Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شېن‌ تو دین (برخه: ۲۳)
دینونه یکشنبه _11 _جنوري _2026AH 11-1-2026AD

شېن‌ تو دین (برخه: ۲۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه
شېن‌ تو دین (برخه: ۲۳)
د شېن تو دین کتابونه
په شېن تو دين کې داسې کتابونه موندل کېږي چې د پخوانیو خلکو اداب او دودونه پکې را ټول شوي دي. دا کتابونه په بېلابېلو زمانو کې لیکل شوي او د هغوی له جملې یو یې په (۸۰۶ ز) کال کې تالیف شوی دی. په دغو کتابونو کې لرغوني کیسې بیان شوي چې تر ډېره د روحاني طبقې د دفاع او ملاتړ په موخه روایت شوې دي.
د شېن تو دین تر ټولو مهم سپېڅلي متون دوه کتابونه دي چې لومړی کتاب يې «کوجيکي» نومېږي، د اثر په (۷۱۲ز) کال کې لیکل شوی دی او دويم کتاب «نیهون‌ګي» دی، چې په (۷۲۰ز) کال کې لیکل شوی دی. دا دواړه متون د جاپان شېن تو دین تر ټولو لرغوني متون ګڼل کېږي. د جاپان خلکو یوازې په همدې دوو کتابونو بسنه ونه کړه، بلکې وروسته په دې دین کې نور کتابونه هم رامنځته شول چې یو یې د بېلابېلو وختونو د دعاګانو مجموعه ده او په لسمه میلادي پېړۍ کې لیکل شوی دی او بل یې د شعرونو یوه ټولګه ده چې له پنځمې تر اتمې میلادي پېړۍ پورې ویل شوي دي.
د کوجيکي کتاب
د پورته یادو دوو مهمو کتابونو له جملې څخه يې یو د «کوجيکي» کتاب دی. دا کتاب نن ورځ د لاسرسي وړ نه دی او د ډاکټر احسان مقدس له ‌خوا ژباړل شوی دی. د دې کتاب د تالیف په اړه په خپله د کتاب په متن کې ځینې مطالب راغلې دي چې دلته يې په لنډ ډول راوړو:
د څلورمې میلادي پېړۍ په شاوخوا کې د جاپان بېلابېلې قبيلې ورو، ورو د «ياماتا» د مرکزي حکومت تر چتر لاندې راغلې او د پنځمې پېړۍ په پای او د شپږمې پېړۍ په پیل کې د جاپان امپراتوري په تدریجي ډول رامنځته شوه، له همدې وخته د امپراتورۍ د مشروعیت موضوع د بحث او اختلاف وړ وګرځېده.
د «کوجيکي» او «نیهونګي» کتابونو[۱] د لیکلو اساسي موخه دا وه چې د امپراتورې کورنۍ الهي اصل او ریښه ثابته کړي. د دغو دوو کتابونو کیسې چې د لرغونو اساطیرو او شعرونو په اړه دي، د کیسه ‌ویونکو له ‌خوا په شفاهي ډول نسل په نسل لېږدول کېدې. دغو کیسه ‌ویونکو ته په جاپاني ژبه «کاتاري‌ بیه» ویل کېدل (کاتاري: کیسه‌ ویونکی، بیه: قبیله) دوی به د مېلمستیاوو او جشنونو پر مهال حاضرېدل او دا کیسې به یې خلکو ته بیانولې. همداسې دا روایتونه د اوږدو پېړیو په ترڅ کې سینه په سینه انتقال شول.
په اوومه میلادي پېړۍ کې امپراتور «جیم‌ مو» د دغو کیسو د خپرېدو او ګډوډۍ له امله اندېښمن شو او ویې ویل: «زموږ تاریخي اداب، دودونه او نسب‌ نامې د ټولو کورنیو ترمنځ خپرې شوې دي او دا ټولې کیسې له دروغو سره ګډې شوې دي. که موږ نن دا ټولې راټولې او سمې نه کړو، ډېر ژر به له منځه ولاړې شي.» وروسته امپراتور له «هیدا نو اربه» څخه، چې اته‌ ویشت کلن و، وغوښتل چې بېلا بېلو سیمو ته سفر وکړي، همدا روایتونه راټول کړي او تر څېړنې لاندې یې ونیسي، خو امپراتور د کتاب تر بشپړېدو وړاندې وفات شو. تر هغه وروسته ملکې «ګیم ‌یو» د هغه کار ته دوام ورکړ او «اونو یاسومارو» یې وګوماره چې د «هیدا نو اربه» راټولو کړو شيانو ته ليکلې بڼه ورکړي.
«اونو یاسومارو» دا کتاب د څلورو میاشتو په موده کې ولیکه او د (۷۱۲ ز) کال د جنورۍ په اته‌ ویشتمه یې دا اثر ملکې ته وړاندې کړ. په دې توګه د «کوجيکي» کتاب (یعنې: د لرغونو پېښو کارنامه) د اتمې میلادي پېړۍ په پیل او جاپان ته د بودایي مذهب تر داخلېدو وروسته، رامنځته شو. هېره دې نه وي چې دا اساطیر ډېر لرغونی تاریخ لري او د بودایي مذهب تر راتګ وړاندې، د څلورمې، پنځمې او شپږمې میلادي پېړیو په ترڅ کې جوړ شوي وو. له همدې امله «کوجيکي» د جاپانيانو د دیني لیدلوري د پېژندنې لپاره تر ټولو مهم مذهبي کتاب ګڼل کېږي.[۲]
