Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)
اسلامي علما چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي محمدگل سعید
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)
امام ابوحنيفة النعمان «رحمه الله» کابلي الاصل، چې په خلکو کې د امام اعظم په نوم سره مشهور دی. د ثابت الخزاز زوی، د زوطي لمسی، د ماه کړوسی، د اهل سنت او جماعت له څلورو امامانو څخه يو ستر امام او د اسلام مشهور تشريعي «حنفي مذهب» مؤسس ؤ، چې دا مذهب تراوسه د ده په نامه يادېږي او په دُنيا کې تر نيمو زيات مسلمانان په همدې مذهب دي. خراسان ته لا د عربو د راتلو پنځوس کاله تېر شوي نه و، چې په کوفه کې ددې هيواد يو کس سترګې نړۍ ته وغړولې او په خلکو يې د فقهې رڼا خپره کړه.  دا کس هماغه اصلي خراساني امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله نعمان بن ثابت بن زوطي دی، چې د يو زرو څو سوه کالو په اوږدو کې د ځمکې پرمخ د ميليونو مسلمانانو مذهبي امام دی. د تاريخ په پاڼو کې د کابل بلل شوى دى چې د اسلام په اوائلو کې يې د کورنۍ مشران کوفې ته تللي و. ځینې تاریخ پوهان لیکي، چې امام ابوحنیفه د پروان ولایت د خواجه سياران يا د استرغچ د کلي و چې کورنۍ يې بیا له کابله کوفې ته تللې ده. مرتضٰی حسين بلگرامي په خپل کتاب حديقه الاقاليم کې ليکي: «امام اعظم ابوحنيفه نعمان بن ثابت کابلي استرغچې کوفي ….».[1]
لومړنی ژوند او زده کړې:
د امام اعظم رحمه الله د اصل په باب په ډېرو تاريخي ماخذونو، تذکرو او مناقبو کې راغلي دي، چې نوموړی اصلاً د کابل دی.(۲) د امام اعظم نيکه «زوطي» (د لومړي حرف په پيښ او د دريم حرف په زور باندې) د کابل د پروان ولایت (پروان هغه وخت بېل ولايت نه وه) د خواجه سياران يا د استرغچ د کلي ؤ، چې له کابله بيا کوفې ته تللی دی خو دده د تګ په باب دوه روايتونه موجود دي، يو دا چې تر اسلام راوړلو وروسته په خپل شوق د اسلام د پېشوايانو د ليدلو لپاره يې کوفې ته چې د اسلامي خدمت مرکز و، هجرت کړی دی او بل دا چې وايي د عربو له خوا د کابل د فتحې په وخت کې د تيم الله بن ثعلبه د قبيلې د يو چا په لاس ورغلی او د مريي په توګه يې له ځانه سره بيولی و، خو ابوبکر خطيب په خپل کتاب (تاريخ بغداد) کې ليکي چې اسماعيل د حماد زوی او د امام اعظم رحمه الله لمسی و، ويلي چې: «زما په خدای قسم دی چې زموږ کورنۍ ته هېڅ وخت مريتوب لاره نه دی موندلې، نيکه مې په ۸۰ هـ کال کې زېږدلی او غور نيکه مې ثابت په کوچنيوالي کې د علي بن ابي طالب (کرم الله وجهه) په حضور مشرف شوی او حضرت علي(کرم الله وجهه) ورته د خير دعا کړې وه.
شيخ ابوزهره رحمه الله په خپل کتاب ابوحنيفه کې ليکي: ممکن چې زوطي دده د سيمې د فتحې په وخت کې بندي شوی وي، خو څنګه چې د خپلې سيمې له لويانو څخه و، نو مسلمانانو به له ده سره د يوه بندي رويه نه وي کړې، څو چې له يوې خوا يې دده عزت او پت پرځای کړی وي او له بلې خوا يې دده د خپلوانو علاقه او مينه ځانو ته ور اړولې وي، ځکه نو دده کړوسی حق لري چې د مريتوب له نسبته خپله کورنۍ لرې وګڼي. ثابت څلوېښت کلن و چې امام اعظم په ۶۸۰ – ۶۹۹ ز کال کې په کوفه کې وزېږېد او څو چې زلميتوب ته رسېده د پلار غوندې د خز په سوداګرۍ بوخت و، خو په زلميتوب کې يې د علومو زده کړې ته ملا وتړله. ځينې مؤرخين ليکي چې امام اعظم رحمه الله په کوچنيوالي کې ځکه د علومو له زده کړې څخه لرې پاتې و چې دده د کوچنيوالي زمانه يوه خورا له ګډوډیو ډکه زمانه وه او د حجاج بن يوسف له لاسه چې د خليفه عبدالملک له خوا د عراق حکمران و، هرې خوا ته د ظلم اور بل او د ظلم قيامت جوړ و په تېره بيا چې د حجاج سفاکي او بې باکي زياتره د علم او فضل خاوندانو ته متوجې وه، څو چې په ۹۵هـ ق کې حجاج مړ شو او په ۹۶ هـ ق کال کې وليد هم له دُنيا ولاړ او د هغه پرځای سليمان بن عبدالملک خليفه شو چې د مؤرخينو په قول د بني اُميه له خورا ښو خليفه ګانو څخه و او دده د خلافت په دوره کې درس او تدريس بيا ځلانده رونق پيداکړ او د خلکو زياته پاملرنه بيا د علومو او فنونو خوا ته واوښته.
