لیکوال: خالد یاغي زهي
د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۷)
یلدا د شریعت په تله کې (دوام)
الله تعالی له یو او بل سره د زړونو او نیتونو ورته والی د خپل غضب وړ ګرځولی دی او په دې اړه به زړونه پوښتنې ته راکاږي. بیا نو څنګه تاسو خپل زړونه د یلدا شپې په څېر د جشنونو په نمانځلو کې د خپلو نیکونو د زړونو په څېر کوئ، حال دا چې هغوی پر داسې دین وو چې له اسلام څخه بېل و؟
وګورئ چې الله تعالی هغوی څنګه ملامت او رټلي دي: ﴿قَالَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِثْلَ قَوْلِهِمْ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ﴾ ژباړه: «له دوی څخه مخکینیو خلکو هم همداسې خبرې کولې، د هغوی زړونه له يو بل سره ورته دي.»[۱]
د رسول الله ﷺ دروند صحابي عبدالله بن عمرو رضي الله عنه فرمایي: «مَنْ بَنَى فِي بِلَادِ الْأَعَاجِمِ وَصَنَعَ نَيْرُوزَهُمْ وَمِهْرَجَانَهُمْ وَتَشَبَّهَ بِهِمْ حَتَّى يَمُوتَ وَهُوَ كَذَلِكَ حُشِرَ مَعَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» ژباړه: «څوک چې د عجمو په سیمو کې مېشت شي، د هغوی د نوروز او مهرجان مراسم ترسره کړي او تر مرګه مشابهت ورسره وکړي، نو د قیامت په ورځ به له هغوی سره یو ځای را پورته کېږي.»[۲]
دې روایت ته وګورئ چې څومره لوی ګواښ او څومره سخت وعید دی پکې! په دې هم پوه شئ چې د یلدا شپه له نوروز او د مهرجان له مراسمو سره هېڅ توپیر نه لري، بلکې دواړه د زردشتیانو له اخترونو او جشنونو څخه دي. په همدې اساس لازمه ده چې د پخوانیو امتونو له جشنونو سره له ورته والي څخه ځان وساتو؛ ځکه جشنونه کټ مټ مناسک دي او مناسک د هر دین ځانګړې نښې دي. موږ پوهېږو چې له موږ څخه مخکیني امتونه ګمراه شوي وو او د هغوی دودونه او رواجونه منسوخ شوي دي، موږ حق نه لرو چې د هغوی پیروي وکړو. رښتینی هدایت او نېغه لار هغه ده چې د ګمراه امتونو خلاف او د الله تعالی له غوښتنو سره سمه وي. موږ هره ورځ اووه لس (۱۷) ځله له الله تعالی څخه دا هدایت غواړو: ﴿اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ.﴾ ژباړه: «وښایه موږ ته سمه (نېغه) لار، د هغو كسانو لار چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړې ده، نه د هغو كسانو لار چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لار چې لار وركي (ګمراهان) دي.»[۳]
اوس له دې ټولو ورځنیو دعاګانو او له الله تعالی څخه د دې غوښتنې سره سره، چې موږ د پخوانیو امتونو له لارې او طریقې څخه لرې وساتي او نېغې لارې ته مو هدایت کړي، ایا دا عقلاني خبره ده چې انسان په خپل عمل سره خپله دعا دروغجنه وښيي او د زردشتیانو جشنونه لکه د یلدا شپه ونمانځي او په دې چارو کې د هغوی له لارې او طریقې پیروي وکړي؟ ایا دا عقلاني کار دی، که د ناپوهۍ تر ټولو لویه بېلګه ده؟
الله تعالی موږ په کلکه د پخوانیو امتونو له مشابهت څخه منع کړي یوو: ﴿وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ.﴾ ژباړه: «او د هغو په شان مه کېږئ چې بېل شول او اختلاف یې وکړ، وروسته له هغې چې څرګندې نښې ورته راغلې او دوی لپاره ستر (لوی) عذاب دی.»[۴]
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «لَتَتَّبِعُنَّ سُنَنَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ شِبْرًا شِبْرًا وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ، حَتَّى لَوْ دَخَلُوا جُحْرَ ضَبٍّ تَبِعْتُمُوهُمْ» قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى؟ قَالَ: «فَمَنْ؟» ژباړه: «تاسو به له ځانه د مخکینیو خلکو لارې او طریقې ګام په ګام او لاس په لاس تعقیبوئ، تر دې چې که هغوی د سوسمار غار ته هم ننوځي، تاسو به هم ورپسې ورننوځئ.» صحابه کرامو وویل: اې د الله رسوله! هدف مو یهود او نصارا دي؟ ویې فرمایل: «که هغوی نه وي، نو بیا به څوک وي؟»[۵]
اوس د خلکو حالت ته وګورئ چې نه یوازې د یهودو او نصاراوو له ادابو او رواجونو څخه پیروي کوي، بلکې د زردشتیانو له دودونو څخه هم پیروي کوي او جشنونه یې نمانځي. د نوروز او یلدا شپې په څېر د هغوی اخترونه نمانځي او وایي چې دا زموږ د پلرونو او نیکونو دود دی.