دا اثر د جاپان تر ټولو پخوانی تاریخي کتاب بلل کېږي چې د لرغونو درباري دودونو د ساتنې او ټینګښت په موخه لیکل شوی دی.[۳]
د نیهونګي کتاب
د «کوجيکي» له راڅرګندېدو اته کاله وروسته بل کتاب هم د لیکنې ډګر ته راووت چې «نیهونګي» (د جاپان کارنامه) نومېږي او په دېرشو فصلونو کې لیکل شوی دی. د «نیهونګي» کتاب په اصل کې د «کوجيکي» بشپړوونکی اثر و او هڅه یې دا وه چې د کوجيکي نیمګړتیاوې جبران کړي. یاد کتاب د چینایي تاریخ‌ لیکنې د سبک له مخې ليکل شوی دی. دغه اثر جورج ویلیام سټون انګلیسي ژبې ته وژباړه او په (۱۸۹۶ز) کال کې یې په لندن کې چاپ کړ.
د «نیهونګي» کتاب ورو ورو د خلکو پام ځان ته واړوه او له همدې امله د «ایدو» تر دورې (۱۶۱۵–۱۸۶۷ز) د «کوجيکي» کتاب هېر شو. له همدې کبله د کوجيکي تر ټولو پخوانۍ خطي نسخه په (۱۳۷۱ز) کال پورې اړه لري چې د «ناګویا» ښار په «شیمبکوجي» معبد کې ساتل کېږي. په داسې حال کې چې د «نیهونګي» له کتاب څخه ګڼې خطي نسخې را پاتې دي، چې د لیکلو تاریخ یې د «هییان» دورې (۷۹۴ – ۱۱۸۵ز) ته رسېږي. لیدل کېږي چې د نیهونګي په اړه ډېرې څېړنې او مطالعې شوې دي او پراخ تاریخي پړاوونه یې تر پوښښ لاندې را وستې دي.[۴]
«نیهونګي» کتاب د کوجيکي له لیکلو اته کاله وروسته بشپړ شو. دا اثر له جوړښتي اړخه د کوجيکي تقلید بلل کېږي او له دوو اساسي فصلونو څخه جوړ دی. د نیهونګي له مهمو ځانګړنو څخه یوه دا ده چې د اوومې میلادي پېړۍ تاریخ هم پکې شامل دی. د دې کتاب د لا بشپړتیا په موخه بېلابېلې شرحې هم ليکل شوې دي.[۵]
د اسلام او شېن تو دين د کتابونو تحليل او څېړنه
اوس راځو د اسلام سپېڅلي دین او د شېن تو دین د کتابونو ترمنځ توپیر ته چې ایا هغه ځانګړنې، صفات او معیارونه چې په قران کریم کې شتون لري، د شېن تو دین په کتابونو کې هم موندل کېږي؟ او ایا د شېن تو دین کتابونه له قران کریم سره، چې عظمت او مقام یې له هر کتاب څخه لوړ دی، د پرتله کېدو وړ دي؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب «نه» دی؛ ځکه موږ مخکې د دواړو کتابونو مقام او ځای پېژندلی او پوه شوي یوو چې هر یو یې څه مقام او ارزښت لري. که وغواړو دا توپیرونه په لنډ ډول بیان کړو، نو لاندې پایلو ته رسېږو:
(۱) قران کریم د الله تعالی له لوري نازله شوې اسماني وحې ده چې ساتنه او حفاظت یې په خپله د رب‌ العالمین پر غاړه دی. داسې کتاب دی چې نه بدلېږي، نه پکې تحریف راځي او نه له منځه ځي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ»[۶] ژباړه: «بېشکه موږ په خپله نازل کړی دی ذکر (قران کریم) او بېشکه چې موږ د ده خامخا ساتونکي یو.»
په داسې حال کې چې د شېن تو دین کتابونه د انسانانو له‌خوا جوړ شوي دي او د وخت په تېرېدو بدلونونه پکې راغلي دي.
(۲) قران کریم سراسر حکمت، موعظه، پند او نصیحت دی. هر ایت یې د دردمنو لپاره شفا، د ناروغانو لپاره مرهم او د لارورکو لپاره سمه لاره ده، خو د شېن تو دین کتابونه یوازې د تېر زمان د کیسو او روایتونو ټولګه ده او نه شي کولای د انسانانو لپاره یو سم او روښانه منهج او لارښود وي.
(۳) قران کریم د پخوانیو امتونو، د انبیاوو علیهم ‌الصلاة والسلام او د هغوی د پیروانو کیسې  د عبرت او پند اخیستنې په موخه بیانوي چې خلک د پیغمبرانو او د هغوی د امتونو له ژوند څخه درس واخلي او د ستونزو او سختیو پر مهال د هغوی له ژوند څخه ګټه پورته کړي، خو د شېن تو کتابونه له افسانو او اساطیرو ډک دي، چې هېڅ واقعي بنسټ نه لري او د خلکو د ذهنونو او خیالونو زېږنده دي.
