Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)
اسلام یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه 
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)
له مرګ وروسته د بيا را ژوندي کېدو د انکار عوامل (دوام)
(۵) په ټولنه کې د ماده پالو راڅرګندېدل او د ملحدينو زياتوالی
ماده‌پالان او ملحدین هغه کسان دي چې ګومان کوي په هر څه پوه او له هر شي خبر دي، خو په حقیقت کې له هر ډول رښتینې پوهې څخه بې‌برخې دي او د اسلام د له منځه وړلو لپاره د تبر حیثیت لري. دوی د موجوده علمي پرمختګ او ښکاره نښو سره سره، بيا هم هڅه کوي چې په انسانانو کې د حق نښې له منځ يوسي. موږ د علم د پراختیا او پرمختګ له برکته  ورځ تر بلې د داسې نښو او دلايلو شاهدان یوو چې له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل ثابتوي.[۱] 
الله تعالی په دې اړه څومره ښایسته فرمایلي دي: «سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ.»[۲] ژباړه: «ژر دی موږ به در وښایو تاسو ته خپلې نښې په څنډو (د اسمان) کې او ستاسو په نفسونو کې، چې ورته ښكاره شي چې دا (قران) حق دى.»
(۶) طبیعت ته د پېښو منسوبول
په بېلابېلو زمانو او وختونو کې ګڼ داسې طبیعت‌ پالان را پیدا شوي دي چې پېښې په طبیعت پورې تړي او یا په نړۍ کې هر څه د طبیعت د اغېزو پایله ګڼي. د دوی په اند هره پېښه او هر بدلون چې په دې نړۍ کې رامنځته کېږي د طبیعت د اغېزو له امله دی. یاده ډله باور لري چې دا نظام موقتي نه دی او د یوه ټاکلي وخت په ختمیدو سره پای ته نه رسیږي. که چېرې د کایناتو نظام ته په دې سترګه وکتل شي، نو نه بیا له مرګ وروسته را ژوندي کېدل شتون لرلای شي، نه نشر او حشر او نه هم د ترسره شوو اعمالو حساب او کتاب.[۳]
(۷) په غفلت کې ډوبېدل
په غفلت کې ډوبېدل او د اسانۍ غوښتنه له مرګ څخه وروسته له بیا را ژوندي کېدو د انکار تر ټولو مهم عامل دی؛ تر دې چې انسانان په ډېرو بې‌ ارزښتو او ناچیزو چارو بوخت دي او ډېر ارزښت ورکوي. دوی دغه چارې د خپل ژوند له مهمو لومړیتوبونو او اساسي ارمانونو څخه ګڼي، پر نورو ټولو چارو یې مقدمې بولي او غواړي چې تل د دوی د لید، فکر او د ژوند د محور په مرکز کې واوسي؛ سره له دې چې د انسان لپاره پراخ او ټولشموله ښکاري، خو د دنیا ظاهري ژوند ډېر محدود، لنډ او تېرېدونکی دی. په دې کې هېڅ شک نشته چې له اخرت څخه غفلت د انسان ټولې چارې بدلوي او انسان نه شي کولای چې د خپل ژوند په اړه سم تصور ولري.[۴] [چې د څه لپاره پیدا شوی، څه باید وکړي او پای به یې څنګه وي؟]
(۸) سیاسي عامل
سياسي عامل هم له هغو اسبابو څخه دی چې انسانان دې ته مجبوروي چې له مرګ وروسته له بیا را ژوندي کېدو څخه انکار وکړي. له سیاسي عامل څخه موخه له زعامت او رهبرۍ سره مینه، د مقام ساتنه، پر نورو برلاسي او د هغو کسانو ذلیله کول دي چې هېڅ قوت او ځواک نه لري؛ د دې لپاره چې مشري د تل لپاره د دغو قوي او ځواکمنو کسانو په لاس کې پاتې شي او په ټولنه کې یې مقام تل خوندي وي؛ ځکه دا کسان پوهېږي چې ایمان راوړل، په ځانګړي ډول له مرګ څخه وروسته پر بیا را ژوندي کېدو ایمان، هغوی له غلامانو او عامو خلکو سره برابروي او بیا نه شي کولای نورو ته ځانونه د معبودانو (الهي هستیو) په توګه ور وپېژني.[۵]
(۹) عناد او حماقت
عناد او حماقت هغه موضوع ده چې انسان دې ته اړ کوي چې له خپل حد څخه واوړي او داسې غوښتنې مطرح کړي چې د بشر له توان څخه پورته وي یا له حال او واقعیت سره هېڅ اړيکه ونه لري او یا داسې قیاس وغواړي چې په ښکاره ډول ناممکن او فاسد ښکاري؛ لکه  خوراک، څښاک او د جامو اغوستل. دا کړنې یې يا د حقایقو په اړه د ناپوهۍ او جهل له امله وي یا د موضوع په اړه د کم فهم او بصیرت له کبله، یا د پایلو د پروا نه ساتلو له کبله او یا هم د دې فاني نړۍ پر توکو د غولېدو له امله.[۶] الله تعالی فرمایي: «وَقَالُوا مَا لِهَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ.»[۷] ژباړه: «هغوى وويل: دا څنګه رسول دى چې خواړه خوري او بازارونو كې ګرځي را ګرځي.»
(۱۰) کفر او شرک 
کفر او شرک له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو د انکار تر ټولو مهم عامل دی. دلته باید د مؤمن او کافر ترمنځ په توپیر ځانونه وپوهوو. مؤمن هغه څوک دی چې پر الله تعالی، د قیامت پر ورځ او له مرګ څخه وروسته پر بیا را ژوندي کېدو ایمان لري؛ خو کافر له مرګ څخه وروسته د مخلوقاتو پر بیا را ژوندي کېدو عقیده او باور نه لري.[۸]
له همدې امله هغه کسان چې پر الله تعالی او د اخرت پر ورځ ایمان نه لري، هغوی له مرګ څخه وروسته بیا را ژوندي کېدل نه مني او باور پرې نه لري.
(۱۱) د شهوت پر لور میلان
د شهوت پالل او په هغو لذتونو کې ډوبېدل چې د انسان لپاره یې پرېښودل سخت وي، له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو د انکار لامل کېږي؛ ځکه هغه کسان چې په شهوت او لذتونو کې ډوب دي، پوهېږي چې که له مرګ وروسته پر بیا را ژوندي کېدو ایمان راوړي، نو دا ایمان به د ټولو هغو مرداريو پر وړاندې، چې دوی ورسره عادت شوي او د هغې مینه یې په زړونو کې ټینګه شوې ده، د یوه بند (سد) په څېر ودرېږي.[۹]
هغه کسان چې له مرګ وروسته له بیا را ژوندي کېدو څخه انکار کوي، هغه کسان دي چې د دنیا پر ژوند خوښ دي، د دنیا له شهوتونو او لذتونو خوند اخلي او هېڅکله نه غواړي چې دا فرصت له لاسه ورکړي. سود، زنا، شراب، مخدره مواد، بربنډوالی، موسیقي، فحشا، منکرات او هر هغه څه چې الله تعالی حرام کړي دي، د دوی د ژوند او لذتونو برخه ګرځېدلي دي. دا ډول کسان وېرېږي چې که په اخرت، له مرګ وروسته پر بیا را ژوندي کېدو او حساب او کتاب ایمان راوړي، نو له ټولو دغو لذتونو او منکراتو څخه به منع شي.[۱۰] [له همدې امله دا غوره ګڼي چې هغه څه له لاسه ور نه کړي چې دا مهال یې د لنډ وخت لپاره بوخت ساتلې دي او له هغه څه انکار وکړي چې نه یې ویني او باور پرې نه لري.]
هغه اسباب او عوامل چې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو منکرین یې دې ته اړ کړي دي چې دا ډول لیدلوری خپل کړي، تر دې څو چنده ډېر دي، چې پورته بیان شول. دلته هڅه وشوه چې یوازې ځینې تر ټولو مهم عوامل یاد شي، هغه عوامل چې د معاد منکرین او هغه کسان چې ګومان کوي اخرت شتون نه لري، دې ته هڅولي دي چې دا ډول دریځ غوره کړي.
ځینې وختونه مادي مسايل او اقتصادي عوامل هم د دې لامل کېږي؛ ځکه هغه کسان چې حرام توکي (لکه شراب، سود او نور) معامله کوي، که اسلام ته داخل شي او د اخرت پر ورځ او له مرګ وروسته پر بیا را ژوندي کېدو ایمان راوړي، نو اړ کېږي چې دا ډول کارونه پرېږدي. د دې تجارت او معاملو پرېښودل د دوی لپاره د تاوان، کمښت او ضرر سبب کېږي؛ نو له همدې امله غوره بولي چې پر خپل دریځ پاتې شي، چې تجارت او ګټه يې له منځه لاړ نه شي.[۱۱]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې

