لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۳)
سریزه
له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو مساله ډېره حساسه او مهمه مساله ده؛ ځکه دا موضوع په دې نړۍ کې د ژوند تر څنګ د اخرت له برخلیک سره هم اړيکه لري؛ داسې چې انسان به چېرته رسېږي او کوم مقام به تر لاسه کوي؟ ایا کولی شي دا پړاوونه په ښه ډول ووهي او ابدي نېکمرغي تر لاسه کړي؟ که نه، په دې لار کې به ناکام شي او له تلپاتې بدمرغۍ سره به مخ شي؟ د همدې ډېر حساس او فوق العاده اهمیت له امله اړینه ده چې پوه شو هغه کسان چې دا مهمه موضوع هېروي او یا ورڅخه انکار کوي عوامل یې کوم دي او حللارې یې څه دي؟ په دې څېړنه کې هڅه کوو چې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو د انکار تر ټولو مهم عوامل وڅېړو، خو له دې څخه مخکې د عقلي دلایلو دوام ته ور ګرځو.
د انسانانو موخې او غوښتنې له کومه ځایه پوره کېږي؟
د معاد (له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو) د اثبات له تر ټولو روښانه دلایلو څخه یو هم زموږ د ذاتي او فطري ځانګړنو او صفاتو شتون دی. په عمومي ډول موږ (انسانان) داسې غوښتنې لرو چې ځینې یې هېڅکله په دې نړۍ کې نه پوره کېږي او موږ ورته لاس رسی نه شو موندلای. د دغو تمايلاتو یوه تر ټولو مهمه غوښتنه د انسان د مطلقې هوساینې او خوند غوښتنې میلان دی.
موږ په ذاتي توګه ارامي غوښتونکي یوو او د سختیو، کړاوونو او ستونزو زغمل چندان نه خوښوو. پرته له دې چې اندېښنه، تکلیف او ستونزې ولرو، تل غواړو چې په ناز، نعمت او له خوښیو او لذتونو څخه په ډک ژوند کې اوسو او همېشه غواړو داسې ژوند وکړو چې له هر ډول زیان، تکلیف او ازار څخه خوندي وي. خو باید پوه شو چې د دې نړۍ قوانین زموږ له غوښتنو او هیلو سره په ټکر کې دي؛ ځکه په دې نړۍ کې هېڅ داسې خوند نشته چې تلپاتې وي او انسان ته دایمي خوښي ور وبخښي. که موږ په دې نړۍ کې د خوند غوښتنه وکړو، نو حتما يې باید په بدل کې کړاو او سختي وزغمو.
کله چې موږ د هیلو او غوښتنو دغه قانون وڅېړو، نو یوې ډېرې مهمې پایلې ته رسېږو او هغه دا ده چې تر کوم وخت پورې یو شی وجود ونه لري، د انسان په زړه کې یې په اړه میلان او رغبت نه را پیدا کېږي؛ نو کله چې زموږ غوښتنې په دې نړۍ کې نه پوره کېږي، لازمه ده چې باید بله نړۍ او بل عالم موجود وي، چې په هغه کې دا غوښتنې پوره شي او دا هماغه څه دي چې زموږ فطرت یې غوښتنه کوي. له همدې امله هغه کسان چې سالم فطرت او سليم عقل ولري، نو دا مهم حقیقت درک کولای شي.
