Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۳۲)
فراماسونري یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف
فراماسونري (برخه: ۳۲)
په ماسوني تفکر کې د سپېڅلو اعدادو دلالتونه (دوام)
د ۱۳ شمېرې دلالت
 ۱۳ شمېره د مقدس کتاب د تفسیر له مخې د سرغړونې، نافرمانۍ او جګړې نښه ده، د یادې شمېرې په اړه د پيدايښت کتاب په (۳:۱۴) کې راغلي دي:
«هغوی ټول سره راټول شول او د سِدّيم په دره کې یې تړون سره وکړ؛ دولس کاله يې د عیلام د پاچا «کِدرلاعومر» بندګي وکړه او په ديارلسم کال يې د یاد پاچا پر وړاندې بغاوت وکړ.» د سِدّيم له درې موخه هماغه د مالګې سمندر دی.
۱۳ شمېره د تباهۍ او هلاکت نښه هم بلل کېږي؛ لکه د اخشورش د پاچاهۍ په زمانه کې د آذار د مياشتې په ديارلسمه نېټه د يهوديانو له منځه وړل. اخشورش هغه پاچا و چې له هند څخه تر کوش پورې یې واکمني کوله. په دې اړه د استر کتاب په (۳:۱۲–۱۳) کې راغلي دي: «نو د لومړۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ د پاچا منشیان راوغوښتل شول او له هامان فرمان سره سم د اخشورش پاچا په نوم او مُهر د پاچا واليانو، د هر ولايت حاکمانو او د هر قوم مشرانو ته په محلي ژبه لیکونه وليکل شول او د استازو په لاس د پاچا ټولو سيمو ته ولېږل شول، څو ټول يهوديان، ځوانان او سپینګیري، ښځې او ماشومان په يوه ورځ، يعنې د دولسمې مياشتې په ديارلسمه ورځ ووژني، له منځه يې يوسي، تباه يې کړي او شتمنۍ يې لوټ کړي.»
۱۳ شمېره د هغو ديارلسو قحطيو نښه هم ده چې د ځمکې د اوسېدونکو د بدو کړنو له امله رامنځته شوې او په تورات کې يې يادونه شوې ده. د پيدايښت کتاب په (۱۲:۱۰) کې راغلي دي: «او په ځمکه کې قحطي رامنځته شوه؛ نو اَبرام مصر ته راښکته شو، ځکه چې قحطي ډېره سخته وه.»[۱]
سره له دې د (۱۳) شمېره په ماسوني تفکر کې له تر ټولو سپېڅلو، مهمو او خطرناکو عددونو څخه شمېرل کېږي. یاده شمېره دوه شيانو ته اشاره کوي:
د ظاهري مانا له مخې د امريکا متحده ايالتونو د تشکیل پر مهال د دې هیواد د ايالتونو شمېر ته اشاره لري. د امريکا متحده ايالات په لومړیو کې ديارلس ايالتونه وو.
د باطني مانا له مخې د بني‌اسرائيلو دولسو قبيلو او لمسیانو، همدارنګه د خَزر قبيلې ته اشاره لري چې د قفقاز او ولګا سيند تر منځ اوسېده. خَزر قبیله هغه قبیله وه چې يهوديت دین یې غوره کړ او د مسيح دجال په افکارو يې ايمان راوړ؛ هغه نسل چې د ختيځې اروپا په ډېریو هېوادونو، په ځانګړي ډول پولنډ، هنګري او روسيه کې خپور شوی او اوس پر اسرائيلو واکمني کوي او د نړۍ د تسلط په لټه کې دی.[2]
د ۱۳ شمېرې سپېڅلتيا په ښکاره ډول د امريکا په رسمي نښان او همدارنګه د يو ډالري بانک‌نوټ پر مخ ليدل کېږي: د امريکايي باز پر سر شپږ‌کونجه ستوری (لکه څنګه چې د باز د نښان په بحث کې يادونه ترې وشوه) له ديارلسو ستورو څخه جوړ شوی دی. باز په خپلو منګولو کې ديارلس غشي او د زيتون ونې ديارلس څانګې نیولي چې غشي د جګړې او د زيتون ديارلس څانګې د سولې نښه بلل کېږي.
د امريکايي باز په لکۍ کې نهه بڼکې ليدل کېږي، چې د امريکايي ماسوني لژ د عالي شورا د درجو نښه ده. همدارنګه، سپېڅلی هرم ديارلس پوړونه لري او لکه څنګه چې د هرم د نښان په بحث کې یادونه ترې وشوه، د سترګې پر سر یې د Annuit Coeptis عبارت ليکل شوی دی. یاد عبارت چې له ديارلسو تورو جوړ شوی موخه ترې دا ده چې: «زموږ توطئه په برياليتوب سره بشپړه شوه».[3]
د ۳۳ شمېرې دلالت
 ۳۳ شمېره په ماسوني تفکر کې د ماسون د ارتقا له درجو او د فراماسونرۍ له تر ټولو لوړې درجې «لوى خپلواک عمومي مفتش، لوی استاد» سره نږدې او ټينګه اړيکه لري. د دې درجې نښه يو دوه‌سری باز دی چې پر سر يې تاج ايښودل شوی دی. یاد باز د روم د امپراتورۍ نښه هم بلل کېږي.[4]
د ماسونیت درې دېرش درجې په شپږو مرتبو وېشل شوې دي:
لومړۍ مرتبه: شين لژ (Blue Lodge)

