لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه : ٦١ )
خپلو وروڼو ته د حضرت یوسف علیه السلام د هویت څرګندېدل:
کله چې د حضرت یوسف علیه السلام وروڼه دې حالت ته ورسېدل چې د هغه پر وړاندې یې بشپړه عاجزي اوبې وسي غوره کړه او د حضرت یعقوب علیه السلام غم او خپګان هم خپل وروستي حد ته رسېدلی و، نو حضرت یوسف علیه السلام پرېکړه وکړه چې د خپل ژوند حقیقت او هغه پټ راز، چې تر دې مهاله یې پټ ساتلی و، خپلو وروڼو ته څرګند کړي. هغه د دې ستر حقیقت د بیان لپاره لومړۍ یوه پوښتنه مطرح کړه، څو هغوی د دې ستر خبر اورېدو ته چمتو شي.
الله تعالی فرمایي: ﴿قَالَ هَلْ عَلِمْتُمْ مَا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ﴾ [١]
ژباړه: وېلې آيا هغه (کړنې) در معلومې دي چې له يوسف او د هغه له ورور سره مو وكړې، هغه وخت چې تاسو ناپوهان وئ.
کله چې وروڼو د یوسف علیه السلام دا خبرې واورېدې، نو د هغه خواته متوجه شول، په غور یې د هغه څېرې ته وکتل، او په حیرانتیا او شک یې وپوښتل:
﴿أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ﴾ [٢] ژباړه: آيا خامخا همدا ته يوسف يې؟
حضرت یوسف علیه السلام ځواب ورکړ: ﴿قَالَ أَنَا يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا﴾ [٣]
ژباړه: ويلې (هو) زه يوسف او دا مې ورور دى چې ریښتيا هم الله احسان راباندې كړى،
وروسته یې د دې الهي لورینې او بریا لامل هم بیان کړ او ویې فرمایل:
﴿إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ﴾ [٤] ژباړه: هم الله احسان راباندې كړى، بې شکه څوک چې (الله څخه) وېرېږي او صبر كوي نو بې شكه الله د نېكانو بدله نه ضايع كوي.
په همدې شیبه کې د حضرت یوسف علیه السلام وروڼو خپله تېروتنه ومنله او هغه ته یې په خطاب کې وویل:
﴿قَالُوا تَاللَّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللَّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ﴾ [٥]
ژباړه: هغوى وويل: قسم په الله چې خامخا الله پر موږ غوره كړى يې او بې شكه چې موږ خطا كاران وو.
کله چې هغوی په خپله ګناه اعتراف وکړ، حضرت یوسف علیه السلام د یوه رښتیني مؤمن د زغم، لوی زړه او بښنې په څېر ورته وفرمایل:
﴿قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ﴾ [٦]
ژباړه: يوسف وويل: نن پر تاسو كومه پړه نشته، الله دې بخښنه درته وكړي او هماغه تر ټولو زيات لوروونكى دى.
وروسته حضرت یوسف علیه السلام خپل کميس وروڼو ته ورکړ او امر یې ورته وکړ چې خپل پلار ته یې وروړي، په مخ یې ورته واچوي، ترڅو یې دسترګو دید بېرته را وګرځي. بیا دې د پلار سره ټوله کورنۍ مصر ته راولي.
الله تعالی د یوسف علیه السلام دغه وینا داسې بیانوي:
﴿اذْهَبُوا بِقَمِيصِي هَذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ﴾ [٧]
ژباړه: زما دا كميس يوسئ او زما د پلار پرمخ يې ورواچوئ چې بېرته ليدونكى شي، او كورنۍ مو ټوله ماته راولئ.
د حضرت یعقوب علیه السلام د کړاو پای او د حضرت یوسف علیه السلام د خوب پوره کېدل:
کله چې د یوسف د وروڼو کاروان، چې خوراکي توکي یې لېږدول، له مصر څخه ووت، حضرت یعقوب علیه السلام خپلو شاوخوا کسانو ته وویل:
﴿إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلَا أَن تُفَنِّدُونِ﴾ [٨]
ژباړه: بې شکه ما ته د يوسف بوى راځي، كه چېرې مې كم عقله نه بولئ.
خو د هغه لمسیانو او هغه کسانو چې ورسره ناست وو، په ناباورۍ سره ورته وویل:
﴿تَاللَّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلَالِكَ الْقَدِيمِ﴾ [٩]
ژباړه: په الله قسم ته خو دې لا په هماغه زاړه سودايي توب كې يې.
هغوی دا خبره ځکه ورته کوله چې باور یې درلود حضرت یوسف علیه السلام مړ شوی او نور ژوندی نه دی.[١٠]
خو ډېر ژر د زېري راوړونکی راورسېد. الله تعالی تر دې وړاندې د دې ښه خبر مقدمات برابر کړي وو او حضرت یعقوب علیه السلام لا مخکې د حضرت یوسف علیه السلام بوی احساس کړی و. کله چې زېری راوړونکي د حضرت یوسف علیه السلام کميس د حضرت یعقوب علیه السلام پر مخ کېښود، نو د الله تعالی په قدرت سره:
﴿فَارْتَدَّ بَصِيرًا﴾ [١١]
ژباړه: نو بېرته بينا شو.
هماغه مهال حضرت یعقوب علیه السلام خپلو زامنو او حاضرینو ته وویل:
﴿أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾ [١٢]
ژباړه: نه مې وو درته ويلي چې زه د الله له لوري په هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پوهېږئ.
کله چې حقیقت څرګند شو، د حضرت یوسف علیه السلام وروڼه د خپلې ګناه د اعتراف سره خپل پلار ته راغلل او ویې ویل:
﴿قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ﴾ [١٣]
ژباړه: هغوى وويل: اې زموږ پلاره زموږ د ګناهونو بخښنه راته وغواړه بې شكه موږ خطا كاران وو.
حضرت یعقوب علیه السلام د هغوی غوښتنه ومنله او ویې فرمایل:
﴿قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ﴾ [١٤]
ژباړه: هغه وویل: زر به له الله څخه درته بخښنه وغواړم، بې شكه هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچينې:
[1] یوسف: ۸۹
[2] یوسف: ۹۰
[3] یوسف: ۹۰
[4] یوسف: ۹۰
[5] یوسف: ۹۱
[6] یوسف: ۹۲
[7] یوسف: ۹۳
[8] یوسف: ۹۴
[9] یوسف: ۹۵
[10] محمد بن عمر بن حسین، الفخر الرازی، مفاتیح الغیب «التفسیر الکبیر»، ج۱۸، ص۲۰۸.
[11] یوسف: ۹۶
[12] یوسف: ۹۶
[13] یوسف: ۹۷
[14] یوسف: ۹۸


