Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه : ٤٦)
فراماسونري شنبه _11 _جولای _2026AH 11-7-2026AD

فراماسونري (برخه : ٤٦)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالله زماني
فراماسونري (برخه : ٤٦)
د تاریخ په اوږدو کې د یهودي قوم د کړاو مسئله
لکه څنګه مو چې په تېره برخه کې وویل، یوه بله نښه چې د «ماکبرایډ» له لیکنو څخه د یهودیت او فراماسونرۍ د اړیکې د ثابتولو لپاره پرې استدلال کېدای شي، د تاریخ په اوږدو کې د یهودیانو د ځورونې او کړاو موضوع ده.
«ما‌کبرایډ» او د صهیونیزم نور شاګردان د تاریخ په اوږدو کې د ټولو ملتونو ترمنځ یوازې د یهودیانو د ځورونې خبره کوي، خو دا پوښتنه نه کوي چې ولې یوازې یو ځانګړی قوم له دا ډول حالت سره مخ شوی دی؟
کله چې د تاریخ په اوږدو کې د یهودیت د ځورونې موضوع څېړو، وینو چې په حقیقت کې دا موضوع د همدې قوم او د هغوی د باورونو له امله ده. هغه څوک چې ځان د داسې ځانګړي خوی او طبیعت خاوند وبولي چې ګواکې خدای هغه غوره کړی دی، او په عین حال کې داسې ساده‌ کسان پیدا کړي چې د «آرثر»، «ماکبرایډ» او «شاهین مکاریوس» په څېر یې وستایي، همدارنګه د ماسونانو په څېر خدمتګاران چې د دوی په ګټه د تورات خلاف خبرې وکړي؛ نو ولې به نور خلک سپک ونه ګڼي او ځان به تر هغوی لوړ ونه بولي؟
که داسې یو انسان پیدا کړې چې ته یې سپک کړې، پر مخ یې ووهې او پر مخ یې د خولې اوبه ور توف کړې، خو هغه ستا په ځواب کې موسکی شي او ستا لاسونه او پښې ښکل کړي؛ آیا ته به د هغه درناوی وکړې؟ او که داسې وکړې، آیا پخپله به له تعادل څخه نه یې وتلی؟
په داسې حال کې چې هغوی نور قومونه بې‌ارزښته ګڼي او د هغوی لپاره په هېڅ حق قایل نه دي، که د دوی پر وړاندې تر ټولو کوچنی اقدام هم وشي، هغه د ځان پر ضد ظلم او ځورونه بولي او نور خلک په ظلم او تېري تورنوي.
د دې لپاره چې پوه شو دا قوم تر کومې اندازې ځان لوړ ګڼي او نور سپکوي، تورات ته مراجعه کولای شو:
«له هغوی سره تړون مه کوئ، پر هغوی رحم مه کوئ او له هغوی سره خپلولۍ مه کوئ؛ خپلې لورګانې د هغوی زامنو ته مه ورکوئ او د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته مه وادوئ. ځکه تاسود خپل خدای یهوه لپاره سپیڅلی قوم یی، او همدې خدای تاسو د ځمکې له ټولو ملتونو څخه غوره کړي یاست.»
همدارنګه راغلي دي:
«الله تعالی یوازې ستاسو له پلرونو سره ځانګړې مینه وکړه، هغوی یې خوښ کړل، او له هغوی وروسته یې د هغوی اولاد (یعنې تاسو) د ټولو قومونو له منځه غوره کړئ.»
د پام وړ خبره دا ده چې په دغو متنونو کې د دې قوم د سپېڅلتیا او د ډېرو مقدسو چارو خبره شوې ده. همدارنګه په دې کې «د قوم سره د خدای مینه» یاده شوې، حال دا چې له منطقي پلوه باید قوم له خدای سره مینه وکړي، نه برعکس.
له بلې خوا، همدغه متون په نورو ځایونو کې دا قوم په تر ټولو بدو صفتونو یادوي، په ځانګړې توګه هغه څه چې د ارمیا په کتاب کې راغلي دي. همدارنګه لولو:
«که زه ټول هغه ملتونه له منځه یوسم چې ته مې د هغوی په منځ کې خپور کړی یې، تا به له منځه نه وړم؛ بلکې په عدالت سره به تا تادیب کړم…»[3]
آیا غوره نه وه چې ویل شوي وای: «ځکه چې تاسو له ما سره یاست»، نه دا چې «زه له تاسو سره یم»؟
همدارنګه: «که زما غږ واورئ او زما تړون وساتئ، نو تاسو به د ټولو ملتونو له منځه زما ځانګړي واوسئ… او زما لپاره به د کاهنانو پاچاهي او سپیڅلی امت وګرځئ.»[4]
هغه څوک چې په خپل کتاب کې ځان «سپیڅلی امت» ګڼي او په عین حال کې داسې کسان ومومي چې د دوی په اړه دومره ستاینې کوي، ولې به نور خلک سپک ونه ګڼي؟