د شین لژ په مرتبه کې له (۱) څخه تر (۳) درجې شاملې دي:
شاګرد، ملګری او ماسون استاد.
دوهمه مرتبه: د کمال لژ

کمال لژ کې له (۴) څخه تر (۱۴) درجې شاملې دي:
پټ استاد، بشپړ استاد، اصلي منشي، ناظر يا قاضي، د ودانيو سرپرست، د نهه کسانو منتخب، د پنځلسو کسانو منتخب، عالي منتخب، ستر معمار استاد، شاهي قنطره، او د کمال شوالیه.
درېیمه مرتبه: د ګل‌ګون د صلیب مرتبه (رزکروآ)

په دې مرتبه کې له (۱۵) څخه تر (۱۸) درجې شاملې دي، لکه:
د تورې شوالیه يا د ختيځ شوالیه، د اورشلیم امیر، د ختيځ او لوېديځ شوالیه، او د ګل‌ګون د صلیب شوالیه.
څلورمه مرتبه: د سپېڅلي شورا مرتبه

د سپېڅلي شورا په مرتبه کې له (۱۹) څخه تر (۳۰) درجې شاملې دي:
ستر کاهن، لوی معزز استاد، نوحي پاتریارک، د لبنان امیر، د لبنان تکراري امیر، د خیمه رئيس، د مسو مار شوالیه، د رحمت امیر، د معبد قومندان، د لمر د شوالیه قومندان (د معبد شوالیه‌ګان)، د سکاټلنډ د سنت اندرو شوالیه، او ستر سپېڅلی منتخب شوالیه.
پنځمه مرتبه: د مجمع مرتبه
په یاده مرتبه کې (۳۱) او (۳۲) درجې شاملې دي:
پلټونکی مفتش، د شاهي راز د څېړنې قومندان، او د شاهي راز عالي امیر.
شپږمه مرتبه:
شپږمه مرتبه کې درې دېرشمه درجه (لوى عمومي مفتش، ستر استاد) شامله ده.[5]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

 [۱] فکری، القس انطونیو، تفسیر العهد القدیم، تفسیر سفر الخروج، ص: ۱۶۳، مشروع الکنوز القبطیه، بی‌تا.

[2]. کیستلر، آرثر، القبیلة الثالثة عشرة ویهود الیوم، ترجمۀ احمد نجیب هاشم، ص: ۸-۹، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۱م.

[3]. فک الشیفرة الماسونیة، ص: ۹۴-۹۵.

[4]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، ص: ۲۳۹.

[5]. فک الشیفرة الماسونیة، ص: ۱۷۸-۱۸۵، أقدم تنظیم سری فی العالم، ص: ۶۷.

فراماسوناران فراماسونري
Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۶)
Next Article له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۱)

سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټالېزم (برخه: ۱۱)

دوشنبه _30 _مارچ _2026AH 30-3-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۰)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰) د معاد په…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۲)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD10 Views

لیکوال: ابورائف فراماسونري (برخه: ۳۲) په ماسوني تفکر کې د سپېڅلو اعدادو دلالتونه (دوام) د…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۶)

شنبه _4 _اپریل _2026AH 4-4-2026AD7 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۶) د تورې دانې (الحبة السوداء) اعجاز…

نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵)

شنبه _4 _اپریل _2026AH 4-4-2026AD7 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵) د طبیعت‌پالنې مهمې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۲)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.