Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹)
اسلام شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نور محمد محبي

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹)

د انسان په روغتیايي سيستم کې ذاتي شفا او الهي حکمت
د انسان د خلقت له سترو حیرانتیاوو او د خدای تعالی د عظمت له ښکاره نښو څخه یو هم د انسان په بدن کې د صحت او روغتیا پېچلی او دقیق نظام دی؛ داسې نظام چې نه یوازې د بشري طب وسایل، بلکې انساني پوهه او عقل هم تر اوسه نه توانېدلی چې له بشپړ حقيقت څخه يې خبر شي. د دې نظام له خورا مهمو اړخونو څخه یوه هغه پدیده ده چې ننني پوهان یې «الشفاء الذاتی» یا «طبیعي ځان‌ درملنه» بولي. دا پدیده چې د الهي حکمت او رباني تدبیر څرګندونه کوي، د انسان په وجود کې ایښودل شوې ده.
د معاصر طب محدودیتونه او ذاتی روغتیا رول
سره له دې چې طب د درملو او تکنالوژۍ په برخه کې حیرانوونکي پرمختګونه کړي، خو بيا هم یوازې د «څلورمې برخې ناروغیو» د علاج وړتیا لري. درې‌ پر څلورمه برخه نورې ناروغۍ یا اساسي اعلاج نه لري او یا هم بدن په طبیعي ډول خپله د هغوی درملنه کوي. همدې حقیقت روغتیا پالان او پوهان څو ځله له داسې پېښو سره مخ کړي دي چې د علم له نظره یې تشریح اسانه نه ده.
(الف)  هغه ناروغان چې په سختو او درمل ‌نه ‌مننونکو ناروغیو اخته وي، خو ناڅاپه او بې له طبي مداخلې روغ شي. دغه « مرموزه روغتیا» د طب په تاریخ کې تل لیدل شوې ده، خو ډېر لوېدیځ ډاکټران یې د علمي تفسیر د نه شتون له امله نادیده ګڼي او یا یې غیر علمي عواملو ته منسوبوي. خو حقیقت دا دی چې «دا روغتیا د الهي رحمت او رباني تدبیر پایله ده» لکه څنګه چې قران کریم د حضرت ابراهیم علیه ‌السلام په ژبه فرمایلي دي: “ٱلَّذِی خَلَقَنِی فَهُوَ یَهدِینِ * وَٱلَّذِی هُوَ یُطعِمُنِی وَیَسقِینِ * وَإِذَا مَرِضتُ فَهُوَ یَشفِینِ * وَٱلَّذِی یُمِیتُنِی ثُمَّ یُحیِینِ * وَٱلَّذِی أَطمَعُ أَن یَغفِرَ لِی خَطِیئَتِی یَومَ ٱلدِّینِ.”[1] ژباړه: «هماغه چې زه يې پيدا کړی يم او لارښوونه راته کوي. هغه ذات چې ماته خوراک او څښاک راکوي او چې ناروغ شم، خو هماغه مې روغوي، همغه چې مړ کوي مې او بيا مې را ژوندی کوي او هغه چې زه ترې هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبخښي. »
د ذاتي شفا سيستم او دفاعي نظام
یو له روښانه او مهمو وسایلو څخه چې الله تعالی د انسان په بدن کې د فطري روغتیایي ځواک د ترسره کېدو لپاره ایښې دي، «دفاعي سيستم» (جهاز المناعة) ده. دا حیرانوونکی سیستم نه ځانګړی ځای لري او نه په کوم ځانګړي غړي پورې محدود دی، بلکې «هوښیار، سیال او خوځنده شبکه» ده چې د ټول بدن په اوږدو کې فعاله ده.
د دفاعي سيستم کلیدي ځانګړتیاوې
(الف) د بېګانه (پردي) پېژندنه: د بدن دفاعي حجرې کولی شي هره بېګانه حجره یا د ناروغۍ لامل وپېژني او له منځه یې یوسي.
(ب) دفاعي حافظه : دا دستګاه «هېرول نه کوي» کله چې له کومې ناروغۍ سره مخ شي د هغه بڼه په یاد ساتي او په راتلونکو مخ کېدو کې ډېر چټک او قوي غبرګون ښیې. د دې ځانګړتیا ارزښت د واکسین د اغېزو په برخه کې ښه څرګندېږي.
(ج) د تولید او چمتو کولو پړاوونه: دفاعي حجرې «د هډوکو په مغز» کې تولیدېږي او په «تیموس غده» (صعتریه) کې چې د زده‌کړې مرکز ته ورته دی، روزل کېږي.
(د) د سرطان پر وړاندې ساتنه: د ساتنې یو له مهمو دندو څخه د سرطاني حجرو پېژندل او له منځه وړل دي.
(هـ ) پېژندونکې او له منځه وړونکې حجرې: ځینې حجرې د پردیو عناصرو پېژندلو او د دوی د رمزي معلوماتو د لېږلو دنده لري، چې «دفاعي فابریکې» پرې پادتنونه[2] یا انتي باډي جوړ کړي. ځینې نورې «جنګیالۍ» دي چې پادتنونه جګړې ته انتقالوي او یوه ډله یې «هضم کوونکي» دي، چې پردي عوامل هضموي. یو له تر ټولو خطرناکو ناروغیو څخه چې دا سيستم په نښه کوي «ایډز» (HIV) ده. دا ویروس دفاعي حجرې له منځه وړي او په پایله کې د بدن فطري روغتیایي ځواک له کاره غورځوي.
د دفاعي سيستم حېرانوونکي اړخونه
د دفاعي سيستم له حیرانوونکو فعالیتونو څخه دا هم دی چې د سګریټ  له پرېښودو وروسته، ځینې حجرې سږو ته ځي او د لوګي له امله رامنځته شوې ککړتیاوې پاکوي. په (۱۹۷۰) لسیزه کې داسې دفاعي حجرې کشف شوې چې ان «مخکې تر دې  چې حجرې سرطاني شي» کولای شي هغوی وپېژني او له منځه یې یوسي. دغو حجرو ته «طبیعي وژونکې» ویل کېږي. خو د دې ټولو فعالیتونو تر شاه یوه داسې پټه قوه پرته ده چې له بدن څخه بهر دغه سيستم جوړوي، پراخوي او امر ورته کوي. لوېدیځ روغتیا پالان نه پوهېږي چې دا قوه څه ده، خو ایمان وایي چې دا قوه د الله تعالی اراده او قدرت دی.
د ذاتي شفا په قوت او کمزورتیا کې روحي او رواني لاملونه
د دفاعي سيستم د کار وړتیا یوازې په فیزیولوژیکي عواملو پورې اړه نه لري، بلکې رواني او معنوي حالتونه هم په دې نظام د قوت او کمزورۍ مهمې اغېزې لري.
(الف) کمزوري کوونکي لاملونه: غم، اضطراب، خپګان او رواني فشارونه.
