لیکوال: ابو عائشه محمد اسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧)
روح څه شی دی؟
په تېره برخه کې د روح د خپلواکۍ او ناخپلواکۍ موضوع روښانه شوه، اوس ښه ده چې د روح په اړه هم لږ بحث وکړو، ترڅو معلومه شي چې روح په اصل کې څه شی دی، په کومو ماناوو کارول کېږي، آیا څوک د روح حقیقت اوماهیت ته رسېدلی شي او که نه؟ او د علماوو نظر په دې اړه څه دی؟
د دې لپاره چې د «روح» د لغوي معنا په اړه لا ښه پوه شو، ښه به وي چې د عربي ژبې ځینو مشهورو لغتنامو او قاموسونو ته لنډه کتنه وکړو:
د «العین» په نوم لغتنامه، چې د عربي ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو قاموسونو څخه ده، د روح په اړه داسې وایي: «الرُّوحُ: النَّفْسُ التي يحيا بها البدن. يقال: خرجت رُوحُهُ، أي: نَفْسُه، ويقال: خَرَجَ فيُذَكُّرُ، والجميعُ أرواحٌ»[1]
ژباړه: روح هغه نفس دی چې بدن د هغه په وسیله ژوندی وي. عرب وایي: «خرجَتْ رُوحُه»؛ یعنې روح یا ساه یې ووتله. ځینې د دې فعل مذکر بڼه هم کاروي او جمع یې أرواح ده.
د «المحکم والمحیط الأعظم» په لغتنامه کې راغلي دي: «الروح: النفس، تذكر وتؤنث.»
ژباړه: روح د نفس په معنا دی، هم په مذکر او هم په مؤنث ډول کارول کېږي.
د «تاج العروس» په قاموس کې د روح په اړه تفصیلي بحث شوی، چې دلته یې یوه برخه رااخلو:
«الرُّوحُ بالضّمّ،النّفْسُ. وفي التّهذيب: قال أَبو بكرٍ بنُ الأَنبارِيّ: الرُّوح والنَّفْسُ واحدٌ غير أَن الرُّوح مذكَّر والنَّفْس مُؤنَّثة عند العرب… أَبو الهيثم يقول: الرُّوح إِنّما هو النَّفَس الّذي يَتنفَّسُه الإِنسانُ وهو جارٍ في جميع الجَسدِ فإِذا خَرجَ لم يتنفَّسْ بعْدَ خُروجه فإِذا تَمَّ خُرُوجُه بقِي بَصَرُه شاخِصاً نَحْوَه حتَّى يُغَمَّضَ وهو بالفارِسِيّة “جان” “يُذكَّر”، “ويُؤَنَّث”»
ژباړه: روح د «راء» په پیښ ( ُ) سره د نفس په معنا دی. ابوبکر بن الأنباري وایي: روح او نفس یو شی دي؛ خو د عربو په ژبه روح مذکر او نفس مؤنث ګڼل کېږي. ابوالهیثم وایي: روح هماغه ساه ده چې انسان یې اخلي، په ټول بدن کې جریان لري، او کله چې له بدن څخه ووځي، انسان بیا ساه نه شي اخیستلای. د روح د وتلو پر مهال د انسان سترګې خلاصې وي او هماغسې پاتې کېږي، تر دې چې وتړل شي. په فارسي ژبه کې ورته «جان» وایي، په مذکر او هم په مؤنث ډول کارول کېږي.[3]
بله مهمه موضوع دا ده چې روح او نفس یو دي او که نه دوه جلا حقیقتونه دي؟
په دې اړه د «الروح» کتاب لیکوال لیکي: خلک په دې اړه اختلاف لري چې روح او نفس یو شی دی او که له یو بل څخه بېل دي. دجمهورو نظر دا دی چې د دواړو حقیقت یو دی؛ خو ځینې نور بیا وایي چې روح او نفس دوه جلا او بېل حقیقتونه دي.[4]
روح ته ځکه روح ویل کېږي چې د هغه په وسیله د انسان بدن ژوندۍ پاتې کېږي او انسان ته ژوند وربښي.[5]
البته باید پوه شو چې روح یوازې په همدې مانا (چې له بدن سره تړاو لري، د مرګ پر مهال ترې جلا کېږي او «نفس» بلل کېږي) نه کارول کېږي؛ بلکې په نورو ماناوو هم استعمالېږي، چې ځینې یې دا دي:
۱. روح د هغې هوا یا ساه په معنا هم راځي چې له بدن څخه وځي یا بدن ته ننوځي.
