Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۳)
اسلام شنبه _10 _جنوري _2026AH 10-1-2026AD

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۳)
معاد د قران کریم له نظره
د معاد د موضوع ارزښت او اړتیا ته د قران کریم په ایتونو کې ځانګړې پاملرنه شوې ده. د قران کریم له څلورو برخو ايتونو څخه، یوه برخه ایتونه د معاد په اړه دي او په قران کریم کې ډېر کم داسې سورت موندل کېږي چې د معاد او له مرګ څخه وروسته ژوند یادونه پکې نه وي شوې؛ ان ښايي د قران هېڅ داسې پاڼه نه وي چې د معاد اړوند مسایلو ته پکې اشاره نه وي شوې. دغو ایتونو د بېلا بېلو تعبیرونو له مخې د انسان په ژوند کې د معاد پر اهمیت ټینګار کړی او اشاره یې ورته کړې ده.
له یادو سورتونو څخه ډېر يې د مکې مکرمې په پړاو او د حضرت محمد صلی‌ الله‌ علیه‌ وسلم د دعوت په لومړیو کلونو کې نازل شوي دي، چې دا د قران کریم او د اسلام د پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم له نظره د معاد د مسألې فوق ‌العاده اهمیت څرګندوي. رسول اکرم صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم په مکه مکرمه کې د اسلام بنسټ کېښود او د دې کار لپاره یې د معاد پر عقیدې له ټینګښت څخه ګټه پورته کړه؛ له همدې امله هغه ایتونه چې په مکه مکرمه کې نازل شوي د اسلام د بنسټ د ټینګښت لپاره وو؛ له دغو ايتونو څخه ډېر یې د معاد، د قیامت ورځې، جنت او دوزخ په اړه دي یا د جهنم عذابونه بیانوي او یا د محشر صحنې او رسوایۍ.
د همدې مسألې د وړاندې کولو او افکارو او عقایدو د بیان په لار کې د اسلام ګران پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم د نورو الهي پیغمبران علیهم ‌الصلاة والسلام په څېر د مشرکینو له سختو کړاوونو، اذیتونو او ځورونو سره مخ شو، ان تر دې چې پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم یې لېونی وباله.[۱]
قران کریم د سبا سورې په (۷ او ۸) ایتونو کې دې مسألې ته اشاره کوي او فرمایي: «وَقالَ الَّذینَ کَفَروا هَل نَدُلُّکُم عَلی رَجُلٍ یُنَبِّئُکُم إِذا مُزِّقتُم کُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّکُم لَفی خَلقٍ جَدیدٍ ۝ أَفتَری عَلَی اللَّهِ کَذِبًا أَم بِهِ جِنَّةٌ بَلِ الَّذینَ لا یُؤمِنونَ بِالآخِرَةِ فِی العَذابِ وَالضَّلالِ البَعیدِ.»[۲] ژباړه: «او هغو کسانو چې کفر کړی وويل: ايا تاسې ته يو داسې سړى در وښايو چې هغه مو په دې خبروي چې كله تاسې پوره ذرې ذرې شئ، نو تاسې به په يو نوي پيدايښت كې راشئ، ایا پر الله يې درواغ تړلي یا په هغه كې ليونتوب دى؟ (نه) بلكې هغوى چې اخرت نه مني په عذاب او (له حقه) په لرې بې لارې توب كې دي.»
همدارنګه په ګڼو نورو ایتونو کې د معاد او قیامت په اړه د کافرانو او رسول اکرم صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د زمانې د مشرکینو د ناباورۍ یادونه شوې ده. الله تعالی په نورو ایتونو کې په دې اړه فرمایلي دي: «وَإِذا رَأَوا آیَةً یَستَسخِرونَ ۝ وَقالوا إِن هٰذا إِلّا سِحرٌ مُبینٌ ۝ أَإِذا مِتنا وَکُنّا تُرابًا وَعِظامًا أَإِنّا لَمَبعوثونَ ۝ أَوَآباؤُنَا الأَوَّلونَ.»[۳] ژباړه: «او كله چې كومه نښانه وويني ملنډې وهي او دوى وويل: دا خو له ښكاره كوډو پرته بل څه نه دي، ايا كله چې موږ ومرو، خاورې او هډوكې شو، نو بيا به ژوندي را پاڅول كېږو؟ او ايا پلرونه زموږ لومړني؟»