په یوه بل متن کې د واک‌غوښتنې او ځان ‌لوړګڼلو روحیه په ښکاره ډول څرګندېږي: «عمونیان او موآبیان دې هېڅکله د خدای ډلې ته داخل نه شي؛ ځکه هغوی د بنی‌اسرائیلو د هرکلي لپاره له ډوډۍ او اوبو سره را ونه وتل…» [5]
که دا یوه تاریخي پېښه وي، نو ولې باید د هغوی اولادونه تر ابده له داسې حق څخه محروم وي؟ ایا دا ډول سزا له افسانو څخه پرته په بل څه کې موندل کېږي؟
حال دا چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
﴿وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى﴾
ژباړه «او هيڅ بار وړونكى به د بل بار يونسي»
په ټوله کې، دا هغه متون دي چې د تحریف له امله پکې د خدای خبرې له انساني خبرو سره ګډې شوې دي، او یوه عجیبه نژادپالنه یې رامنځته کړې ده؛ دا غرور هغه وخت لا بشپړېږي چې یوه ډله د هغوی ستاینه او صفت هم وکړي، تر دې چې یهودي ځان له نورو خلکو څخه د بېل طبیعت خاوند وبولي او خپله وینه له نورو خلکو څخه جلا تصور کړي.
وروسته، صهیونیستي لیکوال «یوسف حییم بریبرا» هڅه کوي چې د برترۍ دا احساس توجیه کړي او هغه د شتمنو خلکو پر وړاندې د محرومو کسانو طبیعي غبرګون بولي؛ دا تحلیل تر یوه حده د درک وړ دی، که څه هم د نورو خلکو رول هم باید له پامه ونه غورځول شي، ځکه هغوی هم د دغه احساس په پیاوړتیا کې ونډه لري.
نوموړی لیکي: «دغه د غیریهودو پر وړاندې د سپکاوي احساس او د ځان لوړ ګڼلو حس له کومه سرچینه اخلي؟ آیا یهودي تر دې اندازې بې‌احساسه او بې شعوره دی چې درک نه کړي د نورو خلکو ژوند د هغه له ژوند څخه ډېر مهم او ښکلی دی؟ هېڅکله؛ داسې څه ناشوني نه دي او نه شي منل کېدای. نو که د نورو خلکو پر وړاندې یو ډول سپکاوی موجود وي، هغه له طبیعي غبرګون پرته بل څه نه دی؛ هغه احساس چې فقیر یې د شتمن په وړاندې لري، راهب یې د جنګیالي په وړاندې لري، او کمزوری یې د ځواکمن په وړاندې لري.
دا سپکاوی په حقیقت کې د نړۍ ویش ته یو ډول د تسلیمېدو احساس دی چې موږ ته راکړل شوی دی، او کله ناکله د بلې نړۍ له هیلو سره یو ډول علاقه هم ده، چې له داخلي غوسې سره مل وي؛ که دا شعوري وي او که غیرشعوري.»[6]
دا توجیه د فکر وړ او تر ډېره منطقي ښکاري؛ خو انصاف دا دی چې باید وویل شي: «نور خلک» هم د هغو خدمتونو له امله چې یهودیانو ته یې وړاندې کوي، د دې احساس په رامنځته کېدو او پیاوړتیا کې بې‌اغېزې نه دي.
همدارنګه «ولتر» د یهودیت په اړه وايي: «د هغوی په منځ کې به داسې ناپوه او خرافاتي قوم ووینې چې له نورو ملتونو سره د کرکې له شتون سره سره یې له همدغو ملتونو څخه ګټه اخیستې او شتمن شوي دي.»[7]
«ماکبرایډ» په بل ځای کې د بېرته ستنېدو خبره کوي او وايي: «یوه ورځ به بېرته راستانه شي.»
هو، هغوی بېرته راستانه شول؛ خو د نورو خلکو د شړلو په بیه. فلسطین کلونه کلونه د هغوی لپاره پرانیستی و، خو هغوی تر هغې بېرته ستانه نه شول، څو چې په پای کې د دوی راستنېدل د یوه بل ملت د بې‌ځایه کېدو لامل وګرځېدل. [8]
یو بل غربي لیکوال «جي جانس» وايي: «مقدسه خاوره د دوی پر ژبه وه، خو ګامونه یې د اروپا او امریکا پر لور تلل. آن د عثماني خلافت پر مهال، سره له دې چې فلسطین ته لاره آسانه وه، ډېر لږ کسان هلته لاړل. اوس هم همداسې ده، د فلسطین نوم پر ژبو دی، خو زړونه د نیویارک په بازارونو کې درزېږي.»[9]
«بن ګوریون» هم په تنده لهجه دې تناقض ته اشاره کوي:
د اسرائیلو د جوړېدو په ورځ، په اروپا او امریکا کې آن یو صهیونیست هم له خپل استوګنځي سره اړیکه پرې نه کړه، څو خپل برخلیک له اسرائیلو سره وتړي. [10]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچېنې:

