۱. د «دُرُوزي» عقیدې محور خلیفه فاطمي «ابوعلي منصور بن عزیز بالله بن معزالدینالله فاطمي» دی چې د «حاکم بامرالله» په نوم پېژندل کېږي. نوموړی په ۳۷۵ هـ / ۹۸۵ زېږدیز کال کې وزېږېد او په ۴۱۱ هـ / ۱۰۲۱ زېږدیز کال کې وفات شو.
فاطمي د فکر، چلند او عمل له پلوه یو ناوړه او نامتعارف کس و؛ ډېر ظالم، متناقض او د خلکو په وړاندې کینهکوونکی و، او بېدلیله به یې په پراخه کچه انسانان وژل او شکنجه کول.
۲. د یادې فرقې ریښتینی بنسټګر «حمزه بن علي بن محمد زوزني» (۳۷۵ هـ – ۴۳۰ هـ) و. نوموړي په ۴۰۸ هجري کال کې اعلان وکړ چې د الله تعالی روح د «حاکم» په وجود کې حلول کړی دی او خلک یې همدې عقیدې ته راوبلل.
ده د «دُرُوزي» فرقې د عقایدو کتابونه هم تألیف کړل.
د اسماعیلیانو معاصر لیکوال مصطفی غالب وایي: «حمزه بن علي بن احمد زوزني په ۴۰۵ هجري کال کې مصر ته ولاړ او د هغو ایراني داعیانو حلقې سره یوځای شو چې دارالحکمه ته یې تګ راتګ درلود ترڅو د حکمت د تأویل په غونډو کې برخه واخلي. ډېری وخت تېر نشو چې د ایراني داعیانو له لوري د استازي په توګه وټاکل شو او د دوی او د الحاکم بأمرالله تر منځ د اړیکو کړۍ وګرځېد. الحاکم خپل دربار کې د غړي په توګه ومانه او خپله ماڼۍ کې یې ځای ورکړ. دی زیاتوي: په ځینو محرمو اسماعیلي اسنادو کې اشاره شوې چې حمزه د هغو داعیانو له ډلې څخه و چې هر ځای به د امام ملګری و او هېڅکله یې د هغه د قوماندې مرکز نه پرېښوده.»
حمزه په ډېرې چټکۍ سره د خپل اخلاص، وفادارۍ او فارس کې د هغو هلو ځلو له امله چې د دعوت د بنسټونو د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره یې ترسره کړې د الحاکم باور او ځانګړی مقام ترلاسه کړ. ده په ديني مناظرو او مذهبي فلسفه کې چې پخپله یې ترویج کوله، فعاله ونډه واخیسته او وتوانېد چې پر ځان ګڼ شمېر داعیان راټول کړي او په پټه موافقه ورسره وکړي چې الحاکم بأمرالله د خدای په توګه ومني.
نوموړي خپل دعوت د نوو اصولو او احکامو له مخې ترسره کاوه او د اسماعیلي اصولو او احکامو له ژورو یې الهام اخیسته.
«محمد بن اسماعیل درزي» او «حسن بن حبیدره فرغاني» د هغو داعیانو په سر کې وو چې د حمزه شاوخوا راټول شوي وو. د دروزیانو د لیکونو له منځپانګې داسې څرګندېږي چې حمزه بن علي لکه څنګه یې چې له لیکنو په ډاګه کیږي له خپلو داعیانو سره هوکړه کړې وه چې د حمزه له مستقیم امر او اجازې پرته به هېڅوک د مذهب منځپانګه نه ښکاره کوي او پټه به یې ساتي.
خو مشهور درزي داعي (نشتکین) د دعوت د رازونو په افشا کولو کې بېړه وکړه، چې دې کار د حمزه غوسه او اعتراض راوپاروه. همدارنګه په دې کار سره عام ولس د همدې نوي دعوت پر ضد ودرېد، او ان ترکانو یې د وژلو هوډ وکړ. خو درزي د الحاکم ماڼۍ ته پناه یوړه او الحاکم شام ته ولېږدوه.
که څه هم «دروزي» ووژل شو؛ خو تعلیماتو یې دومره جذابیت درلود چې پیروان یې وموندل، او له همدې امله دا اختلاف هېڅکله په بشپړ ډول ختم نشو.