امام ابوحنيفه رحمه الله په (۸۰) هجري چې له (۶۹۹) ز کال سره سمون خوري دعراق په پلازمينه (دارالحکومت)کوفه کې زوکړه وکړه، د امام عالي مقام د نيکمرغې زوکړې په مهال کې عبدالملک بن مروان اموي خليفه و او حجاج بن يوسف ثقفي د عراق والي و.  امام اعظم رحمه الله دخپل ژوندون دوه پنځوس کلونه دبنواميه دواکمنۍ په موده کې او پاتې اتلس کلونه يې دعباسيانو د واکمنۍ په دور کې تېر کړي دي. دحجاج بن يوسف د وفات په موده (۹۵هـ) کال کې امام صاحب پينځلس کلن ؤ.(۱) د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د خلافت په زمانه کې امام اعظم رحمه الله کروړلی زلمی و، او پر عراق باندې د اموي ظالمو واليانو يزيد بن المهلب، خالد بن عبدالله القسري او نصربن سيار طوفاني حکومتي دورونه د امام صاحب رحمه الله د سترګو په وړاندې تېر شوي دي. په عراق کې د اموي خلافت د وروستي والي يزيد بن عمرو ابن هبيرة په درې کلن استبدادي حکومت کې په خپله امام عالي مقام هم د تېري او ظلم نښه کړای شوی دی.
کوفه په هغه وخت کې د علم او پوهې مرکز و، امام صاحب رحمه الله به تل د فقهاوو او سپېڅليو حديثو حلقو ته حاضرېده. د قرآن کريم له حفظ څخه وروسته امام صاحب رحمه الله په کوفه کې له خپل پلار سره د سوداګرۍ په کاروبار بوخت و، له سوداګرۍ سره سره به يې د وخت د پوهانو مجلسونو ته هم سر ورښکاره کاوه. کله چې د امام عامر الشعبي نظر پرې ولګېده، نو هغه ورته نصيحت وکړ ترڅو علم او پوهې ته مخه کړي، ځکه امام عامر رحمه الله په امام صاحب رحمه الله کې د نبوغ، ذکاوت، د عقل پوخوالي او د هوښيارۍ نښې له ورايه وليدې، نو ځکه يې دېته وهڅاوه ترڅو د پوهانو ديني حلقو ته مخه کړي، هماغه و چې امام صاحب د نوموړي عالم خبره سر په سترګو ومنله او خپله د سوداګرۍ کار يې پرېښود او د علم ترلاسه کولو په نيت يې سفرونه وکړل.  امام صاحب رحمه الله  سپېڅلي احاديث روايت کړل، عربي ژبه او ادب يې پوره زده کړل، او وروسته له دې يې د کلام علم ترلاسه کړ تردې چې پدې علم کې لوړې پوړۍ ته ورسېد او د بې لارو ډلو له سرخېلو سره به يې په عقيدوي مسائلو کې مجادلې او مباحثې کولې چې تل به پکې بريالی راووت. څه موده وروسته يې فقهې ته مخه کړه او د حماد بن ابي سليمان په حلقه کې ورګډ شو آن تردې چې (۱۸)کاله يې ورسره تېر کړل. امام صاحب به هرکال د حج فريضه ترسره کوله آن تردې چې ځينې پوهان وايي چې امام صاحب رحمه الله (۵۵) ځله د حج فريضه ادا کړې وه. د امام صاحب دا سفرونه هغه دېته اړکړ چې د بېت الله الحرام او نبوي مسجد له فقهاوو پوهانو سره وګوري او د هغوی له پوهو څخه برخمن شي، له هغوی څخه نبوي احاديث ترلاسه کړي، فقهي مسائل ترې وپوښتي او د هغوي له درس او تدريس څخه ګټه پورته کړي. په دې ډله کې چې هغه له چا سره کتلي او د هغوی له پوهې څخه يې ګټه اخيستې نامتو تابعي عامر الشعبي (۱۰۳هـ – ۷۲۱ز مړ)، حضرت عکرمه مولى ابن عباس (۱۰۵هـ ۷۲۳ ز مړ)،حضرت  نافع کابلي مولى ابن عمر (۱۱۷هـ – ۷۲۵ ز مړ) او حضرت زېد بن علي زېن العابدين (۱۲۲هـ – ۷۴۰ ز مړ) دي. ځينې پوهان د امام صاحب ښوونکي آن تر څلور زرو پورې رسوي.
