Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۲)
اسلامي علما شنبه _4 _جولای _2026AH 4-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۲)

kalemaat.netBy kalemaat.netڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي محمدگل سعید
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۲)
ليکلي آثار
په اوس وخت کې د امام اعظم رحمه الله د ټولو کتابو او رسائلو لاس ته راوړل يو ستونزمن کار دی. البته په پخوانيو کتابو کې متقدمينو علماوو د امام اعظم رحمه الله پر يو شمېر کتابونو او رسائلو حواله ورکړې دي او د يو شمېر نورو يادونه ېي کړې ده. علامه کوثري د بلوغ الأماني په حاشيه کې امام اعظم رحمه الله ته منسوب ټول يوولس تصانيف ياد کړي دي، چې په هغوی کې د فقهې، احاديثو او علم الکلام کتابونه په لاندې ډول دي:
  1. الفقه الاکبر: دا کتاب يې په علم کلام کې ليکلی، په دې کتاب کې يي د الله تعالى د صفاتو، تقدير، خېر او شر من الله څخه بحث کړی دى.
  2. المسند:  دا کتاب د نبوي احاديثو په اړه دى، چې امام سيوطي  رحمه الله پرې شرحه ليکلې دی او په (التعليقة المنيفة علی مسند ابي حنيفة) يې نومولی دى. د امام اعظم روايت شوي احاديث بيلابيلو علماوو د مسند په نوم راټول کړي او بيا يي کتابي شکل ورکړی دی.
  3. کتاب الآثار – دا کتاب يې له څلويښت زره احاديثو نه راچڼلی دی.
  4. جامع المسانيد
  5. کتاب الرد علی القدرية
  6. الفقه الأبسط
  7. العالم والمتعلم
  8. رسالة الامام الی عثمان البتي (البستي) فی الارجاء
  9. مکاتيب الوصايا
  • کتاب اختلاف الصحابة
  • کتاب الجامع
  • کتاب السير
  • کتاب الأوسط
د امام ابوحنيفه  رحمه الله فقهي اصول
دا حقيقت د هېڅ دليل محتاج نه دی، چې د اسلام فقهاوو او مجتهدينو د دين د ښوونکو په توګه د مسلمان امت لپاره د قدر وړ خدمتونه کړي دي، دوی د راتلونکيو فقهي مسائلو د احکامو معلومولو لپاره علمي بحث او څېړنې کړي او د اجتهاد او استنباط له لارې يې د دې مسئلو احکام ترلاسه کړي دي. د دوی د دې کوښښ او څېړنو ټول اسلامي امت پوروړی او منونکی دى، له الله څخه ورته د اجر غوښتونکي دي. دا خبره بايد په پام کې ولرو چې د دې امامانو علمي او فقهي څېړنو ته يو خپلواک مذهب نه، بلکې د قرآن او سنتو تعبيرکوونکو او تشرېح کوونکو حيثيت ترلاسه دى. د دې فقهاوو فقهي اختلاف د امت د يووالي منافي ندي، بلکې دا د شريعت له محاسنو(ښېګڼو) څخه دی. په دې اړه قاضي ابن العربي رحمه الله داسې وايي: د ائمه وو فروعي اختلاف د شريعت په ښو کې شامل دى، نو موږ بايد د مجتهدينو اجتهادي رايو ته د متوازي مذاهبو حيثيت ورنکړو او نه هم له دې رايو څخه ډله ډلبندي او د عصبيت ذريعه جوړه کړو، بلکې د دوی اختلاف يواځې يو اختلاف وګڼو. د اسلام ټول فقهاء او مجتهدين د درناوي وړ دي او د دوی د احوالو او آثارو يادونه د برکت او نېکمرغۍ سبب ګرځي.
د امام عالي مقام په هکله د علماوو نظرونه