د فطرت دليل
د هر انسان په فطرت کې له تلپاتې ژوند سره مینه او اړيکه شتون لري يا په بله وینا تلپاتې ژوند او له مرګ او فنا څخه لرې والی یو فطري امر او د انسان له ذاتي موخو څخه شمېرل کېږي؛ خو په دې دنیا کې دایمي ژوند ناشونی دی. له بلې خوا، که انسان د اخرت په نړۍ کې خپلې دې موخې او مقصد ته ونه رسېږي، نو د داسې فطرت شتون به هېڅ ارزښت ونه لري، لکه له تضمین پرته د پیسو چاپول چې هېڅ ارزښت نه لري. دا چاره د حکیم، قادر او فیاض ذات له شان سره هېڅ تناسب نه لري.[1]
ډاکټر محمد علي صلابي په دې اړه لیکي: «سالم فطرت پر معاد دلالت کوي، انسان ته لارښوونه کوي او هغه څه چې ګمراهان یې ادعا کوي او وایي چې عقلونه له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو او را پاڅولو امکان نه لري، [له حقیقت څخه لرې خبرې دي]؛ ځکه عقلونه هېڅکله داسې څه ناممکن نه ګڼي. ولې؟ ځکه چې پېغمبران علیهم الصلاة والسلام هېڅکله داسې څه نه راوړي چې عقل یې محال وبولي، که څه هم په قرآن کریم کې د اعتدال، حکمت او پر سمې لارې د استقامت په اړه داسې حقایق بیان شوي دي چې عقل یې د درک پر وړاندې حیران پاتې کېږي. له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو په اړه ګڼ دلایل موجود دي او په بېلابېلو او متنوع طریقو وړاندې شوي دي، چې سالم فطرت او سلیم عقل مخاطب ګرځوي او د زړونو په ژورو اغېز پرېږدي.»[2]
پر معاد ایمان له هغو عقایدو څخه دی چې قرآن کریم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت، عقل او سالم فطرت ټول پرې دلالت کوي.[3]
که چېرې د هغو کسانو حالت وڅېړو چې له مرګ وروسته له بیا را ژوندي کېدو څخه انکار کوي، په ځانګړي ډول په نننۍ زمانه کې چې د ملتونو او فرقو له فکري، ټولنیزو او کلتوري طبقو له تنوع څه ډکه ده، نو په ښه ډول دې پایلې ته رسېږو چې دا کسان هغه څوک دي چې خپل عقلونه یې، کوم چې الله تعالی معرفت ته د رسېدو وسیله ګرځولې ده، له کاره غورځولي دي. الله تعالی نه غواړي چې دا کسان په اخرت کې برخه ولري؛ ځکه دوی په مادیاتو کې ډوب شوي دي، له نوي تمدن سره په مینه کې غرق دي او ټوله هڅه یې دا ده چې د دې نړۍ توکي او خوندونه چې د دوی په اند همدا دنیا ده او بس، بشپړ کړي.
د دغو کسانو ایمان د دوی د فکرونو تر کچې محدود دی؛ داسې ایمـان چې هغوی یې دې ته اړ کړي دي چې د جوړ عقل بنسټونه له لاسه ورکړي، هغه عقل چې د شیانو په اړه صادرېدونکي احکام، که نفی وي که اثبات، که وجود وي که عدم، منلای شي.[4]
له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو بحث د بشر په ژوند کې یو ډېر مهم او برخلیک ټاکونکی بحث دی. د دې موضوع پیل له هغه وخت څخه کېږي، کله چې الله تعالی انسانان پر ځمکه پیدا کړل او د قیامت تر راتلو پورې به دوام ولري؛ تر دې چې ځینو ویلي دي: له مرګ وروسته پر بیا را ژوندي کېدو ایمان له هغو غریزي او فطري چارو څخه دی چې الله تعالی انسانان پرې پیدا کړي دي.
هغه انحرافات چې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو له منکرانو سره رامنځته شوي او یا هغه ناسم او عجیب باورونه چې د دوی ترمنځ لیدل کېږي، بېشکه ټول د ناپوهۍ، د زمانې د تېرېدو او د فطرت د فاسدېدو پایله ده؛ داسې فطرت چې د وخت په تېرېدو سره هغه عقیده له منځه وړي چې پېغمبرانو علیهم الصلاة والسلام یې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو په اړه خبر ورکړی و، تر دې چې یوازې یوه کمزورې او تته رڼا یې پاتې کېږي.[5]
ډېرو علماوو په خپلو کتابونو کې ټینګار کړی دی چې له مرګ څخه وروسته پر بیا را ژوندي کېدو ایمان، د قرآن کریم له ایتونو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو او له عقلي دلایلو او براهانونو وروسته، د سالم عقل او سلیم فطرت له لارې هم ثابتېږي. دا هغه مساله ده چې هېڅوک پکې شک او شبهه نه لري.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. قراملکي، محمدحسن، عربي ژباړه: موسی احمد قصیر، المعاد، أجوبة الشبهات الکلامیة ۵، ۱۴۴۰هـ.ق، مخ ۳۷.
[2]. ډاکټر محمدعلي الصلابي، د مقالې سرلیک: أدلة البعث والنشور، اته دېرشم قسط، د خپرېدو نېټه: ۱۴۴۲هـ.ق / ۲۰۲۰م، د شیخ رسمي وېبسایټ.
[3]. الموسوعة العقدیة، د لیکوالانو یوه ډله، بېتا، مخ ۱۳۶۰.
[4]. رمضان، منظور بن محمد بن محمد، منهج القرآن الکریم فی إثبات عقیدة البعث بعد الموت، بېتا، مخ ۱۲۹.
[5]. عواجي، ډاکټر غالب بن علي، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق / ۲۰۰۰م، ټوک ۱، مخ ۹۶.


