Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۱)
اسلامي تمدن دوشنبه _29 _دسمبر _2025AH 29-12-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو ‌رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۱)
د هنرونو برخه
بله مهمه برخه چې لوېدیځ تمدن له اسلامي تمدن څخه اخیستې او ترې اغېزمن شوی د هنرونو، معمارۍ او د تجسمي ښکلاوو ډګر دی. همدا هنرونه د دې لامل شول چې د لوېدیځ معماري او د ودانیو بڼه، د هنرونو شکل او بڼه د اسلامي هنرونو او ښوونو رنګ خپل کړي او په یو ډول د اسلامي تمدن د ښکلاوو او زینتونو نقل شوې بڼې وګرځي.
د اسلامي تمدن او لوېدیځې اروپا ترمنځ د اړیکو له لارې (چې مخکې ترې یادونه وشوه) د معمارۍ او زينتي طریقې او د تطبیقي هنرونو ډېری نور روشونه لوېدیځو سیمو ته ولېږدول شول چې په پایله کې په لوېدیځ تمدن د اسلامي هنرونو اغېز ښکاره، روښانه او څرګنده شو. ګڼ شواهد ښيي چې د اروپا ډېری تجسمي هنرونه، که د مفکورې له پلوه وي او که د ظاهري بڼې له مخې، اسلامي سرچینه لري؛ ځکه د اسلامي کلتور او لوېدیځ کلتور ترمنځ نږدېوالی او همدارنګه د اسلامي تمدن بډاینې خپل جذابیت پر لوېدیځ تمدن وتاپه.
د خواشینۍ ځای دا دی چې ځینو لوېدیځو هنرمندانو پرته له دې چې د عربي کلمو له معنا یا د اسلامي ښکلاوو او نقشو له مفکورې خبر وي د اسلامي هنر نقشې او بڼې یې یوازې د ښکلا او تکمیل په توګه په خپلو اثارو کې کارولي دي؛ هغوی یې یوازې بڼه را واخیسته او منځپانګه یې پرېښوده او دا کار یې د اسلامي هنر له ظاهري ښکلا سره د سطحي چلند نښه وه.
«ګوستاو لوبون» د «عربي خط» په ستاینه کې وایي: «عربي خط د ښکلا لپاره دومره مناسب و چې مسیحي هنرمندانو د منځنیو پېړیو او د رنسانس په دوره کې په خپله خوښه او کله ناکله د هغو عربي لیکنو نمونې چې لاس ته به ورغلې، د خپلو کلیساوو پر ودانیو لیکلې او د ښايست لپاره به یې کارولې. «مسيو لونجوريه»، «مسيو لافوا» او نورو په ایټالیا کې د دې ډول اثارو ګڼې بېلګې لیدلې دي.»
مسيو لافوا د ميلان جامع کليسا د وسايلو د ساتنې په ځای کې يوه دروازه ليدلې وه چې د «بېکارين» د نقشو پر بنسټ جوړه شوې وه او په څنډه کې یې يوه عربي کلمه څو ځله تکرار شوې وه. همدارنګه د روم د «سنت پطرس» (سن‌ پير) په کليسا د مسيح د انځور پر سر يوه عربي ليکنه تر سترګو کېږي چې د پاپ «اوژن څلورم» په امر جوړه شوې ده او همدارنګه د سنت پطرس او سنت پولس پر جامو اوږدې کوفي ليکنې ليکل شوې دي.[۱]
نوموړی زياتوي: « خواشينی يم چې د دغو اثارو ليکوال د دغو ليکنو ژباړه نه ده وړاندې کړې؛ ځکه کېدای شي د مسيح د سر شاوخوا ليکل شوې جمله هماغه مشهوره جمله وي: «لا إلهَ إلا الله، محمدٌ رسولُ الله.»[۲]
د دې ترڅنګ چې اسلامي نقشو او ښکلاګانو د ګڼو اروپايي هنرمندانو پر فکر او ليد ژور اغېز کړی، عربي خط چې د اسلامي هنر له تر ټولو غوره لاسته راوړنو څخه دی، د خپلې بڼې د تنوع، بډاینې او د لوړې تزيني وړتیا له امله، د اروپايانو پر هنري ذوق پراخ اغېز پرېښی دی.
د صلیبي جګړو له زمانې راهيسې، کله چې اروپايانو له مسلمانانو سره اړيکه او تماس پيدا کړ، همدې خط د هغوی پام او ستاينه را روپاروله او د دې لپاره چې ښایسته و او څو بڼې یې درلودې، په خپلو اثارو کې يې ګټه ترې واخيسته.
د هغوی له جملې څخه «جوتو» (Giotto) له لومړنيو انځورګرانو څخه و چې عربي خط يې په خپلو تابلوګانو کې وکاراوه او له ده وروسته د پنځلسمې ميلادي پېړۍ فلورانسي انځورګر «فليپو ليپي» (Filippo Lippi) عربي ليکنې د اشخاصو پر جامو د ښکلا ورکونې له پاره وکارولې. همدارنګه بل فلورانسي هنرمند «فرکيو» (Verrocchio) د فلورانس په ښار کې د «د پاچاهانو ستاينه» تر عنوان لاندې په خپله تابلو کې د تزيین لپاره له عربي ليکنو استفاده وکړه.[۳]
په دې توګه اسلامي هنر د خپلو بډايو عناصرو او ښکلا پوهنيز جوړښت له مخې وکولای شول چې د ډېرو اروپايي هنرمندانو په مفاهيمو او ليدلورو کې نفوذ وکړي. هغوی د اسلامي هنر په ځانګړنو کې د هنري الهام پای ته نه رسېدونکي سرچينه وموندله او د اسليمي (ارابسک) جوړښتونو او عربي ليکو په دننه کې یې له شته خوځښت څخه د همغږۍ او هنري ژوند نوې بڼې وپنځولې.
