Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۲)
اسلام پنجشنبه _8 _جنوري _2026AH 8-1-2026AD

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۲)
د «بعث» لغوي معنا
د عربي ژبې په کلام کې د «بعث» کلمه په دوو معناوو کارول شوې ده:
(۱) لېږل او استول: الله تعالی فرمایي: ﴿ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِم مُّوسَىٰ بِآيَاتِنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِيْهِ.﴾ ژباړه: «بيا مو له خپلو نښانو سره له دوی وروسته فرعون او د هغه (د قوم) مشرانو ته موسى ولېږه.» [۱]
(۲) راپارول او تحریکول: عربان وايي: «بعثتُ البعیرَ فانبعث» يعنې اوښ مې را وپاروه، نو هغه را پاڅېده. همدارنګه له مرګ وروسته د انسانانو را ژوندي کول او له قبرونو څخه را وېستل په همدې معنا دي. الله تعالی فرمایي: ﴿ثُمَّ بَعَثْنَاكُم مِّن بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.﴾[۲] ژباړه: «پس بيا موږ تاسې له مړينې وروسته را پاڅولئ، د دې لپاره چې تاسې شکر وباسئ.» [۳]
د «بعث» اصطلاحي معنا
بعث په اصطلاح کې د الله تعالی له لوري د مړو بېرته را ژوندي کول او له قبرونو څخه را وېستل دي. [۴]
له بعث او نشر دواړو څخه موخه دا ده چې مړي به په ژوندي حالت کې له قبرونو څخه را ووېستل شي او الله تعالی به ټول مړي بېرته را ژوندي کړي؛ ان هغه کسان چې سوځېدلي وي يا په اوبو کې ډوب شوي وي او ماهيانو خوړلي وي او يا وحشي ژوو خوړلي وي؛ ځکه هېڅ شی د پروردګار لپاره ستونزمن او ناشونی نه دی. [۵]
د معاد د بحث اهمیت او اړتیا
انسان په فطري ډول د کمال غوښتونکی دی او ذاتا غواړي چې خپل وروستی کمال او نهایي وده تر لاسه کړي. له همدې امله اړ دی چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره په باخبره او ازاده توګه د یو انساني ژوند انتخاب وکړي، نه د حیواني ژوند او د نورو حیواناتو په څېر یوازې د غرایزو او حیواني غوښتنو له مخې عمل ونه کړي، بلکې د خپل تعقل او تفکر ځواک چې له نورو حیواناتو سره د ده د توپیر اصل دی په کار واچوي او د هغو ګڼو او بېلابېلو تمایلاتو له منځه چې هره شېبه یې بېلابېلو لورو ته رابولي یو عالمانه انتخاب وکړي چې  ټول اعمال او چلندونه یې د علم، پوهاوي، بشپړې ازادۍ او اختیار له مخې ترسره شي.
د انسان حقیقي او نهایي کمال هېڅکله د غرایزو، غوښتنو او شهوتونو بشپړه اشباع نه ده او د نورو حیواناتو پر خلاف، انسان هېڅکله پر خپلو غرایزو او تمایلاتو محکوم نه دی، تر دې چې له ده څخه د انتخاب او اختیار ځواک واخیستل شي او په پټو سترګو د خپلو غوښتنو تابع شي.
د ژوند په بهیر کې د انتخاب او اختیار ځواک سم کارولو لپاره، د لارې په ټاکلو کې کافي علم او پوهاوی ضرور دی. هغه انسان چې د ژوند په مسیر کې تل د تمایلاتو او میلانونو ترمنځ په کشمکش کې وي او پر دوو لارو ولاړ وي، باید د سمې لارې انتخاب لپاره د علم او پوهې له عنصره برخمن وي؛ ګنې امکان لري چې په ناپوهانه انتخاب اخته شي او نه یوازې دا چې خپل حقیقي کمال او واقعي نېکمرغۍ ته و نه رسېږي، بلکې لا ترې لرې شي.[۶]
یو له هغو موضوعاتو څخه چې د تاریخ په اوږدو کې تل د انسانانو ترمنځ د بحث او مناقشې وړ ګرځېدلي او خلک یې د اثبات او انکار په لټه کې پاتې شوي دي، د بعث بعدالموت یعنې له مرګه وروسته د بیا را ژوندي کېدو موضوع ده. که موږ یوازې د دې لنډ مهاله دنیا په ژوند بسنه وکړو او پر اخرت او د هغه پر حساب او کتاب ایمان و نه لرو، نو په حقیقت کې مو لوی تاوان کړی دی؛ ځکه په دې دنیا کې پر انسانانو ډېر حالتونه راځي، کله داسې وي چې ځینې کسان له کوم جرم او جنایت پرته تر ظلم او تېري لاندې راځي، حقونه یې تر پښو لاندې کېږي، پر عزت او حریم یې تېری کېږي او که له ظالمانو د دوی حق وا نه خیستل شي او هر څه له منځه لاړ شي، نو بیا عدالت هېڅ معنا نه لري؛ حال دا چې رب‌ العالمین د بندګانو د اعمالو د ذرې ذرې پوښتنه کوي، حساب ترې اخلي او په خپل عدل او انصاف سره حق حقدار ته سپاري.
الله تعالی څومره ښایسته فرمایي: ﴿فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ۝ وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ.﴾ [۶] ژباړه: «نو چا چې یوه ذره غوندې نيکي کړې وي وبه يې ويني او چا چې يوه ذره غوندې شر (بدي) کړې وي هغه به وويني.»
که اخرت نه وي، نو دا حساب او محاسبه به چېرته ترسره کېږي؟ له همدې امله دا موضوع یوه حساسه او ضروري موضوع ده چې باید بحث پرې وشي او جدي پاملرنه ورته وشي.
که دا موضوع د قران کریم، د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د سنتو او د علماوو د اقوالو له نظره وڅېړو، نو دا پایله تر لاسه کوو چې یادو سرچینو دې موضوع ته ډېر اهمیت ورکړی دی او په پراخ او هر اړخیز ډول یې بحث پرې کړی دی. په دې لړۍ کې هڅه شوې چې همدا موضوع د قران کریم له نظره تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱]. سورة الأعراف، آیت ۱۰۳.

[۲]. سورة البقرة، آیت ۵۶.

[۳]. الزبيدي، محمد بن محمد، تاج العروس من جواهر القاموس، ج ۵، ص ۱۶۹.

[۴]. أصول الإيمان في ضوء الكتاب والسنة، ص ۳۰۷.

[۵]. العریفي، ډاکټر محمد، جهان آخرت، ص ۱۲۶، ژباړه: حسین زایي محمد حنیف.

[۶]. مکي، ډاکټر مجد، مجموعه‌ای کامل از عقاید اهل سنت، ژباړه: فیض محمد بلوچ، ج ۲، ص ۶۳۲.

[۷]. سورة الزلزال، آیتونه ۷–۸.

د «بعث» اصطلاحي معنا د «بعث» لغوي معنا د معاد د بحث اهمیت او اړتیا له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۰)
Next Article فراماسونري (برخه: ۲)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۱)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD19 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.