(ب) پیاوړي کوونکي لاملونه: هیله، ارامښت، مینه، رضایت، ایمان او پر الله تعالی توکل.
له همدې امله قرآن کريم خبرداری ورکوي:”فَلَا تَدعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ فَتَكُونَ مِنَ ٱلمُعَذَّبِینَ”[3]  ژباړه: »نو الله سره بل معبود مه را بوله که نه بيا به ته له عذاب ورکړل شوو څخه شې.»
دغه راز فرمايي: “وَلِلَّهِ غَیبُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلأَرضِ وَإِلَیهِ یُرجَعُ ٱلأَمرُ كُلُّهُۥ فَٱعبُدهُ وَتَوَكَّل عَلَیهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعمَلُونَ”[4]  ژباړه:  «او خاص الله لره دی (علم په) غيب د اسمانونو او ځمکې او ټول امر (چارې) هماغه ته ور ګرځولی شي، نو د هغ عبادت وکړه او پر هماغه بروسه کوه او ستا رب له هغو چارو نا خبر نه دی چې تاسو يط کوئ.»
په حقیقت کې «توحید او ایمان د روغتیا لامل کېږي» ځکه ډاډ، رواني امنیت او پر الله تعالى توکل، ټول هغه لاملونه دي چې دفاعي سيستم پیاوړی کوي، پر وړاندې یې اضطراب، وېره او کینه د دې حیاتي نظام دښمنان دي.
د نبوي طب او معاصر علم په رڼا کې د ناروغۍ د خپلواک لېږد د رد حقیقت
له مشهور نبوي احادیثو څخه یو حدیث داسې دی: “لَا عَدْوَى ‌وَلَا ‌صَفَرَ وَلَا هَامَةَ”[5] ژباړه: هېڅ انتقالونکی مرض (داسې چې تاسو یې تصور کوئ) په خپله ازاد وجود نه لري او نه (د جاهلیت د عقیدې له مخې) د انسان په ګېډه کې خطرناک حیوان شته او نه د جغد اغېزه (یا دا چې مړی په جغد بدلېږي) کوم حقیقت نه لري.»
په ظاهره  دا حدیث د ناروغۍ د سرایت نفي ښکاري، خو د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم دا خبره څنګه له هغو احادیثو سره یوځای کېږي چې مثلاً د طاعون له سیمې د وتلو نهي کوي؟
د دې پوښتنو ځواب د نبي کریم صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم د وینا په دقیق کلام کې دی: پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم دا نه وايي چې ناروغي له یو کس څخه بل ته نه لېږدول کېږي، بلکې دا وايي چې «انتان یوازې په خپله د ناروغۍ سبب نه کېږي» انتان یوازې د ناروغۍ د رامنځته کېدو زمینه برابروي، نه دا چې د هغې وروستی او اصلي علت وي. د نن ورځې علمي شواهد هم همدې معنا ته اشاره کوي:
(۱) کېدای شي چې یو میکروب له ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقال شي او روغ کس ناروغ نه شي.
(۲) کېدای شي چې له روغ کس څخه روغ کس ته انتقال شي او ناروغي رامنځته شي.
(۳) ځینې وختونه یو میکروب نه یوازې د ناروغۍ لامل نه کېږي، بلکې د معافیت سيستم هم پیاوړی کوي.
نو له همدې امله د نبي کریم صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم خبرې تر ټولو لوړ علمي دقت لري، لکه څنګه چې په بل حدیث شريف کې فرمايي :«‌فر ‌من ‌المجذوم فرارك من الأسد.»[6]؛ ژباړه: «له هغه چا څخه وتښتئ چې په جذام اخته وي، هماغسې لکه څنګه چې له زمري څخه تښتئ.» یعنې احتیاط ضروري دی، خو په دې پوه شه چې د ناروغۍ لامل تل یوازې میکروب نه وي.
د ناروغیو پر وړاندې د نبي کریم صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم مخنیوی
د نبي کریم صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم احادیث د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې ډېر دقیق علمي ټکي لري:
(۱) د «اودس» سپارښتنه چې پکې د لاسونو، مخ، پوزې، خولې او غوږونو مینځل، یعنې هغه اصلي لارې چې میکروب ور څخه بدن ته داخلېږي، په ورځ کې پنځه ځله ترسره کېږي.
(۲) د څښاک پر مهال «د اوبو په لوښي کې د پوک وهلو یا ساه ایستلو » منع کول، هغه چې موږ نن ورځ پوهېږو د میکروبونو د لېږد یوه مهمه لار ده.
(۳) د «مسواک» کارولو سپارښتنه، دلته دا ثابته شوې چې د بکتریاوو ضد مواد پکې شته.
(۴) د «ناروغ او روغ» د ګډېدو مخنیوی او د وبا یا طاعون له ککړو سیمو څخه د داخلېدو منع.
دا ټولې لارښوونې چې (۱۴) پېړۍ مخکې بیان شوې وې، نن د معاصر طب په علم کې د «مخنیوي» او « عفونت د کنترول» د بنسټیزو اصولو حیثیت لري.
په لنډه توګه د «فطري شفا» یا «خپلې درملنې» پېښه نه یوازې یو علمي او بیولوژیکي حقیقت دی، بلکې د انسان په خلقت کې د الله تعالی د بېساري حکمت او رحمت یوه نښه هم ده. د بدن دفاعي سیستم او رواني ځواکونه دواړه د الهي امر تر مدیریت لاندې کار کوي او د دوی همغږي د انسان روغتیا تضمینوي. له همدې امله ایمان، توکل، د روح ارامتیا، د روغتیایي اصولو رعایت او د بدن له طبیعي وړتیاوو څخه ګټه اخیستل ټول د الهي «د روغتیا نظام» برخې دي او قران کریم څومره په ښکلي ډول وايي: «وَإِذَا مَرِضتُ فَهُوَ یَشفِینِ» [7] ؛ ژباړه: «کله چې زه ناروغ شم، هماغه ذات دی چې ما ته روغتیا راکوي.»
 په پایله کې پوهه او ایمان یو له بل سره یوځای کېږي، چې انسان پوه شي «د روغتیا وروستۍ سرچینه نه دوا ده او نه طبيب، بلکې هماغه شفا ورکوونکی خدای دی.» [8]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. الشعراء: 78-82.

