Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدین ترې وېره لري (شپږمه برخه)
متفرقه پنجشنبه _28 _اگست _2025AH 28-8-2025AD

امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدین ترې وېره لري (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي
امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدین ترې وېره لري (شپږمه برخه)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر آداب
۱- له خپل ځانه یې پيلول
که څه هم امر بالمعروف او نهی عن المنکر عدالت پورې نه دی شرط؛ خو ددې لپاره چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو ډول اخلاقي برترۍ ته اړتيا لري، آمر او ناهي ته په کار ده چې تر نورو لومړی خپل ځان اصلاح کړي او هغه څه چې له نورو یې غواړي لومړی په خپل ځان کې را پیدا کړي، که چېرې داسې و نه کړي نو له اخلاقي پلوه د امر او نهي اهليت نه لري، که چېرې امر او نهي ترسره کوي هم نو یواځې تشریفاتي کار به وي او د پام وړ اغېز به نه لري.
له دې آیت څخه: «وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْر …» هم داسې څرګندیږي چې یاده مهمه او لویه دنده باید د مهذبو داسې کسانو له لوري ترسره شي چې په خپله اصلاح شوي وي. لکه څنګه چې د تحریم سورت په شپږم آیت کې راغلې دي: «قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا» ژباړه: (خپل ځانونه او خېلخانې مو له هغه اور څخه وژغورئ.) پورته آیت له خپل ځان څخه د پیل کولو دلیل ګڼل کیږي. همدارنګه د بقرې سورت له ۴۴م آیت څخه هم دا نتیجه اخیستل کېدای شي چې نورو ته له امر او نهی څخه وړاندې د الهي اوامرو منل او عمل پرې کول یو عقلي شرط دی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُون» ژباړه: (آیا تاسې نورو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال کې چې تاسې کتاب لولئ، نو آیا تاسي له عقل څخه کار نه اخلئ؟)
ځینې روایتونه هم پر همدې ټکي ټینګار کوي چې تاسو لومړی باید خپل ځان اصلاح کړئ، وروسته بیا نور له ګناه څخه راوګرځوئ. البته دا ډول اوامر پر استحباب باندې حمل شوي دي؛ ځکه چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وجوب، او د معروف منل او د منکر د پرېښودلو التزام دوه جلا واجبات دي.
۲- خپلوانو ته لومړيتوب ورکول
الله تعالی فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ»[۱] ځینو مفسرینو له دې آیت څخه په استفادې غوره بللې ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د خپلې کورنۍ له غړو څخه را پيل شي. د کورنۍ د لومړيتوب دلیل له لاندې آیتونو څخه هم ترلاسه کیدلی شي:
«وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ» [۲] او «يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ»[۳] له کورنۍ وروسته د لرې خپلوانو نوبت را رسیږي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ» [۴]
۳- زغم او حوصله
لقمان خپل زوی ته په نصیحت کې د لمانځه د قائمولو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، او د ستونزو پر وړاندې د زغم توصیه کړې ده: «يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَىٰ مَا أَصَابَكَ …»[۵]
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر مهال له ستونزو سره مخ کیدل حتمي چاره ده؛ ممکن پر آمر او ناهي ځینې وخت داسې تورونه ولګول شي لکه پر انبیاوو به چې لګول کېدل، لکه د لیونتوب (الحجر: ۶)، جادوګرۍ (المدثر: ۲۴)، بې‌عقلی (الأعراف: ۶۶) او ګمراهۍ (الأعراف: ۶۱).
د ځینو مفسرینو په وینا په العصر سورت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له امله پر رامنځته کیدونکو ستونزو د «صبر» کولو سپارښتنې ته اشاره شوې ده. الله تعالی فرمایي: «وَالْعَصْرِ إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ»
۴- شفقت او مهرباني
کله چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د شفقت او نېک‌نیتۍ له مخې ترسره شي،  نو اغېز یې ډېر زیات وي. لکه څنګه چې لقمان خپل زوی په «يَا بُنَيَّ» سره خطابوي چې د مهربانۍ څرګندونه کوي.
همدارنګه کله چې د فرعون د کور مومن موسی علیه‌السلام ته له ښار څخه د وتلو مشوره ورکوي (چې همدا په اصل کې یو ډول امر بالمعروف دی): «إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ»[۶]
۵- د منکر بدیل وړاندې کول
کله چې انسان د اړتیا له مخې منکر ته لاس اچوي نو د منع کولو پر ځای غوره دا ده چې یو مباح او روا عمل د بدیل په توګه ورته وړاندې شي ترڅو اړتیا یې پوره کړي. حضرت لوط علیه‌السلام په همدې توګه خپل قوم له ناروا عمل څخه راوګرځاوه او د حلارې په توګه یې د نکاح مشروع بدیل وړاندې کړ: «قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلَاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي»[۷]
۶- نېکه او نرمه لحظه
مناسب کار دا دی چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نیکې او نرمې لحظې له لارې ترسره شي. الله تعالی فرمایي: «وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا» [۸]
او همدارنګه د طه سورت له ۴۴م آیت څخه هم څرګندیږي چې نرمه لحظه یوه اړتیا ده: «فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا»
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] التحريم: ۶.

[۲] مریم: ۵۵.

[۳] الأحزاب: ۵۹.

[۴] الشعراء: ۲۱۴.

[۵] لقمان: ۱۷.

[۶] القصص: ۲۰.

[۷] هود: ۷۸.

[۸] البقرة: ۸۳.

Previous Articleد شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه  پنځوسمه برخه)
Next Article په معاصره نړۍ کې د لیبرالېزم بحرانونه (اوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.