(۴) د قران کریم پیروان ورځ تر بلې زیاتېږي او د قران مینه یې په زړونو کې څپې وهي. د قران شفا بښونکې نسخې په هر کور، مدرسه او جومات کې موندل کېږي. مسلمانان خپل عزت، عظمت، جلال او سترتوب په قران کریم کې ویني، لکه څنګه چې پخوانیو مسلمانانو د قران کریم په واسطه ځانونه تر لوړو څوکو ورسول او د دنیا او اخرت عزت، سر لوړي، فلاح او بریا یې تر لاسه کړه. همدا راز حضرت عمر رضي ‌الله ‌عنه فرمایي: «إِنَّ اللَّهَ يَرْفَعُ بِهَذَا الْكِتَابِ أَقْوَامًا وَيَضَعُ بِهِ آخَرِينَ.»[۷] ژباړه: «الله تعالی د همدې قران په وسیله ځینې قومونه لوړ مقام ته رسوي او ځینې نور ذلیله کوي.»
نن هم دا امت د قران کریم په وسیله هماغه مقام او مرتبه ترلاسه کولای شي. په داسې حال کې چې د شېن تو دین پیروان (پرته له یوې محدودې ډلې چې خپلو کتابونو ته پام کوي، لولي یې او ورباندې ویاړي) ډېر یې خپلو کتابونو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او د خپل دین د کتابونو او د نورو دینونو د کتابونو ترمنځ کوم څرګند توپیر نه ویني.
(۵) د قران کریم د هر کلمې تلاوت څو چنده ثواب لري او په اسلام کې تر ټولو غوره انسان هغه دی چې قران کریم زده او نورو ته یې ور وښيي. رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم فرمایي: «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ.»[۹] ژباړه: «ستاسو تر ټولو غوره هغه څوک دی چې قران زده کړي او نورو ته یې ور وښيي.»
له همدې امله مسلمانان د قران کریم په زده کړه کې له یو بل سره سیالي کوي او هر کال زرګونه حافظان قران کریم په بشپړ ډول حفظ کوي. د قران د معناوو د تشریح او تفسیر لپاره بېلابېلې تعلیمي دورې جوړېږي، ځینې خلک کلونه کلونه خپل وخت د قران کریم د زده کړې، تدبر او ژور فکر لپاره ځانګړې کوي، خو د شېن تو دین په کتابونو کې داسې اجر او ثواب نشته او نه هم چا د داسې ثواب تضمین ورکړی دی؛ له همدې امله د هغوی په علمي مرکزونو کې خپلو کتابونو ته د پام وړ توجه نه کېږي.
(۶) قران مجید د علم کتاب دی؛ هر څومره چې علم پرمختګ کوي، په هماغه اندازه د قران کریم مقام او ارزښت لا روښانېږي او علما یې لا ډېر څېړي او څېړنې پرې کوي. د قران کریم د نزول له لومړیو ورځو څخه تر نن ورځ پورې، د قران کریم زرګونه تفسیرونه لیکل شوي دي او علماوو او مفسرينو ترې ډېرې ښکلې او ژورې معناوې را وېستلې دي او دا بهیر نن هم دوام لري. خو په مقابل کې د شېن تو دین کتابونه تر ډېره په افسانو، اساطیرو او جوړو شويو کیسو ولاړ دي، تر دې چې هغه لومړنی کس چې د دغو روایتونو د راټولولو امر یې ورکړی و، یوازینی هدف یې دا و چې دا کیسې راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي او له منځه لاړې نه شي.
پایله
قران کریم تر ټولو لوی او باعزته کتاب دی. څوک چې په قران کریم منګولې ټینګوي، بریالی کېږي او د دنیا او اخرت له مصیبتونو، بلاوو او سختیو څخه ژغورل کېږي او څوک چې د هغه له احکامو، اوامرو او لارښوونو مخ اړوي، ګمراه کېږي او هلاکت ته رسېږي. دا امت تر هغه وخته په خیر، سلامتۍ او عافیت کې پاتې کېږي چې په قران کریم منګولې ټینګې کړي، عمل پرې وکړي او د زده کړې او تعلیم په لاره کې یې هڅه او کوښښ وکړي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱]. یا هماغه «نیهون‌شوګي» چې په ځینو سرچینو کې یاد شوی دی. البته موږ د پراخو څېړنو سره سره هم و نه توانیدو چې یاد پیدا کړي.

