لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷)
معاد د احادیثو له نظره (دوام)
)۶( قَالَ عُمَرُ بْنُ الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: «كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَجَاءَ رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعَرِ، لاَ يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ وَلاَ يَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ حَتَّى أَتَى النَّبِيَّ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ فَأَلْزَقَ رُكْبَتَهُ بِرُكْبَتِهِ ثُمَّ قَالَ: يَا مُحَمَّدُ مَا الإِيمَانُ؟ قَالَ: أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَاليَوْمِ الآخِرِ، وَالقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ.»[۱] ژباړه: حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه وايي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، ناڅاپه یو سړی راغی چې جامې یې ډېرې سپینې او ویښتان یې ډېر تور و. د سفر هېڅ نښه پرې نه ښکارېده او زموږ له ډلې هېچا هغه نه پېژانده، تر دې چې نبي صلی الله علیه وسلم ته نږدې شو، خپلې ګونډې یې د هغه له ګونډو سره ولګولې او ویې ویل: ای محمده! ایمان څه شی دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایمان دا دی چې پر الله تعالی، د هغه پر فرښتو، کتابونو، رسولانو، د اخرت په ورځ او پر تقدیر، که ښه وي او که بد، ایمان ولرې. یعنې ایمان دا دی چې پر هغو پېښو باور ولرې چې له مرګ وروسته رامنځته کېږي او دا له وفات وروسته د بندګانو د بیا را ژوندي کېدو په اړه یو قوي دلیل دی.
(۷) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ قَالَ: «إِنِّي أَوَّلُ مَنْ يَرْفَعُ رَأْسَهُ بَعْدَ النَّفْخَةِ الآخِرَةِ، فَإِذَا أَنَا بِمُوسَى مُتَعَلِّقٌ بِالعَرْشِ، فَلاَ أَدْرِي أَكَذَلِكَ كَانَ أَمْ بَعْدَ النَّفْخَةِ.»[۲] ژباړه: له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «زه به لومړی کس یم چې د وروستۍ نفخې (په صور کې له دويم ځل پو کولو) وروسته به له قبر څخه سر را پورته کوم، نو ناڅاپه به موسی علیه السلام ووینم چې پر عرش ولاړ دی، خو زه نه پوهېږم چې ایا هغه تر ما مخکې له قبر څخه سر را پورته کړی دی او که له هغو کسانو څخه دی چې الله تعالی له بې هوښۍ (نفخې) څخه معاف کړی دی.»
(۸) عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّه ُعَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «بُعِثْتُ أَنَا وَالسَّاعَةُ كَهَاتَيْنِ». قَالَ وَضَمَّ السَّبَّابَةَ وَالْوُسْطَى.[۳] ژباړه: له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «زما د را لېږل کېدو او د قیامت ترمنځ زماني فاصله دومره ده.» راوي وايي: بیا یې د شهادت ګوته او منځنۍ ګوته سره نږدې کړې.
(۹) عَنْ أَبِي مَالِكٍ: أَنَّ أُبَيَّ بْنَ خَلَفٍ جَاءَ بِعَظْمٍ حَائِلٍ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ فَفَتَّهُ بَيْنَ يَدَيْهِ، فَقَالَ: يَا مُحَمَّدُ أَيَبْعَثُ اللَّهُ هَذَا بَعْدَ مَا أَرَمَّ؟ قَالَ: نَعَمْ «يَبْعَثُ اللَّهُ هَذَا ثُمَّ يُمِيتُكَ ثُمَّ يُحْيِيَكَ ثُمَّ يُدْخِلُكَ نَارَ جَهَنَّمَ». قَالَ: فَنَزَلَتِ الْآيَاتُ الَّتِي فِي آخِرِ سُورَةِ يس؛ ﴿أَوَلَمْ يَرَ الإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِنْ نُطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ﴾ [۴] إِلَى آخِرِ السُّورَةِ.[۵] ژباړه: له ابو مالک څخه روایت دی چې اُبيّ بن خلف رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو فاسد (زوړ) هډوکی راوړ، د هغه مخې ته یې مېده کړ او ویې ویل: ای محمده! ایا الله دا (فاسد هډوکی) چې خاورو شو وروسته بېرته را ژوندی کوي؟
نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو! الله به یې را ژوندی کړي، بیا به تا مړ کړي، بیا به دې را ژوندی کړي او وروسته به دې د دوزخ په اور کې واچوي.
راوي وايي: بیا د سورت یاسين وروستي ایتونه نازل شول: ﴿ ايا انسان نه دي ليدلي چې هغه مو له يوه څاڅكي (نطفې) پيدا كړ، خو بيا يو دم څرګند جګړه مار (ترې جوړ) شو.﴾
(۱۰) وَعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ الْعَاصَ بْنَ وَائِلٍ أَخَذَ عَظْمًا مِنْ بَطْحَاءَ فَفَتَّهُ بِيَدِهِ، ثُمَّ جَاءَ بِهِ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ فَقَالَ: أَيُحْيِي اللَّهُ هَذَا بَعْدَ مَا تَرَى؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ: «نَعَمْ، يُمِيتُكَ اللَّهُ ثُمَّ يُحْيِيكَ ثُمَّ يُدْخِلُكَ جَهَنَّمَ.»
