Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»مډرنیزم»د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)
مډرنیزم دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)
د مډرنېزم اړوند اصطلاحات
۲. ساینتېزم یا علم پالنه
ساينتیزم یا علم پالنه يوه افراطي فلسفي عقيده ده چې ادعا کوي انسانان يوازې د تجربوي علومو له لارې د نړۍ او هستي په اړه رښتينی شناخت یا پېژندنه ترلاسه کولی شي او دا چې هر هغه علم او پوهه چې د دې چوکاټه بهر ترلاسه او حاصل شي بې ارزښته او د علم یا معرفت اعتبار نه لري.
دا تیوري یا نظریه انسان د تجربوي علومو په ټاکلو حدودو کې بند ساتي او هغه دې ته اړ باسي چې خپلې ټولې هڅې او انرژي دې لارې ته وقف کړي، څو کېدای شي هغه د نړۍ د حقیقت ډیرې طبقې درک او وپېژني او د هغې په اساس د انسان د اوس او راتلونکي ژوند لپاره نقشه جوړه کړي.
هغه ساينس او علم چې لوېديځ يې مطرح کوي د پوهې او معرفت د رامنځته کولو د نورو طريقو لکه فلسفې، دین، تصوف او عقل سره چې له تجربې خپلواک دي، مطابقت نه لري. دا نظریه په حقيقت د پوهېدو لپاره د دې علومو اغېزمنتوب ردوي او په بشپړه توګه يې له پامه غورځوي، حتی د عقل رول تر هغې مني چې دا د تجربې تابع وي یا په تجربه ولاړ وي.
زموږ په وخت او ژوند کې علم پالنه یا ساینسېزم په یوه لوی مصیبت بدل شوی دی، تر دې چې انسان په خپلو علمي لاسته راوړنو ویاړي، د دې ډول پوهې کمزورتیاوې او محدودیتونه یې نه دي درک کړي او هڅه یې کړې چې نړۍ یوازې د تجربوي علم له نظره تفسیر او تعبیر کړي. دا په داسې حال کې ده چې د هستي ټوله پوهه او حقایق د تجربوي علم په چوکاټ کې نه ځایېږي، بلکې له هغې ور هاخوا او ډېر وړاندې دي، داسې لوړ او وحیي علوم شته دي چې د هستي ژور او حیرانونکي حقیقتونه تشریح او رښانه کوي.
یو له هغو جامع او لارښوونکو علومو څخه قرآن کریم دی، یو الهي کتاب دی چې نه یوازې د انسانانو لپاره د ژغورنې قوانین او د ژوند لارښوونې بیانوي، بلکې د نړۍ د رامنځته کېدو، د هستي د د تدریجي جوړښت پروسه، د انسان د تخلیق رازونه، د تخلیق د حیرانتیاوو او ښکلاوو او حتی د تمدنونو د رامنځته کېدو په اړه هم خبرې کوي.
جالبه او په زړه پورې خبره خو دا ده چې ډېری ساینس پوهان یا علم پالونکي که څه هم دوی ممکن دا نه وي منلي خو بیا هم په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د قرآني مفاهیمو څخه الهام اخیستی او په خپلو ساینسي اختراعاتو او پرمختګونو کې یې کارولي دي.
الف: د علم تعریف او ارزښت
علم عبارت دی له: د تجربوي، عقلي، یا نقلي میتودونو پر بنسټ د سیستماتیکې پوهې او معرفت یوه همغږې ټولګه، چې هدف یې د حقایقو پېژندل او د پېښو ترمنځ اړیکې پیدا کول دي، په داسې ډول چې دا علم یا شناخت د ازموینې، تحلیل او د لېږد وړ وي.
پوهه یا علم د انسان په ژوند کې خورا ډېر مهم او ارزښتمن دی. په حقیقت کې له علم پرته ژوند یو بې معنی او بې هدفه ژوند دی چې انسان په تیاره او مطلقې ناپوهۍ کې ساتي. علم یوه داسې سوځېدونکې شمع ده چې انسان ته رڼا، هدفمندي، پراخ ذهنیت، فکر او فکر کول او داسې نور په برخه کوي.
علم او پوهه په حقایقو د پوهېدو لپاره یوه وسیله ده. د مثال په ډول، فزیک په دې توانېدلی چې د حرکت، جاذبې قوه او د انرژۍ قوانین کشف کړي او دې کشفونو انسانانو ته دا وړتیا ورکړې ده چې د الوتکو، پرمختللو موټرو، برېښنايي فابریکو او نورو اسانتیاوو په څېر وسایلو جوړولو لپاره یې وکاروي.