د امام صاحب د علم، تقوا، صبر، اخلاص او د ژوند دا حالت و چې له نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه وروسته چې په کوم سيرت ډېر کتابونه ليکل شوي هغه د نعمان بن ثابت سيرت دی. نړۍ کې د امام صاحب د مذهب مقلدين نږدې (۶۰) فيصده دي او (۴۰) فيصده نور د ټولو مذاهبو مقلدين دي. همدارنګه امام ابوحنيفه رحمه الله هغه شخص و، چې (۵۲) – (۵۵) ځلې يې مکې معظمې او مدينې منورې ته سفر وکړ؛ چا ورته وويل: چې دا تاسو ولې دومره حجونه کوئ. هغه ورته وفرمايل: چې زما موخه يوازې د حج ادا کول يا ترسره کول نه دي؛ بلکې زه غواړم د مکې معظمې او مدينې منورې له علماوو او د نورو ځايونو څخه راتلونکو علماوو سره ناسته ولاړه او خبرې اترې وکړم ترڅو ماته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول احاديث او مسائل ورسيږي. يعنې داسې مسئله نه وي پاتې چې زه پرې فتوا ورکړم او هغه مسئله بيا بل ځای بل ډول وي. د امام صاحب د نبوغ مثالونه خو ډېر دي او داسې يو څوک چې له څلور زره علماوو او مشائخو نه يې درسونه ويلي. دا لا څه چې امام صاحب له پنځوسو بل روايت کې له دوه ويشتو بل روايت کې له اتو صحابه وو سره کتنه شوې او دا اخري قول د ټولو په نزد اتفاقي او قوي قول دی. د هغه څلور زره استادان د خيرالقرون يعنې تابعين وو. همدارنګه د هغه په استادانو کې تبع تابعين هم وو. نو يو څوک چې څلور زره تابعينو څخه زده کړې ترلاسه کړي وي، نو د هغه د علم، تقوا، اخلاص، عقيدې، عبادت او نورو به څه حال وي؟
امام اعظم ابوحنيفه  له شپيتو استادانو څخه په مستقیم ډول په مکه معظمه کې احاديث زده کړي دي. امام عظم صاحب رحمه الله به کوفه د فقهې د علم پلازمېنه ګڼله. نوموړي په حديثو او تفسير علم کې په خپل وخت او زمان کې سيال نه درلود او تراوسه هم سيال نه لري. امام صاحب رحمه الله ته د وخت جيدو او سترو فقهاوو، مفسرينو او محدثينو ډول ډول نومونه کارول چا به ورته رئيس الفقهاء ويل، چا به ورته فقيه الأمت ويل او چا به ورته د اسلامي فقهې بنسټ کېښودونکی ويل. امام شافعي رحمه الله به ويل: الناس في الفقه عيال على أبي حنيفة. يعنې: خلك په فقه كې د ابوحنيفه رحمه الله ځيره خواره دي.
امام ذهبي په تذکرة الحفاظ ليکلي دي او په هغه کې يې له صحابه کرامو رضی الله عنهم رانيولې بيا ترخپله وخته پورې د حديثو د حفاظو يادونه کړې ده، د هغوی د هغه کتاب اصول دادي چې هغوی هغه حفاظ الحديث ليکلي چې کثيرالحديث، حافظ الحديث او ورسره فقيه هم وي. هغوی هلته د امام جعفرصادق توثيق د ډيرو محدثينو له لوري کړی دی خو تر ټولو لومړی يې د هغه توثيق د امام اعظم رحمه الله له لوري ليکلی دی او پخپله امام اعظم رحمه الله يې هم د حفاظو، محدثينو او فقهاوو په جمله کې راوړی دی. (ديادونې وړ ده چې د امام ذهبي په تذکرة الحفاظ کې د امام اعظم رحمه الله تذکره الحاقي ده) له دې نه څرګنده ده چې د اهل فن او محدثينو له نظره نه تنها دا چې امام اعظم رحمه الله د محدثينو له ډلې ګڼل کيږي، بلکې د کثيرالحديث او فقيه فی الحديث وياړ او افتخار هم لري.
امام حماد بن ابی سليمان (مړ هـ ق ۱۲۰) دامام صاحب رحمه الله په اړه وايی : هَذَا مَعَ فِقْهِهِ يُحْيِي اللَّيْلَ وَيَقُومُهُ. ابن عبدالبر په الانتقاء ([1]) کې ليکي: امام ابو حنيفه رحمه الله به په فقه برسيره ټوله شپه پر عبادت تيروله. امام مسعر بن کدام (مړ۱۵۳هـ ق) د امام صاحب په اړه ويلي دي: رَحِمَ اللهُ أَبَاحَنِيفَةَ إِنْ كَانَ لَفَقِيهًا عَالِمًا. يعنې: الله دې پر ابوحنيفه رحمه الله باندې رحم وکړي! په رښتيا چې فقيه او برجسته عالم و. امام عبدالله بن نمير  (مړ ۱۹۹هـ ق ) فرمايلي دي: «سَمِعْتُ الاعمش (مړ ۱۴۷هـ ق) يَقُول وَسُئِلَ عَن مسئلة فَقَالَ إِنَّمَايُحْسِنُ الْجَوَابَ فِي هَذَا وَمِثْلُهُ النُّعْمَانُ بْنُ ثَابِتٍ الْخَزَّازُ أَرَاهُ بُورِكَ لَهُ فِي عِلْمِهِ» ([2])