[2]. پادتن در زبان علمی و طبی به آنتی‌بادی (Antibody) گفته می‌شود.

آنتی‌بادی‌ها پروتئین‌هایی هستند که توسط دستگاه دفاعی بدن ساخته می‌شوند تا عوامل بیماری‌زا مانند ویروس‌ها، باکتری‌ها و سموم را شناسایی و نابود کنند.

[3]. الشعراء: 213.

[4]. هود: 123.

[5]. صحيح البخاري، باب: لا صفر، وهو داء يأخذ البطن، رقم الحدیث: 5387، ج 5، ص 2161.

[6]. مسند أحمد، ‌‌حديث أبي رمثة رضي‌الله‌عنه عن النبي صلى‌الله‌عليه‌وسلم، رقم الحدیث: 9722، ج 15، ص 449 ط الرسالة.

[7]. الشعراء: 80.

[8]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 194-188.

قرآن قران کریم معاد د قران کریم له نظره
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۱۲)
Next Article کپيټلېزم (برخه: ۲)

اړوند منځپانګې

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۸)

سه شنبه _27 _جنوري _2026AH 27-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۸)

دوشنبه _26 _جنوري _2026AH 26-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۷)

دوشنبه _26 _جنوري _2026AH 26-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD8 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴) د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۱)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD12 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۱) لنډیز…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۲)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD7 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­ زهي کپيټلېزم (برخه: ۲) د کپيټلېزم لغوي او اصطلاحي پېژندنه پانګوالي،…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD6 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹) د انسان په روغتیايي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۱)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.