علم د انسانیت د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه غوره وسیله ده. د علم له لارې انسانان په دې توانېدلي چې د خوړو، روغتیا، امنیت او ترانسپورت په څېر اړتیاوې په لوړه او اغېزمنه کچه پوره کړي. د مثال په ډول، که چېرې موږ د طب علم ته فکر وکړو، موږ به ووینو چې دې پوهې د میلیونونو خلکو ژوند ژغورلی او د ډېری عامو ناروغیو لاملونه یې پیژندلي دي، انجینرۍ هم د انسان د هوساینې او اسودګۍ لپاره لاره هواره کړې ده، د کورونو، پلونو، سړکونو او نورو د هوساینې وسایلو جوړول د دې علم او پوهې ټولې لاسته راوړنې دي.
د دې علومو په منځ کې، اسلامي علوم یو ځانګړی ځای لري، چې د ټولو علومو په سر کې دي. دې علومو انسانیت د ناپوهۍ او ګمراهۍ له تیارو څخه راوویست، خراب شوي، خرافاتي او زیان رسونکي کلتورونه او رواجونه یې رد کړل او د غوره ارزښتونو، تمدن او انساني ارزښت سره یې ځای په ځای کړل. مسلمان عالمان او مفکرین د قرآن او سنتو له لارښوونو څخه په ګټې اخیستنې او د دوی په قیمتي تجربو په تکیه کولو سره، په مختلفو علمي برخو کې د پام وړ خدمات وړاندې کړي دي. د ډیری طبیعي، تجربوي، طبي او عقلي علومو تالیف او بنسټ د دې پوهانو یا علماوو لخوا اېښودل شوی دی.
تر نن ورځې پورې، د اسلامي نړۍ د لویو مفکرینو او علماوو لکه ابن سینا، رازي، ابن هیثم او نورو نظرونه او نوښتونه په مختلفو علمي برخو کې کارول کېږي، د دوی کتابونه د نړۍ په ځانګړې توګه لکه د متحده ایالاتو او اروپا په معتبرو او غوره پوهنتونونو کې تدریسېږي او نوي څېړنې پرې کېږي.
علم او پوهه د تمدن جوړونکی دی. هغه ټولنې چې په علم یې تکیه کړې ده، سوکالي، پرمختګ او واک یې ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې هېڅ بله پدیده د علم په څېر رول نه شي لوبولی خو علم د انسان داخلي استعدادونه رامنځته کوي او روزي یې.
علم د اختراعګانو مور او د ټیکنالوژۍ سرچینه ده. که چېرې بشر په علم تکیه نه وای کړې، نو هېڅکله به یې مختلف اختراعات او نوي ټیکنالوژي نه وای ترلاسه کړې. هره اختراع او پرمختللې وسیله د یوې ځانګړې پوهې او علم میوه ده. د مثال په ډول، برېښنا، انټرنیټ، موټر او الوتکې ټول د پوهې د ونې خوږې میوې دي.
ب: د علم عمومي طبقه بندي
علم د عمومي طبقه بندۍ له مخې، په دوه اساسي برخو ویشل شوی دی:
۱. ګټور علم یا علم نافع
ګټور علم هغه پوهه ده چې د انسانانو او چاپیریال لپاره ګټوره او مفید وي، هغه که په دنیاوي یا دیني مسائلو کې وي. دا ډول علم د فرد په پرمختګ، د ټولنې په اصلاح په ځانګړي توګه د اسلامي ټولنې او د انساني تمدن په وده کې اغېزمن رول لوبوي.
. بې ګټې علم یا علم غیر نافع
بې ګټې علم هغه پوهه ده چې نه انسانانو ته ګټوره ده، نه طبیعت، نه دنیایي او نه هم په دیني چارو کې یوه لارښوده ده، دا د انساني ټولنې په پرمختګ او ودې کې کوم رغنده رول نه لوبوي، بلکې ځینې وختونه حتی زیانمن هم تمامېږي.
اسلام په ډېر ټینګار سره خپل پیروان هڅولي چې په خپلو ټولو اړخونو کې ګټوره پوهه یا علم ترلاسه کړي او دا یې د لوړو دیني ارزښتونو څخه ګڼلی دی.
د علم یوه تفصیلي طبقه بندي:
د موضوع او تګلارې له نظره، علم په پنځو اصلي کټګوریو ویشل کېدلی شي:
  1. طبیعي علوم: لکه فزیک، کیمیا، بیولوژي، ځمکپېژندنه او د هغې د قوانینو پورې اړوند څانګې.
  2. انساني علوم: لکه ارواپوهنه، ټولنپوهنه، تاریخ، اقتصاد او هغه علوم چې په انسان او د هغوی د ټولنیزو اړیکو سره تړاو لري.
  3. ریاضي او منطقي علوم: لکه ریاضي، منطق، احصایه او هغه علوم چې د تجرید او د عقلي استدلال پر بنسټ ولاړ دي.
  4. 4. دیني او الهي علوم: لکه: فقه، د فقهې اصول، تفسیر، حدیث، اسلامي عقیدې او علم کلام او نور.
  5. عملي او تطبیقي علوم: لکه طب، انجینري، نظامي تخنیکونه، کرنه، صنعت او نور ورته علوم چې د وسایلو او عملي ژوند جوړولو او پراختیا سره تړاو لري.
د علم پالونکو او مډرنېزم پالو له نظره طبقه بندي:
د اوس زمانې یا عصري مفکرینو او پوهانو له نظره، علم په دوو برخو ویشل شوی دی:
۱. تجربوي علوم.
دا هغه علوم دي چې د مشاهدې، تجربې، ازموینې او علمي میتود پر اساس ولاړ دي. دا علوم د اندازه کولو، ازموینې او بیا تکرار وړ دي.
مثالونه یې لکه: فزیک، کیمیا، بیولوژي، ځمکپوهنه، چاپېریال پېژندنه او طب.
۲. غیر تجربوي علوم.
دا ډول علوم په نقلي، عقلي، یا شهودي اساس ولاړ دي، نه په تجربه او ازمايښت باندې.
مثالونه یې لکه: فلسفه، منطق، ریاضي، فقه، د کلام علم، تفسیر او تصوف.
یادونه: که څه هم ساینسپوهان یا علم پالونکي ډیری وخت تجربوي علوم د حقیقت د پېژندلو لپاره یو معیار ګڼي، خو د اسلامي او عقلي نظره، غیر تجربوي علوم هم ځانته لوړ مقام لري، ځکه چې د انسان د بنسټیزې پوهې ډېره برخه د عقل، نقل او شهود له لارې ترلاسه کیږي، نه یوازې د تجربوي او ازمایښتي لارو څخه.
ج: له مډرنېزم سره د علم پالنې اړیکه
بېشکه مطلق ساینتېزم یا علم پالنه د مډرنېزم سره نږدې اړیکه لري، په داسې ډول چې دواړه له یو بل سره اړین یعنې لازم او ملزوم وګڼل شي. علم پالنه (ساینتېزم) نه یوازې د مډرنېزم یو له فکري بنسټونو څخه دی، بلکې دا د هغې د علمی اساس په توګه هم ګڼل کېږي. په همدې اساس موږ به د دې اړیکې لاملونه او نورې برخې هم تحلیل او وڅیړو:
۱. مډرنېزم او علم پالنه دواړه په عقل او تجربې تکیه کوي او دا هغه څه دي چې دوی دواړه په کې مشترک دي. مډرنېزم عقل د قضاوت په مرکز کې ځای په ځای کوي (یعنې قضاوت باید په عقل وشي)، په داسې حال کې چې علم پالنه بیا یوازې تجربې او تجربوي دلیل ته ارزښت ورکوي.
۲. دواړه د وحی سنت، قانون او دیني زده کړې حاشیه یا له ساحې څخه بهر ګڼي او دوی ته په انساني ژوند کې هېڅ ډول رول نه ورکوي.
۳. مډرنېزم ځان د (ساینسي پرمختګ) او (تجربي پوهې) پر بنسټ توجیه کوي. علم پالنه دا اغېز رامنځته کوي چې حقیقت یوازې د تجربوي علم له لارې ترلاسه کېدلی شي، له همدې امله دا د عصري تمدن مشروعیت  ته علمي رنګ ورکوي.
۴. مډرنېزم د علم پالنې سره په یوه ایډیالوژۍ بدل شو. کله چې علم پالنه افراطي شوه (یعنې دا چې یوازې تجربوي علم معتبر دی)، مډرنېزم هم په یوه ایډیالوژي بدل شو، چې یوازې د لویدیځ یا غرب او علمي لاره د ژوند کولو سمه لاره ګڼي.
له همدې امله دواړه له یو بل سره ډېر ژور تړلي دي، ساینتېزم د مډرنېزم فکري او علمي پایه یا ستنه ده. په ساینتېزم له پوهېدو پرته په مډرنېزم پوهیدل به نیمګړي وي، ځکه چې ساینتېزم د مډرنېزم (فلسفي روح) دی.
دوام لري…

مخکنئ برخه

Previous Articleشین‌تو دین (دویمه برخه)

اړوند منځپانګې

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (شپږمه برخه)

یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD
نور یی ولوله
فرانکفورت مکتب

فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (څلورمه برخه)

شنبه _13 _سپتمبر _2025AH 13-9-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (پنځمه برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

شین‌تو دین (دویمه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD7 Views

لیکوال: ابوعائشه شین‌تو دین (دویمه برخه) د شین‌تو د کلمې څېړنه “شین‌تو” کلمه له دوو…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (شپږمه برخه)

یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (شپږمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  (نهه‌پنځوسمه برخه)

یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD2 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  (نهه‌پنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD

شین‌تو دین (دویمه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.