ژباړه : له اعمش څخه مې واوريدل چې ديوې مسئلې په اړه ترې وپوښتل شول ویي فرمايل: داسې مسائلو ته ابوحنيفه کولی شي ښه ځواب ورکړي! زما په آند الله پاک يی په علم کې برکت اچولی دی. او امام شبابه بن سوار (مړ ۲۰۴ هـ ق) ويلی دی : «كَانَ شُعْبَةُ (مړ ۱۶۰هـ ق) حَسَن الرَّأْيِ فِي أَبِي حَنِيفَةَ؛ وقِيلَ لَهُ مَاتَ أَبُو حَنِيفَةَ! فَقَالَ شُعْبَةُ لَقَدْ ذَهَبَ مَعَهُ فِقْهُ الْكُوفَةِ تَفَضَّلَ اللهُ عَلَيْنَا وَعَلِيهِ بِرَحْمَتِهِ» ([3] )
ژباړه : د شعبه بن الحجاج رايه د امام ابو حنيفه رحمه الله په اړه ښه وه. يوه ورځ ده ته يې خبر ورکړ چې امام ابوحنيفه رحمه الله وفات شوی دی. ده و ويل: د کوفې فقه هم له ده سره لاړه! الله پاک دې پرمونږ او ده باندې رحمت وکړي. او امام يحيی بن معين رحمه الله (مړ ۲۳۳هـ ق) د امام صاحب په اړه وايی: هُو ثِقَةٌ مَا سَمِعْتُ أَحَدًا ضَعَّفَهُ هَذَا شُعْبَةُ بْنُ الْحَجَّاجِ يَكْتُبُ إِلَيْهِ أَنْ يحدث ويأمره وَشعْبَة شُعْبَة. ابوحنيفه ثقة دی؛ اوريدلي مې دي چې کوم کس دی پر قوی دلايلو تضعيف کړی نه دی. او شعبه بن الحجاج به هم ده ته ليک استولو چې دی ته حديث ووايي مونږ ټول پوهيږو چې شعبه څرنګه محدث او د رجالو عالم دی.
همدارنګه امام حسن بن صالح  رحمه الله فرمايلي دي: كَانَ النُّعْمَانُ بْنُ ثَابِتٍ فَهْمًا عَالِمًا مُتَثَبِّتًا فِي عِلْمِهِ إِذَا صَحَّ عِنْدَهُ الْخَبَرُ عَنْ رَسُولِ اللهِ لَمْ يَعْدُهُ إِلَى غَيْرِهِ. ابوحنيفه د فهم او علم والا شخص و چې په علم کې يې قوي او ژور فهم و؛ کله به چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حديث ورته ورسيدل نور به يې د چا خبرو ته غوږ نه نيوه.
امام علي بن المديني رحمه الله يې په اړه فرمايلي: هُوَ ثِقَهٌ لابَأسَ بِهِ» ([4]) ابوحنيفه ثقه وو، کوم اشکال/ستونزه په دی کې نشته. همدارنګه امام حسين بن الواقد  رحمه الله (مړ ۱۵۹هـ ق) فرمايلي دي : وَقَعَتْ مسئلة بِمَرْوَ فَلَمْ أَجِدْ أَحَدًا يَعْرِفُهَا فَجِئْتُ إِلَى الْعِرَاقِ فَسَأَلْتُ عَنْهَا سُفْيَانَ الثَّوْرِيَّ (مړ ۱۶۱هـ ق) فَقَالَ لِي يَاحُسَيْنُ لَا أَعْرِفُهَا بَعَدْ أَنْ أَطْرَقَ سَاعَةً فَقُلْتُ لَهُ أَنْتَ تَقُولُ لَاأَعْرِفُهَا وَأَنْتَ إِمَامٌ فَقَالَ أَقُولَ كَمَا قَالَ ابْنُ عمر سُئِلَ عَن شئ لَمْ يَدْرِهِ فَقَالَ لَاأَدْرِي قَالَ فَأَتَيْتُ أَبَاحَنِيفَةَ فَسَأَلْتُهُ عَنْهَا فَأَفْتَانِي فِيهَا فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لِسُفْيَانَ فَقَالَ كَيْفَ قَالَ لَكَ فِيهَا قُلْتُ قَالَ فِيهَا كَذَا وَكَذَا فَسَكَتَ سَاعَةً ثُمَّ قَالَ يَاحُسَيْنُ هُوَ عَلَى مَا قَالَ لَكَ أَبُوحَنِيفَةَ.
