Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲)
اسلام سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD

له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعایشه
له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲)
د جسماني او روحاني معاد په اړه د اهل سنت او جماعت لیدلوری (دوام)
د «وصیة الإمام أبي حنیفة رحمه‌الله» شارح علامه أکمل‌الدین بابرتي، کله چې د قرآن کریم په ګڼو آیتونو کې جسماني او روحاني معاد ثابتوي، داسې فرمایي: «کله چې دا موضوع ښه روښانه شوه، نو موږ وایو: ټول مسلمانان په دې اجماع لري چې الله تعالی به له مرګ او د بدنونو له تیت‌وپرک کېدو وروسته، هغوی بېرته راټولوي؛ ځکه دا کار د عقل له مخې ممکن دی او صادق (حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم) یې په اړه خبر ورکړی، نو دا چاره حق او رښتیا ده.»[۱]
ملاعلي قاري رحمه‌الله د «الفقه الأکبر» په شرح کې فرمایي: «له امام ابوحنیفه رحمه‌الله څخه داسې روایت شوی چې کله روح په جسم کې پو کړل شي، نو خلک به حشر شي او که روح پکې نه وي پو شوی، نو حشر به نه وي. دا خبره ښکاره ده؛ ځکه د صالحینو او غوره علماوو غوره مذهب دا دی چې حشر د جسم او روح دواړو مجموعه ده.»[۲]
سید سابق رحمه‌الله فرمایي: «آخرت له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو څخه پیلېږي. له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل دا معنا لري چې روح او جسم به هماغسې بېرته را وګرځول شي لکه څنګه چې په دنیا کې وو. دا اعاده به د بشپړې فنا او نیستۍ وروسته وي…»[۳]
ابن کثیر رحمه‌الله فرمایي: «له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو مقصد دا دی چې د قیامت په ورځ به روحونه او جسمونه بېرته راوګرځول شي.»[۴]
علامه سفاریني رحمه‌الله په خپل کتاب «لوامع الأنوار البهیة وسواطع الأسرار الأثریة» کې لیکي:
«پوه شئ چې جسمي معاد یو ثابت حق او څرګند حقیقت دی، صحیح نقل پرې دلالت کړی او سالم عقل یې هم مخنیوی نه کوي؛ نو پر هغه ایمان راوړل او تصدیقول واجب دي؛ ځکه په صحیح روایتونو کې دا خبره راغلې او د جمهور علماوو په نزد د سالم عقل له مخې هم ثابته ده. د معاد معنا دا ده چې الله تعالی به مړي له خپلو قبرونو راپاڅوي، په دې ډول چې د هغوی اصلي برخې به سره راټولې کړي او روحونه به بېرته ور وګرځوي.»[۵]
 له مرګ وروسته پر بیا راژوندي کېدو ایمان راوړل، په هماغه ډول لازم دي لکه څنګه چې الله تعالی په خپل کتاب کې بیان کړي دي او هغه دا چې الله تعالی به د هغو جسمونو له منځه تللې برخې، چې په دنیا کې یې شتون درلود، بېرته راټولې کړي، له سره به یې خلق کړي او بېرته به ژوند ورکړي. او څوک چې له جسمي بعث څخه منکر واوسي؛ لکه فلاسفه او نصارا، نو هغوی کافران دي.[۶]
یادونه ۱
لکه څنګه چې مخکې وویل شول، ځینې خلک وایي چې د اهل سنت او جماعت ډېری متکلمین، چې اشاعره او ماتریدیه هم پکې شامل دي، یوازې پر جسماني معاد باور لري. دا برداشت ناسم دی؛ ځکه هېڅ عاقل انسان دا ډول نظر نه شي درلودلای، بلکې د دې ډلې په نزد کله چې جسم بېرته را وګرځول شي، نو روح چې لطیف جسم دی او په بدن کې جاري وي، بېرته له جسم سره یوځای کېږي.
امام رازي رحمه‌الله د جسمي معاد نظریه ګڼو متکلمینو ته منسوبه کړې ده؛ ځکه هغوی انساني نفس ته په جسمانیت قایل دي او علامه تفتازاني رحمه‌الله هم ویلې دي چې د جسمي معاد نظریه د جمهورو مسلمانانو قول دی.
باید پوه شو چې هغه څه چې جمهور مسلمانان او ډېری متکلمین پرې باور لري او وایي چې معاد جسماني دی، د دې معنا نه لري چې روحي معاد شتون نه لري؛ بلکې د دې تصور هم نه شي کېدای، ځکه له روح پرته د جسم بیا راګرځول حتا ممکن نه دي، ځکه روح د ژوند راز دی.[۷]
اوس کېدای شي دا شبهه راپورته شي چې که رښتیا هم هغوی په جسمي او روحي معاد دواړو باور لري، نو ولې یې دا خبره په ښکاره ډول نه ده بیان کړې؟ دې شبهې ته په څو ډولونو ځواب ورکول کېدای شي:
۱. که د اهل سنت علماوو اقوال په سمه توګه وڅېړل شي، نو وبه لیدل شي چې په ډېریو ویناوو کې یې راغلي چې روحونه بېرته جسمونو ته راګرځول کېږي او دا پخپله ښکاره تصریح ده چې جسمونه یوازې نه وي، بلکې روحونه هم ورسره وي؛
۲. د قرآن کریم ډېری آیتونه پر دې دلالت کوي چې جسمونه به له خپلو قبرونو راپورته کېږي، نو جسم هېڅکله له روح پرته نه وي او روح هم د جسم ترڅنګ په ثواب او عذاب کې شریک وي؛
۳. کله چې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پر دې وینا غور وشي چې فرمایي: «موږ اقرار کوو چې الله تعالی به دا نفسونه له مرګ وروسته بېرته راژوندي کوي او هغوی به په هغه ورځ راپاڅوي چې اندازه یې پنځوس زره کاله ده، د دې لپاره چې سزا، بدله او د حقونو ادا کول ترسره شي.[۸] الله تعالی په دې اړه فرمایي: ﴿وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ﴾[۹]
د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پر دې وینا اعتراض شوی چې خبرو کې یې د جسمي معاد په اړه هېڅ بحث نشته، بلکې یوازې ویل شوي چې الله تعالی دا نفسونه له مرګ وروسته بېرته راژوندي کوي.
علامه بابرتي د امام ابوحنیفه رحمه‌الله د وصیت په شرح کې دې اعتراض ته داسې ځواب ورکوي:
«د امام صاحب له دې خبرې څخه مراد بدن دی؛ ځکه د هغه دلیل چې لاندې مبارک آیت دی: ﴿وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ﴾ دا څرګندوي چې مراد یې بدنونه دي؛ ځکه ټوله ته ښکاره ده چې په قبرونو کې بدنونه وي. او احتمال شته چې د دې الفاظو د انتخاب سبب د هغو کسانو د خبرو رد واوسي چې جسمي او روحي معاد نه مني. ښایي د “دې نفسونو” په عبارت سره د ارواحو حشر ته اشاره شوې وي او د آیت په دلیل سره د جسمونو حشر ته اشاره شوې وي.»[۱۰]
یادونه ۲
کله چې جسمي او روحي معاد ثابت شي، نو ځینې شبهې راپورته کېږي چې باید ځواب ورکړل شي او په راتلونکو برخو کې ـ إن‌شاءالله ـ هڅه کوو چې دا شبهې ذکر او هرې یوې ته مناسب ځواب وړاندې کړو.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:

