لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹)
دوولسم درس: بریالی روزونکی باید له ځانه پیل وکړي، څو د نورو لپاره بېلګه وګرځي
سره له دې چې حضرت ابراهیم علیهالسلام ډېر د زړښت پړاو ته رسېدلی و، خو بیا یې هم له خپل زوی حضرت اسماعیل علیهالسلام سره یو ځای د کعبې په جوړولو کې برخه واخیسته. په دې عمل سره یې د خپل زوی لپاره الله تعالی ته د نږدېوالي یوه نېکه بېلګه وړاندې کړه؛ داسې بېلګه چې د الله تعالی د اطاعت په لار کې له جدي هڅو او قربانیو سره مل ده.
دا یوازینی نېک عمل نه و چې پلار د خپل زوی د روزنې لپاره ترسره کړ، بلکې له دې وړاندې یې هم ډېر داسې کارونه ترسره کړي وو چې ټولو یې په ګډه د یوې ژورې، ارزښتناکې او بېسارې روزنیزې طریقې بڼه غوره کړه.
د حضرت ابراهیم علیهالسلام روزنیزې بېلګې
– د الهي امر له مخې هجرت: حضرت ابراهیم علیهالسلام خپله مېرمن او زوی د الله تعالی په حکم سره د مکې مکرمې تر څنګ په یوه شاړه دښته کې یوازې پرېښودل.
– د الهي فرمان بشپړ اطاعت: کله چې الله تعالی په خوب کې د خپل زوی د ذبح کولو امر ورته وکړ، حضرت ابراهیم علیهالسلام له خپل زوی حضرت اسماعیل علیهالسلام خوب شریک کړ. کله چې اسماعیل علیهالسلام د الهي حکم د عملي کولو لپاره د خپل پلار خبرې ته غاړه کېښوده، نو ابراهیم علیهالسلام د رب د امر پر ځای کولو لپاره د بشپړ اطاعت له مخې د عمل میدان ته راووت.
– له پلار څخه د زوی پیروي: په دې حساسو شېبو کې حضرت اسماعیل علیهالسلام هېڅ خبره او اعتراض و نه کړ؛ بلکې د الله تعالی له امر څخه یې اطاعت وکړ او د خپل پلار بېلګه یې تعقیب کړه. پلار د ذبح لپاره روان شو او زوی ځان د الهي فرمان پلي کولو ته چمتو کړ.
په روزنه کې د بېلګې اهمیت
ایمان او په روزنه کې د بېلګې اخیستل همداسې مانا لري چې روزونکی باید د هغو کسانو لپاره چې روزنه یې کوي، خپله یو عملي نمونه واوسي. هغه څه چې نورو ته یې سپارښتنه کوي، باید لومړی یې پخپله په عمل کې ثابته کړي. دا چاره د دې سبب ګرځي چې د هغوی په وړاندې یوه ژوندۍ او نېکه نمونه شتون ولري او اغېز یې د هغو نظري خبرو په پرتله ډېر پیاوړی وي چې په عمل کې نه پلي کېږي.
پر وینا د عمل اغېز
اولادونه که څه هم د نېکۍ لپاره هر څومره چمتو وي او فطرت یې پاک او سالم وي، خو یوازې هغه مهال نېک کار ته مثبت ځواب وايي چې د خپلو سترګو په وړاندې د داسې مخلصو کسانو بېلګې وویني چې خپل رب او دین ته رښتینې ژمنتیا لري او د الله تعالی په لاره ټینګ ولاړ وي. که هغوی په کور، ښوونځي او یا ټولنیزو تعاملاتو کې دا ډول بېلګې و نه ویني، نو هر څومره چې لارښوونکي، ښوونکي او روزونکي هڅه وکړي، بیا هم د هغوی لپاره د انحراف خطر موجود وي. پر هغه څه عمل کول چې انسان نور ورته را دعوتوي، تر بېعمله وینا زرګونه ځله اغېزناک دي.
له همدې امله، د اسلام پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د خپلو اصحابو لپاره یوه بشپړه بېلګه وه؛ داسې چې حضرت عایشه رضیاللهعنها فرمایلي دي چې د هغه اخلاق قرآن کریم و. همدارنګه الله تعالی د هغه په اړه فرمایي: «وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِیمٍ»[۱]
ژباړه: بېشکه ته د لوړو اخلاقو څښتن یې.
له همدې امله، صحابه کرام رضیاللهعنهم اجمعین د رسول کریم صلیاللهعلیهوسلم له سیرت او طریقې څخه په هر کار کې په اقتدا کولو سره، یوې نېکې، ارزښتمنې او فاضلې روزنې ته ورسېدل. الله تعالی فرمایي: «لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِی رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ یرْجُو اللَّهَ وَالْیوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِیراً»؛[۲]
ژباړه: بېشكه تاسي لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښائسته پېروي شته، د هغه چا لپاره چې د الله او د اّخرت له ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي.
پخپله خبره د نه اودرېدو په اړه د قرآن کریم خبرداری
د انسان په ژوند کې د بېلګې د اهمیت له امله، قرآن کریم هغه روزونکي، ښوونکي او لارښوونکي سخت ملامت کړي دي چې یوازې په ژبه خلکو ته سپارښتنې کوي، خو پخپله عمل پرې نه کوي او هغوی یې له دې کاره په کلکه منع کړي دي. الله تعالی فرمایي: «یا أَیهَا الَّذِینَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتاً عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ»؛[۳]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ولې هغه څه واياست چې كوئ يې نه؟ د الله پر وړاندې دا ډېره د غصې خبره ده چې تاسې هغه څه واياست چې نه يې كوئ.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. القلم: ۴.
[2]. الأحزاب: ۲۱.
[3]. الصف: ۳-۲.