[۱]. رمضان، منظور بن محمد بن محمد، منهج القرآن الکریم فی إثبات عقیدة البعث بعد الموت، بې‌تا، مخونه ۱۲–۱۳.

[۲]. د فصلت سورت، ۵۳ آیت.

[۳]. رمضان، منظور بن محمد بن محمد، منهج القرآن الکریم فی إثبات عقیدة البعث بعد الموت، بې‌تا، مخونه ۱۳–۱۴.

[۴]. هماغه اثر، مخ ۱۶.

[۵]. عواجی، ډاکټر غالب بن علي، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق/۲۰۰۰م، ټوک ۱، مخونه ۱۳۵–۱۳۶.

[۶]. رمضان، منظور بن محمد بن محمد، منهج القرآن الکریم فی إثبات عقیدة البعث بعد الموت، بې‌تا، مخ ۱۷.

[۷]. د فرقان سورت، ۷ آیت.

[۸]. الصوفي، ماهر احمد، موسوعة البعث والنشور، د علماوو د یوې ډلې له سریزې سره، ۱۴۳۱هـ.ق/۲۰۱۰م، مخ ۹۰.

[۹]. عواجی، ډاکټر غالب بن علي، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق/۲۰۰۰م، ټوک ۱، مخ ۱۳۵.

[۱۰]. الصوفي، ماهر احمد، موسوعة البعث والنشور، د علماوو د یوې ډلې له سریزې سره، ۱۴۳۱هـ.ق/۲۰۱۰م، مخ ۹۰.

[۱۱]. په لنډ ډول اخیستل شوی له کتابه: عواجی، ډاکټر غالب بن علي، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق/۲۰۰۰م، ټوک ۱، مخ ۱۳۵.

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل معاد
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۲۲)
Next Article ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۳)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)

شنبه _7 _مارچ _2026AH 7-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۴)

جمعه _6 _مارچ _2026AH 6-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۳)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۳) (ج) د اسلام له نظره د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه  له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵) له مرګ وروسته…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۲)

شنبه _7 _مارچ _2026AH 7-3-2026AD3 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۲) د یوې دایرې په منځ کې د یو بل…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)

شنبه _7 _مارچ _2026AH 7-3-2026AD6 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴) د پسرلي ښکلاوې او الهي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۳)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.