لیکوال: خالد یاغي زهي
د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۰)
د یلدا شپې په اړه ځينې ناسمې او دروغجنې عقیدې
(۱) د یلدا شپې بدشګوني
باید پوه شو چې بدګوماني، فال لیدل او بد ګومان له باطلو او جاهلي چارو څخه دي. شریعت دا ډول کړنې غندلې دي او ان شرک یې بللی دي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «لا عدوى ولا طيرة ويعجبني الفأل.» قالوا: وما الفأل؟ قال: «كلمة طيبة.» ژباړه: «نه د ناروغۍ سرایت شته او نه بد فال نيول او زما نېک فال خوښېږي.» وپوښتل شول: نېک فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «ښه خبره.»[۱]
ځینې خلک د خپلو پخوانیو جاهلو باورونو پر بنسټ باور لري، چې د یلدا شپه بد شګون دی، په دې شپه د مهر خدای بندي شوی او اهریمنانو زیان ورته رسولی دی، له همدې امله سره راټولېږي، اور بلوي او ګومان کوي چې اور د دې شپې بدمرغۍ سوځوي او له منځه يې وړي!
(۲) د جدي/دي میاشتې د لومړۍ ورځې پر سهار له ناپاکيو څخه د پاکېدو باور
دا ډول باور د اسلام دین کې وجود نه لري او په دې اړه چې ګواکې په دې ورځ له ناپاکيو څخه د پاکېدو او زیانونو له منځه تلو ورځ ده، هېڅ شرعي دلیل نه دی راغلی؛ دا باور د زردشتیانو له عقایدو څخه دی. لازم ده چې د هغوی له باورونو څخه ځان وساتل شي او له دغو عقایدو څخه ډډه وشي؛ ځکه دا د هر مسلمان د ایمان بنسټ دی.
(۳) د ناپاکيو لرې کولو لپاره اور بلول
دا باور هم د زردشتيانو له اساسي عقایدو څخه دی؛ ځکه هغوی د اور عبادت کاوه او ویل به یې: «اور د ضرر د له منځه وړلو او خیر راجلبولو توان لري» ان اور یې خپل خدای باله. څوک چې نن هم دا ډول باور لري، په حقیقت کې د اور عبادت ترسره کوي؛ ځکه دوی ګومان کوي چې اور د بلا او مصیبت د لرې کولو ځواک لري، حال دا چې له الله تعالی پرته هېڅوک د بلا او مصیبت د له منځه وړلو توان نه لري. الله تعالی فرمایي: ﴿أَلَّا يَسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْءَ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ.﴾ ژباړه: «دا چې هغه الله ته سجده ونه كړي كوم چې د اسمانونو او ځمكې پټ شيان راڅرګندوي او په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې پټوئ او (يا يې) ښكاره كوئ.»[۲]
او همدارنګه فرمایي: ﴿وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ وَإِنْ يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ ژباړه: «كه الله تاته كوم ډول زيان ورسوي، نو له هغه پرته بل څوک نشته چې تا له هغه زيان څخه وژغورلاى شي او كه هغه تاته پر كومه ښېګڼه ګټه درواړوي، نو هغه د هر څه واک لري.»[۳]
او (الله تعالی) فرمایي: ﴿وَإِن يَمْسَسْكَ اللهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ يُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَهُوَ الغَفُورُ الرَّحِيمُ.﴾ ژباړه: «او كه الله څه كړاو در ورسوي، نو بيا يې له هغه پرته څوک لرې کوونکی نشته او كه څه ښېګڼه درته وغواړي نو بيا يې د فضل ايساروونكى څوک نشته، له خپلو بندګانو هر چاته چې وغواړي ور رسوي يې او هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى.»[۴]
همدارنګه فرمایي: ﴿وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللهُ قُلْ أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ قُلْ حَسْبِيَ اللهُ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ﴾ ژباړه: «او كه ته پوښتنه وکړې له هغوی څخه چې اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې الله! ورته ووايه: خبر راکړئ د هغه څه په اړه چې تاسو یی له الله پرته عبادت کوئ؟ كه ماته الله لږ ضرر رسول وغواړي، ايا هغوى هغه ضرر لرې کولی شي؟ يا كه ماته څه رحمت وغواړي، ايا هغوى يې د رحمت بندوونكي دي؟ ورته ووايه الله مې بس دى، باور کوونکي (يوازي) پر هغه باور كوي.»[۵]
هغه کسان چې ګومان کوي هغه اور چې په خپلو لاسونو یې بل کړی دی، بلاوې، ناپاکۍ، مصیبتونه او سختۍ لرې کوي، ضرر له منځه وړي او د دې سبب کېږي چې اهریمنان او شیطانان ترې لرې شي؛ په حقیقت کې په دې باور لري چې اور په چارو او تقدیر کې تصرف لري، د ارادې او قدرت څښتن دی او کولای شي حاجتونه پوره او ضررونه له منځه وېسي! حال دا چې الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ.﴾ ژباړه: «تاسو چې له الله پرته د چا عبادت كوئ، هغه يوازې بتان دي او تاسې (هسې) دروغ جوړوئ، بېشكه له الله پرته چې د چا عبادت کوئ، هغوى ستاسي لپاره د روزۍ واک نه لري، نو الله سره روزي ولټوئ او د همغه عبادت او شكر وکړئ، تاسي ټول به هغه ته ورګرځول كېږئ.»[۶]
