په چین کې د بودا د پیروانو د شمېر اټکل د بېلابېلو طریقو له مخې ډېر توپیر سره لري؛ ځکه چې زیاتره خلکو بودایي عقاید او اعمال له نورو دودونو او عقایدو سره ګډ کړي دي.
د رسمي احصائیو له مخې، هغه کسان چې ځانونه په رسمي ډول بودایان معرفي کوي، د چین د بالغ نفوس شاوخوا ۴ سلنه جوړوي، چې شمېر یې له ۴۲ میلیونو څخه زیات اټکل شوی دی. خو که پر بودا باور او یا له بودایي مراسمو سره تړلي مناسک هم په پام کې ونیول شي، نو شاوخوا ۳۳ سلنه بالغ چینایان ـ یعنې له ۳۶۰ میلیونو څخه ډېر کسان ـ پر بودا یا بودایي مقدسو موجوداتو باور لري او یا هم په اړوندو مراسمو کې ګډون کوي.
ځینې نورې سرچینې بیا بېلابېل ارقام وړاندې کوي او د بودیانو شمېر له ۱۰۰ میلیونو څخه زیات کسان اټکلوي، چې دا توپیر تر ډېره د احصائیې او اندازهکولو له طریقې سره تړاو لري.[3]
د بودیزم مکتب سره له هغو ټولو لوړو ژورو او ستونزو چې د څو پېړیو په اوږدو کې یې په چین کې تجربه کړې، بالاخره وتوانېد چې د چین له درېیو مهمو فکري او مذهبي مکتبونو څخه وشمېرل شي؛ تر دې چې چین د نړۍ د بودایي هېوادونو (د مهايانه فرقې) په تر ټولو مهم مرکز بدل شي.
که څه هم په ۱۹۴۹ میلادي کال کې په چین کې د کمونیستي انقلاب له بریا وروسته، د چین حکومت د بودیزم په اړه مثبت نظر نه درلود او یو ارتجاعي، وروسته پاتې او د تاریخ له تېر پړاو سره تړلی مکتب یې وباله، چې ګڼ شمېر بودایي معبدونه یې وتړل.[4]
ب: کوریا
په چین کې د بودایي آیین له خپرېدو وروسته، دغه دین د څلورمې میلادي پېړۍ پر مهال د کوریا خاورې ته هم داخل شو او ورو ورو یې پراختیا ومونده. په هغه وخت کې کوریا په څو خپلواکو دولتونو وېشل شوې وه، په هېڅ یوه کې منظم او ژور دیني فرهنګ موجود نه و؛ ډېریو اوسیدونکو یې د اجدادپرستۍ له یوې ساده او ابتدایي بڼې پیروي کوله.
په همدې دوره کې، د «سوندو» په نوم یو بودایي راهب، د شمالي چین د یوه سیمهییز پاچا په هڅونه، کوریا ته سفر وکړ، له ځان سره یې یو شمېر بودایي مجسمې او سپېڅلي کتابونه یوړل؛ د دغې آیین د تعلیماتو په تبلیغ او خپرولو یې پیل وکړ او د کوریايي وګړو او واکمنانو لپاره یې زمینه برابره کړه چې له بودیزم سره اشنا شي.
په لنډ وخت کې د کوریا د درېګونو دولتونو واکمنان د بودایي مبلغینو تر اغېز لاندې راغلل، بودایي دین یې ومانه او د بودیزم تمدني او فرهنګي عناصر یې خپل کړل.
په دې توګه کوریا د بودایي آیین د ودې او خپرېدو په برخه کې مهم رول ولوباوه. یاد مکتب تر نن ورځې پورې په دې هېواد کې خپل اهمیت ساتلی او لا هم ګڼ شمېر پیروان لري. ځکه چې کوریا په دوو هېوادونو، یعنې شمالي او جنوبي کوریا وېشل شوې ده. د ۲۰۱۵ میلادي کال د سرشمېرنې له مخې چې په جنوبي کوریا کې ترسره شوې، ښيي چې ۵۶.۱ سلنه خلک له هېڅ دین سره تړاو نه لري. ۱۹.۷ سلنه وګړي یې پروتستانت، ۱۵.۵ سلنه بودایان، ۷.۹ سلنه کاتولیکان او ۰.۸ سلنه نور وګړي یې د نورو ادیانو لکه کنفوسیوسیزم، مسیحیت، اسلام، یهودیت او… پیروان دي.
همدارنګه په شمالي کوریا کې شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنه خلک بېدینه بلل شوي، ۱۰ تر ۱۶ سلنه د «چوندیزم» پیروان دي، ۱ تر ۴ سلنه بودایان دي او له ۱ تر ۲ سلنه وګړي د مسیحیت پیروان ګڼل شوي دي.
ج: جاپان
په ۵۵۲ میلادي کال کې د کوریا له لارې جاپان ته بودیزم په داسې حال مې داخل شو چې تر یوه حده یې چینایي بڼه خپله کړې وه. بودایي آیین په پیل کې د جاپان له بومي دین «شینتو» سره ګډ شو، ځایي رنګ یې واخیست او ورو ورو د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شو.
له هغه وروسته بودایي آیین په بشپړه توګه جاپاني بڼه غوره کړه، له شینتو دین سره یې سولهییز ګډ ژوند درلود او ګڼې فرقې یې رامنځته شوې.
د «اېدو» (Edo) د سلسلې د واکمنۍ پر مهال، چې نږدې درې پېړۍ (۱۶۰۳–۱۸۶۷م) حکومت یې وکړ ـ یعنې د اوولسمې پېړۍ له پیل څخه د نولسمې پېړۍ تر نیمایي پورې ـ بودیزم په رسمي ډول د «ملي دین» په توګه اعلان شو.
خو وروسته له یوې خوا د شینتو دین په اړه د سختو ملتپالو تمایلاتو د راپیدا کېدو او له بلې خوا د بودایي آیین پر وړاندې د پردیتوب د احساس له امله بودیزم له جدي ګواښونو سره مخ شو. کله چې له اروپا او امریکا څخه مسیحي مبلغین جاپان ته راغلل او د بودایي دین پر ضد یې تبلیغات پیل کړل، نو دغه آیین نور هم له ستونزو او ګواښونو سره مخامخ شو.
همدارنګه د رسمي احصائیو له مخې نږدې ۶۷ تر ۶۹ سلنه خلک له بودیزم سره تړلي ګڼل کېږي، یا هم په بودایي مراسمو او مناسکو کې ګډون کوي. که دغه دواړه شمېرې یوځای سره حساب شي، نو له ۱۰۰ سلنې څخه اوړي؛ لامل یې دا دی چې ډېری جاپانیان په یو وخت کې هم د شینتو آیین او هم د بودیزم پیروان دي.
مسیحیان د جاپان د نفوس یوه کوچنۍ برخه جوړوي، چې شاوخوا ۱.۵ سلنه اټکل شوي دي او نور ادیان بیا د ټول نفوس له ۴ تر ۷ سلنې پورې برخه تشکیلوي.