Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۳۰)
فراماسونري یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: ابورائف
فراماسونري (برخه: ۳۰)
د بې‌ساه شيانو سمبولونو او ځانګړې ماناوې (دوام)
د راايستل شوې يا ځلېدونکې تورې سمبول
له یادې نښې موخه دا ده چې له یوه ماسوني څخه به تر هغه وخته دفاع کېږي، ترڅو چې د ماسوني تړون پابند وي او که چېرې له ماسوني ژمنې سره خيانت وکړي، نو سزا به ورکول کیږي. په بل عبارت، نافرماني، تېروتنه، جرم او فساد بايد په ماسوني محفلونو کې شتون و نه لري.
همدارنګه دا نښه د ماسوني غړو د تلپاتې ويښتيا څرګندونه کوي او د حق، عدالت او آزادۍ په لاره کې د جهاد دعوت ګڼل کېږي. داسې ښکاري چې دا نښه هغه وسیله ده چې ماسونیان یې په مرسته خپل غړي د ماسونيت پر اصولو پابندۍ ته رابولي او هغوی له دې لارې استقامت هڅوي.[۱]
د غوړېدلي نيلوفر ګل سمبول
که څه هم د نيلوفر ګل په لرغوني مصري تمدن کې د پاکۍ او طهارت نښه وه (ځکه چې دا ګل په خټو کې راټوکېږي او همدارنګه د نيل له سيند سره د ورته والي له امله چې پاڼې يې د نيل د څانګو نښه او ډډ (ساقه) يې د سيند د بهير استازيتوب کوي)، خو د ماسوني تفکر له مخې دا ګل د هغه نوي ژوندانه او نوي نظم د بريا نښه ګڼل کېږي چې د ماسونيانو له لورې طرحه شوی دی.[۲]
د «۱۲ بجو» سمبول
دا نښه د ماسوني تفکر له مخې د نوې سپېدې د راختلو او د نوي نړيوال ماسوني نظم د ريښتيني پيل څرګندونه کوي. د «۱۲ بجو» له سمبول هم په ډاګه کیږي چې د دې پټ خوځښت له کومې مهمې او پټې موخې څخه پرده پورته کوي:  د نړۍ د کنټرول لپاره پلان جوړول او د نوي نظم وړاندې کول.[۳]
پايله
د پورته يادو شوو مطالبو پر بنسټ ويلای شو چې د بې‌ساه شيانو سمبولونه په ماسوني تفکر کې د ځانګړو ماسوني معناوو او دلالتونو يوه مهمه ټولګه جوړوي، چې د ارزښت له پلوه له نورو سمبولونو سره برابر ګڼل کېږي.
د رڼا نښه هغې رڼا ته اشاره کوي چې پر حضرت موسیٰ عليه‌السلام د غره پر سر خپره شوې وه، او له دې سمبول څخه په استفادې دوی هڅه کوي چې د يهودي ماسونيت لرغونتيا او سپېڅلتيا ثابته کړي؛ د آزادۍ د مشعل د اور نښه د پخواني نړيوال نظم د له منځه وړلو او د نړيوال يهوديت له لوري د نوي نړيوال نظم د ټينګولو څرګندونه کوي؛ د سرچپه صليب نښه د ماسوني شيطان‌پالو له نښو څخه ده او د مسيحي کليسا له دوديزو باورونو سره د دښمنۍ څرګندونه کوي؛ د معکوس صليب نښه د نړيوال ماسونيت له لوري د نازيانو د تهاجمي افکارو ستاينه بيانوي؛ د راايستل شوې تورې نښه له وفادار ماسون څخه د دفاع او تړون ماتوونګي ته د سزا د ورکولو څرګندونه کوي؛ د غوړېدلي نيلوفر ګل نښه د نوي نظم په پلي کېدو کې د ماسوني طرحو د بريا څرګندونه کوي؛ او د ۱۲ بجو نښه د نوې سپېدې پر راختلو او د نوي نړيوال ماسوني نظم پر ريښتيني پيل دلالت کوي.[۴]
په ماسوني تفکر کې د مقدسو شمېرو دلالتونه
په دې مبحث کې هغه شمېرې څېړو چې د دې خوځښت له نظره ځانګړې سپېڅلتيا او ځانګړي پيغامونه لري.
په ماسوني تفکر کې ځينې شمېرې مهمې معناوې او دلالتونه لري، چې کېدای شي مذهبي، سياسي يا ټولنيز اړخونه ولري؛ خو د هغوی په نزد مذهبي دلالتونه پکې ځانګړی ځای لري، ځکه دا د نړيوال صهيونيستي ماسونيت د پلويانو ترمنځ د ځانګړو رازونو انعکاس بلل کېږي؛ داسې رازونه چې په مرسته یې د نوي نړيوال نظم د رامنځته کولو او پر نړيوالو بنسټونو د ولکې طريقه درک کېږي.
دلته د ځینو شمېرو له دلالتونو څخه يادونه کېږي:
د درې (۳) شمېرې دلالت
له مذهبي پلوه د درې شمېره په ډېریو لرغونو آيينونو او همدارنګه په مسيحيت کې د مقدس تثليث نښه ده.
په هندي برهمني آيين کې مقدس تثليث له: براهما، ويشنو او شيوا څخه جوړ دی.
په زرتشتي (مجوسي) دين کې تثليث له: اهورامزدا، ميترا او اهريمن څخه عبارت دی.
په مسيحيت کې هم تثليث پلار، زوی او روح‌القدس ته ويل کېږي او همدارنګه د مسيح درې ورځني مرګ ته اشاره لري.
خو د ماسوني تفکر له مخې د درې شمېره د ماسونيت د درې‌ګونو مرتبو سمبول دی: نوی شاګرد (نوآموز)، کارپوه (اهلِ حرفه) او استاد.
همدارنګه د درې شمېره د ماسونيت د نړيوال شعار نښه ده: آزادي، برابري او ورورولي.
یاده شمېره د ماسوني مثلث (يا درې‌شاخه شمع‌دان) نښه هم ده، چې د ښوونکي ځواک، د ښکلا سينګار او د همغږي کوونکي حکمت ترمنځ توازن څرګندوي.
یاده شمېره د ځوانۍ، منځني عمر او بوډاتوب پړاوونو ته هم اشاره کوي؛
او همدارنګه هغو درېیو قېمتي جواهرو ته چې لوی استاد یې د ماسونيت د غړيتوب غوښتونکي ته ورکوي:
۱. د اوامرو د ترلاسه کولو لپاره اورېدونکی غوږ،
۲. د بيان لپاره پاکه او هوښياره ژبه، 
۳. د ماسوني رازونو د ساتلو لپاره امانت‌داره سینه.
درې شمېره د ماسونيت د لويو ښوونو نښه هم ده: په ورورولۍ کې محبت، مرسته او همدردي، او حقيقت؛
او درې شمېره همدارنګه په ماسونيت کې درېو لویو رڼاګانو ته اشاره کوي: د سپېڅلي قانون کتاب (د ماسونانو د اساسي قانون په توګه)، ګونيا او پرګار.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[۱] الماسونية ذاک العالم المجهول، مخ: ۱۴۴.

