Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۳)
فراماسونري شنبه _10 _جنوري _2026AH 10-1-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف

فراماسونري (برخه: ۳)

د فراماسونرۍ حقیقت
ډاکټر صابر طعیمه په خپل کتاب کې د فراماسونرۍ یو بل تعریف وړاندې کوي: «که د فراماسونرۍ تاریخ، د ښوونو کچې، رمزي کلمو، تشریحاتو او تفسیرونو ته وکتل شي، نو فراماسونري له پیله تر پایه پورې یو یهودي بنسټ دی.»[۱]
په هغه دایرة المعارف کې چې د «فراماسونري» تر عنوان لاندې په (۱۹۰۶ز) کال کې خپور شوی، راغلي دي: «هر محفل باید د یهودي معبد نښه وي او په حقیقت کې همداسې ده هم. هر استاد چې پر خپلې چوکۍ کېني، د یهودو د پاچا استازیتوب کوي او هر فراماسون د یهودي کارګر تمثیل ګڼل کېږي.»[۲] په یاد دایرة المعارف کې دا حقیقت هم تایید شوی چې هغه تخنیکي ژبه، نښې (سمبولونه) او مراسم چې په فراماسونرۍ کې کارول کېږي، په بشپړه توګه له یهودي اصطلاحاتو او دودونو سره سمون لري. ان تر دې چې د فراماسونرۍ په رسمي لیکونو او اسنادو کې درج شوې نېټې د عبري تاريخ او میاشتو پر بنسټ تنظیمېږي او همدارنګه په لیکنو کې یې عبري الفبا کارول کېږي.
که څه هم د هغوی ظاهري بڼې او تشریفاتي مظاهر د هغه ټولنیز چاپېریال له شرایطو سره سم بدلېږي چې پکې فعالیت کوي، خو ظاهري شعارونه یې تل همدا «ازادي»، «برابري» او «وروروالي» ده. [۳]
په «الرمزیة» کتاب (چاپ، ۱۹۲۸ز) کې راغلي دي: «د یهودي عنصر ستاینه او درناوی باید د هر فراماسون تر ټولو مهمه دنده وي؛ ځکه دې عنصر د پېړیو او نسلونو په اوږدو کې خپل نه بدلېدونکی الهي دود ساتلی دی.»[۴]
په یهودي دایرة المعارف کې د «ماسونیه» تر کلمې لاندې راغلي دي: «د فراماسونرۍ تخنیکي ژبه، اشارې نښې او مراسم ټول یهودي دي.»[۵]
د فراماسونرۍ یو «مشر عبدالحلیم الیاس‌خوري» وایي: «د فراماسونرۍ په ژورو کې اسراییلي فکر نغښتی دی او د هغې په تاریخ، دودونو، رمزونو او اسرارو کې د یهودي مقدسو اسطورو څرک ښکاره دی. فراماسونري په حقیقت کې یو یهودي بنسټ دی او له بشپړې یهودي سرچینې څخه را ټوکېدلی دی.»[۶]
له همدې امله فراماسونري په خپلو خوځښتونو، کړنو او د خپل ټول خوی او جوړښت په اوږدو کې یهودي رنګ او بڼه لري او ښکاره ده چې سلطنتي فراماسونري (الماسونیة الملوکیة) په خپلو اصولو، ښوونو، درجو او موخو کې ټول د هغه څه تقدیس ته اشاره کوي چې په تورات کې راغلي او د حضرت سلیمان علیه ‌السلام د معبد د بیا رغونې موخه تعقیبوي.[۷]
په «اروپایي فراماسونري دایرةالمعارف» کې راغلي دي: «هر فراماسوني محفل باید د یهودي معبد پر الګو ولاړ وي، د هر محفل مشر د یهودي پاچاهۍ استازی وي او هر ماسون د یهودي شخص تجسد ګڼل کېږي.»[۸]
 په «معجم الماسونیة والماسونیین» کې لیکل شوي دي: «پر هر انسان لازمه ده چې د فراماسونرۍ له غړیتوب مخکې په فکري او روحي ډول یهودیت ومني.»[۹]
له دغو ټولو شواهدو څخه په ښکاره توګه د فراماسونرۍ حقیقت څرګندېږي، هغه حقیقت چې ډېر خلک پرې غولېدلي دي. د هغو کسانو لپاره چې نور دلایل غواړي، دا بېلګه هم یادولای شو: د فراماسونرۍ د غړو په غونډو کې چې د دري دېرشمې درجې (۳۳ مې درجې) لوړ پوړي غړي پکې ګډون لري، دا ډول متن لوستل کېږي: «موږ به بېرته د سلیمان بن داود ټاټوبي ته ستانه شو او سپېڅلی معبد به یو ځل بیا ورغوو؛ هلته به تلمود ولولو او هر هغه څه به عملي کړو چې په وصیتونو او تړونونو کې راغلي دي او د اسرايیل د عظمت په لاره کې به له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړو.»[۱۰]
همدارنګه د مصر په قاهرې ښار کې د طوسون پر سرک یو فراماسوني کلب شتون لري چې ټول وسایل او توکي یې د اسرايیلي شپږ اړخي ستوري نښه لري.
هلته داسې بیرغونه لږول شوي چې د اسرايیلو د دولسو قبیلو نښه څرګندوي او ټولې لوحې، سامانونه، خپرونې او اعلانونه یې د بریتانیایي او اسرايیلي رنګ او نښې لرونکي دي.[۱۱]
د دغو ټولو تعریفونو او توضیحاتو له مجموعې څخه جوتېږي چې یاد خوځښت یو «یهودي»، پټ او له رازه ډک حرکت دی، چې موخه یې د یهودیانو له لاسه وتلي هیبت او شوکت بېرته راګرځول او د «موعودې ځمکې» بېرته ترلاسه کول دي.
دا چې دوی ته د «ازادو بنایانو» نوم ورکړل شوی، لامل یې دا دی چې د دوی په باور یو ځل بیا به خپل مطلوب «کلبد» رغوي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

۱. الماسونیة ذاک العالم المجهول، مخ: ۱۴۲.

۲. دسائس الماسونیة بین المسلمین، مخ: ۸.

۳. هماغه منبع.

۴. الماسونیة ذاک العالم المجهول، مخ: ۳۸۲.

۵. ابو حبیب، محمد ابن ناصر، أثر القوة الخفیة علی الماسونیة، مخونه: ۹، ۱۴۰۹هـ.ق.

۶. هماغه منبع.

۷. دسائس الماسونیة بین المسلمین، مخ: ۹.

۸. هماغه منبع.

۹. أثر القوة الخفیة علی الماسونیة، مخ: ۱۰.

۱۰. دسائس الماسونیة علی المسلمین، مخ: ۱۰.

۱۱. هماغه منبع.

د فراماسونرۍ حقیقت سلطنتي فراماسونري فراماسونري
Previous Articleله مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۳)
Next Article هیومنېزم (انسان ‌پالنه) (برخه: ۱۲)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۰)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱) سریزه په تېره برخه کې مو…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD8 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­ زهي کپیټلېزم (برخه: ۱۰) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین (دوام) سره له دې…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۰)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD6 Views

ليکوال: ابو‌ رائف فراماسونري (برخه: ۲۰) د ماسوني محفل زينه (سُلَّم صعود) د ماسوني محفل…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۲)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD13 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۲) د زمزم اوبو علمي معجزه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.