امام اعظم په شپږ کلنۍ کې د قرآن کريم حفظ ته ملا تړلې او د امام عاصم رحمه الله له قرأت سره سم یې له (۸۶) هجري نه تر (۸۸) هجري پورې د دوو کلونو په موده کې قرآن کريم حفظ کړی دی. دغه راز یې علم الصرف، علم النحو او د عربي ادب علم له (۸۸) هجري نه تر (۸۹) هجري پورې د دوه کالو په موده کې زده کړی دی.  دغه راز يې علم الکلام له (۹۰) هجري نه تر (۹۴) هجري پورې د پنځو کلونو په موده کې زده کړی، چې په دې وخت کې د امام اعظم رحمه الله خپل عمر (۱۴) کاله و. دغه راز یې د باطلو فرقو په مقابل کې د مناظرې علم له (۹۵) هجري نه تر (۹۸) هجري پورې څلورو کلونو په موده کې چې د امام اعظم رحمه الله خپل عمر(۱۸) کاله و، بشپړ کړ. دغه راز ېي د احاديثو علم له (۹۹)هجري کال نه تر (۱۰۴) هجري پورې د پنځو کلونو په موده کې حاصل کړی دی، چې پخپله امام اعظم رحمه الله ۲۳ کلن وو.  دغه راز ېې د فقهې او د شرائعو د علم زده کړه له (۱۰۴) هجري نه تر(۱۲۰) هجري پورې د (۱۷) کلونو په موده کې د خپل عمر په (۴۰) کلنۍ کې د امام حماد بن أبي سليمان په مدرسه کې پای ته ورساوه. د کوفې د امام، د حديثو د حافظ او د هغه وخت د فقهې د ستر استاد، حماد صاحب رحمه الله په درس او د هغه په درس ګاه او په  شاګردانو کې يې تر ټولو ممتاز او ذهين طالب العلم امام اعظم رحمه الله و.
له کلام علم نه وروسته د حديثو مشهور امام شعبي هغه د حديثو علم ته وهڅاوه او په (۹۶) هجري کې امام اعظم رحمه الله په لومړي ځل له خپل پلار سره يو ځای حج ته لاړ او هلته يې د رسول الله   له صحابي حضرت عبدالله بن الحارث بن الجزء رضی الله عنه سره ملاقات وشو او له هغه نه يې د رسول الله رحمه الله مبارک حديث واورېده چې فرمايلي دي: من تفقه فی دين الله کفاه الله همه و رزقه من حيث لايحتسب. (چا چې د خدای جل جلاله په دين کې تفقه او ژوره پوهه ترلاسه کړه، لوی خداي جل جلاله د هغه په درد او رنځ کې کافي دی او هغه ته به له داسې ځايه رزق ورکړي چې ګمان او وهم به يي هم نه وي)(۱)
امام عالي مقام تابعي دی
امام صاحب له تابعينو څخه و او د خپلې زمانې هر صحابي او تابعي ته يي ځان رسولی دی، ليدل کتل يې ورسره کړي دي او فيض يې ترينه حاصل کړی دی. سره له دې چې د امام ابوحنيفه رحمه الله او دصحابه کرامو ترمنځ ډيره موده تېره شوې، خو دده تابعي والی يو مسلم امر، نه انکاريدونکی حقيقت دی. زياتره مؤرخين او د امام اعظم رحمه الله د مناقبو ليکونکي په دې عقيده دي چې امام اعظم رحمه الله د روايت له رويه تابعي دی؛ ولې هغه روايات چې امام اعظم رحمه الله ته منسوب دي يو شمېر يي د حديثو د علماوو په نظر تر جرحې لاندې نيول شوي، خو دا تنقيد د هغه د تابعيتوب مخه نشي نيولی، د بيلابيلو مذاهبو علماوو، محدثينو او مؤرخينو لکه علامه بدرالدين عيني حنفي رحمه الله، علامه ابن الهمام حنفي رحمه الله، حافظ ولی الدين عراقي رحمه الله، علامه ابن حجر مکي رحمه الله، علامه ابن حجر عسقلاني شافعي رحمه الله، علامه سيوطي رحمه الله، علامه قسطلاني  رحمه الله، علامه ابن کثير رحمه الله، علامه ملاعلي قاري حنفي هروي رحمه الله، ابونعيم اصفهاني رحمه الله، د طبقات ابن سعد کاتب واقدي، امام دارقطني رحمه الله، ابن عبدالبر رحمه الله، خطيب بغدادي رحمه الله، ابن الجوزي رحمه الله، علامه سمعاني رحمه الله، عبدالغني مقدسي رحمه الله، سبط ابن الجوزي رحمه الله، فضل الله تورپشتي رحمه الله، امام نووي رحمه الله، امام يافعي رحمه الله، امام ذهبي رحمه الله، زين عراقي رحمه الله، ابن الوزير رحمه الله او نور مشهور علماء د امام اعظم رحمه الله په اړه د تابعيتوب اتفاق لري او د تابعينو له جملې نه يي ګڼي. حافظ ابن کثير رحمه الله زياتوي چې د مذاهبو اربعه وو په څلور واړه امامانو کې دغه د شرافت وياړ له امام ابوحنيفه رحمه الله پرته بل هيڅوک هم نلري او دا د امام اعظم رحمه الله د لوړوالي دليل دی. هغه صحابه کرام رضی الله عنهم چې بيلابيلو مورخينو او د مناقبو ليکوالانو هغوی سره د امام اعظم رحمه الله د ملاقات پخلی کړی د هغوی له جملې نه حضرت