ځینې وختونه به داسې کېدل چې د ناباورانو له ډلې به یو کس یو زوړ او وروست هډوکی په لاس کې نیوه او د رسول اکرم صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم په حضور کې به یې ماتاوه او په تعجب او ملنډو به یې پوښتل: «وَضَرَبَ لَنا مَثَلًا وَنَسِیَ خَلقَهُ قالَ مَن یُحیِی العِظامَ وَهِیَ رَمیمٌ ۝ قُل یُحیِیها الَّذی أَنشَأَها أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِکُلِّ خَلقٍ عَلیمٌ.»[۴]
ژباړه: «او موږ ته مثال بيانوي او خپل پيدايښت يې هېر كړ، وايي څوک به دا هډوكي را ژوندي كوي چې وراسته او رژېدلي وي، ورته ووايه: هغه ذات به يې را ژوندي كوي، كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او هماغه په هر ډول پيدايښت ښه پوه دى.»
په هر صورت د اسلام د پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د بلنې او د معاد د مسألې پر وړاندې دا لجاجت او سرسختي تر دې کچې ورسېده چې هغوی په ښکاره توګه له معاد او قیامت څخه انکار کاوه او ویل یې: «إِن هِیَ إِلّا حَیاتُنَا الدُّنیا نَموتُ وَنَحیا وَما نَحنُ بِمَبعوثینَ.»[۵] ژباړه: «نور څه نه دي، همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او (تر څه وخته) ژوند كوو، خو بيا ژوندي را پورته كېدونكي نه يوو.»
د حساب او جزا لپاره پر بعث او د بندګانو پر بيا را ژوندي کېدو ایمان لرل، د ایمان له بنسټیزو اصولو څخه دي، دورغ ګڼل او انکار یې د الله تعالی د تکذیب او پر هغه د کفر کولو په معنا دي.
الله تعالی په دې اړه فرمایي: «بَل كَذَّبُوا بِالسّاعَةِ وَأَعتَدنا لِمَن كَذَّبَ بِالسّاعَةِ سَعيرًا.»[۶] ژباړه:«خو هغوى قيامت دروغ ګڼلى او موږ هغه چاته چې قيامت دروغ ګڼي، بل شوى اور چمتو كړى دى.»
الله تعالی په ګنو ایتونو کې د بعث او نشور یادونه کړې: «يا أَيُّهَا النّاسُ إِن كُنتُم في رَيبٍ مِنَ البَعثِ فَإِنّا خَلَقناكُم مِن تُرابٍ ثُمَّ مِن نُطفَةٍ …»[۷] ژباړه: «ای خلكو! كه د بيا ژوندون په هكله په څه شک كې ياست، نو (خبر شئ) موږ تاسو له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له نطفې څخه …»
په بل ځای کې فرمایي: «يُخرِجُ الحَيَّ مِنَ المَيِّتِ وَيُخرِجُ المَيِّتَ مِنَ الحَيِّ وَيُحيِي الأَرضَ بَعدَ مَوتِها وَكَذلِكَ تُخرَجونَ.»[۸] ژباړه: «را وباسي هغه ژوندى له مړي نه او را وباسي مړی له ژوندي نه او ژوندۍ کوي ځمکه وروسته له مرګ څخه او همدغسې به تاسې هم را ووېستل شئ.»
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱]. مکي، ډاکټر مجد، د اهل سنتو د عقایدو بشپړه مجموعه، ژباړن: فیض محمد بلوچ، ج ۲، ص ۶۳۵، ۱۳۹۴ هـ.ش.

[۲]. د سبأ سوره، آیتونه ۷–۸.

[۳]. د صافات سوره، آیتونه: ۱۴–۱۷.

[۴]. د یس سوره، آیتونه: ۷۸–۷۹.

[۵]. د مؤمنون سوره، آیت: ۳۷.

[۶]. د فرقان سوره، آیت: ۱۱.

[۷]. د حج سوره، آیت: ۵.

[۸]. د روم سوره، آیت: ۱۹.

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل معاد د قران کریم له نظره
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۲)
Next Article فراماسونري (برخه: ۳)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۱)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD20 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.