Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»ساینټولوژي»ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)
ساینټولوژي پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)
سریزه
د ژوند پر راز او د مرګ پر ماهیت د پوهېدلو لپاره د انسان په نه‌ ختمیدونکي لټون کې ګڼ ښوونځي او دینونه رامنځته شوي دي، چې هر یو يې هڅه کوي د دغو سترو پوښتنو لپاره ځوابونه ورکړي. په تېرې برخې کې مو پر دې بحث وکړ چې دا دین د «نبوت» په مساله کې څنګه له اسماني دینونو څخه فاصله اخلي او د پیغمبرۍ په انکار سره د اسلام له ژغورونکو ښوونو سره په مخالفت کې درېږي.
اوس په دې برخه کې یو ګام وړاندې ځو او د انسان د برخلیک د بنسټیزو باورونو له جملې څخه يو يې چې له قيامت او مرګ وروسته ژوند دی څېړو. د یو مسلمان لپاره په قیامت او د حساب پر ورځ ایمان لرل د دنیوي ژوند لپاره لارښود او د ستونزو پر وړاندې د سولې سرچینه ده، خو ساینټولوژي بیا د بل ډول انځور په وړاندې کولو سره د جنت او دوزخ حقیقي شتون او د قیامت پر ورځ حساب و کتاب ردوي او پرځای یې د « روح د پرله ‌پسې دورې» یا د «عصري بیا زېږون» په څېر یو څه خبرې کوي.
دا څېړنه چې د اسلام د قطعي بنسټونو پر بنياد ولاړه ده، پکې هڅه شوې ده چې د ساینټولوژي دغه لیدلوری د عقل او شریعت له نظره وڅېړي او ارزونه يې وکړي. لومړی د «معاد» مفهوم او په اسلامي عقیده کې د هغه لوړ مقام تشریح کېږي، وروسته د قران او احادیثو د نقلي او عقلي دلايلو پر مټ د قیامت حقیقت او له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو امکان ثابتېږي. له دې وروسته د انکار کوونکو شکونه څېړل کېږي او د قران کریم روښانه ځوابونه وړاندې کېږي. په پای کې د ساینټولوژۍ باور د «روح د ژوند پرله ‌پسې دورې» د بیا زېږون له عقیدې سره پرتله کېږي او د اسلام له نظره یې باطلوالی څرګندېږي.
د ساینټولوژي د عقیدې او باورونه نقد
(۳) له معاد ( قیامت او اخرت) څخه انکار
په ساینڼولوژي دین کې له مهمو عقیدو څخه یوه دا ده چې دوی د معاد او قیامت د ورځې په اړه څه ډول باور لري. ساینټولوژیستان د معاد په عقیده کې په ښکاره ډول له انحراف سره مخ دي؛ قیامت، حساب‌ او کتاب، جنت او دوزخ، هغسې چې په اسلام کې مطرح دي، نه مني او په دې برخه کې د ځینو باطلو دینونو تر اغېز لاندې راغلي دي.
دلته به موږ د معاد د ارزښت او تعریف په بیانولو سره د دوی دغه باطل باور د اسلام له نظره تحلیل او نقد کړو.
(الف) د معاد (اخرت ورځې) تعریف او ارزښت
فیروز ابادي ویلي دي: «معاد د اخرت، حج، مکې او جنت په معنا دی او د دواړو معناوو (یعنې بېرته ستنېدل او د ستنېدلو ځای) پر بنسټ دا «لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ»[1] ایت تفسیر شوی دی. همدارنګه معاد د بېرته ستنېدلو ځای او د پایلو په معنا هم راځي.»[2]
راغب اصفهاني ویلي دي: «معاد د بېرته ستنېدو لپاره کارول کېږي او همدارنګه د هغه وخت لپاره چې په هغه کې بېرته ستنېدل ترسره کېږي. کله ناکله د هغه ځای لپاره هم کارول کېږي چې انسان ورته بېرته ستنېږي.»[3]
دا تعریفونه د «معاد» په اړه څرګندوي چې دا کلمه له «عود» څخه اخېستل شوې چې د میم مصدر دی او د هغه څه د بېرته ستنېدو معنا لري چې خپل لومړني حالت ته راځي.[4]
د شریعت په اصطلاح کې د «معاد» کلمه د بېرته ستنېدو په معنا ده، یعني د قیامت په ورځ د الله تعالی لور ته بېرته ستنېدل. دغه راز د بدن هغه ذرې او برخې چې له مرګ وروسته یو له بل څخه جلا شوې وي، د قیامت په ورځ بیا د دنیا په شان سره یوځای کېږي او روح په کې ځای پر ځای کېږي.[5]
ابن ‌الاثیر وایي: «د الله تعالی د نومونو په منځ کې «المعید» هغه ذات ته ویل کېږي چې مخلوقات د دنیا له ژوند څخه وروسته بېرته د مرګ پر لور ګرځوي او له مرګ وروسته یې د قیامت په ورځ بیا را ژوندي کوي.»[6]
په حدیث شريف کې راغلي دي: «و أصلح لی آخرتی التی فیها معادی.» ژباړه: «او زما اخرت چې زما د بېرته ستنېدلو ځای دی، زما لپاره ښه کړه.» [7]
په یوه حدیث شريف کې د حضرت علي رضي الله ‌عنه له قوله هم راغلي دي: «والحکم الله والمعود إلیه یوم القیامة.» ژباړه: «حکم د الله حکم دی او د قیامت په ورځ د ټولو بېرته ستنېدل د هغه پر لور دي.»  یعني هماغه «معاد» دی.[8]
په معاد او د اخرت پر ورځ باور د ایمان له مهمو او شپږو ارکانونو څخه دی. هغه څوک چې د قیامت پر ورځ او له مرګ وروسته په بېرته ژوندي کېدو ایمان ونه لري، کافر دی او دوزخ ته داخلېږي، که څه هم په نورو ارکانو ایمان ولري.
خدای جل جلاله وايي: «وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْیوْمِ الْآخِرِ» [9]؛ ژباړه: «بلکې نېکمرغه هغه څوک دی چې په خدای او د قیامت پر ورځ ایمان ولري.»
رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د جبرایل علیه ‌السلام په ځواب کې وویل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ وَ مَلآئِكَتِهِ وَ كُتُبِهِ وَ رُسُلِهِ وَ الْیوْمِ الآخِر وَ تُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَیرِهِ وَ شَرِّهِ» [10] ژباړه: «نو ما ته د ایمان په اړه خبر راکړه؟ هغه وویل: دا چې په الله، فرښتو، کتابونو، پیغمبرانو او د اخرت پر ورځ باور ولرې او همدارنګه په تقدیر ایمان ولرې، یعنې دا چې هر خیر او شر د الله له لوري ټاکل شوی دی.»
(ب) د اسلام له نظره د معاد ثابتول
د قیامت پر ورځ ایمان لرل او دا باور چې له دې نړۍ وروسته په اخرت کې بل ژوند شته، د اسلام له بنسټیزو او اساسي ارکانونو څخه شمېرل کېږي. د اسلام له نظره نړۍ د ازموینې ځای او د اخرت د تل پاتې ژوند لپاره یوه مقدمه ده؛ هر انسان به د هغو عملونو پر بنسټ چې په دنیا کې یې ترسره کړي وي، د قیامت پر ورځ به جزا او اجر ورکړل شي.
د ساینټولوژي په ګډون ډېرې ډلې او ښوونځي د قیامت د ورځې د باور په مساله کې د انحراف ښکار شوي دي؛ د ملحدانو او مشرکانو په څېر ځینې ډلې په بشپړ ډول له مرګ وروسته ژوند ردوي او نور لکه هندوییزم، سیکیزم او ساینټولوژي په بیا را ژوندي کېدو او د روح په بېرته ستنېدو چې  په نورو جسمي قالبونو کې را ګرځي باور لري. ځینې نور لکه د مسیحیت او یهودیت که څه هم په قیامت باور لري، خو د هغه تصویر یې په ذهن کې له هغه څه سره چې اسلام وړاندې کوي، بشپړ توپیر لري.[11]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. قصص: ۸۵.