[۲] الرموز فی الفن والأدیان والحیاة، مخ: ۳۰۵.

[۳] رموز وإشارات وأساطیر، مخ: ۷۰.

[۴] دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: ۲۳۳.

[۵] دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: ۲۳۴.

فراماسوناران فراماسونري
Previous Articleله مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۷)
Next Article له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فرماسونري (برخه: ۲۹)

شنبه _28 _مارچ _2026AH 28-3-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۸)

دوشنبه _16 _مارچ _2026AH 16-3-2026AD
نور یی ولوله
Blog

فراماسونري (برخه: ۲۷)

یکشنبه _15 _مارچ _2026AH 15-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل (برخه: ۱۸) د معاد د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۰)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD4 Views

ليکوال: ابورائف فراماسونري (برخه: ۳۰) د بې‌ساه شيانو سمبولونو او ځانګړې ماناوې (دوام) د راايستل…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۷)

شنبه _28 _مارچ _2026AH 28-3-2026AD8 Views

لیکوال: ابوعائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۷) هغه مشهورې ډلې چې له…

نور یی ولوله
فراماسونري

فرماسونري (برخه: ۲۹)

شنبه _28 _مارچ _2026AH 28-3-2026AD15 Views

لیکوال: ابورائف فرماسونري (برخه: ۲۹) په تېرو بحثونو کې مو د هغو سمبولونو، بڼو او…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۰)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.