لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵)
د اوښ په پیدایښت کې اعجاز
که انسان یوازې څو دقیقې د اوښ د خلقت په باب فکر وکړي، نو واضح به درک کړي چې دا حیوان د الهي طرحې او خلقت یو لوی شاهکار دی. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى ٱلإِبِلِ كَيفَ خُلِقَت﴾[1]
ژباړه: «ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟»
۱ ـ سترګې: په توپاني حالاتو کې د لید وسیله
اوښ د غټو بڼو دوه پوړیزه طبقه لري، چې د دوهګوني پردې په څېر سترګو ته د شګو او دوړو د ننوتو مخه نیسي.
د اوښ سترګې په داسې بڼه خلق شوې دي، چې شیان لوی او غټ ښکاره کوي؛ یعنې لرې شیان نږدې او واړه شیان غټ ویني.
د اوښ دا وړتیا او ځانګړتیا د دې لامل شوې چې له لرې واټن څخه د انسان یا نورو حیواناتو حرکت تشخیص کړي.
۲ ـ غوږونه، پوزه او تنفسي سیستم
اوښ کولای شي چې په بشپړه توګه خپل غوږونه او د پوزې سوری وتړي، څو د شګو د توپان پر مهال یې هېڅ دوړه او ریګ تنفسي لارو ته داخل نه شي.
دا ځانګړی او دقیق میکانیزم په بل حیوان کې نه تر سترګو کېږي.
۳ ـ پښې او پر شګو د تګ وړتیا
اوښ پراخ او سفنجي تلي لري، همدا ځانګړنه د دې لامل کېږي چې د حیوان وزن پر پراخه سطحه ووېشل شي او پښې یې په شګو کې د ننه نه شي.
همدې ځانګړتیا اوښ د «صحرا بېسارې نقلیه وسیله» ګرځولې ده.
۴ ـ خوله او د اغزیو د خوړلو وړتیا
د اوښ شونډې اوږدې، انعطافمنونکې او پنډې دي، چې له امله یې کولای شي پرته له دې چې ژبه بهر راوباسي او یا د بدن رطوبت له لاسه ورکړي د دښتې تر ټولو سخت اغزي وخوري. دا ځانګړنه په وچو او نیمه وچو سیمو کې د ژوند یو حیاتي امتیاز ګڼل کېږي.
۵ ـ د اوبو او غوړو د زېرمه کولو معجزه
اوښ د اوبو او خوړو د تنظیم او ساتنې له پلوه له تر ټولو حیرانوونکو مخلوقاتو څخه شمېرل کېږي. دا حیوان کولای شي په یو ځل لسګونه لیتره اوبه وڅښي؛ یعنې د یوه کوچني عوض به اندازه د اوبو د څښلو وړتیا لري. وروسته بیا لسګونه ورځې، آن څو میاشتې پرته له اوبو ژوند ته دوام ورکوي.
په اضطراري حالاتو کې پرته له دې چې فعالیت او ځواک یې کمزوری شي د بدن له نسجونو څخه خپل اړین رطوبت ترلاسه کوي.
د اوښ کوهان د هغه د بدن د وزن د پنځمې برخې په اندازه د غوړو زېرمه لري؛ همدا زېرمه د خوړو د نشتون پر مهال مصرفېږي.
۶ ـ خوی، طبیعت او عاطفي اړیکه
اوښ سره له دې چې لوی او ځواکمن حیوان دی، یوازې هغه وخت رام او مطیع کېږي چې له نرمۍ، مهربانۍ او محبت څخه ډک چلند ورسره وشي.
دا چاره د هغه د دروني لطافت او د الهي هدایت یوه نښه ده، چې د هغه په رواني جوړښت کې ځای پر ځای شوې ده.
پایله: په خلقت کې اعجاز او تفکر ته دعوت
غوا او اوښ د نورو ژوندیو موجوداتو په پرتله له داسې حیرانوونکو پیچلتیاوو څخه ډک دي چې هېڅ تصادف او یا ړوند بهیر یې نه شي تفسیرولای. دا دقیق بیولوژیکي نظام، له حجرې نیولې تر اندامونو پورې، په هر ګام کې د واحد خالق د حکمت او قدرت شاهدي ورکوي.
هغه پاکې شیدې چې د وینې او فاضلاتو له منځه راوځي او هغه حیوان چې په مرګونو دښتو کې سفر کوي؛ دواړه د الهي آیتونو څرګندې بېلګې دي.
دا هر څه انسان فکر او تامل ته رابولي؛ ځکه که انسان فکر وکړي، نو حیرانېږي، چې حیران شي، نو عاجزي خپلوي او چې عاجزي خپله کړي، نو عبادت او شکر ته نږدې کېږي.
که انسان لږ هم د الله تعالی په خلقت کې فکر وکړي، نو دې حقیقت ته رسېږي چې دا نړۍ د حکمت پر بنسټ پیدا شوې ده او هر موجود د پوه، ځواکمن او مهربان خالق یوه نښه ده.
﴿ٱلَّذِينَ يَذكُرُونَ ٱللَّهَ قِيَٰما وَقُعُودا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِم وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلأَرضِ رَبَّنَا مَا خَلَقتَ هَٰذَا بَٰطِلا سُبحَٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ﴾[2]
ژباړه: «هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د اسمانونو او ځمكې په پیدا كونه كې ښه فكر كوي (او وايي:) اى زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه.»[3]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
- الغاشیه: ۱۷.
- آل عمران: ۱۹۱.
-
لنډیز اخیستل شوی له: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ټوک ۲، مخونه ۱۶۳ ـ ۱۶۶.