[2]. کوجيکي؛ د شینتو د آیین سپېڅلی کتاب، د ډاکټر احسان مقدس ژباړه، لومړی چاپ، د ۱۳۸۰ لمریز کال ژمی، مخونه ۲۷–۲۸.

[3]. ابراهیم، علیرضا، آیین شین‌تو؛ نگاهی از فراز، بې‌تا، مخ ۹۷.

[۴]. کوجيکي؛ د شینتو د آیین سپېڅلی کتاب، د ډاکټر احسان مقدس ژباړه، لومړی چاپ، د ۱۳۸۰ لمریز کال ژمی، مخونه ۲۹–۳۰.

[۵]. ابراهیم، علیرضا، آیین شین‌تو؛ نگاهی از فراز، بې‌تا، مخ ۹۷.

[۶]. سورة الحجر، آیت ۹.

[۷]. نیشابوري، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، باب فضل من یقوم بالقرآن ویعلمه وفضل، د حدیث شمېره: ۱۹۳۴، جلد ۲، مخ ۲۰۱، دار الجیل، بیروت.

[۸]. ترمذي، محمد بن عیسی، سنن الترمذي، باب: تعلیم القرآن، د حدیث شمېره: ۲۹۰۷، جلد ۵، مخ ۱۷۳، دار إحیاء التراث العربي، بیروت.

د اسلام او شېن تو دين د کتابونو تحليل او څېړنه د شېن تو دین کتابونه د کوجيکي کتاب د نیهونګي کتاب شېن‌ تو دین شېن تو دین کې د کاميانو شمېر
Previous Articleنوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱)
Next Article هیومنېزم «انسان ‌پالنه» (برخه: ۱۳)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۲۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن تو دین (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۲۱)

پنجشنبه _1 _جنوري _2026AH 1-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD19 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.