ژباړه: په مروه کې يوه مسئله رامنځته شوه؛ څوک مې ونه موندل چې پر ځواب يې پوه شي نو لهذا عراق ته لاړم له حضرت سفيان ثوری رحمه الله څخه مې (د مسئلې) په اړه وپوښتل له لږ ځنډ وروسته يې راته وويل چې پرځواب يې نه پوهيږم. ما ورته وويل: چې ته خو د مسلمانانو امام يې څنګه نه پوهيږي؟ حضرت سفيان رحمه الله وويل زه هم د ابن عمر غوندې کوم، کله به چې د يوې مسئلې په اړه ترې سوال وشو چې په ځواب به يې نه پوهيده نو وبه يې ويل چې نه پوهيږم، نو لهذا  ابوحنيفه رحمه الله ته لاړم هغه راته فتوا راکړه او زه بيا د سفيان خوا ته لاړم هغه راته و ويل چې ابوحنيفه څنګه فتوا درکړه؟ کله مې چې ځواب ورته ولوست له لږ سوچ وروسته يې راته وويل: همداسې ده لکه څرنګه چې ابوحنيفه فتوا درکړې ده.
امام سفيان بن عيينه رحمه الله فرمايلي دي: کاَنَ أَبُوحَنِيفَةَ لَهُ مُرُوءَةٌ وَكَثْرَة صَلَاة؛ وهو أَوَّلُ مَنْ أَقْعَدَنِي لِلْحَدِيثِ بِالْكُوفَةِ أَبُو حَنِيفَةَ أَقْعَدَنِي فِي الْجَامِعِ وَقَالَ هَذَاأَقْعَدَ النَّاسَ بِحَدِيثِ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ. ابوحنيفه يو ځوانمرده! او لمونځ کوونکی شخص دی. دی لومړنی کس و چې په کوفه کې يې راته د حديثو جلسه جوړه کړه او ويي ويل: اې (خلکو!) دا کس د عمر بن دينار د احاديثو په نسبت عالم ترينه کس دی.
امام يحيی بن سعيد القطان مړ (۱۹۸هـ ق) فرمايلی دي : لَا نَكْذِبُ اللهَ  كم من شئ حسن قَالَه أَبُوحنيفَة وَرُبمَا استحسنا الشئ مِنْ رَأْيِهِ فَأَخَذْنَا بِهِ قَالَ يَحْيَى بْنُ مَعِينٍ وَكَانَ يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ يَذْهَبُ فِي الْفَتْوَى مَذْهَبَ الْكُوفِيِّينَ. يعنې: په الله باندې درواغ نه تړو! ابوحنيفه څومره ښکلې خبرې او فتواګانې ورکړې، زمونږ هم خوښې شوې اومنلې مو دي او يحی بن معين هم ويلي: چې يحيي بن سعيد قطان پر فتوا کې د کوفيانو پرمذهب و.
امام عبدالله بن المبارک رحمه الله (مړ ۱۸۱هـ ق) فرمايلي دي:  كَانَ أَبُوحَنِيفَةَ قَدِيمًا أَدْرَكَ الشَّعْبِيَّ وَالنَّخَعِيَّ وَغَيْرَهُمَا مِنَ الأَكَابِرِ وَكَانَ بَصِيرًا بِالرَّأْيِ يُسَلَّمُ لَهُ فِيهِ وَلكنه كَانَ تهيما فى الحَدِيث؛ ويذکر عن أَبى حنيفَة كل خير ويزكيه ويقرضه ويثنى عَلَيْهِ؛ وَقد طعن رجل فى مَجْلِسه (ابن المبارک) فى أَبِي حَنِيفَةَ فَقَالَ لَهُ اسْكُتْ وَاللهِ لَوْ رَأَيْتَ أَبَاحَنِيفَةَ لَرَأَيْتَ عَقْلا وَنُبْلا.
ژباړه:  امام ابوحنيفه د مخکينيو علماوو څخه و چې امام شعبي نخعي او…. يي ليدلي دي د اجتهاد په اړه ډير پوه و؛ چې خورا کافي او وافي وړتيا يې لرله خو د احاديثو په اړه پر ده تهمت شوی (چې ټول يې تهمت و، نه واقعيت). همدارنګه عبدالله بن المبارک، ټولې ښېګڼې د امام ابوحنيفه رحمه الله په اړه ويلي، يوه ورځ چا د امام ابوحنيفه رحمه الله په اړه څه طعنه ( د عیب خبره وکړه ) وارده کړه ده ورته وويل: غلی شه! که ابوحنيفه رحمه الله دې ليدلی وای هغه مهال به دې ويلای چې دا څومره عاقل او قدرمن شخصيت دی.