قَالَ: فَنَزَلَتْ آيَاتٌ مِنْ آخِرِ سُورَةِ يس.[۶] ژباړه: له حضرت عبدالله بن عباس رضي اللهعنهما څخه روایت دی چې عاص بن وايل د بطحاء له سیمې یو هډوکی را واخیست، په خپل لاس یې ميده کړ، بیا یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړ او ویې ویل: ایا الله دا هډوکی له دې حالت څخه وروسته چې زه یې وینم [یعنې له منځه ولاړ] بېرته را ژوندی کوي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله به تا مړ کړي، بیا به دې ر اژوندی کړي او وروسته به دې جهنم ته داخل کړي. راوي وايي: وروسته د سورت یس وروستني ایتونه نازل شول.
(۱۱) قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه ُعَلَيْهِوَسَلَّمَ: «لاَ تَزُولُ قَدَمَا عَبْدٍ يَوْمَ القِيَامَةِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ أَرْبَعٍ: عَنْ عُمُرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ، وَعَنْ عِلْمِهِ فِيمَ فَعَلَ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ، وَعَنْ جِسْمِهِ فِيمَ أَبْلَاهُ.»[۷]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د قیامت په ورځ به د بنده پښې تر هغې له خپل ځایه نه خوځېږي چې د څلورو شیانو په اړه پوښتنه ترې ونه شي: د عمر په اړه چې په څه کې یې تېر کړی دی، د علم په اړه چې عمل یې پرې کړی که نه، د مال په اړه چې له کومې لارې یې ګټلی او په څه یې لګولی دی او د بدن (ځوانۍ) په اړه چې په څه کې یې تېره کړې ده.
(۱۲) قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه ُعَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يُبْعَثُ كُلُّ عَبْدٍ عَلَى مَا مَاتَ عَلَيْهِ.»[۸] ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر بنده به له هماغې حالت او عقیدې سره را پاڅول کېږي چې له کومې عقیدې سره وفات شوی وي. په بل ځای کې فرمایي: «إِنَّمَا يُبْعَثُ النَّاسُ عَلَى نِيَّاتِهِمْ».[۹] ژباړه: خلک به د خپلو نیتونو له مخې را ژوندي کېږي.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[2] ترمذي، محمد بن عیسی، سنن الترمذي، ټوک ۴، مخ ۳۰۲، باب: ما جاء في وصف جبريل للنبي صلیاللهعلیهوسلم، د حدیث شمېره: ۲۶۱۰، بیروت – لبنان: دارالفکر.
[2]. بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاري، تحقیق: محمد زهیر بن ناصر، ټوک ۶، مخ ۱۲۶، باب: ونفخ في الصور فصعق من…، د حدیث شمېره: ۴۸۱۳.
[3]. نیشابوري، ابو حسین مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، ټوک ۸، مخ ۲۰۹، باب: قرب الساعة، د حدیث شمېره: ۷۵۹۷، دار الجیل – بیروت.
[4]. یس: ۷۷.
[5]. حارث بن محمد بغدادي، بغیة الباحث عن زوائد مسند الحارث، تحقیق: حسین احمد باکري، ټوک ۲، مخ ۷۲۷، ناشر: مرکز خدمة السیرة النبویة – مدینة المنورة.
[6]. مقدسي، ضیاءالدین ابو عبدالله محمد بن عبدالواحد، الأحادیث المختارة أو المستخرج من الأحادیث المختارة مما لم یخرجه البخاري ومسلم في صحیحهما، مطالعه او تحقیق: ډاکټر عبدالملک بن عبدالله بن دهیش، ۱۴۲۰هـ ق / ۲۰۰۰م، ټوک ۱۰، مخونه ۸۷–۸۸.
[7]. ترمذي، محمد بن عیسی، سنن الترمذي، باب: في القیامة، ټوک ۴، مخ ۱۹۰، د حدیث شمېره: ۲۴۱۷.
[8]. نیشابوري، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، باب: الأمر بحسن الظن بالله تعالی، ټوک ۴، مخ ۲۲۰۵، د حدیث شمېره: ۸۱، تحقیق: محمد فؤاد عبدالباقي، دار إحیاء التراث العربي – بیروت.
[9]. قزویني، محمد بن یزید، سنن ابن ماجه، باب: النیة، ټوک ۱۲، مخ ۴۳۱، د حدیث شمېره: ۴۳۷۰، تحقیق: محمد فؤاد عبدالباقي، دار إحیاء الکتب العربیة.