ګمراه امتونه تل همداسې وو، هر کار به یې چې کاوه نو ویل به یې دا زموږ د نیکونو دود دی، الله تعالی هم موږ ته پرې امر کړی دی او د الله تعالی له دین سره په ټکر کې نه دی! د هغوی حال د هغو کسانو په څېر دی چې الله تعالی یې په اړه فرمایلي دي: ﴿وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءَنَا وَاللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾ ژباړه: «او كله چې دوى كوم ناوړه كار وكړي، وايي په دې كار مو هم پلرونه موندلي او هم الله پرې موږ ته امر كړى، ورته وايه يقيناً الله د ناوړه چارو امر نه كوي، ايا په الله پورې هغه څه وايئ چې نه ورباندې پوهېږئ!؟»[۶]
هره ګناه او هره فحشا چې کوي او هر باطل جشن چې نمانځي، نو سمدستي وایي دا زموږ د کلتور برخه ده، له اسلام سره هېڅ ستونزه نه لري! بلکې الله تعالی هم خلک دا ډول کارونو ته هڅولې دي!
الله تعالی او اسلام له هغه څه پاک او سپېڅلي دی چې خلک د کافرانو جشنونو او اخترونو ته وهڅوي. الله تعالی او د هغه دین خلک هغو چارو ته نه رابولي چې له حرامو، منکراتو او بدعتونو څخه ډکې وي. دا چې په دې ښه پوهېږو چې الله تعالی موږ د خلکو له هوسونو او پخوانيو امتونو د لارو له پيروۍ څخه منع کړي يوو او هغه جشنونه او مراسم چې زموږ په دين کې اصل او بنسټ نه لري، نو ولې يې ونمانځو او ولې يې ترسره کړو؟
الله تعالی څومره ښکلي فرمایلي دي: ﴿وَءَاتَيْنَاهُم بَيِّنَاتٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّهُمْ لَن يُغْنُوا عَنكَ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ هَذَا بَصَائِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾ ژباړه: «او هغوى ته مو د دين ښكاره دليلونه وركړي و، خو بيا هغوى يوازې له هغه وروسته د خپلمنځي ضد له امله سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، يقيناً ستا رب به د قيامت په ورځ د هغوى تر منځ هغه څه ورفيصله كړي چې پكې يې اختلاف كولو، بيا مو ته د دين په (څرګنده) لار ودرولې، نو د همغې پيروي كوه او د هغو خلكو هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهيږي. هغوى به له تا څخه د الله هېڅ شى ايسار نه كړي، ظالمان په رښتيا د يو بل ملګري دي او الله د متقيانو ملګرى دى. دا د (ټولو) خلكو لپاره د پوهې درسونه دي او هغه څوک چې يقين كوي د هغو لپاره هدايت او رحمت دي.»[۷]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱]. سوره بقره، آیت: ۱۱۸.
[۲]. بیهقي، احمد بن الحسین بن علي، سنن الکبری، ج ۹، ص ۱۳۴، کتاب الجزیة، باب كراهية الدخول على أهل الذمة في كنائسهم والتشبه بهم يوم نيروزهم ومهرجانهم، حدیث: ۱۸۶۴۳.
[۳]. سوره فاتحه، آیتونه: ۶–۷.
[۴]. سوره آل عمران، آیت: ۱۰۵.
[۵]. العیني، بدرالدین، عمدة القاري شرح صحیح البخاري، ج ۳۵، ص ۴۳۷، کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة، باب قول النبي ﷺ لتتبعن سنن من كان قبلكم، حدیث: ۷۳۲۰هـ.
[۶]. سوره اعراف، آیت: ۲۸.
[۷]. سوره جاثیه، آیتونه: ۱۷–۲۰.