۲. روح هغه نازک او نه لیدونکی بخار دی چې له زړه څخه را پورته کېږي او د رګونو په ژورو کې جریان لري.
۳. روح پر حضرت جبرائیل علیه السلام هم اطلاقېږي. الله تعالی فرمایي:
﴿نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ﴾ [6]
ژباړه: دا جبریل امین راكوز كړى دى.
۴. روح هغې الهي مرستې او ځواک ته هم وېل کېږي چې الله تعالی پرې خپل دوستان او اولیاء پیاوړي کوي. الله تعالی فرمایي:
﴿أُولَٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ﴾ [7]
ژباړه: دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي چې د ده له جانبه دى.
۵. د روح کلمه پرهغه روح هم اطلاقېږي چې الله تعالی پرې د حضرت عیسی علیه السلام تأیید او مرسته کړې ده.[8]
الله تعالی فرمایي:
﴿ إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدْتُكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ﴾[9]
ژباړه: كله چې الله ج وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یاد كړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې.[10]
یادونه:
سره له دې ټولو څرګندونو، بیا هم د روح د حقیقت، جوهر او ماهیت په اړه هېڅ انسان ډېره پوهه نه لري؛ ځکه دا هغه راز دی چې الله تعالی یې علم یوازې ځان ته ځانګړی کړی او له مخلوقاتو یې پټ ساتلی دی.
الله تعالی په قرآن کریم کې په ډېر ښکلي ډول فرمایي:
﴿وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا﴾[11]
ژباړه: او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم ځنې څه برخه نه ده دركړ شوې مګر ډېره لږه.
له همدې امله غوره دا ده چې د روح د حقیقي ماهیت د موندلو او پلټلو هڅه ونه کړو، بلکې د روح علم الله تعالی ته وسپارو.
(ادامه لري…)
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الفراهیدی، أبو عبدالرحمن الخلیل بن أحمد، کتاب العین، تحقیق: د. مهدی المخزومی و إبراهیم السامرائی، باب الحاء والراء،ج۳،ص۲۹۱.
[2] . المرسی، أبوالحسن علی بن إسماعیل، المحکم والمحیط الأعظم، تحقیق: عبدالحمید هنداوی، ۱۴۲۱ هـ. ق/۲۰۰۰ م، باب روح، ج۳،ص۵۱۰.
[3] . الزبیدی، محمد بن محمد بن عبدالرزاق، تاج العروس من جواهر القاموس، باب رنجح، ج ۱، ص ۱۵۹۶.
[4] . ابن القیم الجوزیة، أبوعبدالله محمد بن أبی بکر، کتاب الروح، تحقیق: محمد أجمل أیوب الإصلاحی، ج ۱، ص ۶۱۳.
[5] . هماغه، ج ۱، ص ۶۱۵.
[6] . سورة الشعراء، آیت ۱۹۳.
[7] . سورة المجادلة، آیت ۲۲.
[8] . الحمد، محمد ابن إبراهیم، الإیمان بالیوم الآخر، ۱۴۲۲ هـ.ق، ص ۳۷.
[9] . سورة المائدة، آیت ۱۱۰.
[10] . که څه هم د روح کلمه پر هغو ماناوو سربېره چې یادې شوې، په نورو ماناوو هم اطلاقېږي؛ خو دا چې د دې موضوع د جزئیاتو بیانول موږ له اصلي بحث، یعنې د شبهاتو له مطرح کولو او د هغوی له ځوابونو څخه لرې کوي، نو له هغې نه تېرېږو. څوک چې په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتونکي وي، کولای شي د ابن القیم الجوزیه د «الروح» کتاب او د «الإیمان بالیوم الآخر» کتاب ٣٨م مخ د روح مبحث ته مراجعه وکړي.
[11] . سورة الإسراء، آیت ۸۵.