اور نشي کولای بلاوې او مصیبتونه لرې کړي، بلکې هغه څه چې شریعت د بلاوو او غمونو د لرې کولو لاملونه بللي دي، دعا، زارۍ، الله ته پناه ور وړل، د هغه دربار ته اصرار، صبر، زغم او صدقه ورکول دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُصْبِحَ، وَمَنْ قَالَهَا حِينَ يُصْبِحُ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُمْسِي.َ» ژباړه: «هر څوک چې درې ځله ووايي: د هغه الله په نوم چې د هغه له نوم سره نه په ځمکه او نه په اسمان کې هېڅ شی ضرر رسولای شي او هغه ډېر اورېدونکی او پوه دی؛ تر سهاره به ناڅاپي بلا پرې را نه شي او هر څوک چې دا ذکر د سهار پر مهال درې ځله ووايي، نو تر ماښامه به پرې ناڅاپي بلا را نه شي.»[۷]
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته داسې اذکار او دعاګانې درښودلې دي چې په وسیله یې کولای شئ بلاوې او مصیبتونه له ځانه لرې کړئ، نو بیا ولې اور ته پنا وړئ؟ ولې د اور په وسیله غواړئ ستونزې او ناپاکۍ له منځه وېسئ؟
(۴) د ناپاکيو لرې کولو او له ضررونو څخه د خوندي پاتې کېدلو په پار سره راټولېدل
حقیقت دا دی چې شریعت هېڅکله دا نه دي ویلي چې سره راټول شئ، چې ناپاکۍ له تاسو لرې شي؛ که داسې وای نو هېڅکله به هغه کسان چې په ډلييزو ودونو کې سره راټولېږي، د الهي غضب ښکار نه کېدل او پر هغوی به عذاب نه را نازلېده! که یوازې سره راټولېدل د ستونزو د حل لامل وای، نو د ډېرو خلکو ستونزې به هوارې شوې وای او ضررونه به ترې لرې شوي وای؛ حال دا چې هېڅ عاقل د دې دعوې په باطل والي کې شک نه کوي. یوازې هغه وخت سره راټولېدل د برکت، سکون، د ارامۍ د نزول او ناپاکيو د لرې کېدو لامل کېږي چې د الله د دین لپاره، د قران کریم د تلاوت او د الله د ذکر مجلس وي، نه هغه مجلس چې د مشرکانو اختر او جشن پکې نمانځل کېږي او ډېر حرام کارونه پکې ترسره کېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ما اجتمع قومٌ في بيتٍ من بيوتِ اللهِ تعالى يتلون كتابَ اللهِ ويتدارسونه بينهم إلا نزلت عليهم السكينةُ وغشيتهم الرحمةُ وحفَّتهم الملائكةُ وذكرهم اللهُ فيمن عنده» ژباړه: «هر قوم چې د الله له کورونو څخه په یوه کور کې راټول شي، د الله تعالی کتاب تلاوت کړي او یو بل ته یې وښيي، نو پر هغوی سکینه (ارامي) را نازلېږي، د الله تعالی رحمت په ځان کې رانغاړي، ملايکې ترې را چاپېرېږي او الله تعالی یې د خپل ځان په حضور کې یادوي.»[۸]
الله تعالی د دا ډول راټولېدنو په اړه فرمایي: ﴿وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا﴾ ژباړه: «او خپل ځان دې له هغو خلكو سره ټينـګ كړه چې سبا بېګا خپل رب رابولي، د هغه رضا غواړي او له هغوى سترګې مه اړوه. ايا ته د دنيوي ژوند ښكلا غواړې؟ د داسې كس مه منه چې موږ د هغه زړه له خپله ياده غافل كړى او په خپل هوس پسې روان شوى او كار يې (يو مخ) تباهي او زياتى دى.»[۹]
که همدغو خلکو او همدغې ډلې ته وویل شي چې راشئ د خپل دین د زدهکړې لپاره په یوه کور کې سره راټول شئ، د الله تعالی ایتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث واورئ او د خپلو اړوندو اسلامي احکامو زدهکړه وکړئ، نو هر یو به یوه پلمه پیدا کړي چې له دې مسؤلیت څخه وتښتي او ځان ترې لرې وساتي. حال دا چې همدغه خلک وینئ چې څنګه په شوق، ذوق، تعجب، تشویق او هڅونې سره د غیر اسلامي اخترونو (لکه نوروز او یلدا) د جشنونو، مراسمو او خوشالیو په مجلسونو کې ګډون کوي او یو بل ته مبارکي وایي!
دا ټول باورونه، عقاید او لیدلوري چې یاد شول او په پورته کرښو کې بیان شول، د زرتشتي دین او اور نمانځونکو د ایین برخه ده، چې هېڅ مسلمان یې په حراموالي کې شک نه کوي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] صحیح البخاري، کتاب الطب، باب لا عدوى، حدیث: ۵۴۴۰.
[۲] د نمل سورت، آیت: ۲۵.
[۳] د انعام سورت، آیت: ۱۷.
[۴] د یونس سورت، آیت: ۱۰۷.
[۵] د زمر سورت، آیت: ۳۸.
[۶] د عنکبوت سورت، آیت: ۱۷.
[۷] سنن أبي داود، حدیث: ۵۰۹۰.
[۸] سنن أبي داود، ج1، ص۵۴۴، حدیث: 1457.
[۹] د کهف سورت، آیت: ۲۸.