[2]. فیروزآبادی، القاموس المحیط، ج ۱، ص ۳۳۰.

[3]. راغب اصفهانی، المفردات، ص ۳۵۲.

[4]. غالب العواجی، الحیاة الآخرة، ۱/۶۵.

[5]. الموسوعة العقدیة، ج 4، ص ۳۱۰.

[6]. النهایة فی غریب الحدیث والأثر، ج ۳،ص ۳۱۶.

[7]. صحیح مسلم، ش ۲۷۲۰.

[8]. النهایة فی غریب الحدیث والأثر، ج ۳، ص ۳۱۶.

[9]. البقرة: ۱۷۷.

[10]. صحيح مسلم، ج ۱، ص ۳۶.

[11]. جهت شناخت بیشتر هندویزم، سیکیزم، مسیحیت و یهودیت، می‌توانید به سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمائید.

اسلام په اسلامي ټولنه او انسانیت کې د بې مثاله عقیدې ځای په ساينتولوژي دین کې د خدای شتون پوستکی او د درد احساس د ساینټولوژي د عقیدې او افکار او نقد د ساینټولوژي د عقیدې او باورونه نقد ساینټولوژي
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)
Next Article فراماسونري (برخه: ۱۶)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD3 Views

لیکوال: ابو ‌رائف فراماسونري (برخه: ۱۶) نور ماسوني سیاستوال په تېره برخه کې مو د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳) سریزه د ژوند پر راز او…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹) د…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD2 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۶) د اسلام اقتصادي نظام ځانګړنې (1) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۱۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.