انس ابن مالک رضی الله عنه، حضرت عبدالله ابن ابی اوفي  رضی الله عنه، حضرت عبدالله بن انس الجهني رضی الله عنه، حضرت عبدالله بن حارث ابن الجزء رضی الله عنه، حضرت جابر ابن عبدالله رحمه الله، حضرت واثلة ابن الأسقع رحمه الله حضرت معقل بن يسار رضی الله عنه، حضرت ابوطفيل عامر بن وائلة رضی الله عنه، حضرت عائشة بنت عجرد رضی الله عنها، حضرت سهل ابن سعد رضی الله عنه، حضرت الثائب بن خلاد بن سويد رضی الله عنه حضرت عبدالله بن سمرة رضی الله عنه، حضرت محمود بن الربيع  رضی الله عنه، حضرت عبدالله بن جعفر رضی الله عنه او حضرت ابوامامة رضی الله عنه  ډير مشهور دي. د يادونې وړ ده چې د پورتنيو شپاړسو تنو صحابه کرامو رضی الله عنهم سره د امام اعظم رحمه الله د ملاقات په هکله ټول مؤرخين په يوه خوله نه دي او په دې اړه يو له بل سره اختلاف لري. اما موږ د هغو ټولو صحابه کرامو رضی الله عنهم يادونه وکړه چې د بيلابيلو علماوو او مؤرخينو له نظره د حضرت امام اعظم رحمه الله  او د هغوی ترمنځ ملاقات صورت موندلی او له ځينو نه يې روايات هم کړي دي. په ټوليزه توګه محدثين د هغو احاديثو شمېره چې امام اعظم رحمه الله په مستقيمه توګه له صحابه وو نه روايت کړي اووه او يا اته ښيې، ولې مشهور مؤرخ د امام مالک رحمه الله د مذهب پلوي علامه عبدالرحمن ابن خلدون دا ډول احاديث اوو لس ۱۷ ګڼلي دي.
علامه عبدالحی حبيبي په « تاريخ افغانستان بعد از اسلام» کې ليکلي دي:  امام ابو حنيفه  رحمه الله د صحابه کرامو يوه ډله ليدلې وه، ځکه چې امام صاحب  رحمه الله په اتيا هجري کې دکوفې په ښار کې زيږيدلی دی. په دغو ورځو کې عبدالله بن ابی اوفی په کوفه کې شتون  درلود او له اتيا هجري نه وروسته وفات شوی دی.  همدارنګه په بصره کې حضرت انس  رضی الله عنه حضور/ شتون درلود. ابن سعد په خپل سند سره روايت کړی چې امام ابوحنيفه  رحمه الله حضرت انس  رضی الله عنه ليدلی دی، نو له همدې امله امام صاحب  رحمه الله د هغو رواياتو مطابق چې په طبقات ابن سعد کې راغلي دي د تابعينو له جملې څخه شميرل کېږي. دا هغه امتياز دی چې پرته له امام ابوحنيفه  رحمه الله څخه د دين نورو لویانو ته نه دی ميسر شوی، لکه: په شام کې امام اوزاعي رحمه الله، په بصره کې سفيان ثوري رحمه الله، په کوفه کې خالد زنجي رحمه الله او نور…، له همدې امله امام صاحب تابعي دی.  امام ابوحنيفه  رحمه الله  د خپل وخت وتلی عالم، ستر شخصيت، ثقه او په اسلامي ټولنه کې مطرح شخص و، چې د اسلامي نړۍ د محدثينو، مشايخو او زهادو علماوو له لوري يي مدح اوتوثيق شوی دی.([2])
امام دارقطني رحمه الله ويلي دي: “وَأَبُوحَنِيفَة رحمه الله لَمْ يسْمَعْ مِنْ أَحَدٍ مِنَ الصَّحَابَةِ اِنَّمَارَأَی أَنَسَ بْنَ مَالِکٍ بِعَينِه.
ژباړه:  امام ابوحنيفه  رحمه الله له کوم صحابی رضی الله عنه نه حديث روايت کړی نه دی خو انس بن مالک رضی الله عنه يی په سترګو ليدلی دی.
محمد بن سماعه القاضی وايي:  امام ابوحنيفه  رحمه الله ويلي دي: حججت مع أبی سنة ست وتسعين فرأيت رجلا من أصحاب النبی صلی الله علیه وسلم يقال له عبدالله بن جزءالزبيدی.
ژباړه:  قاضي محمد بن سماعه روايت کړی چې امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايلي دي: ماله پلار سره مې په شپږ نوي يم کال کې حج وکړ او په هغه کې مې له يو کس د نبی کريم صلی الله علیه وسلم له صحابي سره ملاقات وکړ چې هغه ته عبدالله بن جزءزبيدي رضی الله عنه ويل کيده.
علامه حافظ مِزَّی او شمس الدين ذهبی رحمه الله “مړ: ۷۴۷ هـ ” ليکلي دي: النعمان بن ثابت بن زوطا الامام أبوحنيفه فقيه العراق مولی بنی تيم الله بن ثعلبة([3]) رأی أنسا و سمع عطاء و نافعا و عکرمه.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

