Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۳۹)
فراماسونري سه شنبه _12 _مې _2026AH 12-5-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف عبدالله
فراماسونري (برخه: ۳۹)
د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ اړیکه
تر ټولو مهم بحث چې موږ یې د څېړنې او ارزونې هڅه کوو، د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ د اړیکې او تړاو موضوع ده. پخواني بحثونه د همدې موضوع لپاره د مقدمې او سریزې په توګه مطرح شوي وو. په دې برخه کې د مهمو او اساسي سرچینو د څېړلو او ارزونې پر اساس دې پایلې ته رسېږو چې د یهویت او فراماسونرۍ ترمنځ اړیکه او تړاو ډېر قوي او نږدې دی؛ داسې چې دا حرکت د موافقینو او مخالفینو په ټولو سرچینو او مراجعو کې د یوه یهودي او صهیونیستي حرکت په نوم معرفي شوی دی. د دې حرکت ملاتړي او پلویان هم فراماسونري د یهودیت له مهمو لاسته راوړنو او محصولاتو څخه ګڼي.
په دې برخه کې هغه ویناوې، دلایل او شواهد وړاندې کوو چې وښایي دا حرکت د یهودیت دین له مهمو فعالیتونو څخه دی.
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، ښايي یوازینۍ موضوع چې فراماسونران په ختیځ او لویدیځ کې پرې اتفاق لري، یا لږ تر لږه انکار ترې نه کوي، د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ نږدې او ټینګه اړیکه ده، ورسره د یهودانو اړیکه هم کېدای شي چې د دوی د پراخ نفوذ علت واوسي، چې پر دوو اساسي اصولو ولاړ دی: پراخه شتمني او بېلابېلې رسنۍ. درېیم اصل هم ورسره یو ځای شوی او هغه «له سترو قدرتونو سره تړون او ملګرتیا» ده. درېیم اصل تر نورو هم ژور او پیاوړی اصل دی، چې په حقیقت کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د یهودیت د نفوذ او واکمنۍ د ډېرو بڼو لامل شوی دی؛ له لویدیځوالو سره له تړونونو نیولې تر فاشیستانو او لویو استعماري ځواکونو سره تر همکارۍ پورې.
د دا ډول اړیکو او له نړیوالو قدرتونو سره د تړونونو علت؛ همدارنګه پر خوځښتونو او بنسټونو د واکمنۍ د ترلاسه کولو هڅه دا ده چې یهودیان تل «قدرت» له هر څه لوړ ګني؛ په داسې حال کې چې په اسلام کې الله تعالی د ټولو نړیوالو پالونکی دی او په مسیحیت کې د محبت او سولې خدای ګڼل کېږي؛ خو په یهودیت کې د «لښکرو رب» معرفي شوی دی.
تورات په شوق او خوند سره د وینې تویولو صحنې بیانوي، یهودیان یې د دښمنانو ذبح کولو، د حیواناتو وژلو، د کروندو او باغونو سوځولو ته هڅوي. د تورات د دې ټینګار او سپارښتنو ځینې بېلګې به، چې یهودانو هم د متن په تحریف، هم د مغرضانه تفسیر او موخیز تأویل له لارې ادلون بدلون پکې راوستی، په راتلونکو بحثونو کې مطرح کړو.
د یهودیانو د نفوذ بل لامل د ملتونو، ټولنو او قدرتونو ترمنځ د هغوی ډېره شتمني ده. په حقیقت کې د یهودو شتمنۍ او د هغوی رسنیو د خلکو او حکومتونو پر فکر او ذهن اغېز کړی؛ نه یوازې پر بې‌وزلو او کمزورو خلکو یا کوچنیو واکمنانو، بلکې آن پر هغو مطرح کسانو یې هم اغېز کړی چې د یهودو له سرو زرو سره مینه لري.
خو د هغوی زر او شتمني تل له شرطونو او غوښتنو سره مل وي. همدارنګه لوی او ځواکمن حکومتونه او سیاسي ډلې د یهودو رسنیو ته لېواله دي، ځکه دغه رسنۍ په ظاهره داسې ځواک لري چې، نعوذ بالله، پېغمبر شیطان، فاسق او بدکاره انسان مقدس شخصیت وښيي.
ډاکټر نعمان عبدالرزاق السامرائی، چې د اسلامي مفکرینو او لیکوالانو له ډلې څخه دی، د فراماسونانو ترمنځ د یهودانو د نفوذ او ژورې اړیکې په اړه لیکي: «ویل شوي دي (د دې نقل مسؤلیت د راوي پر غاړه دی) چې د بهرنیو چارو هغه عرب وزیران چې د “رودُس” په لومړني اوربند کې یې له صهیونیستانو سره خبرې اترې کړې وې، ټول فراماسونان وو، یا لږ تر لږه ډېری یې همداسې وو. که دا خبره سمه وي (او هیله لرم چې سمه نه وي)، نو زموږ حال به هماغسې وي لکه شاعر معروف الرصافي چې ویلي دي:
«زه به ویده شم، څو ونه وینم چې زما وطن پلورل کېږي؛
او دا چې په چا پلورل کېږي، او څوک یې پلوري؟
انګلستان، د انګلستان لپاره.»
هغه څه چې دلته زموږ پام ځان ته را اړوي، له یهودو او یهودیت سره د فراماسونرۍ اړیکه ده؛ هغه هم په داسې زمانه کې چې موږ یې د ماتې او سقوط شاهدان یو، او له داسې ننګونې سره مخ شوي یو لکه د تاتاریانو او صلیبیانو ننګونه، بلکې ښايي تر هغې هم سخته.
په هغه وخت کې موږ آزاد وو او هره وسیله چې مو غوښتله کاروله مو، پرته له دې چې کوم ستر دولت یا ملګري ملتونه، چې یو اړخیز او ملاتړي وو، زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.
خو نن زموږ پر وړاندې یو دښمن نه، بلکې ګڼو دښمنانو لاسونه سره یو کړې دي.
د هغو معتبرو سرچینو په څېړلو سره چې د یهودیت او فراماسونرۍ د تړاو او اړیکې په اړه لیکل شوي او همدارنګه د هغو کسانو د ویناوو له لارې چې دا حرکت یې معرفي او تشریح کړی، په څرګنده لیدل کېږي چې فراماسونري د یهودیت د الوت وزر او په حقیقت کې په نړۍ کې د هغه لیدونکې سترګه ده. یهودي او فراماسونري مفکرانو او پوهانو هم پر دې موضوع اعتراف کړی او دا یې د خپلو ویاړونو برخه ګڼلې ده؛ دلته یې ځینې بېلګې یادوو.
ستر حاخام اسحاق دایز وایي: «فراماسونري یو یهودي بنسټ دی؛ له یوې فرعي درجې او د لوړې په متن کې له څو کلمو پرته نور هر څه چې دي، له پیل تر پایه یهودي دي: تاریخ یې، فرایض یې، درجې یې، مراسم یې، رمزونه او د تېرېدو کلمې  او شرطونه یې.»
دا خبره نه د اسلام د کوم شیخ د خولې ده او نه هم په کومه کینه‌لرونکې خپرونه کې چاپ شوې؛ بلکې د ستر حاخام له قوله ده او د ۱۹۶۵ کال د اپرېل په ۳۰مه د «الاسرائیلی الانکلیزیه» مجله کې خپره شوې ده.
احمد علوش چې د اسکندریې د سترو محفلونو مشر و او د ستر استاد «زولا» له خوا د فراماسونرۍ لوړو درجو ته ورسول شو، وایي: «هیڅکله هغه هدف ته ونه رسېد چې دوی ورته ویلي وو چې هغه به یې د ځلېدونکي لمر په څېر وویني؛ خو یوه داسې حقیقت ته ورسېد چې مخکې ترې ناخبره و او هغه دا چې: فراماسونري او صهیونیزم په حقیقت کې یو څه دي، هر یو د بل بشپړوونکی دی؛ د دواړو اړیکه د خادم او مخدوم اړیکه ده: فراماسونري خادم دی او صهیونیزم مخدوم، خامخا مخدوم باید خپل خادم ته یو څه ورکړي څو هغه یې په خدمت کې پاتې شي.»
حنا ابوراشد چې د فراماسونرۍ دایرةالمعارف لیکوال او استاد و په ښکاره وایي: «د فراماسونرۍ او تورات ترمنځ اړیکه یوه ټینګه اړیکه ده.» هغه زیاتوي: «تورات د تاریخ له پلوه یو مهم سند دی او د فراماسونرۍ ډېری رمزونه پرته له دې چې له تورات سره وتړل شي د فهم وړ نه دي؛ ځکه تشریح او وضاحت یې په تورات کې دی.»  بل لوی ماسون استاد، د فراماسونرۍ د لوړې متن را نقلوي، چې د مقدس تورات پر اساس قسم پکې خوړل کېږي، د لومړني او وروستي الهي کتاب په توګه یې ومني؛ د موسی د لوی دولت د جوړولو، د صهیون د امت له دښمنانو څخه د غچ اخیستلو او د نورو عقایدو د له منځه وړلو لپاره به خپل ځان او وینه قربانوي.
اوس باید وپوښتل شي چې د دې لوړې کومه برخه غیر یهودي ده؟ په داسې حال کې چې ټولې برخې یې یهودي رنګ لري؛ له مقدس تورات څخه نیولې، د طور د غره تر نور پورې، د موسی تر دولت او د صهیون د دښمنانو تر غچ پورې! په ښکاره وایي چې فراماسونري په خپل ژور بنسټ کې اسرائیلي فکر ځای پر ځای کړی دی او په تاریخ، نښو او رازونو کې یې یهودي افسانې شتون لري. نوموړی زیاتوي چې فراماسونري، په شعوري یا غیر شعوري ډول، هڅه کوي په خپلو پلویانو کې یهودي روحیه پو کړي او وروستی هدف یې د سلیمان د معبد جوړول دي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه

