Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شېن تو دین (برخه: ۲۲)
دینونه چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD

شېن تو دین (برخه: ۲۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه
شېن تو دین (برخه: ۲۲)
سریزه
مقدس کتابونه د دينونو په اعتقادي او عملي برخه کې د ملا د تیر حیثیت لري او د امتونو د سمې لارې او بریا د نښو په توګه پېژندل کېږي. یاد متون د خپلو پیروانو لپاره نه یوازې د الهي باورونو، د هستۍ د پېژندلو او دیني قوانینو اصلي سرچینه ده، بلکې د انسان د اخلاقي او رفتاري لارښوونو په برخه کې هم اساسي رول لري.
لکه څنګه چې قران کریم د اسلام دین لوی او مقدس کتاب دی، تورات د یهودیت کتاب او انجیل د مسیحیت کتاب دی؛ همداسې «کوجیکي» او «نیهونګي» د شېن تو دین دوه مهم کتابونه دي. یاد کتابونه یوازې تش متون نه دي، بلکې د انسان او خدای ترمنځ د اړیکو مظهر او د الهي حکمت د نندارې وسیله ګڼل کېږي. دا کتابونه د یادو ټولنو د دیني هویت، مقام او فرهنګي ارزښتونو په جوړولو کې مهم رول لري او د علم، هنر، قانون، ادب او … د معرفي کولو په برخه کې غوره سرچینې ګڼل کېږي شي.
د کتابونو د ارزښت او مقام په پام کې نیولو سره مو هڅه کړې ده، چې په دې برخه کې د قران کریم چې د اسلامي دین مقدس کتاب دی او د شېن تو دین د کتابونو ترمنځ یوه لنډه پرتلنه وړاندې کړو. که څه هم تېره برخه کې مو د دواړو اړخونو په اړه یو څه بحث کړی و، خو دلته لږ څه په تفصیل سره څېړو.
له پرتلنې وړاندې اړینه ده چې د هر دین کتابونه جلا جلا معرفي کړو او په ټولنه کې د هغوی ځای او ارزښت روښانه کړو.
قران کریم (د لارښوونې او نېکبختۍ سرچینه)
په داسې وخت کې چې په ټوله نړۍ د جهالت تیاره خوره وه، ډبرو او لرګيو ته عبادت کېده او د معبودانو په توګه منل شوي وو، خلک د يو بل وینو ته تږي ناست وو او یوه قبيله د بلې قبيلې پر وړاندې د بې‌ ارزښته شیانو له کبله کلونه کلونه په جګړو او ناندریو کې راګیر وه، هغه وخت کله چې د کعبې ترڅنګ د بتانو عبادت ترسره کېده، نو په دې تیاره کې ناڅاپه یوه ځلانده رڼا وځلېده. د شرک او کفر تیاره یې له منځه وېوړه، کورونه د ایمان په څراغونو روښانه شول. په هر کور کې اسماني وحې د ملکوتي نغمې په څېر وغږېده. رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د هغو انسانانو لپاره چې په ګناه کې ډوب وو، د خدای تعالی په امر داسې یو کتاب راوړی و چې تر قيامته د هغوی لپاره لارښود او خلاصون و. داسې یو کتاب چې د خدای تعالی د مینې او کرم زمزمه ده، زړونه رڼا کوي، د بې‌کسو لپاره پناه، بینواوو لپاره مأوا، د نا ارامو لپاره ارام او دردمندو ته شفا ده؛ داسې کتاب چې هره کلمه یې شفا، هره جمله یې د درد دوا او د زخمونو مرهم دی. دا کتاب له هر پلوه لوړ ارزښت لري. قران کریم هغه کتاب دی چې نړۍ یې بدله کړه او انسانانو ته یې نوی ژوند وروباښه.
علامه اقبال لاهوري رحمه‌الله قران داسې انځور کړی دی:
نقش قران چون در عالم نشست                        نقشه‌های کاهن و پاپا شکست
فاش گویم ان‌چه در دل مضمر است                این کتابی نیست چیزی دیگری است
چون‌که در جان رفت، جان دیگر شود            جان چو دیگر شد، جهان دیگر شود
قران کریم د رب‌ العالمین معجزه ده؛ داسې یو کتاب دی چې اول او اخر ټول انسانان یې د مشابه کتاب له راوړلو څخه عاجز پاتې شول او پاتې به وي. هغه کتاب چې هره کلمه یې د خدای تعالی له لوري د جبرايیل علیه ‌السلام په وسیله د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم حضور ته رسېدلې او تر ننه یې ټول ایتونه او کلمات په بشپړ ډول محفوظ دي او په راتلونکي کې به هم محفوظ وي. دا روڼ څراغ به تر قیامت پورې ځلاند پاتې کېږي او هغه کسان چې لار ورکي وي، کولای شي د دې کتاب په مرسته لاره پیدا کړي، نو هغه خلک چې د دنیا او اخرت د سعادت، نېکمرغۍ، فلاح او خلاصون هیله لري، دې لوی کتاب ته دې رجوع وکړي او احکام او فرمانونه دې یې په عملي ژوند کې پلې کړي.
د قران کریم ځینې مهمې ځانګړنې