له دې لنډې کتنې وروسته او د اسلامي تمدن او کلتور د اغېزو د تاريخي بهير د څېړنې په پای کې پر موږ لازمه ده چې پر بشريت د خپل تمدن (اسلامي تمدن) پر روښانه رول او تلپاتې اغېزو ووياړو؛ هغه تمدن چې د تاريخ په اوږدو کې یې د اوږدې تيارې له راتګ او واکمنېدو وروسته خپله رڼا د نړۍ پر هر ګوټ او د انساني عالم پر ټولو برخو خپره کړه.
د اسلامي تمدن د عظمت په اړه د لوېديځو پوهانو نظرونه
ډېرو لوېديځوالو هڅه کړې ده چې د اسلامي تمدن ارزښت او مقام کم وښيي او د بشريت په پرمختګ کې یې رول له پامه وغورځوي. ځينو ادعا کړې ده چې مسلمانان يوازې د پخوانيو علومو ناقلين و، نه د هغو پنځوونکي. ځينو نورو ويلي دي چې اسلامي تمدن د ډېر پام وړ نه دی، بلکې ټول فضل او پوهه د يونانيانو او روميانو ده او مسلمانان د ابداع او نوښت په برخه کې هېڅ رول نه لري.
يوې بلې ډلې هڅه کړې ده چې د اسلامي تمدن اغېز کم ‌رنګه وښيي او ادعا يې کړې ده چې مسلمانانو يوازې په تاريخ او جغرافيه کې مهارت موندلی و (چې فکر او استدلال ته ډېره اړتيا نه لري) او د عقلي او نظري علومو په برخه کې یې نور ټول موارد پرته له دې چې نقد کړي يا یو څه پرې ور اضافه کړي له نورو را کاپي کړې دي.
خو حقيقت دا دی چې دا د کينو کوونکو او ناپوهانو خبرې دي، د هغو کسانو خبرې دي چې د مسلمانانو د مقام له حقيقت او د انساني تمدن په بهير کې د هغوی له رول څخه ناخبره دي. د دوی په مقابل کې د ختيځ‌ پېژندونکو او تاريخ‌ پوهانو يوه بله منصفه ډله شته چې د علمي او غیر تعصبي ليد له مخې يې د مسلمانانو پر رول اعتراف کړی دی. هغوی د اسلامي تمدن په ستاينه کې ګڼ کتابونه ليکلي، څېړنې يې کړې دي او منلې یې ده چې د بشريت په تاريخ کې د مسلمانانو اغېز تلپاتې دی.
د هغوی له ډلې ځینو یې ويلي دي: «اوس وخت را رسېدلی دی چې د هغو خلکو په اړه وغږېږو چې په نړيوالو پېښو يې ژور اغېز کړی دی او لوېديځ، بلکې ټول بشريت په ډېرو برخو کې د هغوی پوروړی دی.»[۴]
په دې فصل کې کېدای شي د خاوره پېژندونکو او لوېديځو مفکرانو د عالمانه اعترافونو بېلګې راوړل شي چې د اسلامي تمدن د عظمت او اصالت په اړه دي، هغه تمدن چې د نوي اروپايي تمدن بنسټونه يې ټينګ کړل او ونډه يې دومره لويه ده چې نه حساب کېدای شي او نه هم انکار ترې کېدلای شي.
دا ډول شاهدي او شهادتونه په درېوو مهمو برخو وېشل کېدای شي او جلا جلا ارزول او څېړل کېدای شي:
(۱) د علومو په ډګر کې د پوهانو ګواهي.
(۲) د اخلاقو په ډګر کې د پوهانو ګواهي.
(۳) د اند او فکر په ډګر کې د پوهانو ګواهي.[۵]
دوام لري…

مخکنئ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱]. حضارة العرب، مخ: ۵۳۱.

[۲]. هماغه اثر.

[۳]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، مخ: ۷۲۳، د «أثر الفن الإسلامی علی التصویر فی عصر النهضة» له کتاب څخه، د ايناس حسني، مخ: ۱۲۹.

[۴]. شمس العرب تسطع علی الغرب، مخ: ۱۱.

[۵]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، مخ: ۷۲۴.

Previous Articleقران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۰)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۷)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۶ او وروستۍ) 

سه شنبه _20 _جنوري _2026AH 20-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)

یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD2 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۹) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین په نړيوال اقتصاد…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹) د لامبو قانون په سمندرونو…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲) د شیطان‌ پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD13 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸) الهي خزانې او د رزق…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.