سرچینې:

1. «الیهود والتحالف مع الأقویاء» د ډاکټر نعمان عبدالرزاق السامرائی اثر، د أمة کتاب مرکز چاپ، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ هـ.ق.
2. السامرائی، نعمان عبدالرزاق، «الماسونیة والیهود والتوراة»، مخ: ۳۱، دارالحکمة، د ملک سعود پوهنتون تعلیم پوهنځی، بې‌تاریخه.
3. هماغه منبع، مخ: ۳۲.
4. حمادة، حسین عمر، «الماسونیة والماسون فی الوطن العربی»، مخ: ۵۹، دارالوثائق، دمشق، سوریه، ۱۴۳۸ هـ.ق.
5. هماغه منبع.
6. «الماسونیة والیهود والتوراة»، مخ: ۳۲.
7. «دائرة المعارف الماسونیة»، مخ: ۲۴.
8. هماغه منبع، مخ: ۲۵.
9. «الأسرار الخفیة»، مخ: ۹۹.
10. السقا، محمد صفوت، سعدی، ابو حبیب، «الماسونیة»، مخ: ۱۳۰، د رابطة العالم الإسلامی خپرونې، مکه مکرمه، دوهم چاپ، ۱۴۰۲ هـ.ق.
11. «الماسونیة والیهود والتوراة»، مخ: ۳۴.

فراماسونري
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۰)

اړوند منځپانګې

نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۸)

یکشنبه _10 _مې _2026AH 10-5-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۸) 

شنبه _9 _مې _2026AH 9-5-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۹)

سه شنبه _12 _مې _2026AH 12-5-2026AD3 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ۳۹) د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ اړیکه تر ټولو مهم…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۰)

دوشنبه _11 _مې _2026AH 11-5-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۰) درویشتم…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۰)

یکشنبه _10 _مې _2026AH 10-5-2026AD10 Views

لیکوال: مهر الله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۰) د بودا…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۸)

یکشنبه _10 _مې _2026AH 10-5-2026AD8 Views

لیکوال: محمد فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۳۹)

سه شنبه _12 _مې _2026AH 12-5-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۰)

دوشنبه _11 _مې _2026AH 11-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.