(۱)  قران کریم د هدایت تر ټولو ستره سرچینه او د سمې او نېغې لارې تر ټولو لوړ مسیر دی. قران کریم د پاکو اوبو داسې یوه ‌چینه ده چې هر لوري ته بهېږي، د هر چا لپاره ده او هېڅوک یې له برکت او مقام څخه بې ‌برخې نه پاتې کېږي. الله تعالی د قران کریم په اړه فرمایي: ﴿إِنَّ هَٰذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا.﴾ [۱] ژباړه: «يقيناً دا قران هغې لارې ته ښوونه كوي چې سمه او سيده ده او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي دا زېرى وركوي چې بېشكه د دوى لپاره لويه بدله ده.»
 الله تعالی په بل ځای کې فرمایي: ﴿ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ.﴾ [۲] ژباړه: «دا کتاب (دی) هېڅ شک په دې (کتاب) کې نه شته (چي د الله تعالی له لوری نازل شوی دی)، (دغه کتاب) لارښوونکی دی د پرهېزګارانو لپاره.»
(۲) د قران کریم تلاوت د انسان زړه، روح او روان پاک او روښانه کوي او د انسان لپاره د رحمت او شفا سبب کېږي. رب‌العالمین فرمایي: ﴿وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا.﴾ [۳] ژباړه: «او موږ د دې قران په لړ كې هغه څه نازلوو چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دي، خو ظالمانو ته له تاوانه پرته بل څه نه ورزياتوي.»
(۳)  قران کریم د حق او باطل ترمنځ د بېلوالي معیار دی. هغه کسان چې له قران کریم سره اړیکه لري، تلاوت یې کوي، پر ایتونو یې عمل کوي او په معناوو کې یې تدبر کوي، د دې الهي نور په رڼا کې د حق او باطل ترمنځ توپیر ورته اسانه کېږي. الله تعالی فرمایي: ﴿تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا.﴾ [۴] ژباړه: «هغه ذات بركتناک دى چې فرقان يې پر خپل بنده نازل كړی، چې د ټولو خلكو لپاره خبردارى وركوونكى وي.»
(۴) قران د حکمت کتاب دی؛ داسې ایتونه لري چې په لوستلو یې د انسان وجود رڼا او ژوند یې بدلون مومي او دا کتاب د الهي حکمتونو او معرفتي ښوونو یوه لویه خزانه ده. هغه حکمتونه او ښوونې چې د وخت په تېرېدو سره یې ارزښت نه کمېږي. الله تعالی فرمایي: ﴿كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ.﴾ [۵]
ژباړه: «(دا) يو داسې كتاب دى چې ايتونه يې محكم كړاى شوي، بيا په تفصيل بيان شوي دي، د يو ځيرک او با خبر ذات له لوري.»
(۵) د قران کریم د خورا ارزښتناکو ځانګړنو له جملې څخه یوه دا ده چې باطل هېڅکله هم دې سپېڅلي کتاب ته لاره نه شي موندلی او دا هغه حقیقت دی چې الله تعالی یې ضمانت کړی دی: ﴿وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ ۝ لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ.﴾ [۶] ژباړه: «بېشكه څوک چې په دې ذكر (قران) كافر شول، كله چې ورته راغلو (هغوى هم پټ نه دي)، حال دا چې هغه يو ډېر قوي كتاب دى چې هغه ته باطل نه له مخې ورتللى شي نه له څټه، د حكمت والا ستايل شوي (الله) له لوري نازل شوى دى.»
کله چې موږ د الله تعالی کتاب (قران کریم) وپېژانده، عظمت، لویوالی او لوړ مقام مو یې درک کړ؛ نو اوس به ښه وي چې د شین‌ تو دین کتابونو ته هم یو نظر واچوو. دا چې دا کتابونه څنګه رامنځته شوي، د چا له ‌خوا لیکل شوي او د وخت په تېرېدو سره تر کومه بریده د بدلونونو، تحولاتو او لوړو ژورو ښکار شوي دي، په ټولو بحث کوو.
دوام لري…

مخکنئ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱]. سورة الإسراء، آیت ۹.

[۲]. سورة البقرة، آیت ۲.

[۳]. سورة الإسراء، آیت ۸۲.

[۴]. سورة الفرقان، آیت ۱.

[۵]. سورة هود، آیت ۱.

[۶]. سورة فصلت، آیتونه ۴۱–۴۲.

Previous Articleفراماسونري (برخه: ۱)
Next Article له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱)

اړوند منځپانګې

دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۳)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴) د شیطان‌پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD7 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۷) د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې معناوې وړاندې تر…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰) د سمندرونو د مالګینوالي راز او…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه سریزه په تېرو برخو کې مو وویل چې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.