[۱]. البابرتی الحنفی، أکمل‌الدین محمد بن محمد، شرح وصیة الإمام أبی حنیفة رحمه‌الله، تحقیق: محمد صبحی العایدی و حمزه محمد وسیم البکری، 2009م، ص 130.

[۲]. الحنفی، ملاعلی القاری، شرح کتاب «الفقه الأکبر للإمام أبی حنیفة رحمه‌الله»، بی‌تا، ص 12.

[۳]. السید السابق، العقائد الإسلامیه، الطبعة العاشرة 1420 هـ.ق/ 2000م، ص 235.

[۴]. الموسوعة العقدیة- الدرر السنیة، مجموعة من المؤلفین، بی‌تا، ص 1351.

[۵]. السفارینی، محمد بن أحمد، لوامع الأنوار البهیة وسواطع الأسرار الأثریة لشرح الدرة المضیة في عقد الفرقة المرضیة، ج 2،  بی‌تا، ص 157.

[۶]. هراس، محمد بن خلیل، شرح العقیدة الواسطیة، تخریج و تصحیح: علوی بن عبدالقادر سقاف، 1415 هـ.ق، ص 64.

[۷]. الحوفی، فتحی عبدالرحمن محمد عطیة، المعاد الجسمانی بین المثبتین والمنکرین من فلاسفة المسلمین، نشر المقال في مجلة الجامعة الأسمریة: العلوم الشرعیة والإنسانیة، المجلد 34، العدد 3، 2021م، ص 749.

[۸]. الخمیس، محمد بن عبدالرحمن، أصول الدین عند الإمام أبی حنیفة رحمه‌الله، بی‌تا، ص 506.

[۹]. سورة الحج، آیۀ 7.

[۱۰]. البابرتی الحنفی، أکمل‌الدین محمد بن محمد، شرح وصیة الإمام أبی حنیفة رحمه‌الله، تحقیق: محمد صبحی العایدی و حمزه محمد وسیم البکری، 2009م، ص 131.

معاد
Previous Articleله مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل ( برخه : ٢٣)

اړوند منځپانګې

Blog

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل ( برخه : ٢٣)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)

پنجشنبه _21 _مې _2026AH 21-5-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷)

چهارشنبه _20 _مې _2026AH 20-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD2 Views

لیکوال: ابوعایشه له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲) د جسماني او روحاني معاد…

نور یی ولوله
Blog

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل ( برخه : ٢٣)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD7 Views

لیکوال: ابوعائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل ( برخه : ٢٣) سریزه د معاد…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ٤١)

یکشنبه _31 _مې _2026AH 31-5-2026AD14 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ٤١) د ماسوني محفلونو د ځمکې سپېڅلتیا د یهودیت او…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۵)

دوشنبه _25 _مې _2026AH 25-5-2026AD18 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۵) د بودیزم تعلیمات…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل ( برخه : ٢٣)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.