امام علی بن الجعد رحمه الله (مړ ۲۳۰) روايت کړی دی: كُنَّا عِنْدَ زُهَيْرِ بْنِ مُعَاوِيَةَ (مړ ۱۷۲هـ ق) فَجَاءَهُ رَجُلٌ فَقَالَ لَهُ زُهَيْرٌ مِنْ أَيْنَ جِئْتَ فَقَالَ مِنْ عِنْدِ أَبِي حَنِيفَةَ فَقَالَ زُهَيْرٌ إِنَّ ذَهَابَكَ إِلَى أَبِي حَنِيفَةَ يَوْمًا وَاحِدًا أَنْفَعُ لَكَ مِنْ مَجِيئِكَ إِلَيَّ شَهْرًا. يوه ورځ د زهير بن معاويه رحمه الله سره و چې يوڅوک يې خوا ته راغلل او زهير ورته وويل: له کوم ځايه راغلې؟ هغه ورته وويل: له ابوحنيفه نه! زهير ورته وويل: يوه ورځ چې له ابوحنيفه سره يې له ماسره ديوې مياشتې له اوسيدو نه غوره ده. امام يحيی بن معين (مړ ۲۳۳هـ ق) فرمايلي: مَا رَأَيتُ مِثْلَ وَكِيعٍ بن الجراح (مړ ۱۹۶هـ ق) وَكَانَ يُفتى برأى ابى حنيفَة. ما له وکيع بن الجراح رحمه الله  نه ستر شخصيت نه دی ليدلي، له دې سره سره ده د امام ابو حنيفه پرفتوا باندې فتوا ورکوله. امام عبدالله بن المبارک ( مړ ۱۸۱هـ ق) يې په هکله فرمايي: رَأَيْتُ أَبَاحَنِيفَةَ كُلَّ يَوم يزِيد نباهة وَيزِيد خيرا. يعنې: ابوحنيفه رحمه الله مې وليد چې هره ورځ يې په شان او خير کې زياتوالی کيده.
وينطق بِالصَّوَابِ وَيَصْطَفِيهِ إِذَا مَا قَالَ أَهلُ الجَورِ جَورَا ژباړه: او کله چې ظالمان باطلې او ناروا خبرې وکړې، ده حق خبره کړې او په سمه توګه حق خبرې ګلچېن کوي.
يُقَايِسُ مَن يُقَايِسُهُ بِلُبٍّ وَمَنذ َا تَجعَلُونَ لَهُ نَظِيرَا. ژباړه: دی قياس کوي څوک کولی شی دده په څېر قياس وکړي؟ اوڅوک له ده سره سيال ګرځولی شي؟
كَفَانَا فَقْدُ حَمَّادٍ وَكَانَتْ مُصِيبَتُنَا بِهِ أَمْرًا كَبِيرَا. ژباړه: د حماد له وفات نه وروسته ابوحنيفه رحمه الله د هغه ځای مونږ ته ډک کړ خو دده وفات ستر مصيبت وه.
رَأَيتُ أَبَاحَنِيفَةَ حِينَ يُؤتَى وَيُطلَبُ عِلمُهُ بَحرًا غَزِيرَا. ژباړه :  ابوحنيفه مې وليد کله چې ده ته سوال او فتوا وروړل کيدله، علم يې لکه د سمندر دومره وو.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]: – الانتقاء (۱۲۵مخ)

[2]: – الانتقاء (ص۱۲۶هـ ق )

[3]: – ابن عبدالبر، الانتقاء (ص۱۷۲)

[4]: – الجواهر (ج1ص29)

ابوحنیفه اسلام امام امام اعظم ابوحنیفه (رح) علما مقتداء
Previous Articleمقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۱)
Next Article د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ٢٠)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۱)

پنجشنبه _2 _جولای _2026AH 2-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۹)

یکشنبه _28 _جون _2026AH 28-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ٢٠)

شنبه _4 _جولای _2026AH 4-7-2026AD6 Views

لیکوال: مهرالله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ٢٠) د بودیزم باورونه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۲)

شنبه _4 _جولای _2026AH 4-7-2026AD5 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۲) ليکلي آثار په…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۱)

پنجشنبه _2 _جولای _2026AH 2-7-2026AD15 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۱) په فقه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD8 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨) شپږمه شبهه:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ٢٠)

شنبه _4 _جولای _2026AH 4-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۲)

شنبه _4 _جولای _2026AH 4-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.