فقر او شتمني، ژوند او مرګ. دا تقابل او مبارزه به د قیامت تر ورځې دوام ولري.
کله چې موږ په بشپړه توګه دا یقین لرو چې الله تعالی نهایت مهربان او رحم کوونکی ذات دی او هېڅ کار له حکمت او مصلحت پرته نه کوي، نو باید باور ولرو چې په دې آزموینو او پېښو کې هم بېشمېره الهي حکمتونه او مصلحتونه نغښتي دي.
دوام لري...
مخکینۍ برخه
سرچينې:
[1]. المسیر: د. محمد سید احمد، الروح في دراسات المتکلمین والفلاسفة، 1988 م، ص 205.
[۲]. هماغه: ص 205.
[۳]. سورة البقرة: 155
[۴]. سورة الحج: 11