تر نن ورځې پورې هم دروزیان په دوو ډلو وېشل کېږي: یوه ډله د حمزه پر تعلیماتو عمل کوي، او بله ډله یې د دروزي د نرمخیاله تعلیماتو پیروي کوي؛ که څه هم دواړه ډلې د الحاکم د الوهيت او د حمزه د مقام په اړه ورته نظر لري.
«حمزه هم د خپلې محالې په “ریدان” جومات کې په داسې حال کې د خلکو تر برید لاندې راغی چې یوازې دولس کسان ورسره ملګري وو. که چېرې د الحاکم له لوري د جګړې د درولو امر نه وی صادر شوی نو نږدې و چې ووژل شي.»
داسې ښکاري چې د حمزه او درزي ترمنځ اختلاف په حقیقت کې د مذهب د رهبرۍ او د دعوت د زعامت پر سر و.
خو د «حسن بن حیدره فرغاني» په نوم یو بل داعي چې په «أخرم» یا «أجدع» مشهور و د لیکونو په لېږلو سره خلکو ته د نوي عقیدې بلنه ورکوله. ده له عالمانو او د دعوت له مشرانو غوښتنه کوله چې لیکنو ته یې ځواب ورکړي. د دغو فعالیتونو له امله د الحاکم له لوري ځانګړي جامې او ځانګړې سپرلۍ ورکړل شوه، پر ښکلي آس یې سپور کړ او د خپلو ملګرو ترمنځ یې له درناوي څخه ډک مقام ورکړ.
خو څو ورځې نه وې تېرې شوي چې یوه سني مذهبه پرې برید وکړ او له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای یې په قاهره کې وواژه.
الحاکم سخت غوسه شو او د قاتل د اعدام امر یې وکړ؛ او حکم یې وکړ چې د أخرم د ښخولو لګښت دې د ماڼۍ له مصارفو ورکړل شي.
د هغو کسانو له جملې چې د أخرم له لوري لیکونه ورته لیږل شوي وو یو یې هم اسماعیلي دعوتګر «احمد حمیدالدین کرماني» و. أخرم نوموړي ته په یوه لیک کې خپله نوې عقیدې بیان کړې وه؛ خو کرماني یې په ځواب کې چې «الرسالة الواعظة» نومیږي عقاید رد کړل.
«که د خپلې زمانې امام په سمه توګه وپېژانو، نو پوهیږو چې له ټولو تېر شوو انبیاوو، اوصیاوو او امامانو څخه لوړ دی؛ او څوک چې د الله تعالی عبادت وکړي، نو په حقیقت کې یې د یوه بېروحه موجود عبادت کړی دی. ستاسو قیامت رارسېدلی او د خپلو عملونو د پټولو وخت پای ته رسېدلی دی.»
د درزي او أخرم تر ورکېدو وروسته د دعوت ټولې چارې حمزه بن علي ته وسپارل شوې. نوموړي د ځان لپاره بېلابېل لقبونه غوره کړل، لکه: «هادي المستجیبین» (د ځواب ویونکو لارښود)، «قائم الزمان» (د زمانې پاڅوونکی) او ځینې نور لقبونه چې د هغه په لیکونو او آثارو کې راغلي او د ده د دیني اصولو او عقایدو څرګندونه کوي.
دروزي عقیده له الحادي باورونو ډکه فضا کې را وزېږېده؛ په همدې اساس دروزي عقیده د هغو توطئو او فتنو روښانه انځور وړاندې کوي چې د اسلام پر وړاندې د رامنځته کېدو په حال کې وې.
۳. محمد بن اسماعیل درزي چې د «نشتکین» په نوم مشهور دی له حمزه سره یو ځای د دروزي عقایدو په بنسټ ایښودلو کې ونډه درلوده؛ خو په ۴۰۷ هجري کال کې یې د الحاکم د الوهيت په اعلانولو کې بیړه وکړه. دغې کار د حمزه غوسه راوپاروله او خلک یې پر ضد راوپارول؛ نشتکین یې په پایله شام ته وتښتېد او هلته یې د خپل مذهب تبلیغ پیل کړ.