۱ـ حديقة الاقاليم (صـ/۴۰۰).

[۲]  د امام اعظم رحمه الله  نیکه د بني تیم الله د کورنۍ له «موالي»څخه وو. مورخینو په لومړۍ اسلامي دوره کې ټول غیر عرب مسلمانان د موالي په نوم یادول. موالي د عربي ژبې د مولی جمع دی چې څو معناوې لري:

۳- مولی: «هغه چاته ویل کیږي چې د کومې زورورې قبیلې پناه ېي اخیستې وي.»

۳- مولی: « هغه چاته ویل کیږي چې له بل سره يې د دوستۍ لوظ کړی وي.»

۳- مولی: « هغه غلام ته ویل کیږي چې د خپل بادار له خوا آزاد کړل شوی وي.»

مقتداء، امام، ابوحنیفه
Previous Articleفراماسونري (برخه : ٤٥)
Next Article له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۹)

یکشنبه _28 _جون _2026AH 28-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)

پنجشنبه _25 _جون _2026AH 25-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۷)

سه شنبه _23 _جون _2026AH 23-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD1 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨) شپږمه شبهه:…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD7 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰) امام ابوحنيفة النعمان…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه : ٤٥)

سه شنبه _30 _جون _2026AH 30-6-2026AD14 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري (برخه : ٤٥) د فراماسونرۍ د موخې او له یهودیت سره…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ٩٢)

دوشنبه _29 _جون _2026AH 29-6-2026AD10 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ٩٢) مرغان؛ د الوتنې، ځواک او الهي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.