[۱]. د تثنیې سفر، اووم باب، ۱–۵ آیتونه، بې‌نېټې، بې‌ځایه.

[۲]. د تثنیې سفر، لسم باب، ۱۵ آیت.

[۳]. د ارمیا سفر، دېرشم باب، ۱۱ آیت.

[۴]. د خروج سفر، نولسم باب، ۵–۶ آیتونه.

[۵]. د نحمیا سفر، دیارلسم باب، ۱–۳

 [٦]. الشامی، رشاد عبدالله، الشخصیة الیهودیة الإسرائیلیة والروح العدوانیة، ص: ۳۰، عالم المعرفة، کویت، ۱۹۸۶م.

 [۷]. هماغه سرچینه، مخ ۳۶.

[۸]. . الماسونیة والیهود والتوراة، ص: ۶۵.

 [۹]. هماغه سرچینه.

[۱۰]. هماغه سرچینه.

فراماسونري نظریات یهود یهودیت
Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه : ٤٥)

سه شنبه _30 _جون _2026AH 30-6-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ٤٤)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (۲۳ او وروستۍ برخه)

یکشنبه _21 _جون _2026AH 21-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه : ٤٦)

شنبه _11 _جولای _2026AH 11-7-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري (برخه : ٤٦) د تاریخ په اوږدو کې د یهودي قوم…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣)

پنجشنبه _9 _جولای _2026AH 9-7-2026AD4 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣) پیغام رسوونکې کوتره او د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵)

چهارشنبه _8 _جولای _2026AH 8-7-2026AD15 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵) د نن عصر…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴)

سه شنبه _7 _جولای _2026AH 7-7-2026AD14 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴) د امام عالي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه : ٤٦)

شنبه _11 _جولای _2026AH 11-7-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣)

پنجشنبه _9 _جولای _2026AH 9-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.